سياره
سياره یا گرځنده ستوری(انگريزي: Planet) ستر اسماني اجسام دی چې تر ستورو ډېر واړه دي. ټاکلي او بيضوي مدارونه لري او د ستورو پر شا وخوا راچورلي. سيارات لږ و زيات ځمکې ته ورته دي او د ځانه تودوخه او روښنايي نه لري بلکې ثوابت هغوی روښانه کوي. د سيارو فاصله نسبت و يو بل ته ثابته نه ده او په آسمان کې خپل ځايونه اليشوي. هغه سيارې چې زموږ لمريز غونډال ځنې جوړ دي، شمېر يې و ٩ ته رسېږي.