سولنتراتا فايلم 

Phylum of Coelenterate

    د سولنتراتا کليمه د دوه يوناني کليمو څخه اخيستل شوې ده  چې Kiolos  د خاليګا ه په معنى او Interon  د کولمې په معنى ده، په دې فايلم کې ساده کثير الحجروي حيوانات شامل دي چې بدن يې د  دوه طبقو څخه تشکيل شوې  ده چې يوه يې خارجي طبقه ده چې  Ectoderm  نوميږي او بله يې داخلي طبقه ده چې Endoderm  نوميږي، ددې دواړو طبقو په منځ کې د Mesogelia  طبقه  وجود لري چې د جلاتيني مادې په وسيله ډکه شوې ده. د ميزوګليا طبقه په ځينو حيواناتو کې لکه هايدرا کې د يوې نازکې صفحې په شکل وي، خو په ځينو کې د يوې پنډې کتلې شکل لري، د سولنتراتا د فايلم د حيواناتو بدن شعايي تناظر لري او د خولې سوري يې د چنګکونو په وسيله چاپيره  شوې ده، ددې حيواناتو د بدن خاليګاه په تړلي يا بسته شکل ختمه شوې ده يعنې مقعد نلري، سولنتراتا د اوبو حيوانات دي چې لږ شمير يې په خوږو اوبو خو اکثريت يې په تروو اوبو کې ژوند کوي چې تر دې مهاله يې په تروو اوبو کې نږدې ٩٠٠٠   نوعې پيژندل شوي دي چې دوئ کولاى شي چې يا د سمندرونو په تل کې ژوند وکړي او ياهم په ازادانه ډول لامبو ووهي.دا حيوانات د کيسه لرونکو حيواناتو په نوم هم ياديږي، دې حيواناتو نسبت  اسفنجونو ته ډير تکامل کړى دى، او ددې حيواناتو ډول ډول  حجراتو سره بيلا بيل نسجونه رامنځته کړي دي. 
    د سولنتراتا د فايلم حيوانات په دوه شکلونو يعنې د Polype  او medusa   په شکل سره پيدا کيږي.  چې پوليپ شکل يې سلنډري جوړښت لري چې يوې خوا ته يې پايه وي او بلې خوا ته يې خوله واقع وي، چې د تنتيکلونو په وسيله چاپيره وي، د ميدوسا شکل چترۍ ته ورته شکل لري چې محدبه خوا يې پورته او مقعره خوا يې ښکته وي په دې حالت کې کولاى شي چې ازادانه لامبو وهي. 

د سولنتراتا د فايلم حيوانات په مختلفو رنګونو او جسامتونو سره ليدل کيږي، چې جسامت يې د يو ملي متر څخه تر دوه مترو پورې رسيږي. سولنتراتا په انفرادي او کالوني colony ډول ژوند کوي، هضمي خاليګاه يې د gastro vascular cavity په نوم ياديږي. د سولنتراتا تنتيکلونه د Nematocysts په نوم چيچونکي حجرې لري. د سولنتراتا د فايلم نوى نوم د cnidarians په نوم ياديږي، او دا حيوانات د ډيرو پخوا وختونوڅخه پيژندل شوي دي، آن د جيولوجي د پليوزويک د دورې څخه تاريخ لري. د cnidarians نوم ورته ځکه ورکړل شوې ده چې اغزي ډوله جوړښتونه لري چې دا نوم هم د اغزيو معنى ورکوي. د سولنتراتا جوړښت او اساسي فعاليتونه 1. د سولنتراتا پوښ:

    سولنتراتاو د اپيتل پوسيله د اکتودرم يوه طبقه تشکيل کړې ده، چې ددې طبقې حجراتو په  منځ کې اساسي غړي قرار لري، د اپيتلي عضلوي حجرو په قاعده کې  د پوليپونو ضمايم قرار لري، چې د بدن په اوږدو کې قرار لري چې لرونکي د ميوفبرل دي، چې ددوۍ انقباض د حيوان د جسمي حرکت سبب ګرځي، د تنتيکلونو د پاسه همدارنګه د خولې په خوا کې او په کمه اندازه د بدن په سطح حسي حجرات قرار لري، چې د اخذو (Receptors)په توګه د چاپيريال څخه انګيزې اخلي. 

د سولنتراتاو پوښ د چيچونکو حجراتو لرونکى دى چې زيات يې د تنتيکلونو د پاسه او د خولې په خوا کې قرار لري. نوموړي حجرات په بيروني برخه ک حسي ويښتان لري او د حجرې په داخل کې کپسول ډوله جوړښت لري چې سايتوپلازم او هسته د حجرې محيط ته رهنمايي کوي.

    کپسول د خاليګاه لرونکو رشتو لرونکى ده چې د مارپيچ په ډول يې تاوخوړلې ده، د حسي ويښتانو سره د تماس په وخت کې چيچونکي حجرې لرې کيږي، او تاو خوړلي رشتې خلاصيږي، ددې رشتو په قاعده کې لويې او وړې اغزي ډوله رشتې قرار لري، چې د تاو خوړلي رشتو د خلاصيدو په وخت کې لوي اغزي ډوله رشتې سره يو ځاى کيږي. او بيرون لوري ته متوجه کيږي، چې کله ښکار سره په تماس کې شي د تاوخوړلو رشتو په وسيله يې نيسي او د چيچونکو رشتو په وسيله يې فلج کوي ټولې چيچونکي حجرې د ښکار د  رانيولو په موخه په کار وړل کيږي. 

د سولنتراتا په پوښ کې نه بيليدونکي حجرات ليدل کيږي، چې دغه حجرات په حسي، چيچونکو، جنسي او نورو حجراتو باندې د تبديليدو قابليت لري. عصبي سيستم:

    د پوښ  لاندې عصبي رشتې قرار لري ې په ټول بدن کې تيتې شوي دي، عصبي سيستم يې د ستورو ډوله حجرو څخه تشکيل شوې ده، چې د خپلو ضمايمو په وسيله يو د بل سره ارتباط لري. 
    د ميدوزواو عصبي سيستم يو څه پيچلې ده، چې دا جوړښت د هغوى د حرکي زندګي په ډول پورې اړه لري، نوموړى سيستم دعصبي حلقې ، د توازن  د غړي (Statocysts)  اود سترګو دموجوديت له کبله پيچلى شوى دى  .  

حسي غړي :

    حسي غړي په پوليپونوکې ساده خوميدوزاوو کې يې ډيرانکشاف کړيدى  نوموړي حيوانات د حسي حجراتو لرونکي دي چې  د تنتيکلونو د پاسه او د خولې سره نږدې زيات ليدل کيږي. 

عضلات :

     د سولنتراناو عضلات د مخصوص جوړښت لرونکي دي، د پوليپونو د شکل تغير د اکتودرم او  اندودرم د اپيتلي عضلو په وسيله صورت نيسي. 

د ميدوزواو پيچلي حرکت د مخصوصو عضلوي رشتو د موجوديت له کبله ده چې په ميزوګليا کې موقعيت لري.

    په مرجاني پوليپونو کې عرضاني او طولاني عضلوي رشتې د کولمو د خاليګا په حجاباتو (پردو) کې قرار لري. 

د هضم غړي :

    د هضمي سيستم د سولنتراتاو په مختلفو غړو کې سره توپير لري، مګر د کولمو خاليګاه په ټولو کې په تړلي ډول ختمه شوې ده، يعنې مقعد پکې وجود نه لري. په هايدرا او ځينې نورو غړو کې خوله مستقيماً د کولمو د  خاليګاه سره په تماس کې ده خو په ځينې نورو انواعو کې بيا د خولې څخه وروسته بلعوم قرار لري  چې  د کولمو ترخاليګاه پورې ادامه لري. د مرجاني پوليپونو د کولمو په خاليګاه کې طولاني حجابات (پردې) چې په شعايي ډول قرار  لري داخلې شوي دي، چې د خاليګاه د سطحې د زياتوالي سبب ګرځي. 

د ميدوزواو د خاليګاه په داخل کې شعايي کانالونه چې په حلقوي کانالونو پاى ته رسيدلي دي تيت شوي دي. د کولمو خاليګاه د تنتيکلونو تر خاليګاه پورې ادامه پيدا کوي، تنتيکلونو تر خاليګاه ، چې د نوموړي خاليګاه لوى حجرات لرونکي د قمچينو دى چې غذا ته د حرکت ورکولو د پاره ترې کار اخلي، د اندودرم د طبقې د حجراتو يوه برخه د کاذبو پښو د جوړولو قابليت لري چې د غذا د رانيولو دپاره ترې کار اخلي.

    لکه څرنګه چې په سولنتراتا کې داخل الحجرو ي هضم صورت نيسي په همدې  ډول د کولمو په خاليګاه کې خارج الحجروي هضم هم د هغو غدواتو د ترشحاتو تر تاثير لاندې صورت نيسي چې د کولمو په جدار کې موقعيت لري. 

په پوليپونو کې د اندودرم د حجراتو لويه برخه لرونکې د عضلوي ضمايمو ده چې د بدن عرض طرف ته متوجه دې چې ددې ضمايمو د انقباض پوسيله حيوان نرى او اوږد شکل غوره کوي. تنفسي سيستم: سولنتراتا تنفسي غړي نه لري د ګازاتو تبادله د جلد د لارې پکې صورت نيسي. اطراحي سيستم:

 د اطراح دپاره کوم خاص غړى نه لري مواد د اکتودرم او ندودرم د اپيتل د لارې اطراح کيږي. 
                                             طبقه بندي 

Classification د سولنتراتا فايلم په درې لاندې ټولګيو ويشل شوى دى . 2. Class hydrozoa نماينده ګان يې hydra او Obelia 3. Class scyphozoa نماينده ګان يې Jellyfish ,Aurelia او نور مرجانونه. ځينې علماوو په نوي طبقه بندې کې پکې څلورم ټولګي هم ليکلى چې cubmedusa نوم يې ورته ورکړى چې وايي د نوموړي ټولګي حيوانات مکعبي جوړښت لري. د هايدروزوا ټولګې Class Hydrozoa

    د نوموړي کلاس غړي په کالوني او انفرادي ډول ژوند کوي، نوموړي حيوانات بلعوم نه لري او د خولې سوري يې مستقيماً د کولمو د خاليګاه سره په تماس کې ده د کولمو خاليګاه يې طولاني  پردې نه لري، تخمې او سپرماتوزويدونه يې په اکتودرم کې تشکيليږي. 

ددې کلاس نماينده د هايدرا مختلف ډولونه دي چې د دبدن اوږدوالى يې د ٢-٢٠ملي مترو ته رسيږي، هايدروزوا معنى د ډيرو سرونو لرونکي حيوان دى .

هايدراHydra:

    هايدرا د ساده سولنتراتاو د ډلې څخه ده، کوچنې حيوان دى په ويالو او ډنډونو کې اوسيږي  د هايدرا بدن ارتجاعي خاصيت لري نو ځکه د لامبو په وخت کې د دوى په بدن کې ځينې تغيرات ليدل کيږي، يعنې په قطر او اوږدوالي کې يې تغير رامنځته کيږي، هايدرا د سلنډر په څير جوړښت لري. 
    غذايي مواد يې د خولې له لارې چې د ډيرو تنتيکلونو په منځ کې موقعيت لري، هضمي خاليګاه ته ننوځي، د تنتيکلونو شمير په هايدرا کې د نوعې او عمر له مخې توپير لري، تنتيکلونه کولاى شي چې  حرکت وکړي، او د حيوان د دفاعي الې په  توګه هم کار کوي. 

د هايدرا په قاعده کې د Disk په څير جوړښت وجوده لري چې قاعدوي ډسک ورته وايي، د قاعدوي ډسک څخه يو ډول سريښناکه مواد ترشح کيږي، چې د هغې په مرسته هايدرا په نورو حيواناتو ځان نښلوي، همدارنګه د قاعدې د برخې نه يوه پوکاڼۍ ترشح کيږي چې د ګازي پوکاڼې په نوم ياديږي، چې په مرسته يې هايدرا په اوبو کې پورته ځي





١انځور دهايدرا طولي مقطع

هايدرا انفرادي ژوندي لري او د هايدروزوا يوه بله نوعه چې Obelia نوميږي، او کالوني ژوند کوي، نوموړي حيوان بدليدونکي حالت لري، په دې معنى چې کله پوليپ او کله د ميدوسا حالت غوره کوي. پوليپ يې اکثره په غير زوجي ډول تکثر کي چې د غوټې وهلو څخه عبارت ده، او همدارنګه د fragmentation يا د ترميم کيدو په شکل هم صورت نيسي. .د هايدرا جوړښت:

         دهايدرابدن د دوو طبقو څخه جوړشوى دى چې خارجي طبقه يې اکتودرم  Ectoderm  او داخلي طبقه يې اندودرم  Endoderm   دى اوپه منځ کې يې يو اتکايې غير حجروي طبقه وجودلري چې د ميزوګليا په نوم ياديږي 







               ٢انځور دهايدرا جوړښتونه : الف دهايدرا عرضي مقطع  ، ب دهايدرا جوړښت 

اکتودرم Ectoderm د اکتودرم طبقه د هايدرا د بدن بيروني طبقه ده چې لاندې حجرات پکې ليدل کيږي. 1. حسي او عصبي حجر ې Sensory and nervous system:

    حسي او عصبي حجرې د اکتودرم په طبقه کې موقعيت لري چې عصبي رشتې پکې په تيت Diffuse  شکل پرتې  دي، او د محيطي عواملو د درک لپاره کارکوي، دا حجرې لرونکي د  رايبوزوم، مايتوکاندريا، ګلجي باډې، اندوپلازميک ريتکولم او هستې  دي.

2. اپتيلي عضلوي حجرې Epittelio – Muscular cells:

    د اپيدرمس او اکتودرمس او لنيو اجزاوو د بشروي طبقې تر پاسني حده پورې امتداد پيدا کړى دى او هم نور عناصر استوار ساتي چې  تناسب يې دحيوان د انقباض او انبساط له مخې ډير توپير کوي. 

اپيتلي عضلوي حجرې څو څنډيز باندني مخونه لري چې دا مخونه موجي سرحدونه لري داسې د يو بل سره نښلي جې يوه متداومه غشاء د حيوان په سطحه باندې منځته راوړي. دغو حجرو د هضمي خاليګاه ټول ديوال نيولى دى په سايتو پلازم کې دواړه ډوله اندوپلازميک ريتکولم (E.R) شته يعنې هم دانه دار او هم ښوى اند پلازميک ريتکولم لري د دينه علاوه هسته، يو شمير هستچې، رايبوزوم، مايتوکاندرياهم په سايتولازم کې ليدل کيږي،په همدې ډول ګلجي باډي، ويزيکل او واليکول هم لري. 3. ترشحي حجرې Mucuos secreting cells:

    نوموړي حجرې په ډيره اندازه د قاعدې په برخه کې ځاى  لري او د عضلاتي حجرو په څير د ارتجاعي رشتو لرونکې دي او سريښناکه مواد ترشح کوي.

4. وسطي حجرې Interstitial cells: دا حجرې د اپيدرمس د حجرو لاندې ځاى لري کله چې د جسم ديوال زخمي شي نوموړي حجرې په مجدد ترميم باندې پيل کوي، ددغه حجرو د ترميم قدرت دومره ډير دى چې ځينې علماء داسې وايي چې دا حجرې په ٤٥ ورځو کې د جسم ټولې برخې جوړولى شي چې د سپرم او اووم په توليد کې هم برخه اخلي. دا حجرې کوچنې اوګرد جوړښت لري چې صاف او روښانه سايتوپلازم لري هسته يې نسبتاً لويه وي يوه او يا دوه هستچې لري.





٣ انځور: دهايدرا انټر سټيشيل حجرې : الف دالکترون مايکروسکوپ لاندې ، ب دنوري مايکروسکوپ لاندې




5- چيچونکي حجرې يا نيدو بلاست Cnidoblast:

    دا حجرې د اپيدرمس په ټولو برخو کې خپرې شوي دي خو په تينتکلونو کې يې شمير زيات دي نيدوبلاستونه مخصوصې حجرې دي چې په منځ کې يې د  نيماتوسيست Nematocysts حجرې موقعيت لري په عمومي صورت نيماتوسيست د يو مايع څخه ډک کپسول دى چى په منځ کې يې يوه خالي تاوخوړلى رشته ځاى لري. 







                  ٤ انځور : دهايدرا نيماتوسيت په فعال اوغير فعال حالت کي 

د نيډوبلاست د حجرو په سطح کې د نيدوسل Cnidocil په نوم يو اغزي ډوله جوړښت ځاى لري، کله چې نيدوسل د خارجي جسم لکه دورګو مور، کوچنى کب او يا کوم بل حيوان سره ولږيږي، فوراً د حجرې خوله خلاصيږي، او د نيماتوسيست داخلي تاوخوړلې رشته د باندې غورځول کيږي او ښکار چيچي، د کپسو ل د منځ څخه زهري مواد خارجيږي او د ښکار بدن ته داخليږي، ښکار بې حسه کيږي، او د تنتيکلونو په واسطه يې خولې ته راوړوي، ځينې نيماتوسيستونه لرونکى د زهري موادو دى او ځينې يې د ښکار د ټينګولو لپاره کار کوي، که يو نيدوبلاست يو وارې په کار واچول شي بيا نه فعاليږي، بلکه نوى حجرې د Interstitial cells څخه توليد او د زړو حجرو ځاى نيسي. چيچونکي حجرې د هايدرا د پاره يو دفاعي وسيله هم بلل کيږي، کبان او د اوبو حشرات د هايدرا څخه تغذيه نه کوي که کوم وخت په هايدرا حمله کوي نو د هايدرا زهري مواد ور په ياد شي او له حملې ډډه کوي. نيماتوسيستونه د فعاليت له مخې په درې ډوله دي چې د زهري موادو د داخلولو، د حيوان د وصلولو او د اجسامو سره د ټينګولو دنده لري. .

                                            ميزوګليا Mesogelia 

که څه هم دا طبقه غير حجروي ده لاکن د مهاجرو حجرو د تقاطع ځاى د عصبي حجروي د عمليو او نورو حجرو په منځ کې پلونه دي. اندو درم Endoderm د بدن داخلي طبقه ده او دوه ډوله حجرات پکې ليدل کيږي، چې په لاندې ډول دي. 1. غدواتي حجرې Glandular cells:

    دا حجرې هضمي انزايمونه افرازوي او هغه په هضمي خاليګاه  Gastral cavity  کې خالي کوې چې ددې افرازاتو په مرسته د خاليګاه غذايي مواد هضميږي چې دې ډول هضم ته خارج الحجروي هضمExtracellular digestion وايي، ددې عمليې په مرسته دغذايي موادو وړې ذرې د تغذيوي حجرو په واسطه اخيستل کيږي. 








                   ٥    ا نځور : دهايدرا غدوي حجرې  الف دنوري مايکروسکوپ لاندې ، ب دالکترون مايکروسکوپ ﻻندې  چې ډول ، ډول ترشحي ګرانيولونه هم ښايې 
 - 2تغذيوي حجرې:

د اميبايي حجرې amoeboid cells دي چې غذا د intercellular په شکل هضموي يعنې په دې حجرو کې داخل الحجروي هضم صورت نيسي.


د هايدرا د هضم او جذب عمليه:

    هايدرا د وينې دوران نلري د ګسترو وسکولر خاليګاه د هضم او حجرو ته د موادو د رسولو دنده په غاړه لري، غذايي مواد و چې د خولې له لارې د هايدرا جسم ته داخل شي. غدوي حجرې په بيړه سره فعاليږي، او هضمي انزايمونه نه ترشح کوي ،فلاجيلا 
هم د ګسترو درمس په خاليګاه کې د غذا له هضم سره مرسته کوي، دغذا د هضم عمليه په هايدرا کې د حجرې نه د باندې صورت نيسي، نو ويلى شو چې د هضم عمليه يې د اميب، پاراميشيم او اسفنجونو سره توپير لري، ګټور هضم شوي مواد جذبيږي او فضله مواد د حيوان د خولې له لارې دفع کيږي، دا عمل په دې ډول صورت نيسي چې حيوان د يو کلک ټکان په واسطه تريوې فاصلې پورې مواد لري غورځوي. 
                                 ٦ انځور : دهايدار ښکارکول  او دهغه بلع کول                
د ګازاتو د تبادلې عمليه راساً د هايدرا او اوبو سره د حجرو د مستقيم تماس په تنيجه کې صورت نيسي. 
    په سولنتراتاو کې داسې عصبي حجرې وينو چې د هغه په څير حجرې په عالي حيواناتو کې هم ليدلى شوو، حسي او عصبي حجرې د شبکې په ډول په ټول بدن کې تيتې او خپرې شوي دي چې د  خولې په برخه کې ډيرې متمرکزې دي نو ځکه د خارجي انګيزو په مقابل کې ډيرې حساسې وي. 











٧ انځور: دهايدراعصبي شبکه

د هايدرا تکثر Reproduction of Hydra :

    هايدرا کولاى شي چې په زوجي او غير زوجي ډول تکثر  وکړي او داسې هم امکان لري چې  زوجي او غير زوجي تکثر دواړه په يو وخت کې او عين حيوان کې صورت ونيسي. 

غير زوجي تکثر:

     غير زوجي تکثر  په هايدرا کې د غوټۍ وهلو يا Budding  په ډول صورت نيسي چې نوموړى تکثر د اوړي په موسم کې صورت نيسي په  دې ډول سره چې د هايدرا د بدن په لاندنۍ برخه کې يوه غوټۍ راشنه کيږئ، چې په لومړي وخت کې د تڼۍ په شکل وي بيا په  ډيرې چټکۍ سره  وده کوي او په بيروني برخه کې يې تينتکلونه څرګنديږي، دا غوټې تر هغه وخته پورې په حيوان پورې نښتي وي چې خپله وده بشپړه کړي وروسته، له لومړني حيوان څخه بيل او په مستقل ډول خپل ژوند ته دوام ورکوي، دغه حالت په مساعدو شرائطو کې دوه ورځې وخت نيسي.  

٨ انځور : هايدرا کې دغوټۍ جوړيدل : الف د درې ساعتو وروسته ، ب – د٢٤ ساعتو وروسته ، ج – د ٤٨ ساعتو وروسته ، د- د ٧٢ ساعتو وروسته زوجي تکر:

     هايدرا  د خزان په موسم کې په زوجي تکثر شروع کوي، چې د حيوان د بدن په سطح په پورتنۍ برخه کې يو شمير خصيې  چې په يو  حيوان کې کيداى شي چې شمير يې تر څو  عددو پورې ورسيږي، او تخمدانونه چې  يو او يا دوه عدده وي د حيوان د بدن خصيو نه په ښکتنۍ برخه کې څرګنديږي، په هر تخمدان کې يواځې يوه لويه تخمه وجود لري، سپرمونه اوبو ته خارجيږي، او تخمه القاح کوي، يو شمير هايدراوې هرمافروډايټ وي خو معمولاً پکې جنسونه بيل وي، په مخصوصو شرائطو  کې لکه د کاربن  ډاى اکسايد  زياتوالى په اوبو کې.

د القاح نه وروسته د بدن څخه خارجيږي، او په اوبو کې هايدرا منځته راوړي.


                  ٩   انځور : الف نارينه هايدرا ، ب – ښځينه هايدرا ، ج – يوجنسه هايدرا 

د بيا جوړيدو عمل Regeneration په هايدرا کې په ډير ښه ډول ليدل کيږي، که د حيوان جسم په څو ټوټو وويشل شي هره ټوټه يې په نوي هايدرا بدليږي.

                    ١٠  انځور : په هايدراکې دبيا جوړيدنې عمليې 

په هايدرا کې د پيوند عمليه هم په ډيره اسانۍ سره صورت نيسي. کيداى شي چې د يو حيوان يوه برخه دبلې برخې سره پيوند شي. که چيرې يوه هايدرا د سرخوا نه په اوږدو پرې شي او دواړه برخې يې سره بيلې ونيول شي نو دوه سرې هايدرا به رامنځته شي.




١١ انځور : په هايدراکې دڅوسرونو جوړيدل دبيا جوړيدنې عمليې په واسطه د هايدرا تغذيه :ددې حيواناتو غذايي موا د خرچنګونو، انفوزوريا، واړه کبان، Rotifero او نور کوچني د اوبو حيوانات دي. د هايدرا حرکت:

    هايدرا د يو ځاى نه بل ځاى ته د تلو د پاره د مختلفو طريقو څخه کار اخلي، ځينې وخت د لول خوړلو په شکل حرکت کوي، په داسې ډول سره چې هايدرا په قاعده ودريږي او خپل جسم د لول په ډول راتاووي او تنتيکلونه په سطحه لږوي او د قاعدې برخه پورته کوي او په سر ودريږي، په همدې ترتيب د  سرکونډۍ په شکل  خپل حرکت تر سره کوي. 

ځينې وخت هايدرا خپل حرکت د لامبو په شکل تر سره کوي هايدرا د بحري نباتاتو په پاڼو او ساقو باندې د تنتيکلونو په واسطه خيژي او حرکت کوي. .

                              ١٢انځور : دهايدرا حرکت دلول خوړلو په شکل 
                                   ١٣   انځور : دهايدرا حرکت دلامبوپه شکل 
                د سايفوزوا ټولګې  class scyphozoa :
    د scyphozoa  کليمه  د دوه يوناني کليمو څخه ترکيب  ده چې scyphos د پيالې په معنى او zoa د حيوان په معنى دى يعنې په دې ټولګي کې هغه حيوانات شامل دي چې د پيالې ته ورته شکل لري ددې ټولګي غړي نظر  هايدرا ته  پيچلي جوړښت لري، په دې حيواناتو کې عصبي او عضلوي  نسجونه جوړيږي، په ميزوګليا کې يې عضلوي رشتې قرار لري،  چې تقلص يې د چترۍ د راټوليدو سبب ګرځي، د خولې په  شاوخوا کې يې ډير بازوګان د چيچونکو حجرو سره موقعيت لري، همدارنګه د خولې په شاوخوا کې يې حسي حجرات هم موقعيت لري. 
    سايفوزوا د ٣٠٠ په شاوخوا کې نوعې لري چې اکثره  يې ښکلي رنګونه لري، نوموړي حيوانات په بحرونو کې اوسيږي، او ځينې يې د ميدوزوا حالت لري چې د اوبو په سطح په ازادانه ډول لامبو وهي مګر يو اردر يې چې stauromedusal نوميږي، ساکن حالت لري، په دې حيواناتو کې جنسونه بيل دي او جسامت يې د ٢ ملي مترو څخه تر ٢ مترو پورې  رسيږي، سايفوزوا څلور بازوګان لري چې د ښکار په نيولو کې ورڅخه کار اخلي او د هغوى په منځ کې خوله ځاى لري، څلور يا زيات تينتکلونه لري، تنتيکلونه په ځينو ډولونو کې  کوچني او په ځينو کې لوى وي،  د چترۍ په سطح، په بازوګانو، په تنتيکلونو او gastric filament کې نيماتوسستونه Nematocysts ليدل کيږي. 
    د سايفوزوا په ابتدايي ډولونو کې د ګسترو سکولر کانالي سيستم نه ليدل کيږي، خوله د manubarium د لارې چې يو تيوب ده مرکزي معدې ته چې څلور برخې لري خلاصيږي، چې د هغې نه څلور معدوي کانالونه غزيدلي دي چې د هر کانال په منځ کې د septa په نوم جوړښتونه ليدل کيږي، او هر کانال يو سورى لري چې اوبه پکې جريان لري، په دې ډول سره څلور واړه کانالونه  يو د بل سره اړيکي  لري، د septum څنډې د معدې مرکز خواته موقعيت لري، او يو شمير  رشتې توليدوي چې د نيماتوسست او غدواتي حجرو لرونکي دي، سايفوزوا د هر ډول حيواناتو څخه لکه پروتوزوا، د حيواناتو هګۍ، کوچني کبان، کوچنۍ لاروا او  د حيواناتو د پاتې شونو څخه تغذيه کوي، کله چې يو حيوان د بحر لاندې خوا ته ورو حرکت وکړي نو دوى يې د خپلو تنتيکلونو په مرسته خولې طرف ته رهنمايي کوي او جسم ته يې داخلوي. عصبي سيستم يې هايدرا ته ورته دى مګر زياتره د جالۍ په شکل وي، دوه د سترګې (oceli) او د توازن غړى (statocysts)لري. 

(oceli) د نور د اخذې حجري لري چې لرونکى د رنګه موادو دى، په ځينو ډولونو کې يې مرکبې سترګې هم ليدل شوي دي. سايفوزوا د شديدي رڼا په مقابل کې حساسيت ښيې چې کله رڼا کمه وي د بحر سطحې ته راځي او چې کله رڼا زياته شي د اوبو لاندينۍ طبقې ته ښکته کيږي.

    سايفوزوا پر ته د يو څو ډولونو څخه نور ټول دوه جنسه dioecious دي، ګونادو نه يې په ګسترو درمس کې ځاى لري، په عمومي ډول اته ګونادونه د څلورو سپټاو seta په هره خوا کې ځاى  لري، کله چې هګۍ او  سپرم پخيږي، ګسترو سکولر ته غورځيږي، او د خولې  له لارې خارجيږي، کله کله په بازوګانو کې بنديږي، او همغلته د انکشاف ابتدايي مرحله تيروي،  هګۍ د ويش نه وورسته په لاروا بدليږي، او دا لاروا د پلانولا  planula په نوم  ياديږي، پلانولا د لږې  لامبووهلو نه وروسته د اوبو لاندې اجسامو سره په تماس کې راځي، او ځان ورپورې نښلوي، دا لاروا په اوړي کې تغذيه کوي او غوټۍ توليدوي،غوټۍ د والدينو څخه جدا کيږي، او لاروا منځته راځي،د اوړي څخه وروسته غوټې وهل ودريږي، تغذيه کوي او ځانته غذا زيرمه کوي. 

لاروا د اول کال په مني کې د strobilation په نوم انقسام سرته رسوي او د scyphistorma يا strobila په نوم لاروا منځته راوړي،Storbilation يوه داسې عمليه ده چې د سايفوزوا جسم په شاوخوا کې په افقي ډول انقباض کوي او د قاب شکل اختياروي او په مرکزي برخه کې يې يو ژوروالى پيداکيږي، چې اته طبقې پکې په نظر راځي، هره طبقه د صفحې يا پاڼې شکل لري اته اصلي بازوګان لري او په ازادانه ډول په اوبو کې لامبو وهي، هر اصلي بازو په دوو فرعي بازوګانو ويشل کيږي، چې په منځ کې يې حسي غړي Rhopolium پراته دي هره يوه طبقه يې يوه لاروا ده چې Ephyra نوميږي، دا طبقې يو د بل څخه نه بيليږي، او په ازادنه ډول په اوبو کې لامبو وهلي شي په اوړي کې په ځوان ميدوزا بدليږي. ددې ټولګي غړي زيات دي چې د جيلي فيش په نوم ياديږي چې مهم نمائنده يې Aurelia ده چې تر څيړنې لاندې نيسو. اوريليا Aurelia:

    اوريليا د سايفوزوا د  ټولګي نماينده دى او چترۍ ته ورته شکل لري چې جسامت يې ٣-١٢ انچو پورې رسيږي، لرونکى د زياتو حسي غړو دى  چې د نور په مقابل کې عکس العمل ښيي او د حسي اغضاوو پوسيله کيمياوي منحل مواد معلوموي، اوريليا لرونکى  د جنسي غړو ده چې دبدن په خاليګاه کې قرار لري، اوريليا لرونکى د کوچنيو تينتکلونو دى، جنسونه  پکې بيل دي، جنسي حجرې په بالغ حيوان کې  جوړيږي.  
کله چې سپرمونه ازاد شي  د اوبو د جريان سره يو ځاى مؤنث حيوان ته داخليږي، او تخمه القاح کوي زايګوټ د انکشاف نه وروسته په کوچني مايکروسکوپي لاروا بدليږي. 
                                   ١٤انځور : داوريليا دخولې منظر 

مايکروسکوپي لاروا يعنې پلانولا Planula اهداب لرونکى وي چې ددې اهدابو په وسيله په اوبو کې لامبو وهي بيا د اوبو تل ته ځي او په سبسترات substrate پورې ځان نښلوي، هلته په کوچنيو انفرادي پوليپونو يعنې سيفيستوما scyphistoma باندې بدليږي، کله چې دا پوليپ وده کوي، د strobilation د عمليې لاندې راځي، او يو شمير Ephyra جوړوي، چې هر يو د بل نه بيليږي، او په لامبو وهونکي ميدوزوا بدليږي. اوريليا کولاى شي چې د چترۍ شکل نه د هايدرا په شکل او دې نه شکل نه بيرته په خپل شکل واوړي.

                                 ١٥ انځور: داوريلياژوند دوران 

د انتوزوا ټولګى class Anthozoa: Anothozoa د دوه کلمو څخه اخيستل شوى دى چې Anthosد ګل په معنا او zoa د حيوان په معنى دى. دا چې دا حيوانات د ګل په څير شکل لري نو ځکه تر ډيره وخته پورې نوموړي حيوانات د نباتاتو په ډله کې ګڼل کيدل. چې بيا په 1706 م کال کې د حيواناتو په شکل وپيژندل شول، نوموړي حيوانات په انفرادي او کالوني ډول په تروو اوبو کې ژوند کوي، د جوړښت له مخې نظر هايدروزوا ته پيچلى جوړښت لري، او دا حيوانات يواځې د پوليپ په شکل پيداکيږي. د خولې لوله يې د ناوې په څير جوړښت لري چې لرونکى د سلياوو ده چې د Siphonoglyphe په نوم ياديږي.

    د همدې جوړښت له مخې اوبه د حيوان بدن ته داخليږي، او د غذا ذرې ورنه نه فلتر کيږي،  دا ځکه چې انتوزوا کولى شي چې نسبتاًغټ  حيوانات هم تير کړي، د دوى د بدن خاليګاه د تغذيې او تنفس دواړو  دپاره کار کوي چې د gastro vascular system په نوم ياديږي. دا حيوانات په زوجي او غير زوجي ډول  تکثر کوي، غير زوجي تکثر يې طولاني ويش long intudinal fission، budding  او ټوټې کيدل، fragmentation وي. 




١٦ انځور: د Metridium زرغونيدل ١٧ انځور: د Metridium دوه ګونى ويش په زوجي تکثر کې جنسي ګميټونه سره يو ځاى کيږي، او زايګوټ جوړوي، د زايګوټ څخه سليا لرونکي پلانولا لارواciliated planola larva خارجيږي، چې په ازادانه ډول لامبو وهلى شي چې وروسته بيا دا لاروا په پوليپ بدليږي. .



                  ١٨ انځور : د Metridium دزرجي تکثر اود ژندانه  د دوران مرحلې 

په دې ټولګي کې مختلف ډولونه د انتوزوا شامل دي چې د Actinaria اردر غړي يې د ګل شکل لري چې د بحر په ځمکه کې ژوند کوي چې بحري ګلاب، بحري شقايق sea anemone د يادولو وړ دي.

١٩ انځور : Metridium ٢٠ انځور: د Metridium جوړښت . Sea Anemon د غوښتينو پوليپونو د جملې څخه دي چې مختلف او روښانه رنګونه لري او د بحر په لږو ژورو برخو کې ژوند کوي، د ځانګړو پوليپونو د ډلې څخه ددې ټولګي په نماينده ګې Actine تر څيړنې لاندې نيسو. اکتينونه Actins

    دا حيوانات کيسه ډوله جوړښتونه لري او خوله يې د يو شمير تنتيکلونه په واسطه چاپيره شوې ده چې د قوي  چيچونکوحجراتو پوسيله مجهز شوي دي د مختلفو او روښانه رنګونو لرونکي دي،  د اکتينونو او خرچنګونو ګډ ژوند symbiosis  ډير جالب او په زړه پورې دى، ځينې خرچنګونه په خالي صدفونو کې  ننوځي او اکثره اکتينونه  په دې صدفونو پورې ځان نښلوي د خرچنګونو د حرکت سره اکتينونه هم حرکت کوي، برسيره پر دې اکتينونه د هغه غذايي موادو څخه چې د خرچنګونو له خوا نه ښکار شوي دي تغذيه کوي او همدارنګه اکتين د خپلو چيچونکو حجرو په وسيله د خرچنګ څخه دفاع کوي. 

.



             ٢١   انځور : دحلزون په قشر کې خرچنګ دپاسه  Hydractinia  

مرجانونه او اقتصادي ارزښت يې:

    په بحرونو کې ډول ډول مرجانونه دي چې په انفرادي او کالوني ډول ژوند کوي مثلاً اهکي مرجانونه د سمندر په لږو ژورو اوبو کې  ژوند کوي جسامت  يې وړوکى دى مګر لوى کالوني جوړوي،  سکليټ يې %٩٨ د caco3 ¬¬ څخه جوړ دي او کولاى شي چې شاوخوا ته اهکي مواد ترشح کړي، نو ځکه د مرجاني تيږو، په جوړو کې لويه برخه اخلي.کيداى شي دا مرجاني تيږو يوه جزيره (Atoll)  جوړه کړې وي جزيرې چې د اوبو نه د باندې راوتلي وي ،چې  داسې جزيرې د مرجاني جزيرو  په نوم ياديږي، داسې جزيرې ډير اوږد قدامت لري، چې په ځينو ځايونو کې داسې جزيرې د استوګنې وړ ګرځيدلي دي لکه دفارس په خليج کې د  خارک جزيره.د مرجاني غونډيو څخه د تعميراتي جوړښتي شيانو، زراعتي سرو او نورو مقصدونو لپاره کار  اخيستل کيږي. 


                                           ٢٢   انځورونه : په بحرکې دمرجانونو غونډۍ 

د مرجانونو د ډولونو څخه يوه نوعه چې corallium rubrum نوميږي، چې ښايسته رنګونه لري چې اسکليټ څخه يې د زيوراتو لکه غاړکۍ او نورو ښځينه شيانوجوړولو کې کار اخيستل کيږي.






                        ٢٣انځور د Corallaum  rubrum  جوړښت 
     يو ډول مرجانونه چې ښکر ته ورته شکل لري، چې د Horn Coral په نوم ياديږي، چې دpolype په ډول انفرادي ژوند لري او د بحر په لږو ژورو برخو کې ليدل کيږي. چې کله نوموړي مرجانونه له منځه  لاړ شي، نو د فوسيلونو ته يې د تيزابو په وسيله تغير ورکول کيږي، او په سليکاتي موادو د quartz باندې بدليږي. چې ددوى څخه په صنعت کې د مختلفو شيانو لکه د ښځينه  داغوستلو شيان، ګلوبندونه، د دروازو چپراسونه او نور  د راز راز شيانو جوړولو د پاره ترې استفاده کيږي، نوموړي مرجانونه په اسانۍ سره پيدا کيږي، نو ځکه په صنعت کې ارزښت لري.



                                                         ٢٤  انځور: Horn coral مرجانونه 

د موضوع لنډيز:

    د سولنتراتا په فايلم کې  ساده کثير الحجروي حيوانات شامل دي چې بدن يې د اکتودرم او اندو درم د طبقو څخه جوړ شوي دي او په منځ کې ې يوه اتکايي طبقه ميزوګليا نوميږي  ځاى لري. د نوموړيو حيواناتو بدن شعايي تناظر لري. اکثريت د دوى په تروو اوبو کې ژوند کوي چې نژدې ٩٠٠٠ نوعې يې په سمندرونو کې پيژندل شوي دي ، دا حيوانات د کيسه ډوله حيواناتو په نوم هم ياديږي، نوموړي حيوانات د polype او medusa په شکلونو پيدا کيږي،  مختلف رنګونه او جسامتونه لري، په انفرادي او کالوني ډول ژوند کوي. هضمي خاليګاه يې د Gastro Vascular cavity په نوم ياديږي، د سولنتراتا عصبي رشتې ټول  بدن ته تيتې شوي دي او عصبي  حجرې يې د ستورو په ډول  جوړښت لري. حسي حجرات، سترګې او د توازن غړي هم لري. عضلات يې د ځانګړي جوړښت لرونکى چې مختلف فعاليتونه تر سره کوي،  هضمي سيستم يې په  مختلفو انواعو کې سره توپير لري. تنفسي غړي نه لري، سولنتراتا په درې ټولګيو ويشل شوي دي، چې د هايدروزوا، سايفوزوا او انتوزوا څخه عبارت دي. د هايدروزوا د ټولګي نماينده هايدرا دى ، چې په ويالو او ډنډونو کې ژوند کوي، بدن يې ارتجاعي خاصيت لري، غذايي مواد يې د خولې له لارې هضمي خاليګاه ته ځي، د هايدرا د قاعدوي ډسک څخه سريښناکه مواد او  ګازي پوکاڼۍ ترشح کيږي. د هايدرا د بدن د اکتودرم په طبقه  کې حسي او عصبي حجرې، اپيتلي  عضلوي حجرې، ترشحي حجرې، وسطي حجرې او چيچونکي حجرې موقعيت لري او  د اندودرم په طبقه  کې غدواتي حجرې او تغذيوي حجرې موقعيت لري. 

د هايدرا په بدن کې د غذا داخليدل او بيرته خارجيدل يواځې د خولې د لارې نه صورت نيسي، هايدرا په زوجي او غير زوجي ډول تکثر کوي په زوجي تکثر کې القاح بيرون د بدن نه تر سره کيږي. هايدرا د لول خوړلو او د لامبو کولو په شکلنونو سره حرکت کوي، د سايفوزوا د ټولګي نماينده، Aurelia ده چې چترۍ ته ورته شکل لري او جسامت يې د ٣-١٢ انچو پورې رسيږي، زيات حسي غړي لري چې د نور په مقابل کې غبرګون ښيې، تر دې وخته پورې د سايفوزوا نژدې ٣٠٠ نوعې پيژندل شوي دي ، په بحرونو کې اوسيږي، ځينې يې ساکن او ځينې يې محترک دي.دوه سترګې او د توازن غړي statocysts هم لري. د انتوزوا د ټولګي د نماينده په توګه د Actines څخه يادونه کوم چې کيسه ډوله جوړښت لري، او خوله يې تنتيکلونو چاپيره کړي ده، او حسي ويښتان هم لري، ځينې وخت د خرچنګونو سره ګډ ژوند هم لري چې د توجه وړ دى.مرجانونه په اقتصادي لحاظ ډير د ارزښت وړ دي چې د فوسيلونو څخه يې په صنعت کې په پراخه پيمانه ګټه اخيستل کيږي، چې مختلف تعميراتي ،زيوراتي او زراعتي موخو لپاره ترې ګټه اخيستل کيږي. ځينې ځايونو کې د مرجاني تيږو د يو ځاى کيدو له امله لويې مرجاني جزيرې رامنځته شوي دي چې د استوګنې وړ دي.

اخځليکونه ١- بابکر خيل، ذاکره،( ١٣٨٨ل.ل). زولوژي( غيرفقاريه )، ننګرهار پوهنتون .م م (١٥٦ -١٧٤ ) ٢- جلال، احمد شاه، وقاد رؤف، عبدالسلام. (١٣٦٥ هـ ش)، زولوژى حيوانت غير فقاريه . پوهنتون کابل . م م (١٧٣ ،١٧٥ ،١٧٦ ،١٧٧ ) ٣- جلال، احمد شاه، شرافت ګل سليم، اسلمى امنه، (١٣٦٧ هـ ش). زولوژى .پوهنتون کابل. م م (١٢٠ ،١٢٢ ، ١٢٣ ،١٢٤ )

http/www.t-rat.com/pages/phylum coelenterates/html.   4-