سپین پوستکي پلرونه


په افریقا کې د عیسویت خپرولو د ماموریت مامورینو ته سپین پوسته پلرونه وایي. ټولنه یې د افریقا د مامورینو ټولنې ( Society of the Missionaries of Africa) په نامه یادیږي. په فرانسوۍ کې سپینو پلرونو ته (Pères Blancs) ویل کیږي. په دې ماموریت کې رسالتي یا پیغام رسونکي رومان کتولیک عیسویان موجود وي. بنسټ یې په ۱۸۶۸ کې چارلز لاویجري ایښی. د ټولنې چارې د عیسویت په اړه نورو ته زده کړه او د عیسویت تبلیغ دی تر ډېره په افریقا کې فعالیت کوي. په ۲۰۲۰ کال کې یې ۲۱۷ ټولنې لرلې، یادو ټولنو په ۴۲ هیوادونو کې تبلیغ کوه، تبلیغ کوونکي مامورین یې ۱۲۴۷ کسان وو، یاد کسان د ۳۶ مختلفو هیوادونو تابعیت لرونکي دي.

تاریخ سمول

 
په Maison-Carrée کې لومړی کنفرانس