سکټارېزم دغه اصطلاح د ״سكټ״ له كلمې څخه اخيستل شوې ده چې له خلكو او ملت څخه د يوې جلا برخې معنا وركوي. په عمومي ډول سكټاريزم له ملت او خلكو څخه د رابطې د پرې كولو، د منطقه پرستۍ او منطقوي تبعيض مفهوم افاده كوي. سكټاريزم له تعصبونو څخه زيږيدلى يو څېز دى چې په خپل متعصب او تنگ نظرانه فكري چوكاټ كې د ملت د اجتماعي ژوند څخه ځان گوښى كوي او هر ډول ارتباط له ملته شلوي. د منطقې او سيمې په نامه جلا كار كوي، دوى هر ډول وحدت ردوي. زموږ په هېواد كې د پخواني شوروي امپرياليزم او چيني شؤنيزم مركبه يوه ډله چې د ستم ملي په نامه ياديږي، يوه سكټارسته ډله ده او دغه صفتونه او اعمال يې په خواصو كې ليدل كېږي