سمندري بیولوژي

سمندري بیولوژي په سمندر کې د موجودو ارګانېزمونو یعنې سمندري ژوندیو موجوداتو علمي څېړنه ده. دا چې په بیولوژۍ کې ډېری څانګې، کورنۍ او جنسونه بېلابېل ډولونه لري چې ځینې يې په سمندر او ځینې يې په وچه کې ژوند کوي، سمندري بیولوژي نوعې یا موجودات د ټکسانومۍ پر ځای د چاپېریال له مخې طبقه‌بندي کوي.

د ځمکې پر مخ د ټولو موجوداتو یوه لویه برخه په سمندرونو کې ژوند کوي. د دغې لویې برخې دقیقه اندازه نامشخصه ده، ځکه تر دې دمه لا د سمندري موجوداتو ډېر ډولونه نه دي کشف شوي. سمندر یوه پېچلې درې‌اړخیزه نړۍ ده چې نژدې د ځمکې د سطحې ۷۱ سلنه برخه رانغاړي. په سمندري بیولوژۍ کې په څېړل کېدونکو ژوندځایونو کې هر څه شاملېږي، د سطحي اوبو له کوچنیو قشرونو رانیولې، د سمندي کندو تر ژورو پورې چې کېدای شي، کله ناکله تر څه باندې ۱۰۰۰۰ مترو پورې د سمندر تر سطحې لاندې وي. په ځانګړو ژوندځایونو کې مصبونه [د سمندرګي هغه برخه چې د سیند په خوله کې ننوتې وي او کوچنی خلیج جوړوي]، مرجاني ټاپو وزمې، کېلپ ځنګلونه، دریايي چمنونه، د دریايي غرونو او حرارتي څاه‌ګانو شاوخوا او د سمندر پرانیستې سیمه (پلاجیک) شاملېږي چې، جامد جسمونه کم په کې موندل کېږي او د اوبو سحطه یوازنۍ لیدل کېدونکی پوله ده. په سمندري بیولوژۍ کې څېړل کېدونکي ارګانېزمونه، له مایکروسکوپي فیتوپلانکتونونو او زیوپلانکتونونو نه نیولې تر لویو کبانو (نهنګانو) پورې دي چې اوږدوالی یې له ۲۵ نه تر ۳۲ مترو (له ۸۲ نه تر ۱۰۵ فوټو) پورې بېلابېل دی. سمندري ایکولوژي د سمندري موجوداتو د خپل‌منځي او چاپېریالي جوړجاړي(تعامل) د څرنګوالي څېړنه ده.[۱]

سمندري موجودات یوه لویه سرچینه ده چې په ټوله نړۍ کې یې له سفر او تفرېح سره مرسته کړې او تر څنګ یې له دې ځایه خواړه، درمل او خام توکي برابرېږي. سمندري موجودات په لویه کچه کې زموږ د سیارې له ماهیت ټاکنې سره مرسته کوي. سمندري موجودات د اکسیجن په څرخه کې د پام وړ ونډه او د ځمکې د اوبو او هوا په تنظیم کې رول لري. ساحلي کرښې تر یوه حده د سمندري موجوداتو په مرسته جوړې شوې او ساتل کېږي او ځینې سمندري موجودات، د نوې وچې له جوړېدو سره مرسته کوي. [۲][۳]

د موجوداتو ډېری ډولونه، له اقتصادي پلوه انسانانو ته مهم دي، لکه دواړه ډولونه یعنې صدف‌لرونکي او وزر لرونکي کبان. همدا راز د سمندري او نورو موجوداتو هوساینه، له بنسټیزو لارو چارو سره تړلې ده. د سمندري موجوداتو او مهمو څرخو تر منځ د اړیکې په اړه د انسانانو پوهه په چټکۍ سره د ودې په حال کې ده او کابو هره ورځ نوي کشفونه کېږي. په دغو څرخو کې ماده(لکه: د کاربن څرخه) او هوا(لکه د ځمکې تنفس او د ایکوسیستمونو، لکه:  سمندرونو له لارې د انرژۍ حرکت) شاملېږي. د سمندر تر سطحې لاندې ډېرې پراخې سیمې لا هم په سم ډول نه دي پېژندل شوې.

بیولوژيکي سمندرپوهنه سمول

سمندري بیولوژي له بیولوژيکي سمندرپوهنې سره پرتله کولی شو. سمندري ژوند یا سمندري موجودات هم په سمندري بیولوژي کې یوه تحصیلي څانګه ده او هم په بیولوژيکي سمندرپوهنه کې. بیولوژيکي سمندرپوهنه پر فزیک، کیمیا او د سمندرپوهنې د سیستم پر ځمک‌پوهنه د موجوداتو د اغېز څېړنه ده. بیولوژيکي سمندرپوهنه تر ډېره د سمندر پر داخلي مایکرو ارګانېزمونو تمرکز لري. دا څېړي چې مایکرو ارګانېزمونه څه ډول د خپل چاپېریال تر اغېز لاندې راځي او څه ډول پر لویو سمندري موجوداتو او د هغوی پر ایکوسیستم اغېز کوي. بیولوژيکي سمندرپوهنه، سمندري بیولوژۍ ته ورته ده، خو د سمندرونو موجودات په یوه جلا لیدلوري سره څېړي. د غذايي شبکې له نظره د بیولوژيکي سمندرپوهنې تګلاره، له لاندې نه پورته خوا ته ده، په داسې حال کې چې سمندري بیولوژي سمندر له پورته نه د لاندې لیدلوري پر بنسټ څېړي. بیولوژيکي سمندرپوهنه، تر ډېره پر پلانکتونونو له ټینګار سره د سمندر پر ایکو سیستم متمرکزه ده: د هغوی بېلابېل والی (مورفولوژي، تغذیوي سرچینې، خوځښت او میتابولېزم)؛ د دوی ګټور توب او د کاربن په نړیواله څرخه کې یې رول او د دوی وېش(ښکار او د ژوند څرخه). همدا راز بیولوژيکي سمندرپوهنه په غذایي شبکه کې د میکروبونو پر رول او د سمندرونو پر ایکوسیستمونو د انسان د اغېزې پر څرنګوالي بحث کوي.[۴][۵][۶][۷]

سمندري موجودات سمول

په بیولوژۍ کې ډېری برخې، کورنۍ او جنسونه داسې ډولونه لري چې ځینې یې په سمندر کې او ځینې نور یې په وچه کې ژوند کوي. سمندري بیولوژي نوعې یا موجودات د ټکسانومۍ پر ځای د چاپېریال له مخې طبقه‌بندي کوي. په همدې دلیل په سمندري بیولوژۍ کې نه یوازې هغه موجودات شاملېږي چې په یوه سمندري چاپېریال کې ژوند کوي، بلکې نورهغه موجودات هم په کې شامل دي چې د سمندر په شاوخوا کې ژوند کوي.

مایکروسکوپي موجودات سمول

د ځمکې پر مخ د تر ټولو لوی ژواک چاپېریال د اوسېدونکو په توګه میکروبي سمندري سیستمونه، په هر نړیوال سیستم کې بدلونونه رامنځته کوي. میکروبونه تقریباً د ټولو هغو فوټوسنټېزونو مسؤل دي چې په سمندرونو کې رامنځته کېږي، د کاربن، نایټروجن، فسفر او نورو تغذیوي توکو او کم پیدا عناصرو مسؤل هم دي. [۸]

تر سمندر لاندې مایکروسکوپي موجودات ډېر متنوع دي او لا تر اوسه په سم ډول نه دي پېژندل شوي. د بېلګې په توګه: په سمندري ایکوسیستمونو کې د ویروسونو رول ان د یووېشتمې پېړۍ په پیل کې هم په ډېره سختۍ سره وڅېړل شو.[۹]

نباتات او چوپړۍ (اوبړۍ ـ الجي) سمول

مایکروسکوپي نباتات او چوپړۍ د ژوند لپاره مهم ځایونه برابروي او کله ناکله د لویو لاروا ډوله کبانو لپاره د پټن‌ځایونو او د غیر فقاري ډولونو د خوراکي لټون د ځایونو په توګه کار کوي.

چوپړیز(الجي) موجودات تر سمندر لاندې ډېر زیات او بېلابېل دي. مایکروسکوپي فوټوسنټېزي چوپړۍ د ځمکې د ټولو ځنګلونو په نسبت د نړۍ په فوټوسنټېزي تولید کې ډېره ونډه لري. په وچه کې د فرعي نباتاتو له‌خوا ډېری اشغال شوې فضا، په اصل کې په سمندر کې د مایکروسکوپي الجي، لکه: «سارګسم» او «کلېپ» چې معمولاً د سمندري الجي په توګه پېژندل کېږي، له‌خوا اشغال شوې ده او په پایله کې یې کلېپ ځنګلونه رامنځته کېږي.

هغه نباتات چې په سمندر کې ژوندي پاتې کېږي، تر ډېره په لږو ژورو اوبو کې پیدا کېږي. لکه سمندري چمنونه (ایلګراس، زوسټرا، ټرټل ګراس او تالاسیا). دغو نباتاتو د سمندر له مالګینوالي سره ځانونه برابر کړي دي. انټرټایډل سیمه (intertidal zone) هم په سمندر کې د نباتي موجوداتو د پیدا کولو لپاره مناسب ځای دی او دلته کېدای شي ، ساحلي چمنونه هم وده وکړي.

فرعې برخې سمول

سمندري ایکوسیستم لوی دی او له همدې امله سمندري بیولوژي ډېرې فرعي برخې لري. ترډېره د ځانګړو ژوندیو موجوداتو د څېړنې تخصصونه، لکه:  فیکولوژي، غیر فقاري زولوژي او اکټیولوژي په کې شاملېږي. نورې فرعي برخې د سمندر په اوبو کې د پر له پسې لمبا فزیکي اغېزې، له یوه مالګین چاپېریال سره سمون او پر سمندري موجوداتو، د سمندرد بېلابېلو ځانګړنو د بدلون اغېزې څېړي. د سمندري بیولوژۍ یوه برخه د سمندرونو او سمندري موجوداتو تر منځ د اړیکو، د ځمکې د ګرمېدو او ژواک چاپېریالي مسائلو (لکه: کاربن ډای اکسایډ) په اړه بحث کوي. سمندري بیوټکنالوژي په دې وروستیو کې پر هغو سمندري مالیکولونو متمرکزه ده چې ښايي په طب او انجنیرۍ کې وکارول شي، لکه پروتینونه. سمندري چاپېریال د ډېرو عجیبو بیولوژيکي توکو کور دی چې ښايي د بیومیمټیکو توکو لپاره الهام‌بښونکی وي.

سرچینې سمول

  1. Oceanographic and Bathymetric Features Marine Conservation Institute. Uploaded 18 September 2013.
  2. Foley, Jonathan A.; Taylor, Karl E.; Ghan, Steven J. (1991). "Planktonic dimethylsulfide and cloud albedo: An estimate of the feedback response". Climatic Change. 18 (1): 1. Bibcode:1991ClCh...18....1F. doi:10.1007/BF00142502. S2CID 154990993. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Sousa, Wayne P. (1986) [1985]. "7, Disturbance and Patch Dynamics on Rocky Intertidal Shores". In Pickett, Steward T. A.; White, P. S. (المحررون). The Ecology of Natural Disturbance and Patch Dynamics. Academic Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-12-554521-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Lalli, Carol M., and Timothy R. Parsons. "Introduction." Biological Oceanography: An Introduction. First Edition ed. Tarrytown, New York: Pergamon, 1993. 7-21. Print.
  5. Menden-Deuer, Susanne. "Course Info, OCG 561 Biological Oceanography". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ جنوري ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Miller, Charles B.; Patricia A. Wheeler (2012). Biological Oceanography (الطبعة Second). Chinchester, West Sussex: John Wiley & Sons. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Mills, Eric L. (1995). "From marine ecology to biological oceanography". Helgoländer Meeresuntersuchungen. 49 (1–4): 29–44. Bibcode:1995HM.....49...29M. doi:10.1007/BF02368334. S2CID 22149101. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Functions of global ocean microbiome key to understanding environmental changes". www.sciencedaily.com. University of Georgia. December 10, 2015. د لاسرسي‌نېټه December 11, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Suttle, C.A. (2005). "Viruses in the Sea". Nature. 437 (9): 356–361. Bibcode:2005Natur.437..356S. doi:10.1038/nature04160. PMID 16163346. S2CID 4370363. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)