سپېس اېکس سټاربېس
سټاربېس د متحده ایالاتو د تکزاس په بوکاچیکا کې د سټارشېپ توغندیو د تولید او پراختیا په موخه فضايي اډه ده. د دغې اډې ودانیزې چارې د ۲۰۱۰مې لسیزې له وروستیو راهیسې د سپېس اېکس په نامه د امریکایي فضایي تولیدي شرکت له خوا روانې دي.
عمومي مالومات | |
---|---|
ځای | |
اداري سیمه | |
هېواد | |
څښتن |
برخې |
Starbase Launch Site (en) Starbase Build Site (en) [۳] Starbase Test Site (en) ground station (en) photovoltaic power station (en) Boca Chica Village (en) [۴] |
---|
بنسټګر |
---|
کورډينېشن |
---|
دغه اډه په دې موخه جوړیږي څو «د سپېکس اېکس لپاره انحصاري د توغوولو ځای واوسي او پر مټ یې یاد شرکت وکولای شي فضا ته د ستورمزلو توغندیو د لېږلو په برخه کې خپل مانیفېست (ارمان) پلی او د توغولو لپاره خپله کړکۍ ومومي». دغه اډه په پیل کې د فالکون ۹ او فالکون هېوي توغندیو د توغولو په موخه طراحي شوې وه چې لاندني مدار ته د لېږلو او بېرته د کارونې وړ توغندي دي. ورته مهال سپېس اېکس د ۲۰۱۸ زکال په لومړیو کې د خپلو پلانونو د بدلون وویل او څرګنده یې کړه چې دغه اډه به په انحصاري ډول فضا ته د توغندیو د راتلونکي نسل؛ سټارشېپ او سپېس اېکس د لېږلو په موخه کارول کېږي، همدا و چې له ۲۰۱۸ زکال څخه تر ۲۰۲۰ زکال پورې په دغه سایټ کې د توغندیو د تولید او ازموینې ظرفیت په پام وړ کچه لوړ شو. په ۲۰۱۴ زکال کې د سپېس اېکس عامل مدیر ایلان ماسک اعلان کړی و چې تمه لري «د تکزاس له سویل څخه سوداګریز او خصوصي ستورمزلي توغندي فضا ته ولېږي» او بالاخره له دغې اډې څخه مریخ ته توغندي وتوغووي. [۵][۶][۷][۸]
سپېس اېکس له ۲۰۱۲ زکال څخه تر ۲۰۱۴ زکال پورې په متحده ایالاتو کې د خپلو نویو سوداګري فضايي الوتنو لپاره د تاسیساتو جوړولو په موخه اووه غوره ځایونه په پام کې نیولي و. په ټولیزه توګه د مداري سفرونو په موخه له اوبو څخه د خوندي تېرېدنې لپاره ایډیال ځای ختیځ و چې تر ډېرې کچې یې د استوا کرښې ته د نږدې موقعیت لرلو له امله د توغندیو په سفر کې د ځمکې د څرخ له سرعت څخه ګټنه کولای شوه. په ډېری دغه مهال کې د یادې چارې په موخه تر ټولو پام وړ برخه د تکزاس براونزویل ته څېرمه په بوکاچیکا ساحل کې یوه ټوټه ځمکه وه؛ همدا و چې د متحده ایالاتو د هوايي چلن فدرال ادارې اوږدمهاله څېړنې وکړې څو په تکزاس کې د توغندیو د توغوولو د یوې اډې د جوړېدو چاپېریالي موارد واروزي. دغه ځای د توغندیو د توغولو لپاره غوره وبلل شو او په دغه موده کې سپېس اېکس هڅه وکړه دلته ځمکې وپېري؛ همدا و چې ۴۱ هکتاره (۱۷۰ زره متر مربع) ځمکه یې وپېرله او ۵۷ هکتاره (۲۳۰ زره مترمربع) نوره یې د ۲۰۱۴ زکال په جولای میاشت کې په کرایه ونیوله. دغه شرکت د ۲۰۱۴ زکال په اګست میاشت کې اعلان وکړ چې هغوی براونزویل ته څېرمه دغه سیمه د غیردولتي فضايي ماموریتونو لپاره غوره کړې؛ او د ۲۰۱۴ زکال په جولای میاشت کې یې د یادې سیمې وروستۍ چاپېرېالي ازموینې او اړوندې چاپېریالي هوکړې هم ترسره کړې. د سټارشېپ توغندي له لومړنۍ یو موټې بشپړې ازموینې وروسته دغه اډه د سپېس اېکس شرکت د توغوولو په فعال څلورم مرکز واوښته؛ په داسې حال کې چې نور درې یې د متحده ایالاتو څخه په اجاره نیولي دي. [۹]
سپېس اېکس د ۲۰۱۴ زکال په سپټمبر میاشت کې د خپل دغه نوي فضايي مرکز د بنسټ اېښودنې غونډه جوړه کړه او د هغو د سطحې په چمتووالي باندې یې د ۲۰۱۵ زکال په اکتوبر میاشت کې په کار پیل وکړ. لومړنی کشف کوونکی انتن یې په کې د ۲۰۱۶ زکال په اګست میاشت کې نصب کړ او د ۲۰۱۸ زکال په جولای میاشت کې یې ورته د سون توکو لومړنۍ زخیره راوړه. د ۲۰۱۸ زکال په وروستیو کې یې پراختیايي چارو زور واخیست؛ په دغه موده کې یاده اډه د سټروپر په نامه د ۹ متره قطر لرونکي (۳۰ فوټه) توغندي د جوړوله شاهده وه او د ۲۰۱۹ زکال له مارچ میاشتې څخه تر اګست میاشتې پورې یې د ازموینې او توغوولو چارې ترسره شوې. د ۲۰۲۳ زکال تر وروستیو پورې په دغه مرکز کې ۲۱۰۰ بشپړ مهالي کارکوونکي په کار بوخت و چې شمېر یې د زیاتوالي په حال کې دی. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
تاریخچه
سمولد سپېس اېکس او د متحده ایالاتو د دولت ترمنځ د ستورمزلو توغندیو د توغوولو د یو خصوصي مرکز د جوړولو اړوند خبرې اترې د ۲۰۱۱ زکال په لومړیو کې په خصوصي بڼه پیل شوې. ورته مهال د سپېس اېکس اجرایوي مشر ایلان ماسک هم د ۲۰۱۱ زکال په سپټمبر میاشت کې د خپلو سوداګریزو فضایي الوتنو لپاره د یو شخصي فضايي مرکز د لرلو اړوند لېوالتیا وښوده. دغه شرکت د ۲۰۱۴ زکال په اګست میاشت کې اعلان وکړ چې د دغې چارې لپاره یې تکزاس خوښ کړی هماغه ډول یې چې بیا په سویلي تکزاس کې یاد فضايي مرکز تاسیس کړ. د دغه اډې د خاورې په تنظیم باندې یې په ۲۰۱۵ زکال او په هغو کې یې د تاسیساتو په جوړولو باندې په ۲۰۱۸ زکال کې لاس پورې کړ؛ همدا و چې له ۲۰۱۹ زکال راوروسته په دغه فضايي مرکز کې د توغندیو د ماشینونو ازمیښتي چارې او ازمایښتي الوتنې پیل شوې. [۱۹][۲۰]
د ځای ټاکنه او چاپېریالي ارزونې
سمولد ۲۰۰۷ زکال د اپرېل میاشتې په لومړیو کې، لږ تر لږه پنځه پام وړ ځایونه د دغه نوي خصوصي فضايي مرکز د جوړولو لپاره په پام کې نیول شوي و، په دغو کې په الاسکا، کالیفورنیا، فلوریډا، تکزاس او ویرجینیا کې سایټونه شامل و. د ۲۰۱۲ زکال په سپټمبر میاشت کې څرګنده شوه چې د جورجیا ایالت او پورټوریکو هم لېوالتیا لري سپېس اېکس ته اړوند دغه سوداګریز فضایي تاسیسات یې په اړوندو سیمو کې جوړ شي. په جورجیا کې د کمډن ښارګوټي د ګډې پراختیا ادارې د ۲۰۱۲ زکال په نومبر میاشت کې د رایو په اکثریت څرګنده کړه چې فضا ته د ستورمزلو توغندیو د لېږلو په برخه کې د مرستې په موخه د آرام سمندر په یو ساحلي سایټ کې د «فضايي تاسیساتو په پراختیایي څېړنیزو» چارو کې مرسته کوي. په پورټوریکو کې بیا د دغې چارې په موخه پام وړ ځای د سمندري ځواکونو روزولټ روډز پخوانۍ اډه وه. د ۲۰۱۲ زکال تر سپټمبر میاشتې پورې سپېس اېکس د خپل نوي سوداګریز فضايي مرکز د جوړولو په موخه په متحده ایالاتو کې اووه بالقوه ځایونه وارزول. له دغو چارو راوروسته د دغو نوو تاسیساتو لپاره د تکزاس براونزویل ته څېرمه په بوکاچیکا ساحل کې یوه ټوټه ځمکه غوره کړای شوه. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
د ۲۰۱۳ زکال له لومړیو څخه نور نو تکزاس د سپېس اېکس د نوې فضايي اډې د جوړولو لپاره په اصلي ځای واوښت، په داسې حال کې چې فلوریډا، جورجیا او نور ځایونه هم لا د دغې موضوع اړوند د سیالۍ په کتار کې ولاړ وو. سربېره پر دې د تکزاس ایالت داسې یو قانون وړاندې کړ چې د توغندي توغوولو پر مهال یې د لنډ مهال لپاره د نږدې ایالتي سواحلو د تړلو اجازه ورکوله څو د توغندي توغوولو پر مهال اخلال کم او د توغوولو د چارو پر وړاندې ګواښونه کم کړي؛ ورته مهال یې یو لړ اسانتیاوې رامنځته کړې څو سپېس اېکس شرکت په دغه ځای کې د خپلو تاسیساتو جوړولو ته لا زیات وهڅوي. د ۲۰۱۳ زکال اقتصادي پخلي وښوده چې سپېس اېکس په دغه ځای کې په ودانیزو او پراختیايي چارو شاوخوا ۱۰۰ میلیون ډالر پانګونه کوي؛ سربېره پر دې د تکزاس قانون جوړونکو هم د دغه ځای لپاره یوه ۱۵ میلیون ډالري تشویقي کڅوړه تصویب کړه. [۲۶][۲۷][۲۸]
د ۲۰۱۳ زکال په سپټمبر میاشت کې د تکزاس ایالت د ځمکو عمومي ادارې او کامرون کونټي یوه هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې یې په راتلونکي کې د سپېس اېکس له فضايي پروګرام څخه د ملاتړ په موخه د سواحلو د تړلو ډول روښانه شو. د دغې هوکړې موخه په کامرون ښارګوټي کې اقتصادي پراختیا او د تکزاس ایالت سواحلو ته د عامه لاسرسي د حق خوندیتوب و. په ۲۰۱۳ زکال کې د تکزاس ایالت د پلان له مخې د سواحلو د تړل کېدو چارې جواز وموند، خو هر ځل تړل کېدو نه باید له ۱۵ ساعتونو څخه تجاوز کړی وای؛ ورته مهال یې د مموریال ورځې له شنبې څخه د کارګرانو تر ورځې پورې یوازې دریو پلان شوو فضايي الوتنو ته اجازه ورکوله او یوازې په هغه حالت کې یې بیا نور فعالیت کولای شو چې د ځمکې د ادارې تائید به یې درلود. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]
په ۲۰۱۹ زکال کې د هوايي چلن فدرال ادارې د تکزاس په سویل کې د سپېس اېکس د تاسیساتو نوې ارزونه ترسره کړه؛ دغه ارزونه د یوې سوداګریزې اډې پر ځای د فضايي بېړیو د تولید ځای، د توغندیو د ازموینځای او همدارنګه د بېلابېلو توغندیو – د سپېس اېکس سټارشېپ او پروټوټایپ نقلیه وسایط – د توغوولو د مرکز په توګه ترسره شوه؛ هغه مرکز چې د ۲۰۱۴ زکال پر مهال په پخوانۍ ارزونه کې یې د فالکون ۹ او فالکون هېوي د توغوولو چاپېریالي اغېزې ارزول شوې وې. د ۲۰۱۹ زکال په مۍ او اګست میاشتو کې یادې ادارې یو لیکلی راپور خپور کړ او څرګنده یې کړه چې د چاپېریالي اغېزو کوم بشپړ راپور ته اړتیا شتون نه لري. د ۲۰۲۱ زکال په می میاشت کې د هوايي چلن ادارې د بوکوچیکا په فضايي مرکز کې د سپېس اېکس د سټارشېپ/سوپر هېوي توغندیو د عملیاتي چارو د چاپېریالي ارزونې اړوند د خپلې ویب پاڼې د تکراري پوښتنو په برخو کې لیکنه وکړه. [۴۱]
سرچينې
سمول- ↑ سرچينې تړی: https://www.texasmonthly.com/news-politics/elon-musk-boca-chica-starbase-texas.
- ↑ X post ID: 1867392584357716206.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.youtube.com/watch?v=-1wcilQ58hI&t=1780s.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.businessinsider.com/elon-musk-starbase-city-spacex-texas-launch-site-2021-3.
- ↑ Nield, George C.; et al. (Office of Commercial Space Transportation) (April 2014). "Volume I, Executive Summary and Chapters 1–14" (PDF). Draft Environmental Impact Statement: SpaceX Texas Launch Site (Report). Federal Aviation Administration. HQ-0092-K2. خوندي شوی له the original (PDF) on 7 December 2013.
- ↑ Gleeson, James; Musk, Elon; et al. (10 May 2018). "Block 5 Phone Presser". GitHubGist. خوندي شوی له اصلي څخه په 6 August 2018. بياځلي په 2 August 2018.
Our South Texas launch site will be dedicated to BFR, because we get enough capacity with two launch complexes at Cape Canaveral and one at Vandenberg to handle all of the Falcon 9 and Falcon Heavy missions.
- ↑ Foust, Jeff (22 September 2014). "SpaceX Breaks Ground on Texas Spaceport". SpaceNews. خوندي شوی له the original on 22 September 2014. بياځلي په 14 January 2018.
Under that development schedule, Musk said, the first launch from the Texas site could take place as soon as late 2016.
- ↑ Clark, Steve (27 September 2014). "SpaceX chief: Commercial launch sites necessary step to Mars". Brownsville Herald. خوندي شوی له اصلي څخه په 18 May 2017. بياځلي په 30 September 2014.
- ↑ Berger, Eric (4 August 2014). "Texas, SpaceX announce spaceport deal near Brownsville". Houston Chronicle. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 August 2017. بياځلي په 4 August 2014.
- ↑ "SpaceX breaks ground at Boca Chica beach". Brownsville Herald. 22 September 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 June 2017. بياځلي په 22 September 2014.
- ↑ Foust, Jeff (22 September 2014). "SpaceX Breaks Ground on Texas Spaceport". SpaceNews. خوندي شوی له the original on 22 September 2014. بياځلي په 14 January 2018.
Under that development schedule, Musk said, the first launch from the Texas site could take place as soon as late 2016.
- ↑ Perez-Treviño, Emma (22 October 2015). "Soil headed to Boca Chica for SpaceX". Valley Morning Star. خوندي شوی له the original on 14 December 2016. بياځلي په 24 October 2015.
- ↑ "Foundation Problems Delay SpaceX Launch". KRGV.com/5news. Rio Grande Valley, Texas. 18 January 2016. خوندي شوی له the original on 18 March 2016. بياځلي په 14 January 2018.
SpaceX's first launch was set for 2017. The company said the launch site won't be complete until 2017. They anticipate their first launch in 2018.
- ↑ Clark, Steve (13 December 2023). "Starbase general manager discusses future plans at invite-only Brownsville event". MyRGV.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 December 2023. بياځلي په 16 December 2023.
- ↑ "SpaceX's Texas Site Needs Full Environmental Review, Conservationists Say". Center for Biological Diversity (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 3 May 2023. بياځلي په 2023-12-26.
- ↑ "SpaceX sued by environmental groups, again, claiming rockets harm critical Texas bird habitats". USA TODAY (in American English). خوندي شوی له اصلي څخه په 14 January 2024. بياځلي په 2023-12-26.
- ↑ Leinfelder, Andrea (2023-11-29). "Spectators of SpaceX rocket may be damaging critical bird habitats in Texas, regulators say". Houston Chronicle (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 13 February 2024. بياځلي په 2023-12-24.
- ↑ "SpaceX sued by environmental groups, again, claiming rockets harm critical Texas bird habitats". USA TODAY (in American English). خوندي شوی له اصلي څخه په 14 January 2024. بياځلي په 2024-01-12.
- ↑ "Texas tries to woo SpaceX on launches". Daily News. 12 February 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 February 2014. بياځلي په 14 February 2014.
- ↑ Mark Hamrick, Elon Musk (29 September 2011). National Press Club: The Future of Human Spaceflight. NPC video repository (video) (in American English). National Press Club. Event occurs at 32:30. خوندي شوی له اصلي څخه په 15 May 2014. بياځلي په 11 March 2014.
- ↑ Dean, James (3 April 2013). "Proposed Shiloh launch complex at KSC debated in Volusia". Florida Today. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 April 2014. بياځلي په 6 April 2013.
- ↑ "Details Emerge on SpaceX's Proposed Texas Launch Site". Space News. 16 April 2012. p. 24.
SpaceX is considering multiple potential locations around the country for a new commercial launch pad. ... The Brownsville area is one of the possibilities.
- ↑ Perez-Treviño, Emma (13 September 2012). "Sanchez: Texas offering $6M, Florida giving $10M". Brownsville Herald. بياځلي په 16 September 2012.[مړه لينکونه]
- ↑ Dickson, Terry (16 November 2012). "Camden County wants to open Georgia's first spaceport". The Florida Times-Union. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 November 2017. بياځلي په 11 November 2017.
- ↑ Berger, Eric (2023-02-21). "Texas is planning to make a huge public investment in space". Ars Technica (in American English). خوندي شوی له اصلي څخه په 2 May 2023. بياځلي په 2023-05-02.
- ↑ Perez-Treviño, Emma (15 August 2013). "SpaceX buys more land". Valley Morning Star. بياځلي په 17 August 2013.[مړه لينکونه]
- ↑ Foust, Jeff (1 April 2013). "The great state space race". The Space Review. خوندي شوی له اصلي څخه په 5 February 2017. بياځلي په 3 April 2013.
In the best-case scenario, he said, SpaceX would start construction of the spaceport next year, and the first launches from the new facility would take place in two to three years.
- ↑ Nelson, Aaron M. (5 May 2013). "Brownsville leading SpaceX sweepstakes?". MySanAntonio.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 6 May 2013. بياځلي په 6 May 2013.
- ↑ "SpaceX Proposes New Texas Launch Site". Citizens in Space. 9 April 2012. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 May 2013.
- ↑ Martinez, Laura (10 April 2012). "Brownsville area candidate for spaceport". The Monitor. خوندي شوی له the original on 14 April 2012. بياځلي په 12 May 2012.
- ↑ "Details Emerge on SpaceX's Proposed Texas Launch Site". Space News. 16 April 2012. p. 24.
SpaceX is considering multiple potential locations around the country for a new commercial launch pad. ... The Brownsville area is one of the possibilities.
- ↑ "FAA Notice of Intent to conduct an Environmental Impact Statement" (PDF). Federal Aviation Administration. 3 April 2012. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 29 July 2014. بياځلي په 8 April 2012.
- ↑ Martinez, Laura (10 April 2012). "Brownsville area candidate for spaceport". The Monitor. خوندي شوی له the original on 14 April 2012. بياځلي په 12 May 2012.
- ↑ Berger, Eric (25 May 2012). "Texas reaches out to land spaceport deal with SpaceX". Houston Chronicle. Houston, Texas. خوندي شوی له اصلي څخه په 28 May 2012. بياځلي په 27 May 2012.
- ↑ Perez-Treviño, Emma (20 June 2013). "SpaceX buys more land here". Valley Morning Star. بياځلي په 25 June 2013.[مړه لينکونه]
- ↑ Perez-Treviño, Emma (23 November 2013). "SpaceX buys more land in Cameron County". Valley Morning Star. خوندي شوی له the original on 27 November 2013. بياځلي په 27 November 2013.
- ↑ Martinez, Laura B. (19 September 2013). "SpaceX beach closure rules set". Brownsville Herald. Brownsville, Texas. بياځلي په 26 September 2013.[مړه لينکونه]
- ↑ Perez-Treviño, Emma (9 July 2014). "FAA approves SpaceX application to launch rockets from Cameron County beach". The Monitor. خوندي شوی له the original on 9 July 2014. بياځلي په 16 July 2014.
- ↑ Perez-Treviño, Emma (9 July 2014). "FAA approves SpaceX application to launch rockets from Cameron County beach". The Monitor. خوندي شوی له the original on 9 July 2014. بياځلي په 16 July 2014.
- ↑ Berger, Eric (4 August 2014). "Texas, SpaceX announce spaceport deal near Brownsville". Houston Chronicle. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 August 2017. بياځلي په 4 August 2014.
- ↑ Martinez, Laura B. (19 September 2013). "SpaceX beach closure rules set". Brownsville Herald. Brownsville, Texas. بياځلي په 26 September 2013.[مړه لينکونه]