سپما او د پانګي جوړښت
بسم الله الرحمن الرحيم
ســـريزه :
سمولدا چې ټول ژوندي موجودات د ژوند کولو د مفهوم له مخې پيدا شوي تر څو د ژوند د ټولو نعمتونو څخه په جدا جدا شکلونو سره بهره مند شي نو لازمه ده چې د ژوند په اوږدو کې د ډول ډول ستونزو او خوښيو سره مخامخ شي چې دا د ژوند کولو او ژوندي پاتې کيدلو تګ لاره ده .ژوندي موجودات د ژوند د بقاء لپاره مادي او معنوي ارزښت ته زياته اړتيا لري خو په ځانګړي ډول انسان ډيره زياته اړتيا مادي برخې ته ده چې مادي جوړښت له مخې انسانان ( د ټيټ ژوند ، منځني او لوړ ژوند ) څښتنان دي او دا يوازې هغه لاره د ه چې دوي د ورځني لاسته راوړنې (عايد ) د اندازې له مخې ويشل شوې .انسانان خپل عايدات د مختلفو لارو نه لاسته راوړي او مصرف ته د ميلان د کموالي له وجهې خپل ټول عايد په مصرف نه رسوي بلکې د هغې يوه اندازه چې وروسته د مصرف نه پاتې کيږي ذخيره کوي چې دې ذخيره کولو ته پس انداز وائي او دغه پس اندازي ددې لپاره صورت نيسي چې تر څو هغه منابع چې په اينده کې نوي منځ ته راځي استفاده وشي او په ښه ډول د ژوندانه د لزتونو څخه بهره مند شي لدې امله ما هم د پورته مفهوم په نظر کې نيولو سره يوه موضوع ( پس انداز او د سرمايې جوړښت ) Saving and Capital Formation په نامه او دهغې تر عنوان لاندې نورې موضوع ګانې راټولې کړي چې د سپما يا پس انداز په باب بحث کوي البته د ا موضوع او دهغې تر عنوان لاندې نورې موضوعګانې د محترم استاد پوهندوي سيد داوود صميم تر رهنمائي لاندې د مختلفو ماءخذونو نه چې د مختلفو پوهانو نظرونه د تاريخ په اوږدو کې څيړل شوي او د ژوند کولو لپاره ښه او گټور بلل شوي دي لاسته راوړى په لاندې توگه ترېنه يادونه کوو.[۲]
لومړي فصل
سمولد پس انداز مفهوم
دانسان د ژواندانه ضرورتونه هيڅکله نه پوره کيږي د اقتصاد موضوع هم همدا ده چې ضرورتونه ډير زيات دي او د هغه ضرورتونو د پوره کولو لپاره وسايل کم دي خو ددې لپاره چې دغه خپل ضرورتونه په ښه ډول تر لاسه کړو نو مونږ ددغه کمو وسايلو څخه په ډير مؤثر ډول استفاده کوو.
او ټول انسانان د خپلو ضرورتونو د پوره کولو لپاره کوشش کوي تر څو زيات وسايل لاسته راوړي او په خاصه توګه د ناتواني په حالاتو کې د مشکلاتو سره د مقابلې پخاطر د وسايلو ذخيره ولري نو همدغه انګيزه ددې سبب شي چې انسان د وسايلو د ذخيره کولو لپاره هڅيږي او دي ددې لپاره چې وسايل ذخيره کړي نو په خپل ورځيني ژوند کې د مصارفو په کمولو سره پس انداز کوي او د خپلو مربوطه عايداتو يوه برخه ذخيره کوي همدغه ذخيرې ته ياد عايد هغې برخې ته چې د ورځينيو ضرورتونو د مصارفو څخه اضافه کړي شي د پس انداز مفهوم ياديږي .
د پس انداز تعينوونکي عامل عايد دي پدې توګه ښکاره ده چې د عايد زياتوالي د پس انداز د زياتوالي او د عايد کموالي د پس انداز د کموالي سبب ګرځي د کم عايد لرونکي او غريب خلک د خپلو عوايدو زياته برخه يوازې د ژوندانه لمړي ضرورتونه پوره او کله هغه هم نشي پوره کولي هغه څوک چې د زيات عايد لورنکي دي هغوي د خپلو مصارفو د پوره کولو څخه علاوه د عايد يوه برخه پس انداز کوي .
د مثال په ډول که يو څوک د مياشتې عايد ١٠٠٠٠ افغاني ولري او دي دهغه څخه ٨٠٠٠ افغاني د خپل ورځينيو ضرورتونو د رفعه کولو لپاره بيلوي او ٢٠٠٠ افغانۍ نور د اينده لپاره پس انداز کوي ، که دده مياشتينۍ عايد ١٢٠٠٠ افغانيو ته لوړ شي نو دي به ٨٠٠٠ افغانۍ هغه خپل د ورځينيو ضرورتونو د رفعه کولو لپاره بيلوي پدې کې ځکه فرق نه راځي چې دا هغه ضرورتونه دي چې مخکې هم همدا شيان مصرفول چې کله يې عايد کم وو او اوس چې عايد يې زيات شوي دي هم همدومره مصرف به کوي ځکه دا خو اوليه ضرورتونه دي چې انسان يې د ژوند کولو لپاره ضروري ګڼي او ٤٠٠٠ نورې اضافه به يا پس انداز کوي او يا به يې په نورو عالي شيانو اخيستلو کې مصرفوي .
په دنيا کې د مختلفو ملکونو خلک مختلف د پس انداز اندازې لري يعنې په ځينو ملکونو کې د پس انداز اندازه ډيره زياته ده او په ځينو ملکونو کې د پس انداز اندازه کمه ده او يا په يوه ټولنې کې ټولو افرادو د پس انداز اندازه فرق کوي ولې په ملي سطحه د پس انداز اندازه تقريباً ثابت شکل لري د پس انداز لپاره ميلان په ټولنه کې د عايد د مقدار پورې مربوطيږي.
د پس انداز ډولونه
هر پس اندازکونکي پس انداز د يو خاص او يا د آينده يوه اندازه اقتصادي اهدافو د لاسته راوړلو لپاره د خپل عايد يوه برخه د بسپنې په شکل ساتي دغه پس انداز کونکي مختلف کيدي شي ا و دلته دغه پس انداز کونکي په درې ډوله دي :
الف : انفرادي پس انداز individual Savings
ب: کاروباري پس انداز Business Savings
ج: دولتي پس انداز Government Savings
الف : انفرادي پس انداز
انفرادي پس انداز څرنګه چې د نوم څخه ښکاري دا ډول پس انداز د يو ځانګړي شخص لخوا د آينده ضرورتونو د پوره کولو لپاره ساتي . دا ډول پس انداز د عامو خلکو د عايد هغه برخه ده چې د روزمره مصارفو څخه اضافه پاتي کيږي چې ديته انفرادي پس انداز ويل کيږي .
دوي دغه پس انداز يا خو د نقدو پيسو په شکل له ځانه سره ساتي او يا خو دغه پيسې په بانک کې اچوي او يا خو يې په کوم کاروبار کې سرمايه ګذاري کوي.
هغه خلک چې په پرمختيايي هيوادونو کې دي دوي دغه خپلې پيسې له ځانه سره ساتي او داددې سبب شي چې د هغه ملک پيسې زيات ګردش نه پيدا کوي او دا ددې سبب شي چې د کاروباري خلکو سره د سرمايې کموالي رامينځته شي او په ملک کې اقتصادي پرمختيا مخ په نزول روان شي او سرمايه ګذاري کمه شي او دې سره بې روزګاري رامينځته شي .
دا زياتره وخت دهغه ملک د خلکو د بې تعليمي له وجهې او يا د بې اعتباري له وجهې رامينځته کيږي .
خو په پرمختللو هيوادونو کې خلک د پس انداز پيسې په بنکونو کې اچوي او هغوي ته يې په سود باندې ورکوي چې دې سره هغوي تشويقيږي چې پيسې په بانکونو کې وساتي او ددې فايده دا ده چې دلته دغه پيسې کله د بانکونو په واسطه راټولې شي د يوه اندازه سود په مقابل کې نو دا پيسې بيا د بانکونو پواسطه سرمايه ګذارانو ته ورکول کيږي او سرمايه ګذاران ددې وړ کيږي چې د ملک په مختلفو سکتورونو کې سرمايه ګذاري وکړي او دې سره د خلکو لپاره روزګار زياتيږي او همدارنګه د پيسو ګردش هم زياتيږي .
او يا ځينې خلک په هغه باندې بل چيرته سرمايه ګذاري کوي او ګټه لاسته راوړي لکه دوي په هغه باندې اسهام اخلي او يا بانډونه اخلي او دوي د هغې په مقابل کې سود او ګټه لاسته راوړي.
ب: کاروباري پس انداز
څرنګه چې کاروبارونه په مختلف ډولونو دي او دغه کاروبارونو يو مقصد وي او هغه ګټه لاسته راوړل چې دغه مقصد ته په نورو مقاصدو زياته ترجيح ورکول کيږي ، نو کله چې دوي دغه ګټه لاسته راوړي نو دوي دغه ګټه ټوله په خپلو شريکانو نه ويشي بلکې د هغې يوه برخه پس اندازي کوي چې د ې ډول پس اندازي ته کاروباري پس انداز وائي.
که کاروبار هر يو وي دوي دغه پس انداز د خپل کاروبار د ترقي لپاره پکار اچوي او يا د يو غير متوقع حالت د رامنځته کيدو لپاره ساتي لکه کمپني چې دوي کله د خپلو سهم لرونکو لپاره د ګټې اعلان کوي هر کال نو دا ددې سبب شي چې د هغې کمپني اعتبار په مشتريانو کې زيات شي او زيات خلک د هغې اسهام اخلي او کمپني ته زياته سرمايه لاسته راشي نو کمپني د خپل اعتبار د ساتلو لپاره دو ي هر کالې يو څه پيسې ددې لپاره پس انداز کوي چې کيدي شي په اينده کال کې مونږ ګټه لاسته رانوړو او ددې لپاره چې په هغه کال کې سهم لرونکو ته ګټه Dividends ورکړو نو بيا ددغه پس انداز شويو پيسو څخه سهم لرونکو ته ګټه ورکوي تر څو د خلکو اعتبار موجود وي او زيات شي چې دغه ډول پس انداز ته په کمپني کې Reserve وائي .
ج: دولتي پس انداز
حکومت خپل عايدات او مصارف د بوديجې د لارې څرګندوي کله چې د حکومت عايدات د مصارفو په نسبت زيات اوسي نو بوديجه فاضل حالت لري چې د بوديجې فاضلوالي د دولت پس انداز څرګندوي چې دغه پس انداز د دولت لخوا په ترقياتي کارونو باندي مصرف کيږي او يا دا پس انداز د بل کال د بوديجې سره يو ځاي کوي او د بل کال په بوديجه کې ښودل کيږي.[1]
د پس انداز عوامل
د پس انداز عوامل څخه مطلب دادي چې کو م شيان دي چې ددې سبب شي چې انسان پس انداز کوي نو ددې لپاره چې مونږ پوه شو چې هغه کوم عوامل دي ددې لپاره د پس انداز تعريف ته مراجعه کوو چې پس انداز د عايد هغه برخې ته ويل کيږي چې دروزمره مصارفو څخه وروسته د ذخيرې په توګه پاتې کيږي يا په بل اصطلاح پس انداز د عايد او مصرف تر منځ فرق څخه عبارت دي او يا د ا هم ويلي شو چې پس انداز د عايد تابع ده چې څومره عايد زياتيږي هغومره به پس اندازي هم زياتيږي.
S=y-c
Saving= Disposable income - consumption
د پس انداز څخه مطلب خپل ټول عايد نه مصرفول او هغه برخه چې د خپل عايد (Disposable Income) نه ندي مصرف شوي او پاتي دي د تعريف په اساس ورته پس انداز ويل کيږي .
د اقتصاد له نګاه څخه داسې ډير عوامل دي چې انسان مجبوره کوي چې د خپل د عايد يوه برخه پس اندازي کړي او دغه عوامل ټول په دوه ګروپونو ويشل شوي دي چې په لاندې ډول يې هر يو تشريح کوو.
١-د پس انداز طاقت ( Power to Save)
٢- د پس انداز اراده (Well to save)
د پس انداز د مينځته راتګ لپاره طاقت او اراده دواړه ضروري دي او په يواځې توګه د پس انداز اراده يا طاقت د پس انداز موجوديت نشي ممکن کولي مثلاً که يو شخص ١٠٠٠ افغاني مياشتني عايد ولري او دده مياشتني مصرف هم ١٠٠٠ روپي وي خو دي غواړي چې پس انداز وکړ ي خو دلته دي ددې طاقت نلري چې پس انداز وکړي خو اراده لري او همدارنګه که يو بل شخص ١٠٠٠٠ افغاني مياشتني عايد ولري او دده د مياشتني مصارف ٤٠٠٠ افغاني وي او دي اراده ونلري چې پس انداز وکړي بلکي غواړي چې خپل ټول عايد خو يا مصرف کړي او يا چيرته سرمايه ګذاري کړي نو دلته د ارادې نه موجوديت د پس انداز مانع وګرځيده نو ويلي شو چې پس انداز د پس انداز کولو ارادې ا و د هغې طاقت د موجوديت څخه بغير نشي رامينځته کيدي .
الف: – د پس انداز طاقت ( Power to Save)
د پس انداز طاقت د عايد د اندازې پورې اړه لري کوم چې يوه کورني يې د کار کولو څخه وروسته لاسته راوړي . ولې کله چې داسې حالت راشي چې د مياشتني عايد د لاسته راوړو څخه د مخه په پيشکي ډول سره مصارفو ته ضرورت شي يا د مياشتني تنخواه د مصارفو لپاره کفايت ونه کړي نو پداسې حالت کې پس انداز وجود نلري نو ددې لپاره چې د کورنيو د پس انداز طاقت زيات شي نو ددې په خاطر مختلف اقدامات صورت نيسي لکه :
١:- تعليم و تربيه حاصلول
٢:- د هنر زده کړه تر څو خلک وکولي شي چې د يو هنر له طريقه خپل عايد زيات کړي .
٣:- د کار د استعداد زياتوالي او ياد اضافي کارونو د اجراء کولو په نتيجه کې عايدات زياتيدلي شي .
٤:- بل چې د خلکو په عايد باندې اثر انداز کيږي هغه مصرف دي مصرف دي چې د خلکو د پس انداز اندازه متاثره کوي .
ولې خلک مصرف خواته ميلان پيدا کوي ددې تفصيل په لاندې ډول وايو.[2]
د مصرف د ميلان عوامل
يو زيات شمير عوامل دي چې د مصرف د زياتوالي سبب ګرځي چې هغه يو داخلي عوامل دي او بل خارجي عوامل دي چې هغه د يو اقتصادي سيستم څخه خارج واقع دي او مصرف زياتوي چې هر يو يې په لاندې ډول تشريح شوي دي :
داخلي عوامل:Internal Factor
------------------------------
الف: د انسان طبيعت Nature of Human Being
دا يو داخلي عامل دي چې د انسان تمايل مصرف کولو ته زياتوي چې ددې له وجهې پس اندازي کميږي . د انسان طبيعت او اجتماعي حالات کورني پدې مجبوره کوي چې د خپل عايد زياته برخه مصرف کړي د مثال په ډول :
د مذهبي عقيدې له وجهې خلک مصرف کولو خواته ځې ، ددوې دوربنائي د اينده لپاره دوي مصرف کوي ، د ښه ژوند کولو لپاره او د تعليم اندازه او داسې نور دا ټول مستقيماً په مصرف کولو باندې تاثير اچوي د غه داخلي عوامل په لنډ مهاله موده کې ثابت وي خو په اوږد مهاله موده کې دغه عوامل تاثير اچوي .
خارجي عوامل Objective Factors
دغه خارجي عوامل په چټکي سره تغيرات راوړي چې په لاندې ډول تشريح شوي دي.
١:- حقيقي عايد Real Income
د يوې ټولنې مصرف ته دميلان يو ډير اساسي عامل حقيقي عايد دي چې کله حقيقي عايد د خلکو زيات شي نو د هغوي مصرف هم زياتيږي خو په هغه اندازه نه لکه عايد چې زيات شوي چې دې سره د مصرف د تابع لاين پورته خواته انتقاليږي .
٢:- دعايد دمساويانه ويش نه موجوديت Distribution of Wealth
که په يو ملک کې د عايد ويش سم نه وي يعنې مساوي نه وي نو د مصرف کولود تابع اندازه به هم مساوي نه وي ، هغه خلک چې کم عايد لري د هغوي د مصرف کولو خواته ميلان به زيات وي او هغه خلک چې عايد يې زيات وي د هغوي د مصرف کولو خواته ميلان به کم وي ځکه غريب خلک چې عايد يې کم دي د هغوي مصرف په عايد کې زيات دي ځکه عايد يې کم دي او هغه خلک چې زيات عايد لري د هغوي مصرف د عايد په نسبت کم د ي ځکه هغوي زيات عايد لاسته راوړي.
٣:- د قيمتونو د تغير کيدو امکانات Expectation of Changes in Price
که خلک دا و انګيري چې کيدي شي د اشياو قيمتونه لوړ شي نو بيا خلک حريص کيږي چې ولي اوس هغه د ضرورت شيان نه ذخيره کومه ځکه دوي فکر کوي چې او س قيمتونه ټيټ دي نو ځکه دوي اشيا اخلي چې که په اينده کې اشيا قيمته کيږي نو دوي به تيار اشيا وخته اخيستي وي هغه هم په کم قيمت، نو همدغه وجهه ده چې د خلکو د مصرف خواته ميلان زيات شي او پس اندازي کمه شي .
٤:- د دولت د مالي پاليسي تغير Changes in Fiscal Policy
د دولت پاليسي هم د خلکو د مصرف په کچه کې د زياتوالي عامل جوړيدي شي مثلاً که دولت په خلکو باندې تکسونه زيات کړي نو د خلکو د عايد يوه برخه د ټکسونو له وجهې کميږي نو لدې وجهې د خلکو په مصرف زياتوالي راځي او خلک ددې توانائي يا طاقت بيا نلري چې پس انداز زيات کړي .
٥:- د سود په کچه کې تغير Changes in the Rate of Interest
د سو د په کچه کې د تغير له وجهې هم د خلکو ميلان مصرف ته زياتيږي . مثلاً کله جې د سود فيصدي زياته شي او بنکونه او نورې ادارې په زيات سود باندې قرض غواړي نو پدې وخت کې خلک تشويق کيږي چې خپل مصارف کم کړي او پس اندازي زياته کړي او خلکو يا ادارو ته زياتې پيسې په قرض ورکړي ترڅو زيات سود لاسته راوړي او که برعکس د سود فيصدي کمه شي نو خلک بيا زيات پس انداز نه کوي او دمصرف ميلان زيات شي .
٦:- د شيانو موجوديت Availability of Goods
د مصرفي شيانو موجوديت زياته اندازه او کم قيمت سره نو خلک هڅوي چې زيات مصرف وکړي او هغه اشياء لاسته راوړي او که دغه اشياء کم او په زيات قيمت وي نو بيا د خلکو د مصرف ميلان کميږي او خلک بيا مصرف کم کوي .
٧:- په کمه فيصدي د قرض موجوديت Credit Facilities
که په يو ملک کې په کمه اندازه فيصدي د قرضې ورکړه موجوده وي نو د خلکو د مصرف خواته ميلان زياتيږي .
٨:- په جيگه سويه ژوند کول Higher Living Standard
که د خلکو حقيقي عايد زيات شي په يو ملک کې او خلک د ژوند د تيرولو لپاره عصري شيان واخلي لکه د کاليو مينځلو ماشين ، يخچال ، نوي ماډل موټر او داسې نور نو د خلکو د مصرف ميلان زياتيږي او پس اندازي کميږي .
٩:- قرضداري Consumer Indebtedness
مثلاً که مشتري د يو شي زيات قرضداره وي او هغه په زيات مقدار قسطونه هر مياشت تحويلوي هغه چاته چې سامان يې ترې اخيستي نو دا هم د مصرف خواته ميلان زياتوي او دا توانائي او طاقت کموي چې پس اندازي وکړي.
١٠:- زياته ګټه لاسته راوړل Windfall gain
که يو غير متوقع ګټه لاسته راشي لکه د اسهامو په بازار کې د اسهامو بيه ډيره زياته جيګه شي او داددې سبب شي چې زيات عايد لاسته راشي نو دغه زيات عايد چې د زياتې او غير متوقع ګټې څخه لاسته راغلي دي د مصرف کولو خواته ميلان زياتوي .
١١:- ديموګرافي Demographic Factor
د مصرف خواته ميلان د زياتوالي يو بل عامل نفوس دي لکه د کورنيو د غړو زيات شمير ، وظيفې ، د اوسيدلو ځاي د مثال په ډول که يو څوک په ښارونو کې اوسيږي د هغوي د مصرف اندازه د هغو خلکو نه چې په اطرافو کې اوسيږي زياته ده .
١٢:- د خلکو فطرت د پس اندازي وي
که د يو ځاي د خلکو فطرت او رواج داوي چې پس اندازي وکړي نو هلته به مصرف کم وي او که د يو ځاي خلک چې د زيات مصرف کولو سره عادت او همداسې خوي يې وي نو هلته به مصرف زيات او پس اندازي کمه وي .
١٣:- د ځان ښودلو عامل Demonstration effect
که خلک د هغو اشتهارونو چې په تيلويزونو او راديو ګانو له لارې کيږي متاثره شي او ددې لپاره چې بل چاته ځان زيات دولت مند او ښه معرفي کړي نو هغه قيمتي شيان اخلي چې دې سره د مصرف ميلان زيات شي او پس اندازي کې کموالي راځي .[3]
پورته چې کوم عوامل وو هغه ټول د مصرف د زياتوالي عوامل وو چې ددې سبب کيده چې پس اندازي طاقت کم کړي.
د يو ملت د پس اندازي طاقت د هغه ملک د طبعي منابعو څخه په اعظمي ډول استفاد ه کول دي چې دې سره د هغه ملک ملي عايد کې زياتوالي راځي چې په نتيجه کې عايد د مصرف څخه زياتيږي او اضافي عايد پس انداز کيږي چې هغه بيا د وطن په ترقي او نو رو انکشافي کارونو کې مصرفيږي او يو ه اقتصادي پرمختيا رامينځته کوي .[4]
ب:- د پس اندازي اراده Well to Save
د پس اندازي اراد ه کول په دوه رقمه عواملو پورې اړه لري چې هغه په لاندې ډول دي .
الف : داخلي يا Subjective Factors
ب : خارجي يا Objective Factors
الف : داخلي يا Subjective Factors
داخلي عوامل عبارت دې له :
١:- د اينده د خطرڅخه د مخنيوي لپاره Foresight
بعضې خلک پيسې پس انداز کوي د اينده لپاره چې که په اينده کې کوم بد حالت راځي نو ددې پيسو په ذريعه به د هغه حالت مقابله به وکړم .
٢:- اجتماعي او سياسي فکرونه Social and Political Consideration
دا فکر چې پيسې خلکو ته طاقت ورکوي چې په سياسي او اجتماعي ميدانونو کې په نورو خلکو حکومت وکړي او په ټولنه کې يې عزت وشي او خلک ورته زياته ترجيح ورکړي نو د همدغه لپاره خلک پيسې پس انداز کوي تر څو زياتې پيسې ولري نو ددې له وجهې هم د پيسود پس اندازي اندازه زياتيږي .
٣:- په خپل خوښه پس انداز Temperamental Consideration
بعضې خلک نه د خپلې کورني لپاره او نه د خپل ځان لپاره پيسې پس انداز کوي بلکې د هغوي يو شوق وي چې پيسې جمعه کړي نو دا هم ددې سبب شي چې د پيسو پس اندازي زياته شي .
ب : خارجي عوامل Objective Factors
١:-د ژوند او دارائي امنيت Security for life and property
که د ژوند او د دارائي د ساتلو لپاره امنيت جوړ وي نو بيا خلک پس اندازي زياتوي .
٢:- د سرمايه ګذاري لپاره زمينه Facilities for Investment
که د سرمايه ګذاري لپاره زمينه مساعده وي نو خلک بيا خپلې پس انداز شوي پيسې سرمايه ګذاري کوي او په مختلفو ځايونو کې په کاروبار کې لګوي تر څو گټه لاسته راوړي .
٣:- د پيسو ثبات Monetary Stability
د پيسو د ارزښت ثبات هم د خلکو د پس اندازي په اندازه باندې تاثير اچولي شي لکه که چيرې د پيسو په ارزښت کې لږه کمي هم راشي نو خلک پس اندازي کموي او که د پيسو ارزښت زيات شي نو خلک تشويق کيږي او اراده کوي چې زيات پس انداز وکړي .
٤:- پس انداز او د سود فيصدي Saving and the rate of interest
دا يو ډير مهم عامل دي چې په پس اندازي کې زياتوالي راولي که د سود فيصدي زياته شي نو خلک به زيات پس انداز وکړي چې تر څو په زيات سود باندې نورو خلکو ته قرضې ورکړي او که د سود شرحه يا اندازه کمه شي نو خلک به زياته پس اندازي نه کوي چې په نتيجه کې د پس انداز اراده له مينځه ځي .
٥:- بانکداري او بيموي سهوليتونه
بانکداري او بيموي سهوليتونه په يو ملک کې د پس انداز د ارادې استحکام سبب ګرځي ځکه که بانک موجود وي نو خلک به په اطمنان سره خپلې پيسې په بانک کې جمعه کوي چې دې سره هغوي ته هم ګټه ورکول کيږي او په ملک د سرمايې جوړښت هم ګړندي کيږي .
او بيموي سهوليتونه خلکو ته د نقصاناتو څخه د بچ کيد و يوه لاره خلاصوي تر څو خپل ټول اساسات او دارائي بيمه کړي او کوم خطر چې دوي ته پيښيږي هغه به د بيموي ادارو لخوا جبران کيږي .
٦:- تعليم او سنجيدګي په خلکو کې د پس انداز د ارادې د مضبوطوالي سبب ګرځي .[5]
د پس انداز دميلان مفهوم يا د پس انداز تابع
Concept of Propensity to Save or Saving Function
د پس انداز ميلان څخه مطلب پس اندازي کول ددې لپاره چې طاقتور شي د اينده لپاره او همدارنګه د پس انداز ميلان يا د پس انداز تابع مونږ ته د پس انداز او د عايد مختلفو قيمتونو سره رابطه ښئي لکه S = F(Y) چې دلته S ته پس انداز ، Y ته عايد وائي . دپس اندازي د پيداکولو لپاره اسانه لار داده چې د عايد نه مصرف منفي کړي نو پس اندازي يا Saving لاسته راځي .
د پس انداز لپاره ميلان ثابت حالت نلري او په هغې کې تغير په عمومي ډول د عايد په سطحې پورې مربوطيږي د پس انداز ميلان مونږ ته دوه مفهومه ښئي چې هغه هر يو په لاندې ډول دي .
١) د پس انداز متوسط ميلان Average Propensity to Save
٢) د پس انداز نهائي ميلان Marginal Propensity to Save
١) د پس انداز متوسط ميلان (APS)
د پس انداز متوسط ميلان مونږ ته د عايد او پس انداز تر منځ نسبت ښئي يا په بل ډول مو نږ ته د عايد هغه فيصدي چې د عايد په يو معلو م مقدار کې ساتل شوي وي د پس انداز لپاره چې دغه فيصدي ته د پس انداز متوسط ميلان ويل کيږي .
د متوسط ميلان د پيدا کولو لپاره مو نږ به ټول پس انداز په عايد باندې تقسيم کړو کوم جواب چې لاسته راځي هغه ته د پس انداز متوسط ميلان وائي يعنې په متوسط ډول د عايد په مختلفو قيمتونو کې څومره فيصده پس انداز شوي دي .
مثلاً : که مصرفي عايد ټول ١٠٠ بيليونه افغاني وي او مصرف په صرفي اشياوو ٨٠ بيليو نه افغاني وي نو د پس انداز متوسط ميلان به = ٠.٢ فيصده سره مساوي شي .
Income = 100 Billion
Consumption = 80 Billion
Average Propensity to Save = saving / Income
APS= S/Y
S= Y- C پس انداز = عايد – مصرف
S= 100-80
S = 20 Billion
APS = 20 / 100
APS = 0.2
د پس انداز متوسط ميلان په يوه بله طريقه هم پيدا کوو چې په هغه کې د مصرف متوسط ميلان د يو څخه منفي کوو لومړي به د مصرف متوسط ميلان پيداکړو او بيا به هغه د يو نه منفي کړو .
دمصرف متوسط ميلان = مصرف \ عايد
Average Propensity to consume = consumption / Income
APC = C/Y
APC= 80 / 100
APC = 0.8
د پس انداز متوسط ميلان او د مصرف متوسط ميلان مجموعه يو دي نو فلهذا د پس انداز متوسط ميلان د لاندې فورمول څخه هم لاسته راوړلي شو .
APS = 1- APC
APS = 1- 0.8
APS = 0.2
٢) د پس انداز نهايي ميلان Marginal Propensity To Save
د پس انداز نهايي ميلان په پس انداز کې تغير اوپه عايد کې تغير تر مينځ نسبت ته د پس انداز نهائي ميلان وائي MPS مونږ ته په پس انداز کې تغير اندازه کوي کوم چې په عايد کې د تغير له وجهې راځي ا و مونږ يې د فورمول په ذريعه په لاندې ډول پيدا کوو.
MPS = % Change in Saving / % Change in Income
MPS = ∆S/∆y
او همدارنګه د بل فورمول پواسطه هم پيدا کيږي
MPS= 1- MPC
د پس انداز جدول او ګراف جوړول :
د پس انداز نهائي ميلان | د پس انداز متوسط ميلان | خالص پس انداز | مصارف | عايد |
1-9=0.1
1-6=0.4 1-5=0.5 1-3=0.7 1-2=0.8 1-1=0.9 |
1-1=1
1-1=0 1-0.86=0.14 1-0.77=0.23 1-0.68=0.32 1-0.6= 0.4 1- 0.53 =0.47 |
- 100
000 400 900 1600 2400 3300 |
1100
2000 2600 3100 3400 3600 3700 |
A 1000
B 2000 C 3000 D 4000 E 5000 F 6000 G 7000 |
لکه څرنګه چې د پورته جدول څخه معلوميږي چې کله عايد زياتيږي نو د پس انداز متوسط ميلان او د پس انداز نهائي ميلان هم زياتيږي او کله چې عايد کميږي نو د پس انداز متوسط ميلان او د پس انداز نهائي ميلان هم کميږي نو ددې څخه معلوميږي چې د عايد او د پس انداز د ميلان تر منځ مستقيم تعلق موجود دي .
د پس انداز ګراف يا کرښه
په لاندې ګراف کې قابل د مصرف عايد په X محور باندې ښودل شوي دي او د پس انداز قيمتونه د Y په محور باندې وضعه کوو ، په A نقطه کې د ١٠٠٠ افغانيو عايد په مقابل کې ١١٠٠ افغاني مصرف شوي دي دلته مصارف د عايد څخه زيات شوي دي پدې ځاي کې پس انداز منفي سل ١٠٠ – دي يعنې دلته پس انداز ندې شوي بلکې د پس انداز برخلاف د عايد څخه زيات مصرف شوي دي چې کورني به دغه اضافي مصرف د قرض اخيستلو له ليارې پوره کوي.
او د B په نقطه کې مصارف د عايد سره مساوي کيږي دغه نقطه چې په کوم کې مصرف او عايد سره مساوي شي او پس انداز صفر شي دغه نقطې ته په انګليسي کې Break even point وائي يا داسې نقطه چې په هغه کې نه پس انداز Saving او نه Disaving يعنې د عايد څخه زيات مصرف کيږي .
او د B نقطې څخه پورته نور نو پس انداز زياتيږي نو کومه کرښه د A –G چې لاسته راځي هغې ته د پس انداز کرښه وائي .
د پس انداز ګراف رسمول
په لاندې ګراف کې د X په محور باندې قابل د مصرف عايد قيمتونه وضعه کوو او د پس انداز قيمتونه د Y په محور وضعه کوو ، په A نقطه کې د 1000 عايد په مقابل کې ١١٠٠ افغاني مصرف شوي دي دلته مصارف د عايد څخه زيات شوي دي پدې ځاي کې پس انداز منفي ١٠٠- دي يعنې د بل چا څخه قرض اخيستي او خپل مصارف پرې پوره کوي .
کله چې عايد ٢٠٠٠ افغاني ته لوړشي مصارف هم ٢٠٠٠ افغاني ته لوړيږي چې دغه نقطې ته په انګليسي کې Break Even Point ورته وائي يا منځني نقطه چې نه پکې پس انداز کيږي او نه مصارف د عايد څخه زيات دي ، د B نه پورته پس انداز نور مخ په زياتيدو کيږي چې په نتيجه کې د A-G يوه کرښه لاسته راځي چې د پس انداز کرښه په نامه ياديږي .[6]
دوهم فصل
په اقتصادي پرمختګ کې د پس انداز رول
لکه څرنګه چې پوهيږو سرمايه د اقتصادي انکشاف مرکزي هسته تشکيلوي او په نړۍ کې چه کومې څيړنې د اقتصادي انکشاف په هکله شوي دي عالمان پدې قايل شوي دي چې د اقتصادي انکشاف اساس سرمايه تشکيلوي . او کله چې هم د اقتصادي پرمختگ په هکله خبرې کيږي نو د ټولو نه مخکې سرمايه په نظر کې نيول کيږي .
لکه څرنګه چې د سرمائې تشکل کاملاً د پس انداز د سطحې پورې اړه لري نو لدې امله ويلي شو چې د هر هيواد اقتصادي انکشاف په غيرې مستقيم ډول د پس انداز په سطحې پورې اړه لري لکه څنګه چې د سرمائې زياتوالي او کموالي د پس انداز په سطحې پورې اړه لري په هره اندازه چې پس انداز زيات وي په هماغه اندازه د سرمائي په تشکل او بيا د اقتصادي رشد په رامنځته کولو کې مؤثر تماميږي .
د پس انداز زياتوالي د عايد په زياتوالي ، فني ترقي ، د سود نرخ پورې اړه لري چې دغه مفهوم مونږ په لاندې شکل کې ارايه کوو.
پس انداز ـــــــ د پس انداز زياتوالي ـــــــ د پانګې زياتوالي ــــــ فني ترقي او د سود نرخ زياتوالي
لکه څرنګه چې مونږ پورته يادونه وکړه چې د پس انداز زياتوالي او کموالي د پانګې زياتوالي او کموالي موجب ګرځي او په هره اندازه چې د يو ملک د سرمائي اندازه زياته وي په هماغه سطحه کولي شي په اقتصادي انکشاف کې ګام واخلي .
په پرمختيائي هيوادونو کې د پس انداز
د کموالي عوامل
په پرمختيائي هيوادونو کې د پس انداز کموالي په لاندې عواملو پورې اړه لري .
ــ د عايد کموالي
ــ د پس انداز د ارادې نه موجوديت
ــ د پس انداز د طاقت نه موجوديت
اوس غواړو ددغه عواملو رول د پس انداز په کموالي کې د مطالعې لاندې ونيسو
١:- د عايد کموالي
لکه څرنګه چې مخکې مونږيادونه وکړه چې د پس انداز سطحه کاملاً د عايد په سطحې پورې تړلي ده . يعنې د عايد کموالي او زياتوالي د پس انداز په کموالي او زياتوالي کې اهم نقش لرونکي دي لدې امله مونږ ويلي شو چې په پرمختيائي هيوادونو کې د پس انداز د سطحې د کموالي اصلي عامل همدغه د عايد کموالي دي .
پدې هيوادونو کې د سړي سر ملي عايد په ډيره ټيټه سطحه کې قرار لري او نشي کولي د خپل عايد يو برخه پس انداز کړي .
پدې توګه پدې هيوادونو کې افراد په دومره اندازه عايد خپل اختيار کې لري چې صرف خپل روزمره مصارف ددې سره سرته رسوي . او حتي د بعضو حوادثو په منځته راتګ سره لکه د مريضي ، واده ، مرګ ، سيلاب ، طوفان ، زلزلې او داسې نورو حالاتو کې د ډير و نامطلوبو اقتصادي حالاتو سره مخامخ کيږي .
٢:- د پس انداز د ارادې کمزورتيا
په پرمختيائي هيوادونو کې د پس انداز د کموالي دوهم عامل د پس انداز د ارادې کمزورتيا ده .
دا چې کوم عوامل پدې هيوادونو کې د پس انداز د ارادې د کمزورتيا سبب ګرځيدلې په لاندې ډول د مطالعې لاندې نيسو .
A:- د سرمايه ګذاري د مساعدو شرايطو نه موجوديت
پدې هيوادونو کې يو عامل چې د پس انداز د کمزورتيا سبب ګرځيدلې د سرمايه ګذاري د مساعدو شرايطو نه موجوديت دي .
معنى دا چې پدې هيوادونو کې خلک نه پوهيږي چې خپل پس انداز په کومو کاروبارونو کې سرمايه ګذاري کړي او نه داسې ادارې شته چې دوي ته رهنمائي او کومک وکړي چې تر څو په يو فايده مند کاروبار کې سرمايه ګذاري کړي او نه داسې ادارې وي او که وي هم په ډيره کمه اندازه چې دوي ته په کمه فيصدي سود قرضې ورکړي تر څو سرمايه ګذاري وکړي . بنا ء پردې چې دوي د غه معلومات نلري نو ځکه ددغه معلوماتو او ادارو په نه موجوديت سره ددوي د پس انداز اراده د کمزورتيا باعث ګرځيدلي دي .
او همدارنګه په ځينې پرمختيائي ملکونو کې د امنيت مشکل چې زيات خلک يې په تشويش کړي دي چې که خپل پيسې دوي سرمايه ګذاري کړي نو کيدي شي غلا يا له مينځه لاړې شي نوددې له وجهې هم ددوي د پس انداز اراده کمزوري کيږي .
B:- بې سوادي
په پرمختيائي هيوادونو کې د پس انداز د ارادې د کمزورتيا بل عامل بې سوادي ده معنى دا چې پدې هيوادو نو کې اکثره خلک بې سواده دي او د آئنده او اقتصادي پرمختګ دومره فکر ورسره نشته که چيرته د يو هيواد خلک تعليم يافته او وړاندي ليدونکي وي نو هغوي کولي شي چې يوه ښه او پرمختللې آينده ځانته پيش بيني وکړي او د خپل ملک او شخصي د ځان لپاره ښې اقتصادي پاليسي جوړي کړي تر څو په خپل ملک کې سرمايه ګذاري زياته کړي او د هيواد سړي سر ملي عايد زيات کړي چې دې سره خلکو سره عايد زياتيږي او په نتيجه کې د خلکو د پس انداز اراده زياتيږي ځکه ملک په ترقي روان وي او د سرمايه ګذاري لپاره مختلف فرصتونه وي نو په نتيجه خلک پس انداز کوي او هغه سرمايه ګذاري کوي او يا يې په يوه فيصدي بل چاته قرض ورکوي .
C: - د سود د نرخ ټيټوالي
په پرمختيائي هيوادنو کې د پس انداز د ارادې د کمزورتيا دريم عامل د سود د نرخ ټيتوالي دي .
لکه څرنګه چې مونږ مخکې يادونه وکړه چې پدې هيوادنو کې د سرمايه ګذاري لپاره امکانات ډير کم وي او د سرمايه ګذاري د امکاناتو د کموالي له کبله پدې هيوادونو کې داسې خلک وجود نلري چې پس انداز شوي ارقام په کار واچوي او د پس انداز لپاره د تقاضا کموالي د سود د نرخ د ټيټوالي باعث ګرځيدلي او د سود دنرخ ټيټوالي د پس انداز د ارادې دکمزورتيا باعث ګرځيدلي دي .
.
D:- د تشبث نه موجوديت ) (Unavailability of Entrepreneurship
پدې هيوادونو کې دپس انداز د قوت د کموالي دوهم عامل د تشبث نه موجوديت دي . لکه څرنګه چې تشبث د توليد نوي طريقې رامنځته کوي، نوي توليدات جوړوي او خلکو ته يې وړاندې کوي ، نوي اختراعات کوي او هغې ته عملي بڼه ورکوي ، د خپل توليد شوي شي لپاره نوي نوي مارکيټونه يا بازارونو پيدا کوي تر څو خپل توليد په ښه بيه پکې خرڅ کړي ، خپل زاړه توليداتو ته ترقي ورکوي او په هغه کې نور خدمات اضافه کوي او په يو نوي شکل يې مشتريانو ته وړاندې کوي د تشبث ددې کارونو په نتيجه کې د هيواد ملي عايد زياتيږي او دې سره دسړي سر عايد هم زياتيږي نو دې سره د خلکو د پس انداز طاقت زياتږي او زيات پس انداز کوي نو په نتيجه کې ويلي شو چې په پرمختيائي هيوادونو کې د تشبث د نه موجوديت له وجهې پس انداز وکړي او ځانته سرمايه جوړه کړي . [7]
دريم فصل
د پس انداز او سرمايه ګذاري دمساوات پيژندنه
د سرمايه ګذاري مفهوم
کله چې مونږ د سرمايه ګذاري کليمه په اقتصاد کې استعمالوو نو دا ټولو هغو مصارفو ته اشاره کوي کوم چې يو کاروبار او دولت يې د يو نوي ماشين ، فابريکې ، مکتب ، د سرکونو جوړولو او داسې نورو شيانو باندې مصرفوي او موخه يې د هغې څخه ګټه لاسته راوړل وي چې تر څو خپل عايدات زيات کړي .
سرمايه ګذاري د لاندې مصارفو درلودونکي دي
١:- د خامو موادوپه ذخيره کولو باندې مصارف
پدې کې ټول هغه خام مواد ، نيم کاره مواد او تيار مواد شامل دي چې د توليد کولو لپاره په يو ه تصدي کې استعماليږي په دا ټولو شيانو باندې مصرف کولو ته سرمايه ګذاري وائي ځکه دغه شيان په تصدي کې د بيا توليد کولو لپاره استعماليږي تر څو ګټه لاسته راوړي او د همدغې ګټې لاسته راوړلو لپاره سرمايه ګذاري کيږي .
٢:- په ثابت شتمني اخيستلو باندې مصارف
هغه مصارف چې د ثابت شتمني په اخيستلو کې کيږي لکه د نوي کارخانې جوړول ، د ماشينونو اخيستل ، د موټرو اخيستل او دا سې نورو ورته اشياوو باندې مصرف يعنې په ثابته شتمني باندې سرمايه ګذاري ته وائي .
(( د کينز په نظر د سرمايه ګذاري څخه مطلب حقيقي سرمايه ګذاري ده په يو اقتصاد کې د کوم مطلب چې د حقيقي پانګې د ذخيرې زياتوالي دي)).
د پس انداز او سرمايه ګذاري مساوات
Equality between Saving and Investment
د پس انداز او سرمايه ګذاري تر منځ مساوات په باره کې کلاسيکل اقتصاددانان پدې نظر ؤ چې کله پس انداز او سرمايه ګذاري سره مساوي شي يعنې ټول ذخيره شوي اشيا چې په کار واچول شي يعنې سرمايه ګذاري شي نو پدې وخت په اقتصاد کې مکمل روزګار رامينځته کيږي يعنې په ملک کې به هيڅ يو شي بې روزګاره او بې کاره پاتې نشي .
او بل دا چې کله پس انداز او سرمايه ګذاري سره مساوي نه وي نو ددوي د مساوي کولو لپاره چې تر څو مکمل روزګار په اقتصاد کې رامنځته شي نو بايد د سود په نرخ کې تغير او تبديل راولو يعنې ددوي په ګمان چې ددوي د مساوي کولو يو عامل دي او هغه د سود نرخ دي چې ددې پواسطه دوي دغه د پس انداز اندازه او د سرمايه ګذاري انداز ه سره مساوي کوي .
جي ايم کينز JM Keynes چې د نوي علماوو په ډله کې راځي نو موړي د کلاسيکل علماوو ددې نظر مخالفت وکړ چې د پس انداز او سرمايه ګذاري د مساوي کولو يواځيني عامل د سود نرخ دي ، دده په نظر د پس انداز او سرمايه ګذاري د مساوي کولو غټ عامل د عايد اندازه ده يعنې د عايد په زياتولو او کمولو سره مونږ کولي شو چې پس انداز او سرمايه ګذاري سره مساوي کړو او بل ده ددې مخالفت هم وکړ چې چيرته پس انداز او سرمايه ګذاري مساوي شي نو هغه نقطه کې به مکمل روزګار رامنځته شي بلکي ده ددې په باره کې داسې وويلې چې د مکمل روزګار رامنځته کيدل يو خيالي خبره ده او دا ناممکن ده چې مکمل روزګار رامنځته شي ځکه په ملک کې داسې منابع به وي چې هغه تر اوسه پورې نه وي پلټل شوي او نه وي استخراج شوي او يا داسې شيان به وي چې هغه په کار نه وي لګيدلي او بل دا خبره يې وکړه چې د پس انداز او سرمايه ګذاري تر مينځ مساوات نقطه به د مکمل روزګار د سطحې څخه لاندې يا پورته واقع وي ، يعنې ددې مطلب دادي چې که پس انداز او سرمايه ګذاري سره مساوي هم شي نو په ملک کې به داسې اشيا موجود وي چې په کار نه وي اچول شوي نو د مکمل روزګار رامنځته کيد ل ناممکن دي .
د پس انداز او سرمايه ګذاري تر منځ مساوات په دو قسمه ښودلي شو چې هر يو په لاندې ډول ښودلي شو .
١:- د پس انداز او سرمايه ګذاري مساوت د تعريف په بنياد
د کينز مطابق حقيقي پس انداز او حقيقي سرمايه ګذاري به د عايد په يو خاص مقدار کې سره مساوي کيږي . ددې په اړه کينز Kenyes په خپل کتاب کې چې د عمومي نظريې ((General Theory)) په نامه ياديږي د پس انداز او سرمايه ګذاري د مساوات په باره کې داسې ويلي چې پس انداز او سرمايه ګذاري په مجموعي ډول سره د يو ټولنې د عايد په يو مقدار کې سره مساوي وي او دا دواړ ه يعنې پس انداز او سرمايه ګذاري د يو شي دوه اړخونه دي .
کينز ددې د ثبوت لپاره اول د پس انداز تعريف وکړ چې پس انداز د عايد هغه برخه ده چې د مصارفو څخه وروسته پاتې کيږي.
S = Y – C S = Saving Y = Income C= Consumption
او د بل خوا سرمايه ګذاري په باره کې وويلي چې سرمايه ګذاري د ټولو هغه محصولاتو ارزښت چې په يو اقتصاد کې د ځينو فعاليتونو په نتيجه کې حاصلوو او د توليدي عواملو د ارزښتونو د مجموعې څخه عبارت دي .
S = Y- C
I = Y – C
S= I
٢:- د پس انداز او سرمايه ګذاري مساوات د عايد له مخې
د کينز په مطابق پس انداز او سرمايه ګذاري يو بل سره هغه وخت مساوي کيږي کله چې ملي عايد متوازن و ي او د تعادل په نقطه کې وي .
او کينز ددوي دواړو مساوات د عايد د تابع څخه چې هغه مساوي کيږي د مصارفو او سرمايه ګذاري د مجموعې څخه .
Y = C + I
Y = C + S
ـــــــــــــــــــ
C + I = C + S
I = S
د پس انداز او سرمايه ګذاري د مساوات د تشريح کولو لپاره اساسي خبره دا ده چې ددوي مساوات مونږ هغه وخت راوستلي شو چې په عايد کې تغير راولو او عايد يوا ځيني عامل دي چې د هغې پواسطه ددوي مساوات راوستي شو اود کلاسيکل علماوو دا نظر چې ددوي مساوات د سود د نر خ پورې تړلي دي صحيح خبره نده ددوي په مساوا ت راوستلو کې د سود نرخ تنها نه اثر انداز کيږي.
د عايد زيادښت | سرمايه ګذاري | پس انداز | عـــايـــــد |
زيادښت | 20 | -30 | 200 |
40 | 0 | 400 | |
60 | 30 | 600 | |
80 | 60 | 800 | |
100 | 90 | 1000 | |
د توازن نقطه | 120 | 120 | 1200 |
کمښت | 140 | 150 | 1400 |
160 | 180 | 1600 | |
180 | 210 | 1800 |
ددې طريقي په اساس چې کله خلک پس انداز د ضرورت وړ سرمايه ګذاري څخه زيات کړي نو ددې مطلب دادي چې خلکو د مصرفي او توليدي شيانو باندې مصرف کم کړي دي نو ددې سره د مصرفي او توليدي شيانو لپاره تقاضا کمه شي او په گودامونو او دوکانونو
کې دغه شيان په ښه گټه خرڅ نشي او همداسې پاتې شي نو دغه کار توليدونکي ادارې پدې مجبور کړي چې توليد کم کړي تر څو د تاوان څخه ځان وساتي چې ددې نتيجه به د ملي عايد د کموالي سبب شي .
اوس برعکس که سرمايه ګذاري د پس انداز څخه زيات شي نو په
د پس انداز او سرمايه ګذاري تر منځ مساوات د لاندې جدول او ګراف په ذريعه ښودل کيږي .
د پس انداز او سرمايه ګذاري تر منځ مساوات په پورته جدول کې مونږ وينو چې په اول کې سرمايه ګذاري د پس انداز څخه لويه وي تر څو پورې چې عايد زياتيږي خو کله چې عايد ١٢٠٠ ته ورسيږي نو پس انداز او سرمايه ګذاري سره مساوي کيږي چې دغه نقطې ته د توازن نقطه وائي ددې نقطې څخه پورته چې کله عايد زياتيږي نو پس انداز د سرمايه ګذاري څخه زياتيږي نو د پس انداز او سرمايه ګذاري تر مينځ مساوات يا توازن هغه وخت راځي چې کله عايد بيرته راکم کړو او ١٢٠٠ ته راټيټ کړو .
د پس انداز او سرمايه ګذاري د توازن لپاره لاندې ګراف رسم شوي دي پدې ګراف کې مونږ ګورو چې د پس انداز او سرمايه ګذاري قيمتونه مو د Y په محور باندې وضعه کړي دي او د عايد قيمتونه مو د X په محور باندې وضعه کړي دي د سرمايه ګذاري کومه کرښه چې د ه هغه د I نقطې څخه شروع شوي دي او د غه OI کومه سرمايه ګذاري چې ده دا سرمايه ګذاري پخوا پدې ملک کې وه يا ورته Autonomous Investment نوم هم ورته اخيستلي شو او د پس انداز کرښه هم تاسې ګوري چې کله پس انداز منفي وي او د عايد په زياتولو سره دا کرښه مخ په پورته روانه وي نو کله چې دSَ نقطې ته ورسيږي نو دلته پس انداز د سرمايه ګذاري څخه کم وي او چې کله د L نقطې ته ورسيږي نو پدې وخت کې د سرمايه ګذاري سره مساوي شي او دغه نقطه ده چې دلته سرمايه ګذاري او پس انداز سره مساوي کيږي او چې کله عايد نور هم زيات شي نو پس انداز د سرمايه ګذاري څخه زياتيږي او د پس انداز کرښه د سرمايه ګذاري د کرښې څخه پورته ځي .
نو مونږ دوه خاليګاوې لرو يا دوه حالتونه لرو
اول حالت د L نقطې څخه لاندې دغه ساحه کې پس انداز کم دي او سرمايه ګذاري زياته ده نو پدغه وخت کې دي چې توليدي شيانو لپاره تقاضا کمه وي او توليدونکي پدې وخت کې توليد کموي .
دوهم حالت د L نقطې څخه پورته چيرته چې پس انداز د سرمايه ګذاري څخه زياتيږي نو پدغه حالت کې پس انداز زيات شي او سرمايه ګذاري کمه شي د زيات عايد له وجهې نو د يو ملک د اقتصاد لپاره دواړه حالتونه په ګټه ندي حکومت ته پکار دي چې هغه پاليسي پکار واچوي کومې چې خلک سرمايه ګذاري خواته وهڅوي چې تر څو دغه دواړه د توازن نقطې ته راولي . [8]
I سرمايه ګذاري
Y عايد
S پس انداز
څلورم فصل
د سرمايې جوړښت
د سرمايې د جوړښت مفهوم
د سرمايې جوړښت څخه مطلب د سرمايوي اشياوو او د بشري قوې د پانګې په ذخايرو کې د اضافې څخه عبارت دي يعنې ددغو سرمايوي اشياوو لکه ماشينونه ، فابريکې جوړول ، د سرکونو جوړول ، د برښنا د بندونو جوړول او داسې نورو سرمايوي اشياوو چې مونږ ته ګټه او فايده رارسوي اضافه د سرمايې د جوړښت سبب ګرځي او همدارنګه د بشري قوي زياتوالي هم د سرمايې د جوړښت سبب ګرځي .
د سرمايې جوړښت هغه وخت ممکن وي چې کله يوه ټولنه د عايد يوه برخه پس انداز کړي او هغه د سرمايوي اشياوو په اخيستلو او جوړولو کې مصرف يا سرمايه ګذاري کړي تر څو پورې چې د توليد لپاره خام او نيم کاره مواد برابر شي او همدارنګه په بشري قوي کې زياتوالي راشي يعنې د سرمايې جوړښت نه مطلب ددغو شيانو زياتول دي .
د پروفيسر اگنر نرکس Prof Rangar Nurkse په ويناء يوه ټولنه نه بايد تنها د ورځينيو شيانو د اخيستلو په غم کې وي بلکې بايد د سرمايوي اشياوو د اخيستلو په لور هم ګامونه اوچت کړي تر څو ددوې لپاره د عايد د زياتوالي سبب شي او همدارنګه په ملک کې د سرمايې د جوړښت سبب شي او دې سره په يو اقتصاد کې توليدي اشيا هم زياتيږي او ملک د ترقي په لور پيرځول کيږي او همدارنګه په ملک کې مولديت زياتيږي .
د سرمايې جوړښت او پانګه اچونه دوه مترادفې اصطلاحګانې دي چې ددې څخه مقصد دادي چې په يو هيواد کې د حقيقي پانګې په ذخايرو او مقدار کې اضافه والي دي . څرنګه چې د پانګې د ذخيرې په زياتوالي کې يو طرف نه د پس انداز ضرورت دي او بل طرف ته د پانګې اچونې نو ځکه د پانګې د تشکل بنياد او تقاضا داده چې هيڅ يو ملت خپل توليدي کوشش يواځې د مصرفي اشياو په جوړولو کې په مصرف ونه رسوي بلکه توليدي وسايل او خپل کوشش د سرمايوي اشياو په جوړولو کې په مصرف ورسوي يعنې د حقيقي سرمائې په داسې شکلونو باندې استعمال شې چې د کوم په کومک سره چې انساني کوشش توليد آور جوړيږي .
بلاخره مونږ ويلي شو چې کوم هيواد خپله سرمايه په سرمايوي اشياوو باندې مصرف کړي نو هغومره به اقتصادي پرمختګ وکړي ځکه چې په اوسني زمانه کې اقتصادي پرمختګ د سرمائې په تشکل او پانګې اچونې باندې انحصار لري .
د پانګې د تشکل اقتصادي اهميت
د پانګې د تشکل د اهميت په باره کې مختلفو اقتصاد پوهانو خپل نظرونه وړاندې کړي چې د هغې د جملې څخه :
بيرډ Berd وائي : د پانګې تشکل دوه ګونې شکل لري چې له يوې خوا په عايداتو کې زياتوالي راځي او له بلې خوا په هيواد کې د مولديت سطحه لوړيږي چې پدې سره د پانګې په ذخايرو کې زياتوالي رامنځته کيږي .
آدم سميت وائي : د کفايت شعارئي په وجه په پانګه کې اضافه والي راځي او په فضو ل خرچي سره د پانګې په مقدار کې کموالي راځي .
دلته مونږ او س د سرمايې د جوړښت يو څو اهميتونه وايو او دهغه تاثير د ملک په مختلفو سکتورونو کې هم ګورو .
١:- د زيربنائي پروژو جوړښت Building up Infrastructure
د سرمايې د جوړښت يو اهميت دادي چې ددې په ذريعه مونږ د خپل د وطن هغه زيربنائي پروژې چې د يو ملک په ترقي کې مهم رول لري جوړولي شو ، لکه سرکونه ، د برښناء ډيمونه ، د ريل ګاډي پټلي ، د مخابراتو سيستم او داسې نو ر چې ددغو زيربنائي پروژو په جوړښت سره يو هيواد کولي شي چې د غربت د منحوسې دايرې څخه ځان وباسي .
٢:- د توليد کولو نوې او عصري تخنيکونه
د سرمايې د جوړښت بله فايده يا اهميت دادي چې ددې له طريقه مونږ کولي شو چې د توليد عصري طريقې او ميتودونه استعمال کړو او همدارنګه داسې ميتودونه چې د توليد په پروسه کې ډير مؤثر او نوي وي دا ټول د سرمايې د جوړښت په مرسته حاصليږي _ چې دغه ميتودونه د زياتو توليدونکو صنعتونو په توليد کې په تيزي سره رشد راولي چې د ې سره دوي خپل توليد زياتولي شي او همدارنګه مناسبه ګټه هم لاسته راوړلي شي .
٣:- د بشري قوې د کيفيت لوړوالي Qualitative Improvement of Human R
د بشري قوې د کيفيت په لوړوالي کې د سرمايې جوړښت يو ډير مهم رول اداء کوي. هغه داسې چې کوم مصارف د بشري منابعو په پرمختګ او ترقۍ کې مصرفيږي لکه مصارف په تعليم ، د چاپيريال د محفوظوالي ، صحت ، اجتماعي ښيګڼې او داسې نورو باندې کيږي د ټول ملک د مولديت په زياتوالي کې اثر انداز کيږي چې دې سره ملک اقتصادي رشد او ترقي کوي .
٤:- د طبعي منابع په اعظمي ډول استعمالProper Utilization of Natural R
په کافي اندازه د سرمايې جوړښت دا ممکن کوي چې په هغه ملک کې د طبعى منابعو څخه په اعظمي ډول استفاده وکړي شي . يعنې چې په يو ملک کې د سرمايې جوړښت زيات شي نو ددې په مرسته کولي شي خپل د طبعي منابعو پلټل او استخراج زيات کړي چې دې سره هغه ملک په زياته انداز اقتصادي رشد کوي او د پرمختګ په لور روانيږي .
٥:- تکنالوژيکي پرمختګ Technological Progress
تکنالوژيکي پرمختګ په زياته اندازه د سرمايې جوړښت ته ضرورت لري چې تکنالوژيکي پرمختګ پواسطه کولي شو چې د موجوده کوم منابع دې ددې څخه زيات توليد لاسته راوړو يعنې د تکنالوژيکي پرمختګ پواسطه مولديت زياتولي شو .
٦:- د زراعتي او صنعتي سکتورونو پرمختګ
د سرمايې جوړښت د زراعتي او صنعتي سکتورونو د پرمختګ او عصري کيدو سبب ګرځي يعنې د سرمايې پواسطه مونږ کولي شو چې د زراعت په سکتور کې داسې ماشينونو څخه استفاده وکړو چې کم مصارف ولري او همدارنګه يو کار په کم وخت کې اجراء کړي او د صنعت په سکتو رکې له داسې ميتودونو او داسې وسايلو څخه استفاده وکړو چې مونږ ته زياته ګټه لاسته راوړي او همدارنګه توليد کې زياتوالي راولي چې دغه ټول د سرمايې د جوړښت داندازې پورې تړلي دي .
٧:- په ملي عايد کې زياتوالي Higher rate of growth in
د سرمايې جوړښت د يو هيواد د سړي سر ملي عايد او د GDP د اندازې په لوړولو کې يو ډير مهم رول لري چې دغه لوړوالي په مختلفو اقتصادي سکتورونو کې د پرمختللي توليداتو د زياتولو له طريقه ممکن دي چې په هر سکتور کې د تقاضا سره يو شانته توليد وکړي .
٨:- د اقتصادي قعاليتونو زياتوالي Expansion of economic activities
د سرمايې جوړښت په يو ملک کې د شيانو په عرضه کې زياتوالي او دا د انفلاسيون په کنترول کې زياته مرسته کوي ا و همدارنګه په اوږ مهاله وخت کې هيواد ته اقتصادي ثبات وربښي . مطلب دا چې د سرمايې جوړښت مؤثره تقاضا زياتوي او همدارنګه په سرمايه ګذاري کې هم زياتوالي راولي .
٩:- د وارداتي شيانو د متبادل د صنعتونو جوړښت
د سرمايې جوړښت ددې سبب کيږي چې په ملک کې د هغه صنعتونو پرمختګ وشي چې د کوم توليدا ت ملک ته وارديږي چې دې سره د خارجي شيانو لپاره تقاضا کميږي چې دې سره په تادياتو بيلانس کې توازن هم راځي اوهمدارنګه د تجارت د بيلانس د غير توازن مشکل هم حليږي.
١٠:- د خارجي قرضو کموالي Reduction of Foreign debt
په يو ملک کې د سرمايې جوړښت په هغه ملک کې د خود کفائي د رامنځته کيدو سبب ګرځي او دغه هيواد ددې جوګه کيږي چې خپل توليدات وکړي چې په نتيجه کې ملک د خارج نه قرضي اخيستل بند کړي او دې سره خارجي قرضي په ملک باندې کمې شي .[9]
د پانګې د تشکل منابع
Sources of Capital Formation
د سرمايې د جوړښت لپاره دوه رقمه منابع موجودې دي يو داخلي منابع او بل خارجي منابع .
الف:- دا خلي منابع يا هيواد کې دننه منابع Domestic Sources
په يو ملک کې دننه د سرمايې د جوړښت منابع د هغه ملک په پرمختګ کې يو ډير مهم رول لوبوي . دغه منابع په يو ملک کې دننه په مختلف شکل موجودې وي چې هر يو يې په لاندې ډول مطالعه کوو.
١:- په خپله خوښه پس انداز کول Voluntary Savings
د غه ډول پس انداز دوه منابع لري چې عبارت د ي له :
A:- د کورني پس اندازي
B: - کاروباري پس اندازي
A: - د کورنۍ پس اندازي
لکه مخکې مو چې وويلې د سرمايې د جوړښت لپاره ضروري د ه چې پس انداز وشي چې پدې کې کورنۍ زياته ونډه لري د کورنيو د پس انداز د حجم يا اندازه د ډيرو شيانو له مخې ټاکل کيدي شي چې پدې کې ډير داسې شيان تاثير کوي چې پس انداز ي زيات کړي .
لکه د سړي سر ملي عايد ، د شتمني ويش ، د بانکي سيستمونو نه موجوديت او داسې نور ډير عوامل دي چې شخصي يا د کورنيو پس انداز متاثره کوي .
هغه ملکونه چې پرمختګ يې ندي کړي د هغوي د پس انداز قوت کم دي ځکه زيات خلک ددوي د غربت له وجهې ډير متضرره شوي دي ا و ددې ملکونو دولت منده طبقه هغه خلک دي چې پيسه داره دي دو ي د خپل عايد زياته برخه د عيش او عشر ت د سامان آلاتو په اخيستلو مصرفوي او يا دوي دغه پيسې د هيواد څخه خارج انتقالو ي تر څو محفوظ شي نو ددغه له وجهې په دغه هيوادونو کې د دولت مندو خلکو څخه لږه اندازه پيسې پس اندازي کيږي .
نو ددغو وجوهاتو له وجهې په پرمختيايي هيوادونو کې پس اندازي کمه ده نو ځکه هلته د سرمايې د جوړښت کومه پروسه چې ده هغه يا کمه ده او يا بلکل نشته .
B: - د کاروباري سکتور پس اندازي Business Sector
کاروباري سکتور په يو هيواد کې د پس انداز کولو لپاره ډيره مهمه منبع ګڼل کيږي او دغه سکتور دترقي پذير ملکونو په اقتصاد کې مهم رول لوبوي او دوي هميشه د هغو خطرو څخه ويريږي چې د سرمايه ګذاري سره تړلي دي ځکه دوي د سياسي بې ثباتي او همدارنګه د قوم پرستي په بنياد باندې دوي خپلې پيسې پدې ملکونو کې نه پس انداز کوي او همدارنګه دو ي سرمايه ګذاري هم پرې نه کوي نو دغه د پس اندازي د کمي اندازې له وجهې د ا ممکن ندي چې ددغه ملکونو خلک د ښه ژوند وسايل ځانته تيار کړي .
٢:- پس اندازکول نه پخپله خوښه Involuntary Savings
په پرمختيائي هيوادونو کې د خلکو د سړي سر عايد ډير کم وي خو دو ي بيا هم د مصرف خواته ميلان يې زيات وي ځکه دو ي هميشه پيسې مصرفوي ددې لپاره چې ځان يو په بل باندې ښه وښيې نو ددې لپاره دوي د عصري او نوي قيمتي شيانو په اخيستلو خپلې پيسې مصرفوي چې دې ته په انګليش کې Demonstration Effect وائي .
نو ددې له وجهې يوه نامناسبه اندازه پس اندازي وشي او ددې له وجهې هغه ملک کې د سرمايه جوړښت هم کم شي .
ددې مشکل د حلولو لپاره په هغه هيواد کې داسې پاليسيو څخه کار اخلي چې تر څو د خلکو مصرف کولو ميلان راکم کړي او د خلکو پس اندازي زياته کړي . دغه ډول پاليسي چې غوره کيږي دهغه علاقې د رسم او رواج او دهغوي د استعداد مطابق غوره کيږي چې دي ته علاقائي ميتودونه هم وائي .
A: - ټکسونو وضعه کول Taxation
B:- ددولت پواسطه د قيمتي اسنادو جاري کول
A:- د ټکسونو وضعه کول Taxation
دغه پورته دوه کوم ميتودونه ډير حساس دي او دا بايد په ښه او احتياط سره کنترول شي ځکه ددې سره کيدي شي چې عام خلک يا غريب خلک زيات متاثره شي ا و پيسه دار خلک کم متاثره شي نو ددې لپاره بايد د غريب خلکو لپاره يو څه رعايت وشي چې تر څو هغوي متاثره نشي .
لکه د مثال په ډول که چيرې هغه خلک چې کم عايد لري زيات ټکس پرې ولګول شي نو ددوي د پس انداز کولو کوم طاقت چې وو هغه به نو ر هم کمزوري شي ، همدارنګه مالداره طبقه ددې پواسطه متاثره نشي يعنې کمه متاثره شي نو دې سره د ملک اقتصاد نو ر هم متاثره کيږي نو ددې مشکل لپاره بايد مونږ د ملک د ټولو خلکو لپاره د پس انداز ، د کارکولو فرصتونه ، د سرمايه ګذاري امکانات ورته آمده کړو تر څو ټول په يو شانته متاثره او ګټه پورته کړي چې په نتيجه کې د ملک په ترقي کې همآهنګې رامنځته کيږي او ټول خلک په يو شانته پرمختګ کوي .
B: - د دولت پواسطه د قيمتي اسنادو جاري کول
د ملکي پس اندازي د زياتوالي لپاره يوه لاره دا ده چې د هغې ملک حکومت د خپل وګړو څخه قرض واخلي دا قرض پدې شکل وي چې حکومت به د خپل مرکزي بانک په مرسته داسې لنډ مهاله او اوږد مهاله بانډونه او اسهام جاري کوي چې حکومت ددې اسنادو په بدل کې د خلکو لپاره د محفوظوالي زمانت ورکوي او همدارنګه دوي ته سود هم ورکوي نو دې سره خلک او کاروباري ادارې دغه اسناد لاسته راوړي او پيسې په مرکزي بانک کې جمعه کوي چې دې سره د ملک په پس انداز ي کې زياتوالي راځي او په نتيجه کې د سرمايه جوړښت هم زيات شي .
خو په پرمختيائي هيوادونو کې داسې ډير خنډونه دي ددغه کار لپاره لکه د مالي او سرمايې د مارکيټ Money and Capital Market نه موجوديت او د مالي او سرمايې د مارکيټ بې ترتيبي يو عامل جوړيدي شي ، بل په اطرافو کې داسې ادارې د تمويل لپار نشته ، او بل دا چې خلک زيات بې سواده دي ، دوي په طلاء کې سرمايه ګذاري ته ترجيح ورکوي او داسې نور عوامل دي چې ددغه ميتود په عملي کولو کې خنډونه رامنځته کوي .
ددې مشکل لپاره بايد دغه هيوادونه داسې پروګرامونه پرمخ واچوي چې تر څوهغه پيسې چې د خلکو سره بې فايدې پرتې دي راوباسي هم په اطرافو کې او هم په ښارونو کې چې خلک خپلې پيسې حکومت ته قرض ورکړي تر څو حکومت سره سرمايه جوړه شي .
٣:- د منابعو په صحيح ډول استعمال Use of Idle Resources
په پرمختيائي هيوادونو کې داسې منابع شته چې تر او سه پورې ترې استفاده نده شوي او يا په مکمل او صحيح ډول ترې استفاده نده شوې نو که چيرې دغه منابع په صحيح او منظم ډول په کار واچول شي او دوي نه په مؤثر ډول استفاده وشي او مؤلديت يې زيات شي نو دا به په ملک کې د سرمايې په جوړښت کې چټکتيا راولي .
د مثال په ډول : - په اکثره هغه ملکونو کې چې ملې عايد کم لري د هغوي په اطرافو کې زيات خلک بې کاره وي او يا په يو کار کې ډير خلک مصروف وي يعنې کار د يو کس وي خو هلته پرې ٣ نفره پرې مصروف وي ، که چيرې دغه اضافي د کار قوه په نورو ځايونو کې او يا هماغلته ددوي د کليو نژدې ځايونو کې ورته کار ورکړي شي لکه د سرکونو په جوړولو کې ، د کانالونو په جوړولو کې ، د اوبو د څاګانو په کيندلوکې ، د مکتبونو په جوړولو کې او داسې نور و کارونو کې مصروف شي نو دې سره به په ملک کې پټه بې روزګاري کمه شي او همدارنګه د خلکو عايد به زيات شي او په نتيجه کې عموماًپه هيواد کې د سرمايې جوړښت زيات شي . دغه کار دهغه ملک د بشري قوي چې دا هم د سرمايې جوړښت يو ه برخه ده په ښه ډول استعمال ته اشاره کوي .
٤:- وړې قرضې ورکول
که يو هيواد خپلو وګړو ته وړې قرضې ورکړي نو دې سره به د هغه ملک خلک خپل خپل ځانته کاروبارونه جوړ کړي او په اوږد مهاله موده کې به خپله خود کفائي حاصله کړي او چې کله په ملک کې کاروبار او تجارت زيات شي نو دې سره به د هيواد ملي عايد کې هم زياتوالي راشي او دا کار خو مونږ ته واضحه نتيجه راکوي چې هغه د سرمايې جوړښت دي .
٥ – دنوي بانک نو ټونو چاپول
کله چي حکومت دپيسو کمبود محسوس کړي نو دبانک نوټونو په چاپ لاس پوري کوي چي دپيسو په مقدار کي زياتوالي راشي نو دنوي بانک نوټ چاپ کول دحکومت لپاره دسپما تصويرپيداکوي کاروباري سپما په هيواد کي بي شميره کاروباري اداري فعاليت کوي چي ددوي دکاميابي راز دتوليد په زياتواو دمناسبي ګټي پوري مربوطوي.
بعضي شرکتونه دسهامي شرکتونو په شکل په لوړه پيمانه توليدات کوي ا وښۀ ګټه لاسته راوړي مګرټوله ګټه په خپلو مينځو کي نه تقسيموي بلکي دګټي يوه څه برخه دنوري پانګي اچوني لپاره پس انداز کوي نو دغه ساتل شوي پيسو ته کاروباري پس انداز ويل کيږي . [10]
ب : د سرمايې د جوړښت خارجي منابع
١:- خاجي کومکونه Foreign Aid
پرمختيائي هيوادونه خپله داخلي يا د ملکي سرمايې جوړښت تمويل د خارجي کومکونو په واسطه کوي دغه خاجي کومکونه ( خارجي پانګه ) د مختلفو لارو څخه لاسته راوړي ، لکه يو هيواد د بل هيواد سره کومک وکړي ، داسې ادارې چې په قرض باندې مواد يا اشيا پرمختيائي هيوادونو ته صادر کړي ، خارجي مستقيمه سرمايه ګذاري چې پدې کې هغه غټې کمپنۍ چې په ډيرو ملکونو کې فعاليت کوي راشي او په پرمختيايې هيوادونو کې سرمايه ګذاري وکړي او بل تجارتي بانکونه دي چې دوي خپل خدمات پيش کړي او د مالي تمويل بين المللي ادارې له طريقه هم کولي شي چې سرمايه لاسته راوړي لکه
ـ نړيوالي بانک او د پرمختيا علاقائي بانک (World Bank Group and Regional Developing Bank چې دوي د ملک لپاره سرمايه ورکوي چې تر څو دهغه ملک په پراختيائي او زيربنائي پروژو باندې مصرف کړي .
ـ (IMF) International Monetary Fund
دا اداره هم د پرمختيائي هيوادونو ته قرضې ورکوي چې کله ددوي د تادياتو په بلانس کې توازن موجود نه وي .
ـ بين المللي خيريه ادارې UN Agenciesچې دوي هم د کومک په خاطر په پرمختيائي هيوادونو کې دا سې وړي او بلاعوضه پروژې عملي کوي چې تر څو د پرمختيائي هيوادونو د خلکو مشکلات راکم شي .
پورته د کومو ادارو نومونه چې واخيستل شول دغه ټولې ادارې د پرمختيائي هيوادونو سره د سرمايې په جوړښت کې مرسته کوي .
اوس دلته يو سوال پيدا کيږي چې دغه خارجي کومکونه د پرمختيائي هيوادونو په ګټه دي او کنه ددې سوال د جواب لپاره دوه قسمه نظريې موجودې دي .
يو شمير اقتصاددانان او ليکوالان پدې نظر دي چې دغه خارجي کومکونه ګټور دي ځکه دغه خارجي کومکونه په پرمختيائي هيوادونو کې د سرمايې په جوړښت کې زياتوالي راولي او دوي پدې معتقد دي چې خارجي کومکونه د يو هيواد لپاره ډير ګټور دي چې دهغه علتونه په لاندې ډول دي :
١:- خارجي کومکونه پرمختيائي هيوادونو ته د تکنالوژي نوي ميتودونه او اشيا وړاندې کوي چې ترڅو دوي وکولي شي دهغه په ذريعه د غربت د منحوسې دايرې څخه ځان وباسي او يو پرمختللي اقتصاد ولري.
٢:- دا په ملکي پس اندازي کې زياتوالي راولي ځکه د خارجي کومکونو په ذريعه د ملک په خزانه کې زياتوالي راځي چې دې سره د سرمايې جوړښت هم زياتيږي .
٣:- خارجي کومکونه په پرمختيائي هيوادونو کې سرمايو اشيا زياتوي کوم چې د هغه اخيستل دناموازن تادياتو بلانس له وجهې د پرمختيائي هيوادونو په توان کې نه وو.
٤:- خارجي کومکونه د يو هيواد د زيربنائي پروژو په جوړولو کې مرسته کوي کوم چې د اقتصادي رشد لپاره ډير مهم دي .
٥:- د خارجي کومکونو په ذريعه د دې سبب کيږي چې د خلکو رويه ، اجتماعي تعلق ، د ادارو او تنظيمونو په سلوک او رويه کې تغير راځي چې د يو اقتصاد د پرمختګ لپاره ډير ضرور دي .
خارجي پانګه د کومک په نوم د اکثرو اقتصاد دانانو او ليکوالانو لخوا پرې اعتراض شوي او هغه يې د ملک په ضرر بللي دي ددوي په آند :
١:- پرمختيائي هيوادونو ته د قرض ، کومک ، تخنيکي همکاري او ياد مستقيم سرمايه ګذاري په نوم باندې د خارجي پانګې راتګ کومه ګټورتيا نه راوړي او نه به يې راوړي ځکه تر اوسه پورې د پرمختيائي هيوادونو خلک د خواراکي موادو د قلت سره مخامخ دي با وجود ددې چې دوي سره کومک کيږي د يوې سر وې په اساس د پرمختيائي هيوادونو د د اقتصاد پرمختګ د ١٩٦٧ ــ١٩٧٢ پورې د ٦% نه ٥% ته راټيټ شوي وو .
نو که دا کومکونه د پرمختيائي هيوادونو په ګټه وي نو اوس پورې به ټو ل پرمختيايي هيوادونه خود کفا ء وو.
٢:- ددوي په آند پرمختيائي هيوادونو ته د خارجي کومکونو کول دا د پرمختللو اهيوادونو د استعمار يو ه بله طريقه يا لار ده .
٣:- بل دا چې د خارجي کومکونه په ډيره کمه اندازه وي چې نشي کولي د هغه ملک د ضرورت وړ سرمايه جوړه کړ ي .
٤:- د خارجي کومکونو يو بل ډير غټ نقص دادي چې کوم هيواد دغه کومکونه لاسته راوړي هغه په ازادانه ډول نشي کولي چې کومه اقتصادي پاليسي وړاندې کړي لکه د IMF څخه چې قرضه اخلي نوهغه هيوادبه د IMF سره په مشوره اقتصادي پاليسي جوړوي .
٥:- تاريخ ښودلي ده چې که پرمختيائي هيوادونه يو ځل ځان قرضداره کړ نو بيا د هغه اداکول ناممکن شي ځکه په هغه باندې سود ورکول په پرمختيائي هيوادونو نور هم بوج زيات کړي .
نو که پرمختللي هيوادونه ريشتيا هم کومک کول غواړي نو بايد د پرمختيائي هيوادونو د توليداتو صادرول پرمختللي هيوادونو ته ازاد کړي تر څو دوي هم يو متوازن د تادياتو بلانس ولري .
په پرمختيائي هيوادونو کې
د سرمايې د جوړښت دکموالي علتونه
د سرمايې په جوړښت کې د کموالي يو عامل چې ډير ذکر يې هم شوي دي هغه د پس انداز کمي د ه او همدارنګه د سرمايه ګذاري کموالي دي خو مونږ به دلته يو څه عوامل چې هغه د پانګې په جوړښت کې کموالي راولي مطالعه کوو.
١:- د ملي عايد او د سړي سر عايد کموالي
زيات خلک د غربت د کرښي څخه ښکته ژوند کوي او هغوي ددې توان نلري چې پس انداز وکړي او يا دومره سرمايه نلري چې چيرته سرمايه ګذاري وکړي .
٢:- د مصرف ميلان يې زيات دي
دوي دومره عايد لري چې خپل د ورځيني ژوند د ضرورياتو د پوره کولو لپاره مصرف کړي او اضافي څه شي نه پاتې کيږي چې پس انداز وکړي .
٣:- نړيوال تجارتي سازمان WTO World Trade Organization
دغه دآزاد تجارت کوم رجيم چې ډير سخت رقابت يې رامنځته کړي دي نو پرمختيايي هيوادونه ددې توان نلري چې مقابله وکړي او خپل اقتصاد ته رشد ورکړي نو ځکه د سرمايې په جوړښت کې کموالي راځي .
٤:- احتکار Habit of Hoarding
په پرمختيائي هيوادونو کې دا عادت وي چې دوي به شيان د اينده لپاره ذخيره کوي نو داددې سبب شي چې سرمايه کمه شي او د سرمايې په جوړښت کې کموالي راشي خلک ددې پر ځاي چې سرمايوي اشيا واخلي هغوي د نورو شيانو د قلت سره مخامخ شي او هغه اشيا په لوړو قيمتونو تر لاسه کړي چې په نتيجه کې د خلکو سره سرمايه کمه شي .
٥:- مارکيټ
په پرمختيائي هيوادونو کې د توليداتو لپاره يې داسې لوي مارکيټ نشته نه په داخل کې او نه په خارج کې نو دا يو بل فکتور دي چې د سرمايې په جوړښت کې کموالي راولي.
٦:- د تکنالوژي له مخې وروسته پاتيوالي
څرنګه چې دپرمختيايي هيوادونو ملي عايد کم وي نو دو ي هغه عصري او پرمختللي تکنالوژيکي وسايل نشي اخيستلي نو ځکه ددوي په توليد کې کموالي راځي نو نشي کولي چې په کافي اندازه سرمايه جوړه کړي .
٧:- مستقيم او غيرمستقيم مالي فشار
پدې هيوادونو کې کومه سرمايه چې وي هغه کافي نه وي چې ورځيني کلني مصارف پر ې پوره کړي او همدارنګه په انکشافي کارونو باندې مصرف کړي نو ځکه دوي قرضې اخلي نو دغه هم يو مالي فشار دي په دوي باندې چې د قرضو د اخيستلو له وجهې په دوي راځي.
٨:- د سياسي شخړو له وجهې
سياست په پرمختيائي هيوادونو کې هميشه د خارجي ملکونو لخوا کنتروليږي نو ځکه يو سياسي تنظيم يو ملک سره او بل بل ملک سره وي چې همدا د سياسي شخړو د رامنځته کيد و سبب ګرځي او ددې له وجهې پانګوال زړه نه ښه کوي چې دلته پانګه اچونه وکړي چې دې سره په ملک کې د سرمايې جوړښت کم شي او هيڅ پرمختګ ونکړي.
٩:- نامناسب بانکي سيستم
يعنې د سرمايې د جوړښت لپاره بايد ښه بانکي سيستم ولرو چې بايد نه تنها په ښارونو کې فعاليت وکړي بلکي په اطرافو کې هم بايد فعاليت وکړي تر څو د اطرافو سرمايه ښارونو ته انتقال کړي او ښارونو کې يې تجارانو ته د کاروبار لپاره ورکړي چې دې سره د سرمايې انتقال ممکن کيږي او د سرمايې په جوړښت کې زياتوالي راځي .
١٠:- دزيوراتو استعمال
پخواني رواج او دود دي نو خلک خپل پس انداز دپانګي اچوني پر ځاي دزيواراتو يا ګاڼو په شکل سنبال ساتي دغسي پس انداز شوي رقم دپانګي تشکل نه غوره کوي .
١١ :- متشبيثينو کموالي
په افغانستان کي يو هم دمتشبيثينو کموالي يا قلت کوم چي په توليد ي ساحه کي خطر (Risk) برداشت کړي او دپانګي (سرمايوي اجناس جوړولو لپاره مخکي راشي او دخلکو پس اندزونه دپانګي تشکُل لپاره پکاراچو ي دپس انداز شوي پيسي دمتشبيثينو دقلت دوجي نه په کاروبارکي نه اچول کيږي نو ځکه دپانګي تشکُل په ټيټه سطحه کي قرار لري .
١٢:- دپانګي اچوني لپار ه ګټور امکانات
دپانګي تشکُل لپاره يواځي دپس انداز موجوديت کافي ندي بلکه داهم ضروري ده متشبيثينو لپاره دګټي روښان امکانات په نظرکي راشي يعني دپانګي توانايي زياته وي دسود يا ربحي اندازه يي بي حده زياته نه وي ليکن
څرنګه چي په افغانستان کي دخلکو عايد دکموالي په وجه دخريد قوت کم دي چي ددي سره سرمايو اجناسو توليد هم کميږئ نو ځکه دپانګي تشکُل په ټيټه سطحه کي قرار لري [11]
د سرمايې د جوړښت د زياتوالي لپار لارې
دلته به مونږ په پرمختيائي هيوادونو کې د سرمايې د جوړښت د زياتوالي لپاره ځينې عوامل مطالعه کړو او ګورو چې کوم عوامل دې چې د سرمايې په جوړښت کې زياتوالي راولي .
١:- د پس انداز راټولول Saving Drives
د خلکو څخه د پس انداز راټولولو لپاره مختلف ليارې دي تر څو چې د سرمايې په جوړښت کې زياتوالي راشي .
A: - Prize bond schemes يعنې د داسې بانډونو جاري کول چې پکې انعام يا جايزه راوزي تر څو خلک يې د انعام په خاطر واخلي.
B: - د پس اندازي په مقابل کې دداسې اسنادو جاري کول چې خلکو ته ګټه هم ورکړي لکه Debentures, Bonds او داسې نور.
C: - خلکو ته داسې سکيم جوړول چې که پس انداز مو په بنکونو سره يا حکومت سره کيښوده نو تاسو ته به تکس معاف شي.
D: - د پس انداز د گټو په باره کې خلک خبرول.
٢:- د مالي ادارو جوړول Setting up Financial Institution
په هيواد کې دننه په ښارونو او هم په اطرافونو کې بايد بانکونه او داسې نور مالي اداري جوړې شي چې تر څو خلک وکولي شي چې خلک پيسې پخپل کور کې وناستې بلکې له دغو ادارو سره يې کيږدي چې دا کار د يو ملک پس انداز زياتوي او په نتيجه کې په سرمايوي اشياوو مصرفيږي او ګټه لاسته راوړي .
٣:- دمالي پاليسو په واسطه Fiscal measurements
په هغه هيوادونو کې چې ملي عايد يې کم دي د هغوي پخپله خوښه پس انداز يې کم دي او کافي ندي چې د توليد کولو لپاره سرمايه ګذاري وشي . نو دولت دغه سرمايه د خلکو څخه د مالي پاليسيو په ذريعه لاسته راوړي لکه د ټکسونو زياتوالي پواسطه دو د خلکو څخه پيسې راټولوي او بل داچې دولت خپل مصارف په عامه کارونو باندې کموي او دې سره په عمومي مصارفو کې کموالي راوي او د سرمايه ګذاري لپاره سرمايه جوړوي .
او بل داچې دولت د بانکونو څخه قرضې اخلي مثال مونږ پوهيږو چې هر تجارتي بانک بايد د خپل حساب نه يو څه حساب د مرکزي بانک سره کيږدي نو کله چې دولت د سرمايې د کمبود سره مخامخ شي نو پدې وخت کې دولت د تجارتي بانکونو څخه غواړي چې دغه حساب اضافه کړي او که ويې نکړي نو دهغوي د اعتبار جواز اخيستل کيږي .
٤:- د عامه خلکو څخه قر ض اخيستل
دولت د عامو خلکو څخه د ځينو سرمايه ګذاري بانډونو په ورکولو سره پيسې راټولوي چې په نتيجه کې دولت سره سرمايه زياتيږي او خلکو د د ې قرض په بدل کې سود يا گټه ورکول کيږي.
٥:- د پانګې د بازار منظم کول
دولت کولي شي چې د سرمايې دجوړښت لپاره پانګې بازارونه ولري تر څو چې هغه بې کاره پيسې په کار واچوي او د سرمايې په جوړښت کې زياتوالي راشي د مثال په ډول د اسهامو د بازار جوړښت ، د مشترکه پانګې څخه جوړي کمپني ، Brokerage Housesاو داسې نور .
٦:- د سرمايو اشياوو د خرڅولو دوهم مارکيټ
د سرمايوي اشياوو د خرڅولو لپاره د مارکيټ موجوديت ددې لپاره ضروري دي چې خلک په اساني سره وکولي شي چې هغه سرمايوي توکي چې د پانګې په بازار کې اخيستي هغه په گته باندې خرڅ کړي او نوي اخيستونکي مارکيټ ته راشي چې دې سره د سرمايې په جوړښت کې زياتوالي راځي او زيات خلک د سرمايوي اشياوو په اخيستلو پسې د ې بازار ته راځي .
٧:- د هيواد د پټې بې روزګاري له مينځه وړل
Nurkes نرکس پدې عقيده د ي چې په ملک کې چې څومر ه بشري قوه بې کاره او بې روزګاره دي هغه که په کار واچول شي نو دې سره د سرمايې په جوړښت کې زياتوالي راځي.
٨:- د ځان ښودنې په رواج باندې خيال ساتل
په پرمختيائي هيوادونو کې حکومت او علماء بايد خلک د فضولو او حرامو شيانو او داسې شيان چې هغه د عياشي لپاره استعماليږي منعه کړي او هغوي ته ددې نقصانات وښودل شي نو دې سر ه به خلک د سرمايې د جوړښت خواته تشويق شي.
٩:- د ټکسونو راکمول Rationalization of Tax structures
يعنې د هغه چا لپاره چې سرمايه ګذاري کوي بايد خاص خاص رعايتونه ورکړي شي چې د هغې له جملې په هغه باندې بايد ټکسونه کم ولګول شي چې تر څو نور پانګوال هم تشويق شي چې په هيواد کې سرمايه ګذاري وکړي چې پدې سره په ملک کې د سرمايې جوړښت زياتيږي.
١٠:- د انفلاسيو کنترول Control of Inflation
په انفلاسيو ن باندې کنترول ددې سبب شي چې د پس اندازي اندازه زياته شي او دې سره په ملک کې اقتصادي رشد پرمختګ وکړي .
١١:- د نفوسو د زياتوالي په اندازه کې کمي
د نفوسو د زياتوالي په اندازه کې کمې هم د پس اندازي په اندازه کې زياتوالي راولي.
١٢:- د عيش او عشرت د سامان آلاتوپه واردولوبنديز
د عيش او عشرت په سامانونو باندې بنديز او ډير ټکسونه لږول ددې سبب شي چې خلک پس انداز زيات کړي . [12]
نتيجه ګيري
د پانګې رول د توليد د عامل پوګه ورځ په ورځ زياتيدونکي او د توليد پروسه کې په ښکاره ډول احساسيږي په تيره بيا د انکشاف په ننئ نړيواله وضعه کې د کار د ابتدائي وسايلو درلودل او استعمال د خلکو ضرورتونه نشي رفع کولائ او د مختلفو ضرورتونودرفعه کولو په خاطر عصري او نوي وسيلې رامنځته کيږي .
خود نړئ په هرگوټ کې د هغې موجوديت او اندازه فرق کوي ددې لپاره چې روسته پاتي هيوادونه ددې وسايلو څخه برخورداره شي پانګې ته اړتيا لري په تيره بيا مخ په ودې هيوادو کې چې هلته د پانګې اچونې او د پانګې تشکل جريان ډير سست دي او دهغې لپاره مناسب شرايط وجود نه لري .
څرنګه چې په وروسته پاتې هيوادوکې د يوې خواد پانګې د مقدار قلت دي او له بلې خواد هغې د په کار اچولو امکانات او مناسبې طريقې وجود نه لري او دپانګې د تشکل د منابعو څخه په مناسب ډول استفاده صورت نه نيسي نو ويلي شو چې په دغه هيوادونو کې د پانګې جوړښت هم په ډير ورو يا بطي شکل صورت نيسي.
وړانديزونه
١:- امنيت او سياسي استحکام موجوديت .
پس اندازونو زياتوالي .
٢:-بانکي سيستم پرمختيا دمالي او پو لي فعالو موسساتو او په لري سيمو کي دبانکي موسساتو دنماينده ګي جوړيدل.
٣:-دخلکو سره موجودي پولي او طلايي داراي په کار اچول.
٤:- مناسب مالي سيستم رامنځ ته کيدل البته دهيواد دشرايطو سره سم مالي سيستم رامنځته کيدل .
٥:-دکاروبار ساحي ته بايد پرمختيا ورکړل شي او استخدام سطحه بايد لوړه کړي شي .
٦:-دپرمختللي تخنيک او ټکنالوژي څخه بايد استفاده صورت ونيسي.
٧:-داخلي او خارجي پانګي تشويق او دهغي لپاره ساحه او امکانات بايدپه نظر کي ونيول شي .
٨:-دصادراتو زياتولي او په وارداتو کنټرو ل .
٩:-دبي کاري له منځه وړل او داستخدام دسطحي لوړول .
اخذ ليکونه
سمول١:- انتر نيټand investment www.wikipedia.net/savings
٢:- انټرنيټ www.amazone.com/capital formation/Text book
٣:- انټرنيټ www.google.com/qwt/savingsqwt
٤:- شيخ پروفيسر منظور علي اصول معاشيات ١٩٩٠م
٥:- کاظمي ، اقدسي علي ، معاشيات ، علامه اقبال اوپن يونيورسيټي ،پښور ، ١٩٩٨ م
٦:- ناصر، محمد سعيد ، ملي اقتصاد او د پاکستان اقتصادي پرمختګ ، علمي کتابخانه ، لاهور ، ٢٠٠٥م
[1] کاظمي ، اقدسي علي ، معاشيات ، علامه اقبال اوپن يونيورسيټي ،پښور ، ١٩٩٨ م
[2] ناصر، محمد سعيد ، ملي اقتصاد او د پاکستان اقتصادي پرمختګ ، علمي کتابخانه ، لاهور ، ٢٠٠٥م
[3] Macroeconomics and economic development of Pakistan ليکونکي پروفيسور محمد سيد ناصر
[4] ناصر، محمد سعيد ، ملي اقتصاد او د پاکستان اقتصادي پرمختګ ، علمي کتابخانه ، لاهور ، ٢٠٠٥م
[5] ناصر، محمد سعيد ، ملي اقتصاد او د پاکستان اقتصادي پرمختګ ، علمي کتابخانه ، لاهور ، ٢٠٠٥م
[6] ناصر، محمد سعيد ، ملي اقتصاد او د پاکستان اقتصادي پرمختګ ، علمي کتابخانه ، لاهور ، ٢٠٠٥م
[7] انتر نيټand investment www.wikipedia.net/savings
[8] انټرنيټ www.google.com/qwt/savingsqwt
[9] ناصر، محمد سعيد ، ملي اقتصاد او د پاکستان اقتصادي پرمختګ ، علمي کتابخانه ، لاهور ، ٢٠٠٥م
[10] انټرنيټ www.amazone.com/capital formation/Text book
[11] ناصر، محمد سعيد ، ملي اقتصاد او د پاکستان اقتصادي پرمختګ ، علمي کتابخانه ، لاهور ، ٢٠٠٥م
[12] شيخ پروفيسر منظور علي اصول معاشيات ١٩٩٠م