سوداگري (فلم)
سوداگري (په انگرېزۍ کې:Trade) د رولاند امریش او روزلین هلر له لوري جوړ شوى فلم دى چې کارگردان يې مارکو کروزپینتر دى.
سوداګري | |
---|---|
عنوان | Trade |
ژانر | drama film، جنایي فیلم |
پلرنی ټاټوبی | جرمني، د امریکا متحده ایالات |
د فلم یا تلویزیون اصلي ژبه | انګرېزي ژبه |
خپرېدو نېټه | ۲۳يو جنوري ۲۰۰۷ |
ډايرکټر | Marco Kreuzpaintner |
سکرین لیکونکی | Peter Landesman |
Director of photography | Daniel Gottschalk |
Film editor | Hansjörg Weißbrich |
تولیدونکی | Roland Emmerich |
ویشونکی | Roadside Attractions، نيټ فليکس |
Narrative location | نیو جرسي، تکزاس |
Filming location | نیو جرسي، نیو مکسیکو |
رنګ | رنګ |
Review score | 34%، 5/10، 42/100 |
د توزیع بڼه | په غوښتنه ویډیو |
JMK film rating | free from 14 years |
رسمي وېبځی | https://www.tradethemovie.com/ |
لنډيز
کينډۍ:د بدلمنۍ خطر فلم له هغه ځايه پيلېږي چې د مکسيکو د يوې نېستمنې کورنۍ ١٣ کلنه نجلۍ چې ادريانا نومېږي له خپل ورور څخه په خپله کاليزه کې يو بايسکل ترلاسه کوي. د هغې ١٧ کلن ورور جورج ډېره مينه ورسره لري او په خپلې دې ډالۍ سره خپله خور خوشحاله کوي.
د فلم په دوام د ورونيکا په نامه يوه ښځه چې په اصل کې د پولنډ ده او د سيل لپاره مکسيکو ته تللې، د نجونو رانيولو او خرڅولو کار و بار کوي، ١٣کلنه ادريانا هم د دې ښځې ملگرو تښتولې او هڅه کوي د انټرنټ په مرسته ورته رانيوونکي پيدا کړي او په گرانه بيه يې وپلوري.
په دې وخت کې د نجلۍ ورور چې د خپلې خور په لټه کې دى د يوه بل کس په مرسته په انټرنټ کې د هغې د ليلام عکسونه پيدا کوي او رانيسي يې. کله چې د نجلۍ د ورور ملگرى په هغې پسې ورځي، رانيوونکي پر دې سړي شک پيدا کوي او گومان کوي پوليس به وي. جگړه نښلي اخر پوليس انسان تښتوونکي نيسي او ورور او خور کور ته روانېږي.
سرچينه
- Wikipedia contributors, "Trade," Wikipedia, The Free Encyclopedia, http://en.wikipedia.org/wiki/Trade_(film)
باندنۍ تړنې
- په انټرنټ کې د فلم په باب IMDb
- د فلم رسمي پاڼه Archived 2008-05-12 at the Wayback Machine.