د بقرې سورت په اړه مختصر معلومات
د البقرې سورت د هجرت څخه وروسته اول نازل سوی سورت دئ؛ اوهر سورت چي تر هجرت وروسته نازل سوی وي هغه مدني سورت دئ مکان ته اعتبار نسته زمان اعتبار لري.

اوپه مدني سورتونو کي په غالب ډول تر مکي سورتونو زيات تفصيل وي ،او دا تفصيل يې د اسلام په احکاموکي وي  ځکه مخاطبين يې مؤمنان وي .

• د بقرې سورت د قرآن کريم تر ټولو سورتونو اوږد دئ، چي ۲۸۶   آيتونه لري.

د بقرې سورت د نومولو سبب(وجه التسمية) سمول

بقره په عربي ژبه کي غوا ته ويل کيږي او د هر مسمْی لپاره د اسم ايښوولود تسميې يوه خاصه وجه وي، نو د البقرې د سورت  وجه تسميه داده، چي د بني اسرائيلو د غوا بيان پکښي سوی دئ او دې ته په جزء سره د کل مسمْی کيدل ويل کيږي.

د موسی عليه السلام  په زمانه کي په بني اسرائيلو کي يو کس  ووژل سو او قاتل يې ورک سو ، نو بني اسرائيل حضرت موسْی عليه السلام ته راغلل چي قاتل ورته وښيي ، الله جل جلاله موسْی عليه السلام ته وحيي وکړلې، چي دوی دي يوه غوا ذبح کړي او دهغې د غوښو په يوه برخه دي مړی ووهي، هغه به ژوندی سي او دوی ته به قاتل وښيي. دا له يوې خوا د موسْی عليه السلام يوه عظيمه معجزه وه او له بلي خوا د الله عزوجل د عظيم قدرت لوی دليل دئ، چي تر مرګ وروسته پر ژوندي کيدلو ئې لري، نو دغه سورت په البقره نومول سوی دئ ځکه چي د هغي غوا بيان پکښي سوی دئ.

د بقرې سورت فضيلت سمول

د قرآن کريم د هر سورت او هر آيت فضيلت په احاديثو ثابت دئ چي د البقرې سورت په اړه يې دغه يو حديث کفايت کوي:

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ ﷺ قَالَ لاَ تَجْعَلُوا بُيُوتَكُمْ مَقَابِرَ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْفِرُ مِنَ الْبَيْتِ الَّذِى تُقْرَأُ فِيهِ سُورَةُ الْبَقَرَةِ(رواه مسلم).

امام مسلم دابوهريرة  رضي الله عنه څخه روايت کوي چي رسول اللهﷺ وفرمايل :

خپل کورونه مو هديرې مه جوړوئ په تحقيق سره شیطان د هغه کور يا خوني څخه تښتي چي هلته سورة البقرة ويل کیږي.

د بقرې سورت  محتويات سمول

دا چي د بقرې سورت مدني سورت دئ  له يوې خوا په مدينه منوره کي مسلمانانو د ښه ژوند د تيرولو لپاره د اسلامي ټولنيز نظام  ضرورت محسوساوه، او له بلي خواد اسلامي حاکميت د تشکيل لپاره ښه زمينه مساعده وه، نو د دې سورت اکثره آياتونه تشريعي جنبه لري، چي دقوانينو د وضع کولو لپاره نازل سوي دي. سورة البقره د قرآن کريم په تائيد پيل سوې ده، مؤمنان پکښي معرفي سوي او ستايل سوي دي، دايمان حقيقت پکښي واضح سوی دئ، د کفر او کافرانو عيبونه، د نفاق غندنه او د منافقينو چالونه او دامونه پکښي بيان سوي دي، د نيکمرغۍ او بدمرغۍ پرتله پکښي تشريح سوې ده.

• ددې عظيم او مبارک سورت محتويات د عقايدو ، عباداتو ، معاملاتو ، اخلاقو ، دکورني نظام اړونده احکام او لارښووني، لکه درضاع ،  نکاح، طلاق، عدې، د مشرکانو سره د نکاح د حرمت بيان، د روژې احکام، د حج او عمرې احکام، د في سبيل الله جهاد او نورو احکامو څخه تشکيل دي.  د البقرې سورت زياته او تفصيلي برخه د اهل کتابو د بحثونوڅخه مشتمله ده، چي په خاص ډول د بني اسرائيلو يا يهودو عيبونه پکښي بيان سوي دي؛  ځکه له يوه اړخه هغوی د خپل عصر او زمان د عظيمو نعمتونو لرونکي وو؛ خو بياهم دوی د الله جل جلاله د احکاموسرغړوونکي جوړ سول او له بلي خوا په مدينه منوره کي په زيات تعداد يهود دمسلمانانو ګاونډيان وو، نو بيان ئې اسلامي اُمت ته د خاصو حکمتونو په غرض په قران کريم او په خاص ډول په البقره سورت کي سوی دئ، تر څو مؤمنان يې په خباثتونو او منافقتونو خبر سي او د خيانتو اومکرونو څخه ئې ځانونه وژغوري. او هم يې په همدغه سورت کي دبني اسرائيلو يا يهودو د عهدونو او تړونونو د ماتولو بحث هم کړی دئ، چي مسلمانان يې په ژمنو او ميثاقونو باور ونکړي. د بني اسرائيلو نور جرائم او بد عادتونه هم په البقره سورت کي ذکر سوي دي، چي مؤمنان يې په اضرارو خبر سي حتـْی چي دبني اسرائيلو د خباثتونو او مکرونو ذکر د بقرې سورت تر دريمي برخي هم اوړي.

• د انساني خلقت ابتداء هم په البقره سورت کي بيان سوي ده او دهغه څخه الـْهي هدف هم پدغه سورت کښي واضح سوی دئ. د حضرت آدم  د خلقت قصه چي يو عجيبه تکويني واقعه او د الله جل جلاله لخوا  بشري نوعي ته پر تکريم يو عظیم دليل دئ  هم د البقرې د سورت يوه برخه جوړوي، پر ملايکو د آدم  عليه السلام د فضيلت بيان او دلايل هم د البقرې د سورت خاص ټکي دي.

• د اسلام دښمنانو ته چي قرآن کريم به ئې د مخلوق کلام باله د البقرې په سورت  کي داسي اخطار ورکول سوی دئ چي خپل ټول وس دي په کار واچوي يو سورت دي جوړ کړي.

• په قرآن کريم کي تر ټولو اوږد آيت هم د البقرې(  ۲۸۲ نمبر آيت ) په سورت کي دئ:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا تَدَايَنْتُمْ بِدَيْنٍ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى فَاكْتُبُوهُ ..تر.. وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ (282)

• د قرآن کريم آخري آيت چي ترهغه وروسته د وحيي سلسله ختمه سوې ده يعني هغه آيت چي د رسول اللهﷺ تر وفات نهه ورځي مخکي نازل سوی دئ هم په البقره سورت کي دئ :

وَاتَّقُوا يَوْمًا تُرْجَعُونَ فِيهِ إِلَى اللَّهِ ثُمَّ تُوَفَّى كُلُّ نَفْسٍ مَا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ (281)

• اوپه آخره کي د قيامت د عظمت  په بيانولو ، توبه کولو او دعاوو سره  د البقرې سورت ختم سوی دئ .

اوس به يې په شماره وار ډول د آيتونو د مضامينو او محتوياتو يادونه وکړو:

1. د - ۱ - آيت څخه تر – ۵ – آيت پوري : د البقرې سورت د قرآن کريم په تائيد پيل سوی دئ وروسته يې د مؤمنانو صفات بيان کړي دي او قرآن عظیم الشان يې دتقوالرونکومؤمنانو لپاره د هدايت مرجع بللي ده:

الم (1) ذَلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِلْمُتَّقِينَ....

2. د – ۶ - آيت څخه تر -۷- آيت پوري په دوو آيتونو کي د کافرانو عيبونه او دهغوی د انکار صورت او سبب په ډير مختصر؛ خوجامع ډول بيان کړی دئ :

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَأَنْذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنْذِرْهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ....

3. د اتم آيت څخه تر شلم آيت پوري يې د عقيدوي منافقينو حالات بيان کړي دي د هغو خيانتونه او د مسلمانانو سره پټ حسد يې پداسي ښکلي انداز او جامع ډول ښکاره کړی دئ، چي دوی يې په خپله معامله کي تاوانيان بللی دي:

وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَا هُمْ بِمُؤْمِنِينَ... .

4. د– ۲۱ – آيت څخه تر – ۲۹ – آيت پوري د عبوديت او د هغه داهميت په اړه بيان سوی دئ:

يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (21) ....

5. د – ۳۰ – آيت څخه تر – ۳۹ – آيت پوري د حضرت آدم عليه السلام د خلقت او فضيلت بيان پکښي سوی دئ :

وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُوا أَتَجْعَلُ فِيهَا مَنْ يُفْسِدُ فِيهَا ... .

6. د – ۴۰ – آيت څخه تر – ۱۲۳-  آيت پوري د بني اسرائيلو دناشکرۍ ،  د ژمنو د ماتولو، د حق د پټولو ، خيانتونو، حسد ، چمبازي ، د مسلمانانو د ارتداد تقاضا، د مساجدو  سره عداوت اوداسي نورو په اړه مفصل بيان پکښي سوی دئ:

يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَوْفُوا بِعَهْدِي....

7. د – ۱۲۴ – آيت څخه تر – ۱۴۱ – آيت پوري د ابراهيم عليه السلام قصه پکښي بيان سوې ده :

وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ ....

8. د – ۱۴۲– آيت څخه تر – ۱۵۲ – آيت پوري د قبلې بيان سوی دئ او په اخر کي الله جل جلاله  د ذکر او شکر داسي اهميت بيان کړی دي چي تاسي زما ذکر وکړئ زه به ستاسو ذکر وکړم او زما دنعمتونو شکر وواياست او ناشکري مه کوئ :

سَيَقُولُ السُّفَهَاءُ مِنَ النَّاسِ مَا وَلَّاهُمْ ....

9. د – ۱۵۳ – آيت څخه تر – ۱۵۸ – آيت پوري د مؤمنانو څخه غوښتنه سوې ده، چي مرسته په صبر او لمانځه سره وغواړئ د آزموينو بحث او د شهيدانو د اهميت يادونه هم پدغو آيتونوکي سوي ده او د مؤمنانو د ازموينې اسباب، لکه بيره ، لوږه ، د مال ، نفس او ميوو تاوانونو بلل سوي دي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ ....

10. د – ۱۵۹ – آيت څخه تر – ۱۶۷ – آيت پوري د عبوديت علامې پکښي ښوول سوي دي:

إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنْزَلْنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَى... .

11. د – ۱۶۸ – آيت څخه تر – ۲۱۴– آيت پوري  د ژوند کولو او عباداتو په اړه مفصل بحث پکښي سوی دئ، چي پيل يې د حلالو او طيبو شيانو په خوړلو سره سوی دئ د قصاص اهميت هم پدغو آيتونو کي بيان سوی دئ:

يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلَالًا طَيِّبًا ....

12. د – ۲۱۵– آيت څخه تر – ۲۴۲– آيت پوري  د کورني نظام په اړه آيتونه موجود دي، چي پيل يې د انفاق پرطريقه سوی دئ:

يَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنْفِقُونَ قُلْ مَا أَنْفَقْتُمْ مِنْ خَيْرٍ فَلِلْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ (215)

13. د -۲۴۳- آیت څخه تر – ۲۵۳ – آيت پوري د جالوت او طالوت د جګړې په اړه بيان پکښي سوی دئ:

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ خَرَجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ وَهُمْ أُلُوفٌ حَذَرَ الْمَوْتِ فَقَالَ لَهُمُ اللَّهُ مُوتُوا ثُمَّ أَحْيَاهُمْ ....

او د مؤمنانو د ازمويني لپاره طالوت ډير عجيب ترتيب په کار اچولی دئ :

فَلَمَّا فَصَلَ طَالُوتُ بِالْجُنُودِ قَالَ إِنَّ اللَّهَ مُبْتَلِيكُم بِنَهَرٍ فَمَن شَرِبَ مِنْهُ فَلَيْسَ مِنِّي وَمَن لَّمْ يَطْعَمْهُ فَإِنَّهُ مِنِّي إِلاَّ مَنِ اغْتَرَفَ غُرْفَةً بِيَدِهِ فَشَرِبُواْ مِنْهُ إِلاَّ قَلِيلاً مِّنْهُمْ ... (۲۴۹) که څه هم د مؤمنانوتعداد ډير کم وو خو الله جل جلاله حق غالب کړ.

14. د – ۲۵۴ – آيت څخه تر – ۲۶۰ – آيت پوري د الله تعالی په لاره کي د مصرف او انفاق، تعظيم او توحيد په اړه آيتونه نازل سوي دي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَنْفِقُوا مِمَّا رَزَقْنَاكُمْ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ يَوْمٌ لَا بَيْعٌ فِيهِ وَلَا خُلَّةٌ وَلَا شَفَاعَةٌ ....

15. د – ۲۶۱ – آيت څخه تر – ۲۸۳ – آيت پوري صدقه د عبوديت په دلايلو واضح سوي ده  او هم د دنيوي کارونو په اړه لارښووني سوي دي د قرض د ليکلو او پر هغه د شاهدانو نیولو احکام او رهنمايې سوي ده:

مَثَلُ الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنْبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنْبُلَةٍ مِائَةُ حَبَّةٍ ....

16. د – ۲۸۴ – آيت څخه تر – ۲۸۶ – آيت پوري سورت په داسي دعاګانو ختم سوی دئ چي دالله جل جلاله د عبادت د استحقاق او تخصيص  لپاره تاکيدات او د بنده عجز پکښي څرګند سوی دئ:

لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَإِنْ تُبْدُوا مَا فِي أَنْفُسِكُمْ أَوْ تُخْفُوهُ يُحَاسِبْكُمْ بِهِ اللَّهُ ....