سکندر لودي

سکندر لودي

سلطان سکندر خان لودي د هند د لودي ټولواکمنۍ يو افغان پاچا و. هغه د بهلول لودي زوى ، په ۱۴۸۹ ز کال کې زېږېدلى دى . وروسته له هغه نه چې بهلول لودي ارواښاد شو ، نو يې زوى سکندر لودي د ډيلي پر پلازمېنه کېناست . د هند د يوه نوي تاريخ په ۱۲۰ مخ کې داسې راغلي دي : سکندر لودي د هند په ټولو سلاطينو کې هوښيار ، پوه غوره ، زيارکښ او ښکلى سلطان وو . ده پخپله شعرونه ويل او پوهان يې پخپل ځان راټول کړي وو . له هرې خوا يې پوهان خللک وربلل او دوى يې هڅول ، چې کتابونه وليکي . د روعتيايي څېړنو مرکز يې جوړ کړى و ، چې نوم يې ورته (( مدينه الشفا )) اېښى وو . موسيقۍ ته يې ډېره پاملرنه وکړه ، نوي ((لارپي )) او اهنگونه يې جړ کړل ، چې د (( سکندر شاهي لهجه )) په نامه يادېدل . خلک د خپل استعداد له مخې په ادبياتو ، موسيقۍ ، حساب ، کېميا ، درمل او نورو صنايعو لپاره روزل کېدل . سکندر لودي همدا راز د مذاهبو ترمنځ د پوخلاينې لار غوره کړې وه . ده داسې يو نظام جوړ کړ ، چې د هر ډول عقېدې لپاره لار خلاصه وه . له پورتنيو توضيحاتو نه داسې څرگنديږي ، چې وروسته مغولي دولتونو دده سياست تعقيب کړى وي . قطب منار ، چې دده پر مهال بشپړ شوى ، د هند د لويو اديانو لکه اسلام او هندوتوب نښې لري . دده خپلواکي د ولس لپاره وه . ده ځان يو کلک مسلمان عادل معرفي کاوه . له نورو اديانو سره يې تعصب نه درلود . دده د واکمنۍ پر مهال ډېر خلک په اسلام شرف شول ، ځکه چې جبر او اکرا نه وه .

د سکندر لودي سکې
د سلطان سکندر لودي د پاچهۍ حدود

اخځونه

  1. قدرت الله حداد ( فرهاد )، د افغان ملي تاريخ ، ۲۴۱- ۲۴۲ مخونه ، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا د مرکز د ۱۳۸۳ لمريز کال چاپ .