سيف الرحمان سليم
سيف الرحمان سليم (۱۹۲۹ - ۲۰۰۷ ز کال د مارچ ۸ پېښور) د پښتو ژبې يو شاعر وو .
مخينه
سمولسيف الرحمان سلیم يو روښاند شاعر وو، چې د شعر ژبه يې ډېره روانه او خوږه وه . سيف الرحمان سليم په شاعرۍ کښې د خپل ځانگړي اسلوب په وجه ډير شهرت موندلی دی .
دندې
سمولد عملي ژوند په لړ کښې ئې د خزانې په دفتر کښې ملازمتي امور تر سره کړي دي ـ
مړينه
سمولسيف الرحمان سليم د ۲۰۰۷ ز کال د مارچ مياشتې پر ۸ د ۷۸ کالو په عمر په پېښور کې په حق ورسېد او په خپله پلرنۍ اديره کې خاورو ته وسپارل شو .
چاپ شوي نښيرونه
سمولد وړو وړو خدايانو دې بنده کړم
د شعر څوبېلگې يې
سمولغزل
پښتانه د پښتونخوا درانه ښاغلي - د مغلو سېلاب يووړل لكه خلي
زمانه راپسې توره په لاس گرځي - لكه ما يې چې وي پلار نيكه وژلي
ستا لاسونو ته به هسې خلك گوري - پرهارونه زما نه دي چا ليدلي
عجيبه ده محبوبه غېږه كې غواړې - او لاسونه يې خپل شاته دي تړلي
ما په دار كړئ چې منصور خلكو ته ياد شي - مودې وشوې څوك په دار نه دي ختلي
کله کله د خدائے دوست شمه خليل شم - کله کله د نمرود غوندے ذليل شم کله کله زۀ حاتم شم سخاوت کښې - کله کله د قارون په شان بخيل شم کله کله زۀ د شاتو هسې خوږ شم- کله کله ذائقه کښې زنجبيل شم کله کله خپل جهان لکه جنت کړم - کله کله زۀ شپيلۍ د اسرافيل شم کله کله د رهبر په تلاش ګرځم - کله کله رهنما د جبرائيل شم کله کله مې تيارې ځي په جلب کښې - کله کله ملک رڼا کړمه قنديل شم زۀ انسان يمه په هره چاره بر يم - په هر شکل چه مې زړه غواړي تبديل شم په آغاز او په انجام کښې مې نور څه دي - خو يو جز يمه په کل کښې به تحليل شم
-----