سولومن نارتپ

سولومن نارتپ د ۱۸۰۷ یا ۱۸۰۸ ز کال د جولای په ۱۰مه زېږېدلی دی. نوموړی د امریکا و او غوښتل یې چې غلامي له منځه یوسي، هغه لیکوال و، چې د دولسو کلونو د یوه غلام  یادګار یې په لومړي ځل ولیکه. نوموړی افریقايي اصله امریکايي و، چې په نیویارک کې زېږېدلی و. د سولومن پلار یو ازاد شوی غلام و او مور یې ازاده رنګه ښځه وه. نارتپ یو کروندګر و او په مسلکي ډول به یې وایلن غږاوه، د نیویارک په واشنګټن کاونټي کې یې ځمکه لرله. په ۱۸۱۴ ز کال کې ښاغلي نارتپ ته وړاندیز وشو، څو د سفري موسیقۍ دنده پرمخ یوسي، ددې کار لپاره واشنګټن ډي سي ته ولاړ، په واشنګټن کې غلامۍ قانوني بڼه لرله. کله چې هلته ولاړ، په دې ځای کې ورباندې درمل وخوړل شول، اختطاف کړل شو او د غلام په ډول خرڅ شو. نوموړی نیو اورلینز ته ولېږل شو، هلته یوه بزګر وپېره، ۱۲ کاله د لوزیانا د ریډ سیند په سیمه کې په داسې حالت کې ساتل شوی و، چې د غلامۍ ژوند یې درلود، نوموړي په ایوییلس پاریش کې ډېر وخت تېر کړ. له سمویل باس سره د لیدنې تر مهال غلام و. سمویل د کاناډا ​​کروندګر و، له نارتپ سره یې دا مرسته وکړه، چې د هغه خبرې نیویارک ته ورسوي او د دولت قانون له مخې د نیویارک اتباع ازاد کړي، همداراز یې له دې خبر کړل چې غلامان تښتول کېږي او پلورل کېږي. د هغه کورنۍ او ملګري د نیویارک د والي واشنګتن هنټ په مرسته راجستر شول او نارتپ په دې وتوانېد، چې د ۱۸۵۳ ز کال د جنوري په ۳مه نېټه بېرته ازاد شي.[۱]

غلام سوداګر جیمز ایچ برچ په واشنګټن کې بندي کړل شو او سزا یې ورکړه؛ خو وروسته بېرته ازاد کړل شو، لامل یې دا و، چې نارتپ تور پوستی و، نو د کولمبیا د ولسوالۍ قانون هغه وخت نوموړی د سپین پوستو پر وړاندې له شاهدۍ ورکولو منع کړی و. وروسته بیا په نیویارک ایالت کې د نوموړي شمالي تښتونکي ونیول شول او تورن شول؛ خو دا چې قضیه له قضايي خنډونو سره مخ وه، له همدې امله په محکمه کې د دوو کلونو لپاره تړل شوې وه، بالاخره د واشنګټن ډي سي د واکمنۍ پر وخت باطله شوه. کله چې د ډي سي حکومت شو، نو د دې قضیې په اړه یې ډېره پلټنه ونه کړه. کوم شخص چې نارتپ تښتولی و او غلام یې ترې جوړ کړی و، دې شخص ته هیڅ سزا ور نه کړل شوه.

نارتپ د خپلواکۍ په لومړي کال د «دولس کاله یو غلام» (۱۸۵۳)  په نوم یو یادښت ولیکه او خپور یې کړ. نوموړي یو لکچر ورکړ، چې د غلامۍ ختمولو د غورځنګ استازیتوب یې کاوه، په شمال ختیځ کې یې ډېرې ویناوې وکړې، چې خپلې تجربې يې پکې راخیستې وې، دا وینا یې ددې لپاره وکړه، چې د غلامۍ د ختمولو په موخه یو حرکت ایجاد کړي. نوموړی له ۱۸۵۷ کال وروسته تر ډېره په تاریخي ریکارډ کې راڅرګند نه شو؛ خو د ۱۸۶۳ ز کال په لومړیو کې یې په یوه لیک کې د ژوندي ياتې کېدو خبر ورکړل شو، ځینو شنونکو داسې فکر کاوه چې نوموړی بیا اختطاف شوی و؛ خو تاریخپوهان دا کار ناشونی ګڼي او دا دلیل وړاندې کوي، چې نوموړی دا وخت ډېر زوړ شوی و او د غلامۍ لوړ قېمت یې نه پوره کاوه. د نوموړي د مړینې په اړه تر اوسه کوم مستند معلومات نه دي خپاره شوي.[۲][۳][۴]

په ۱۹۸۴ کال کې د نارتپ یادښت د تلویزیوني فلم سولومن نارتپ اوډیسي په نامه جوړ او خپور شو، بیا په  ۲۰۱۳ کال کې د فیچر فلم « ۱۲کاله یو غلام » په توګه تولید شو. کله چې د ۸۶مې اکاډمۍ د ‌ډالیو د وېش بهیر روان و، نو په دې پروګرام کې یې د غوره عکس په ګډون د اکاډمۍ درې ډالۍ په خپل نامه کړلې.

لومړنی ژوند سمول

د ۱۸۰۷ ز کال د جولای ۱۰مه یا د ۱۸۰۸ ز کال د جولای ۱۰مه نېټه وه، چې سولومن نارتپ د نیویارک په ایسکس کاونټي کې د مینروا په ښار کې زېږېدلی و. د نوموړي مور غلامه نه وه، بلکې ازاده رنګه ښځه وه، دا په دې معنا چې زامن یې سولومن او د هغه مشر ورور جوزف د پارټوس سکټور وینټرم د اصولو پر اساس ازاد زېږېدلی و. سولومن خپله مور داسې تشریح کړه، چې د سپین او تور توکم دواړه لري او ددې خبرې مطلب یې دا و، چې نوموړې یوه برخه افریقايي او درې برخې اروپايي وه.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د هغه پلار مینټس یو ازاد کس و، چې د خپل لومړني ژوند په اوږدو کې د نارتوپ کورنۍ په خدمت کې و، د دوی غلامي یې کوله او په روډ ایسلېنډ کې زېږېدلی، کله چې په رینسیلیر هېواد کې هوسیک نیویارک ته لاړه، هلته له نارتوپس سره یوځای شو. د نوموړي ماسټرهنري نارتروپ په خپل وصیت کې مینټس ته لارښوونه وکړه، دا لارښوونه یې د مینټوس د نارتپ د تخلص له غوره کولو وروسته وکړ. په ځینو ریکارډونو کې د نوموړي تخلص نارتروپ لیکل شوی و. مینټس د ازادۍ له ترلاسه کولو وروسته واده وکړ او له خپلې مېرمنې سره مېنروا ته ولاړ. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د نارتپ په وینا د نوموړي پلار « هغه څوک و، چې د هغه د صنعت او صداقت له امله یې عزت شوی و». مینټس چې یو کروندګر و، د ځمکې په لرلو بریالی شو او په دې ډول یې د رایې ورکولو د حق لپاره د دولت د ملکیت اړتیاوې پوره کړې. د نوموړي زامنو هغو غوره زده کړو ته لاسرسی وموند، چې په هغه وخت کې د تور پوستو لپاره وړیا وې. نارتپ او د هغه ورور چې کله هلکان وو، د خپلې کورنۍ په کرونده کې یې کار کاوه. نوموړي به په تفریحي وخت کې وایلین  غږاوه او کتابونوبه یې مطالعه کول.[۷][۱۵][۱۶]

زوړ فورټ کور هغه تاریخي کور دی، چې د نیویارک په فورټ اډوارډ ښار کې واقع دی، چې د نیویارک په واشنګټن کاونټي کې ترټولو زوړ کور دی او د ځايي تاریخي میوزیم په ډول ترې ګټه اخیستل کېږي. سولومن نارتپ چې کله ماشوم و، نو په فورټ اډوارډ کې اوسېده، هغه هلته واده کړی و او په ​​ښار کې یې ګډ ژوند پیل کړ.

منټس خپله کورنۍ د واشنګټن کاونټي نیویارک ته انتقال کړه او د نارتپس په ډېرو هغو کروندو کې یې کار وکړ، چې د نارترپس ملکیت و. دوی له مینروا نه د واشنګټن کاونټي په ګرانویل کې سلیبوروف (سلیبورو) ته نږدې د کلارک نارتپ فارم ته لاړل، چې هلته یې څو کلونه تېر کړل. وروسته د فور کورنۍ په الډن فارم کې اوسېده، چې له شمال نه سنډې هیل سره نږدې دی (اوس د هډسن فالس په نوم یادېږي). وروسته یې کورنۍ له فورټ اډوارډ نه ارګیل ته د سړک په اوږدو کې یوې سیمې ته لاړل، دا سیمه د فورټ اډوارډ په ختیځ کې وه او مینټس د هغه تر مړینې پورې په دې سیمه کې اوسېده. منټس په فورټ اډوارډ کې د ۱۸۲۹ ز کال د نومبر په ۲۲مه مړ شو او د هډسن فالس بیکر په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. مور یې د نارتپ د غلامۍ پر مهال مړه شوه (۱۸۴۱ تر ۱۸۵۲). د هغې د لور اني او نیکولاس سي نارتپ په وینا هغه د ۱۸۴۶ یا ۱۸۴۷ په شاوخوا کې د نیویارک په اوسویګو کاونټي کې مړه شوه.[۷][۱۷][۱۸][۷][۱۹][۲۰]

واده او کورنۍ سمول

د ۱۸۲۸ ز کال د ډسمبر په ۲۵مه د سولومن نارتپ پلار وفات شو، د پلار له مړینې یې یوه میاشت وروسته د ۱۸۲۹ ز کال د ډسمبر په ۲۵مه له این هیمپټون سره واده وکړ، دا واده یې د اني نارتپ، جوشیا هینډ او تیموتي ایډي له خوا د سوګندي شاهدۍ له مخې وکړ، تیموتي ایډي د سولی د انصاف مشر و. دوی په فورټ اډوارډ کې واده کړی و. ایني د ویلیم هیمپټون لور وه او د ۱۸۰۸ ز کال د مارچ په ۱۴مه زېږېدلې وه. هغه په ​​سینډي هیل کې لویه شوې وه.  نوموړې یوه «رنګه ښځه» وه، چې له افریقایي، اروپایی او د امریکا له اصلي توکم نه وه. دوی درې ماشومان لرل: الیزابت (په ۱۸۳۱ ز کال )، مارګریټ (۱۸۳۳ ز کال) او الونزو (۱۸۳۵ ز کال) کې زېږېدلې وه.[۲۱][۲۲][۶][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

کله چې یې د واده لومړي وختونه وو، نو د واده جوړو په فورټ هاوس کې ژوند کاوه. فورټ هاوس یو «زوړ ژېړ کور» و او د فورټ اډوارډ د سویل په اخر کې پروت و. دوی په ۱۸۳۰ کې کنگسبري ته لاړل، چې دواړه د واشنګټن کاونټي په نیویارک کې کوچنۍ ټولنې وې. په ۱۸۳۴ ز کال کې یې خپل فارم وپلوره، له دې وروسته نارتروپس د کارموندنې لپاره سراتوګا سپرینګز، نیویارک ته لاړل، چې ۲۰ میله لرې و.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

ایني د اشپزۍ ښه مهارت درلود او له دې امله مشهوره وه. نوموړي په ځایي او د امریکا متحده ایالاتو په هوټل کې کار کاوه او خواړه او څښاک یې چمتو کول. کله چې محکمې د فورټ اډوارډ په کاونټي څوکۍ کې ناسته لرله، نوموړې په سنډي هیل کې په شیریل کافي هاوس کې کار کاوه.[۳۵][۳۶]

سرچينې سمول

  1. (په January 20, 1853 باندې). Narrative of the Seizure and Recovery of Solomon Northrup.
  2. "John R. Smith letter" (1930s), Wilbur Henry Siebert collection, Houghton Library, Harvard University "Wilbur Henry Siebert Collection". د اصلي آرشيف څخه پر April 3, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 9, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په March 7, 1999 باندې). Solomon's Wisdom.
  4. Lo Wang, Hansi. "'12 Years' Is The Story of a Slave Whose End Is A Mystery". NPR. د لاسرسي‌نېټه January 7, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Chisholm, Hugh (2019). "Solomon Northup". Encyclopædia Britannica (11th). Cambridge University Press. 
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Northup او Wilson 1853، ص. 21.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ ۷٫۳ Northup او Wilson 1853، ص. 19.
  8. Fradin او Fradin 2012، صص. 15, 100.
  9. Northup او Wilson 1853، صص. 18–19.
  10. Nelson 2002، ص. 290.
  11. "Last Will & Testament of Henry Northrop" (recorded October 3, 1797), Rensselaer County, New York Will Book, vol 1, pp 144–145. Accessed October 22, 2013.
  12. Smith, David Lionel. "Northup, Solomon". OxfordAASC.com. د اصلي آرشيف څخه پر January 16, 2014 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په February 23, 1992 باندې). Man sold into slavery never gave up on freedom. The Post-Star. Referenced Twelve Years a Slave by Sue Eakin and Joseph Logsdon, published by Louisiana State University Press.
  14. Northup او Wilson 1853، ص. 18.
  15. Smith, David Lionel. "Northup, Solomon". OxfordAASC.com. د اصلي آرشيف څخه پر January 16, 2014 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Northup او Wilson 1853، ص. 20.
  17. (په July 22, 2014 باندې). New headstone unveiled to help tell story of Solomon Northup. Post Star.
  18. Smith, David Lionel. "Northup, Solomon". OxfordAASC.com. د اصلي آرشيف څخه پر January 16, 2014 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Fradin او Fradin 2012، ص. 20.
  20. Northup او Wilson 1853، صص. 326, 331.
  21. (په February 23, 1992 باندې). Man sold into slavery never gave up on freedom. The Post-Star. Referenced Twelve Years a Slave by Sue Eakin and Joseph Logsdon, published by Louisiana State University Press.
  22. Smith, David Lionel. "Northup, Solomon". OxfordAASC.com. د اصلي آرشيف څخه پر January 16, 2014 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Chisholm, Hugh (2019). "Solomon Northup". Encyclopædia Britannica (11th). Cambridge University Press. 
  24. Fiske، Brown او Seligman 2013، ص. 175.
  25. Northup او Wilson 1853، صص. 325, 327–329.
  26. Northup او Wilson 1853، ص. 325.
  27. Nelson 2002، ص. 291.
  28. Northup او Wilson 1853، صص. 20–21.
  29. Chisholm, Hugh (2019). "Solomon Northup". Encyclopædia Britannica (11th). Cambridge University Press. 
  30. Smith, David Lionel. "Northup, Solomon". OxfordAASC.com. د اصلي آرشيف څخه پر January 16, 2014 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Solomon Northup, Kingsbury, Washington, New York". United States Census, 1830, National Archives Microfilm Publications. National Archives and Records Administration. 1969. د کتاب پاڼې 714. د لاسرسي‌نېټه March 29, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Solomon Northorp, Saratoga Springs, Saratoga, New York". United States Census, 1840, National Archives Microfilm Publications. National Archives and Records Administration. 1967. د کتاب پاڼې 521. د لاسرسي‌نېټه March 29, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په February 23, 1992 باندې). Man sold into slavery never gave up on freedom. The Post-Star. Referenced Twelve Years a Slave by Sue Eakin and Joseph Logsdon, published by Louisiana State University Press.
  34. Northup او Wilson 1853، صص. 21, 325.
  35. Smith, David Lionel. "Northup, Solomon". OxfordAASC.com. د اصلي آرشيف څخه پر January 16, 2014 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Northup او Wilson 1853، صص. 24, 25.