سپوږمیزه تیوري

سپوږمیزه یا قمري تیوري هڅه کوي چې د سپوږمۍ حرکتونه تشرېح کړي. د سپوږمۍ په حرکت کې ګڼ کوچني بدلونونه (یا ګډوډۍ) موجودې دي او د تشرېح لپاره یې ډېرې هڅې شوې دي. تر پېړیو پېړیو سختوالي وروسته دا مهال د سپوږمۍ حرکت په ډېر لوړ دقت سره ماډل کولی شو.

د سپوږمۍ په تیورۍ کې لاندې برخې شاملېږي:

  • د عمومي تیورۍ شالید؛ چې د سپوږمۍ د حرکت د تحلیل لپاره د ریاضي کارېدونکي تخنیکونه او د حرکت د وړاندوېینې لپاره یې د فورمولونو او الګورېتمونو تولید په کې شاملېږي؛ او
  • کمیتي فورمولونه، الګورېتمونه او هندسي ډیاګرامونه چې ښايي په یوه ټاکلي وخت کې د سپوږمۍ د موقعیت د محاسبې لپاره وکارول شي؛ دغه کار تر ډېره د الګورېتمونو پر بنسټ د جدولونو په مرسته کېږي.

د سپوږمۍ تیوري د څېړنې څه باندې ۲۰۰۰ کلنه مخینه لري. څه ناڅه مدرن پرمختګونه یې په تېرو درېیو پېړیو کې د بنسټیزو علمي او ټکنالوژيکو موخو لپاره کارول شوي دي او لا هم په دې لاره کې کارول کېږي.

له لرغونو وختونو څخه د نیوټن تر مهاله سمول

لرغونی بابل سمول

د بابلي ستور پوهنې یا نجومو په اړه د ۱۸۸۰یمې لسیزې د وړاندې مهال علمي تاریخ‌لیکوالو ته هېڅ هم څرګند نه وو. له «پلیني» څخه چې کوم لرغوني لیکونه راپاتې دي، په بین النهرین کې یې د نجومو یا ستورپوهنې درېیو مکتبونو ته اشاره کړې ده چې بابل، اوروک او هيپارنوم یا سيپار دي. خو د جزئیاتو په اړه اوسنۍ پوهه یوازې هغه مهال پیل شوه چې «جوزف اپينګ» په یوه بابلي ارشیف کې پر خټینو کتیبو د میخي خط متنونه کشف کړل: په دغو متنونو کې یې د سپوږمۍ د حرکتونو یو نجومي جدول کشف کړ. له هغه مهال راهیسې د دې موضوع په اړه پوهه چې لا هم تیت پرک ده، باید د کشف شویو متنونو د دقیق عددي تحلیل له لارې د بابل او اوروک پر کتیبو جوړه شوې وای (لا د هغه درېیم مکتب په اړه هېڅ هم نه دي موندل شوي چې پلیني یې یادونه کړې ده).[۱][۲][۳]

کوم سیستم چې دا مهال د سپوږمۍ د موقعیت د وړاندوېینې لپاره «B سیستم» بلل کېږي، د دغه سیستم اختراع (تر میلاد مخکې په پنځمه یا څلورمه پېړۍ کې) بابلي نجوم پوه «کیډینو» ته منسوبه ده. دا سیستم وايي چې سپوږمۍ په دوامدار ډول د خپل بګرونډ په نسبت په خپل مسیر کې سرعت بدلوي. د دغه سیستم په ثابتو ستوریو کې د سپوږمۍ د سرعت د ورځنیو ګام په ګام بدلونونو محاسبه شامله وه. داسې ښکاري چې د دغو سیستمونو بنسټ د هندسي پرځای حسابي و، خو دوی یوازې د سپوږمۍ هغه نابرابري تشرېح کوي چې دا مهال د مرکز د معادلې په نامه پېژندل کېږي.[۴]

بابلیانو سلګونه کاله د نویو سپوږمیو او خسوفونو دقیق سوابق وساتل. د ۵۰۰ مخزېږد او ۴۰۰ مخزېږد کلونو تر منځ یې د قمري میاشتو او شمسي کلونو تر منځ ۱۹ کلنه دوراني اړیکه ومونده او د دغه دوران پر استفاده یې پیل وکړ چې دا مهال د مېټونیک دوران په نامه پېژندل کېږي.[۵][۶]

اوسني پرمختګونه سمول

ډيجیټل کمپیوټرونه او سپوږمیز لیزرونه سمول

له دویمې نړیوالې جګړې په ځانګړي ډول له ۱۹۶۰مې لسیزې را وروسته سپوږمیزه تیورۍ په بېلابېلو لارو لا ډېره پراخه شوې ده. دغه چاره له دوو لارو تحریک شوې ده: له یوه پلوه د اوتوماتیکو ډيجیټلي محاسباتو په مرسته او له بل پلوه د هغو مدرنو مشاهداتي ډېټاوو له لارې چې دقت یې ډېر لوړ دی.

د «ارنسټ ویلیم براون» شاګر او د ای.بي.اېم کارکوونکي «والاس جان ایکرټ» هغه ډيجیټل کمپيوټرونه چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته جوړ شول، د نجومي وختونو د محاسبې لپاره وکارول. په دې کې یوه پروژه دا وه چې د براون سپوږمیزه تیوري ماشین ته واچول شي او په مستقیم ډول وارزول شي. بله پروژه بېخي نوې وه چې د لمر او څلورو اصلي سیارو د حرکت د معادلاتو عددي ادغام و. دا کار یوازې هغه مهال شونی شو چې ډيجیټل الکترونیکي کمپیوټرونه د لاسرسي وړ شول.[۷][۸]

عددي انتیګرالونه، نسبیت، مد او جزر، اهتزاز سمول

سپوږمیزه تیوري، لکه څرنګه چې د دغو مدرنو اندازو په مرسته له عددي پلوه په ډېر لوړ دقت سره پراخه شوې ده، د کلاسیکو تیوریو په نسبت پر یو څه هراړخیزو ملاحظاتو تکیه ده. دا تیوري نه یوازې د جاذبې قوه، بلکې ډېرې جیوفزیکي جزر او مدي اغېزې او د سپوږمۍ د اهتزاز په اړه یوه هراړخیزه تیوري هم په پام کې نیسي. د ډېرو نورو علمي څانګو په څېر دغه څانګه دا مهال په داسې ډول پراخه شوې ده چې د لویو ټیمونو او مؤسساتو د څېړنو پر بنسټ کار کوي. یوه هغه مؤسسه چې په دغو پرمختګونو کې یوه مخکښه برخه لري، د جي.پي.اېل (JPL) لابراتوار دی چې د کلفورنیا د ټکنالوژۍ په انستېتیوت کې دننه دی؛ او هغه نومونه چې د ۱۹۷۰یمې لسیزې له لومړیو څخه را وروسته یې له کلاسیکو سپوږمیزو تیوریو څخه د اوسني علم وضعیت ته په لېږد کې ونډه لرلې ده، «ډرال مالهالنډ» او «ویلیامس» دي او د لمریزې (سیاروي) منظومې اړوند بیا د «مایلز سټنډيش» نوم د یادولو دی.[۹]

سرچينې سمول

  1. Neugebauer (1975), volume 1, pp. 347–348.
  2. Neugebauer (1975), volume 1, p. 349, citing Epping & Strassmaier (1881).
  3. Neugebauer (1975), volume 1, p. 352.
  4. Neugebauer (1975), volume 1, pp. 476–482.
  5. Steele, J. M.; Stephenson, F. R.; Morrison, L. V. (1 نومبر 1997). "The Accuracy of Eclipse Times Measured by the Babylonians". Journal for the History of Astronomy. 28 (4): 337. Bibcode:1997JHA....28..337S. doi:10.1177/002182869702800404. ISSN 0021-8286. S2CID 118701989. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Neugebauer (1975), volume 1, pp. 354, 474.
  7. "Improved Lunar Ephemeris, 1952-1959: A Joint Supplement to the American Ephemeris and the (British) Nautical Almanac, by United States Naval Observatory Nautical Almanac Office et al. | The Online Books Page". onlinebooks.library.upenn.edu. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. M Chapront-Touzé & J Chapront (2002), pp. 21–22.
  9. Representative documents include (1) D B Holdridge & J D Mulholland (1970), (2) J G Williams et al. (1972), (3) J D Mulholland & P J Shelus (1973), (4) X X Newhall, E M Standish, J G Williams (1983).