سيد داود تړون ( - ۱۹۸۰ ز.) يو افغان پوځي افسر او د افغانستان د څارگرې ادارې مشر و. هغه د خلق د گوند غړی هم و. د افغانستان پخواني دولتي چارواکي هغه د ۱۴ د فېبروري، ۱۹۷۹ ز. کال کې د کابل هوټل په نښته کې د امريکا د پخواني سفير اډولف سپايک ډبز په وژل کېدو کې پړ گڼي. هغه د افغانستان د پخواني ولسمشر حفيظ الله امين د نژدې او باوري کسانو څخه و.