سنگين د افغانستان د هلمند ولايت د سنگين ولسوالۍ يو ښارگوټی دی. د دې ښارگوټي د وگړو شمېر نژدې 14,000 دی. دا ښارگوټی د هلمند رود پر غاړه په يوه دره کې چې د سمندر له هوارې ۸۸۸ متره لوړوالی لري او د لشکرگاه شمال-ختيځ لور په ۹۵ کيلومترۍ کې پروت دی. سنگين د افغانستان په سوېل کې د اپيمو د کر تر ټولو لويه سيمه ده او دا هغه ښارگوټی دی چې په دوديزه توگه خلک يې د طالبانو ملاتړي دي.[۱] برتانيوۍ ورځپاڼې دي گارډين دا سيمه په ټول افغانستان کې تر ټولو مرگونې سيمه بللې.[۲] سنگين ښارگوټی د سنگين ولسوالۍ مرکز او اهم بازارونه يې هم همدغه ښارگوټي کې دي. د افغانستان ۶۱۱ واټ هم د همدغه ښارگوټي څخه تېرېږي.

د سنگين ښارگوټي يو منظر


سرچينې

  1. "Geopium - Jane's Intelligence Review - Opiate smuggling routes from Afghanistan to Europe and Asia". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ ډيسمبر ۲۰۰۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 17 November 2010 باندې). Royal Marines speak of 'horrible' reality of life on patrol in Afghanistan. The Guardian