سټروک یا مغزي سکته

مغزي سکته یا ستروک، چې په عامه اصطلاح کې (Cerebrovascular accident (CVA) بلل کېږي، هغه حالت ته ویل کېږي چې د هر عامل له امله مغزو ته د وينې د رسېدونکو رګونو د بندېدو یا رپچر (شلېدو) په نتیجه کې منځ ته راځي، پایله يې مرګ او یا هم د بدن د يوې برخې فلج دی. مغزي سکته يوه عاجله طبي پيښه ده، که پوه شئ چې ورسره مخ ياست يا په نورو کې يې نښې نښانې ووينئ بې له ځنډه يې د درملنې لپاره ګوټلي ګامونه واخلئ. (نښې یې لاندې توضیح شوي) په دې حالت کې د مغزو د حجراتو مړينه پيلېږي، په لومړيو دریو ساعتونو کې يې د نښو نښانو له منځ ته راتلو سره سم طبي درملنه او اهتمامات حیاتي ارزښت لري. د مغزي سکتې ډولونه: Strokeمغزي سکته يا C V A په دوو ګروپونو باندې ویشل شوې چې يو يېIschemic stroke نومېږي چې دماغ ته د وينې د نه رسېدو يا د ويني د جریان د درېدو له امله را منځ ته کېږي. دا د سټروک یا مغزي سکتې يو عام یا زیات پيښېدونکی ډول دی چې د وينې د غلظت په پایله کې د رګونو د بندېدو له امله را منځ ته کېږي؛ پکې مغزو ته د وينې د تلو په وړاندې موانع رامنځ ته کېږي؛ او په نتیجه کې یې پر خپل وخت مغزو ته د وينې په واسطه اکسیجن نه رسېږي. دوه حالتونه دي چې د دا ډول مغزي سکتې په منځ ته راتلو کې رول لري، يو يې هغه حالت دی چې د بدن په نورو برخو کې په کومو رګونو کې امبولي رامنځ ته شوې وي او د وينې د فشار په واسطه د مغزو اړوند رګونو ته رسېږي هلته د رګ د بندېدو سبب کېږي. او بل هغه حالت دی چې په خپله د مغزو اړونده کوم رګ کې امبولې منځ ته راشې او د وينې د بندېدو لامل شي. د دې دواړو حالتونو لپاره دوې بيلې بیلې اصطلاح ګانې کارول کېږي چې اول حالت ته يې امبولیک سټروک (Embolic stroke ) او دوهم هغه يې Thrombotic stoke بلل کېږی.

د مغزي سکتې بل ډول ته د وينې سټروک يا Hemorrhagic stroke وايي. د دې ډول سکتې سبب په د ماغ کې د وینې د کوم رګ شلېدل (رپچر) وي يا هم کېدای شي چې د مغزو په پرده کې خونريزي رامنځ ته شې چې بندېدل يې سخت دي.

د دې سټروک پيښې ډېرې کمې دي خو د لومړي ډول سټروک په پرتله خطرناک دی او په ډېرو پيښو کې يې ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکوي. هغه علتونه چې د مغزي سکتې په منځ ته راتلو کې رول لري: ـ د وينې لوړ فشار

ـ ډيابیټ يا شکر ناروغي

ـ د سګریټو څکول یا د نورو د سګریټ د دلوګي تنفس کېدل

ـ د وينې غوړ يا کولیسترول

ـ زیات وزن یا چاغښت

ـ د الکولو څښل

ـ د فزیکي فعالیت نشتوالی

ـ په ښځو کې د حاملګۍ د مخینوي دردملو زیات استعمال

ـ کورنۍ مثبته تاریخچه

د سټروک نښې:

د سټروک د تشخیص او درملني لپاره باید کوټلي ګامونه واخستل شې څو يې د انزارو په ښه والي کې د پام وړ مرسته شوې وي

Strokeد مغزي سکتې نښې نښانې:

ـ په تګ کې ستونزه

ـ سربدالي یا د سرګرځېدا

ـ د بدن د موازينې په ساتلو او ارادي حرکاتو کې ستونزه

ـ په خبرو کولو کې ستونزه او همدارنګه د نورو په خبرو نه پوهېدا

ـ په لید کې ستونزه يا د سترګو تیاره کېدل

ـ د بدن د کومې برخې بې حسي یا کمزوري کېدل په ځانګړې ډول د مخ، زنګنونو، لیڅو، د حالتونه په ځانګړې ډول د بدن په يوې برخه کې معمولي دي.

ـ په ناڅاپي ډول سر دردي په تېره بیا کله چې له سرڅرخي له زړه بدوالي او کانګو سره مل وي.

پورته نښې کېدای شې په ناڅاپي ډول منځ ته راشي او امکان لري چې په لومړیو کې دومره شدېدي نه وي خو وروسته وروسته يې د شدت امکان زیات دی.

د مغزي سکتې د پيژندنې لپاره طبي کتابونه د FAST (حروفو) فرمولي له کاروني څخه یادونه کوي، يا په بله مانا د FAST فرموله د مغزي سکتې د تشخیص لاره ده

د بیلګې په ډول:

F_ Face : Does one side of the face droops? (ایا د ناروغ مخ کوږوالی لري په دې کې ډاکټر پوښتنه کوې چې ایا له خولې خو مو بې اختیاره لاړي نه راځې او پوښتنه کوي چې خوله خلاصه کړه يا وخانده )

A _ Aram : if a person holds both arms out does one drift downward? ( کله چې د ناروغ دواړه لاسونه پورته کړای شې ایا په تکیه کولو کې يې پاتي را ځې يا خو په ولاړه کې د بدن کومه برخه خو ځوړنده نه پاتې کېږي)

S_ Speech: Is there speech abnormal or slurred?( په دې کې ډاکټر ګوري چې ایا ناروغ په خبرو کولو کې خو ستونزه نه لري، څو کرته خبر ه تکراروي او مالومه وي چې ناروغ خبري منظمې کوي کنه خبري يې په واک کې نه وي.

T: Time : ژر تر ژره طبي مرسته او درملنه اخستل زیات موثریت لري.

هغه طبي ازموينې چې مغزي سکته پرې تعینېږي:

د سټروک يا مغزي سکتې د ډول د پيژندې لپاره طبي کارکونکې له بیلا بیلو امکاناتو او ازموينو څخه کار اخلې تر څو وتوانېږي پر وخت تشخیص وکړي او درملنه پيل کړي.

همدارنګه له اړوندو فزیکې ازموينو څخه به کار واخلي چې پکې د بدن د موازني، خبرو کولو بیلا بیلو ریفلکسونو،لید او حسیت ارزیابي اود غاړي د رګونو د اوازونو ارزیابي موجوده ده ، په ځانګړي ډول د وينې فشار به وګوري چې په سټروک کې کېدای شې لوړ وي.

په دې توګه به کره تشخیص په ګوته کړې او هم به د سټروک د ځای په اړه ځان ډاډه کړي.

ـ د وينې د لخته کېدو وخت يا Blood clotting time ، د وينې د خوږې يا ګلوکوز کچه او انتان چې د سټروک د احتمال او پرمختګ د مالومولو لپاره موثریت لري.

ـ انجیوګرام ( Angiogram ) د دې ازمويني او ارزيابي په مرسته د وينې رنګ مالوميږي، د سر رنګه اکسري چې په مرسته يې کوای شې ډاکټر د مغزو د رګونو د بندېدو، رپچر او وينې بهېدني په اړه مالومات تر لاسه کړي.

ـ د غاړي د رګونو په ځانګړي ډول کروټيټ شریانونو التراساونډ د وينې د څپې او جریان په اړه مالومات ورکوي په دې توګه به ډاکټر مالومه کړي چې ایا د مغزو په لوري خو به د دې رګونو په واسطه د وينې جریان خراب نه وي.

سټي سکن:

د دې موثري ازموينې په مرسته به ډاکټر  د سټروک د پرمختګ او منځ ته راتلو په اړه ځان ډاډه کړي او مالومه به کړې چې د مغزو په کومه برخه کې څه ډول سټروک منځ ته راغلی، د زیان منې شوې برخې په ځای به ځان ډاډه کړي.

ام آر آی MRI: دا ازموینه نسب سټي سکن ته ډېره دقیقه ده او د سټروک په اړه لا زیات مالومات ورکوای شې.

ECG: د دې تخنیک په مرسته به ډاکټر وشې کړای ترڅو د زړه د څپو په اړه مالومات ترلاسه کړي ، و به کوای شې چې د زړه په رګونو کې د بندښت او جریان په اړه مالوما ت تر لاسه کړي.

الکټروکارډیوګرام: دا ازموينه ( د زړه کاپي شوی انځور ) هم د زړه د ریتم په اړه مالومات وړاندي کوي تر څو مالومه شې چې سټروک خو د کوم غیر نارمل ریتم له امله منځ ته راغلی

تداوي:

د سټروک درملنه د سټروک په نوعیت پورې اړه لري، اسکیمیک سټروک له درملني هدف داده چې د د مغزو په وړاندي د وينې موانع لري کړي.

او د هیموریجیک سټروک د درملنې هدف د وينې د جریان بندېدل دي.

د اسکیمیک سټروک درملنه

د دې لپاره چې د مغزو اسکیميا تداوي شې په روغتون کې ورته وينې د لتخې ضد يا د وينې نري کېدونکې درمل اسپرین(Asprin) د دې لپاره ورکوي چې دوهمي سټروک درملنه وشې.

د هیمورجیک سټروک درملنه:

د دې سټروک لپاره درمل د دې لپاره کارول کېږي چې په مغزو کې د وينې لوړ فشار کنترول کړي چې د ويني د بهېدني له امله را منځ ته شوی وي او که د وينې جریان زیات وي کېدای شې جراحي پروسې ته اړتیا ولېدله شې تر څو په مغزو کې د وينې راتلونکی جریان بند او هغه رګ پيوند شې چې په مغزو کې د خونريزۍ لامل شوی.

سرچینې سمول

لیکوال: ډاکټر رحیم هلال

تړلې لیکنې سمول

زړه