سیدمحمود پاچا(مشهور په نواب کنړها) د سید بهاالدین پاچا زوی او د سید نظیف الله پاچا لمسی دی. نوموړی د سید جماالدین افغانی تربور کیږی. نوموړی د سوات,بونیر او کنر په سیمو کښی پاچای درلودله (1886 تر188۳ پوری). سيد محمود پاچا تر ۱۸۸۳م کال پوری د کونړ حاکم و او د محمد اکبر خان سره يي نږدې اړيکي درلودې او د هغه د لور(درانی بی بی) سره يي واده هم کړی وو.کله چې د۱۸۶۶ نه تر ۱۸۶۸م کلونو تر منځ په کابل کې د قدرت په سر شخړې روانې وې نو سيد محمود پاچا ډير سخت پلوی د اميرشير علی خان واو په ۱۸۷۰م کال کې چې کله امير شير علي خان خپله ديارلس کسيزه مشورتي جرگه جوړه کړه نو سيد محمود پاچا د دغه جرگه غړی و. همدا شان سيد محمود پا چا د دير او باجوړ د خانانوسره د امير شيرعلی خان د رابط په توگه رول لوبوه او ده د امير شير علی خان په دربار کې د سرحدی سيمو په اړوند تصميم نيولو کې خورا نفوذ درلوده. کله چېاميرعبدالرحمن خان په کال ۱۸۹۵-۱۸۹۶م کلونو کې د کونړ او نورستان سيمې د خپلی کنترول لاندې راوستلې نود پشد د پاچيانوحکمراني په کونړ باندې ختمه شوله او کونړ د اميرعبدالرحمن خان د پادشاهۍ په وخت کې د کابل د مرکزی حکومت اداري واحد شو چې شرقي اومرکزي نورستان سيمي هم په کې شاملې وې. د سيد محمود پاچا د لټانو کيسه په کونړ کې خورا مشهوره ده او اوس هم چې څوک لټ او ناراسته وي نو خلک ورته وايي چې ته خو د سيد محمود پاچا لټ يي. قصه داسي وه چې وايي د سيد محمود پاچا په دربار کې به بيکاره کسان هميشه پراته و او هیڅ کار به يي نه کاوه. باالاخره د دی لټانو شمير ورځ په ورځ زياتيدو نو يووخت سيد محمود پاچا ته چا ويلی و چې دا لټان هسي بيکاره پراته دی، که دوی په رښتيا لټان وی او کار نه شی کولي نو د دوی په شاوخوا کې اور ولگوه که څوک پهرښتيا لټ وی هغه به ونه تښتي او که چا هسي په لټی ځان وهلی وی نو وبه تښتي،په دی توگه به د اصلی لټانو او غيرو لټانو فرق وشي. کله چې د دی لټانو په شاوخوا کې اور ولگاوه نو يو شمير زيات يي وتښتيدلاو يوڅه پاتي شول چې يو شمير يي دومره لټ و چې خپل ملگرو ته به يي ويلی چې مونږ فرياد هم نه شو کولي او زمونږ له خوا فرياد هم تاسي کوي چې وسو.