سټار توپولوژي

د نیټورک په نورو بڼو کې د ستونزو له امله ستوري ډوله بڼه نن سبا د نیټورک د ډیرو کارول کیدونکو او تایید وړ ټوپولوجیو څخه ده. د نیټورک په دا ډول بڼه کې شامل کمپیوټرونه د یو ټوټه یا سیګمینټ کیبل په وسیله د یوې مرکزي آلې یا Hub سره تړلي وي، کله چې یو کمپیوټر معلومات لیږدوي نوموړي معلومات لومړی مرکزي هب ته ځي او له هغه ځایه په نیټورک کې ټولو شاملو کمپیوټرونو ته استول کیږي، ټول کمپیوټرونه نوموړي معلومات معاینه کوي او یوازې د هغه کمپیوټر له خوا چې معلومات د هغه په ادرس استول شوي منل کیږي.

په ستوري ډوله شبکه کې د ټول نیټورک ویجاړیده یوازې د مرکزي هب د ویجاړیدو له امله رامینځ ته کیږي او په انفرادي ډول د کوم کمپیوټر د غوڅیدو یا زیانمن کیدو له امله یوازې هماغه کمپیوټر په نیټورک کې له کاره لویږي او نوره شبکه خوندي پاتې کیږي.

د سټار نیټورک بله ګټه دا ده چې په اسانۍ سره په دا ډول شبکه کې راپیښې ستونزې له مینځه وړلای شو ځکه چې د نیټورک آلات پکې د یو مرکز سره تړلې وي او د نیټورک اداره کوونکی کولی شي بیلابیلې ستونزې یو له بل څخه بیلې او د هغوی د له مینځه وړلو لپاره ګام واخلي.