سل ورځې [په فرانسوۍ: les Cent-Jours IPA: le sɑ̃ ʒuʁ] چې د اووم ائتلافجګړه یې هم بولي، د ۱۸۱۵ز کال د مارچ په ۲۰مه نېټه په الپ ټاپو کې له یوولس میاشتنی تبعید څخه وروسته پاریس ته د ناپلیون د بېرته راګرځېدو او د ۱۸۱۵ز کال د جولای میاشتې په ۸مه نېټه د پاچا اتلسم لویی دویم ځلي پر تخت کېناستو تر منځ ۱۱۰ ورځنۍ موده ده. پدې موده کې د اووم ائتلاف جګړه ترسره شوه چې د واټرلو برید، د ناپلیون جګړه او نور واړه بریدونه په  کې راځي. د سلو ورځو عبارت، په لومړي ځل د پاریس د کوټوال، کاسپارډ، له خوا د جولای په ۸مه نېټه پاریس ته د پاچا د بېرته راتګ په ښه راغلاست وینا کې وکاراوه.[۱][۲]

ناپلیون هغه مهال راستون شو چې د ویانا کانګرس د ناستې تابیا کوله. د مارچ په ۱۳مه نېټه، اووه ورځې وروسته له هغه چې ناپلیون پاریس ته ورسېد، په کانګرس کې شته ځواکونو دی یو قانون ماتوونکی وباله او د مارچ په ۲۵مه نېټه، اتریش، پروس، روسیې او برتانیې، څلورو سترو ځواکونو او د اووم ائتلاف کلیدي غړو، وپتېیله چې هر یو به ۱۵۰۰۰۰۰ سرتېري میدان ته راولي او د ده واکمنۍ ته به د پای ټکی ږدي. دا د ناپلیوني جګړو وروستی شخړه شوه چې په پایله کې یې ناپلیون د واټرلو په جګړه کې ماتې وخوړه، فرانسوي پاچاهي بیاځلي احیاء شوه او ناپلیون د ابد لپاره د سېنټ هېلن لرې پرتې جزیرې ته تبعید شو او همالته د ۱۸۲۱ز کال په مۍ میاشت کې  مړ شو. [۳]

مخینه سمول

د فرانسې انقلاب او ناپلیونی جګړو له ۱۹۷۲ز کال راهیسې تقریباً په دوامداره توګه فرانسه د نورو اروپايي هېوادونو د ګڼو ائتلافونه پر وړاندې ودروله. په فرانسه کې د شپاړلسم لویی راپرځولو او ورپسې په عام محضر کې اعدامولو نور هغه اروپايي مشران زښته اندېښمن کړل چې د فرانسوي انقلاب د ټوټې ټوټې کولو لوړه یې کړې وه. د دې پرځای چې دا جګړې فرانسې ته ماتې ورکړي، د دې لامل شوې چې انقلابي رژیم له خپلو پولو هاخوا واوړي او وروڼه جمهوریتونه جوړ کړي. د فرانسوي پوځیانو بریا د دوی له غوره قومندان، ناپلیون بناپارت، څخه اتل جوړ کړ. په ۱۷۹۹ز  کال کې، ناپلیون بریالۍ کودتاه ترسره کړه او د نوي فرانسوي قونسلي حکومت لومړی قونسل شو. پنځه کاله وروسته، هغه خپل ځان امپراطور یا ټولواک لومړی ناپیلیون اعلان کړ.

د ناپلیون راپورته کېدو نور اروپايي ځواکونه د هماغه تېرو انقلابي رژیمونو په اندازه له ستونزې سره مخ کړل. د هغه پر وړاندې د نویو ائتلافونو جوړېدو سربېره، د ناپلیون ځواکونو د اروپا ډېری برخه فتحه کړه. د جګړې لوری هغه مهال بدل شو چې فرانسې په ۱۸۱۲ز کال کې روسیه اشغال کړه او هلته یې د ناپلیوني پوځ ډېر سرتېري له لاسه ورکړل. په راتلونکي کال کې، د شپږم ائتلاف پر مهال، ائتلافي ځواکونو د لیپزیګ په جګړې کې فرانسې ته ماتې ورکړه.

په لیپزیګ کې تر بریا وروسته، ائتلاف وپتېیله چې په پاریس فشار راوړي او ناپیلون له واکه وپرځوي. د ۱۸۱۴ز کال په وروستۍ اونۍ کې، د پروس فیلډمارشال ګېبهارډ لېبېرکټ وان بلوکر په پاریس یرغل وروړ. له ګڼو بریدونو، مانورونو او په دواړو اړخونو کې له چمتووالو او تقویې وروسته، بلوګر د ۱۸۱۴ز کال د مارچ میاشتې په لومړیو کې د لېئون جګړه وګټله؛ دې بریا د فرانسې له شمال څخه د ائتلافي ځواکونو د وېستلو مخه ونیوله. د رېمز جګړه ناپلیون وګټله خو پدې بریا پسې یې ګڼې ماتې وخوړې. د ۱۸۱۴ ز کال د مارچ میاشتې په ۳۰مه نېټه، ائتلافي ځواکونه د مونتمارترې له جګړې وروسته پاریس ته ننوتل. [۴]

د ۱۸۱۴ز کال د اپرېل میاشتې په ۶مه نېټه، له تخت څخه راکوز شو او په دې توګه اتلسم لویی قدرت ته ورسېد او یوه میاشت وروسته د فرانسې تحت او تاج ته د بوربورن کورنۍ بېرته وروګرځېده. ماتې خوړلی ناپلیون د توسکاني په ساحل کې د اېلبا جزیرې ته تبعید کړل شو، په داسې حال کې چې بریالي ائتلاف د ویانا په کانګرس کې د اروپا نقشه بېرته له سره ترسیموله.

په اېلبا کې تبعید سمول

ناپلیون په اېلبا (۱۸۱۴-۱۸۱۵ز کلونه) کې یواځې ۹ میاشتې او ۲۱ ورځې په ناکراره جبري تقاعد کې تېرې کړې او لکه څرنګه چې د ویانا کانګرس ورو ورو راټولیده، نو ده هم په ډېرې لېوالتیا سره د فرانسې پېښې تعقیبولې. هماغه ډول چې ده یې وړاندوېینه کېدله، د پخوانۍ فرانسې پولو ته د نننۍ سترې امپراتورۍ ورکوچني کېدو د فرانسویانو تر منځ شدیده نارضایتي رامنځته کړه، او دا احساس د هغو کیسو په اورېدلو سره لاپیاوړی کېده چې ویل یې بوربون شهزاده ګان د ستر لښکر (Grande Armée) د پخوانیو پوځیانو، او همدا شان پاچاهۍ ته بېرته راګرځېدلي اشراف له ولس سره په بې نزاکتۍ چلند کوي. په ورته توګه د اروپا عمومي حالت هم ګواښوونکی و ځکه د تېرو لسیزو په اوږدو کې تقریباً دوامدارې جګړې دا لویه وچه تر فشار لاندې نیولې او خورا ستړې کړې و. [۵]

د سترو ځواکونو تر منځ یو ځل متضادې غوښتنې دومره ډېرې شوي چې د ویانا په کانګرس کې یې یاد ځواکونه یو له بل سره د جګړې په درشل کې ودرول. له همدې کبله، د خبرونو هره ټوټه به چې لرې پرتې اېلبا ته رسېدله، نو د ناپلیون لپاره به د واک بېرته ترلاسه کولو لپاره غوره وه، او دا یې سم فکر کړی و چې د هغه د ورستنېدو په خبرونو سره به یو عمومي پاڅون رامنځته کېږي.ناپلیون دا فکر هم کړی و چې د روسیې، جرمني، برتانیې او هسپانیې څخه د فرانسوي زندانیانو راستنېدل به ده ته سملاسي روزل شوی، پخوانی او هېوادپاله پوځ په لاس ورکړي او لښکر به یې د ۱۸۱۴ز کال څخه وړاندې کلونو په پرتله لاستر وي. خو نښې او علائم هم ګواښوونکي و ځکه په پاریس کې پاچهي غوښتونکو او په ویانا کې بشپړ واک لرونکو استازو پر دې خبره کوله چې دی آزورېس یا سېنټ هېلېنا جزیزې ته تبعید کړي، او نورو خو یې بیا آن د ترور یادونه هم کوله. [۵][۶][۷]

د ویانا کانګرس سمول

د ویانا په کانګرس کې (نومبر ۱۸۱۴-جون ۱۸۱۵ ز کلونه) ګڼو ګډون کوونکو هېوادونو ډېرې جلا او متضادې موخې درلودې. د روسیې تزار الکساندر تمه درلوده چې د پولنډ ډېری برخه لاندې کړي او تر شا یو لاسپوڅی پولنډي دولت پرېږدي، او د وارسا دوک مېشتي له اروپا څخه د نور یرغل پر وړاندې د حایل په توګه وکاروي. د پروس نوي دولت ټوله ساکسوني پاچاهي غوښته. اطریش دې یوه کار ته هم اجازه نه ورکوله، خو په خپله یې تمه درلوده چې د ایټالیې شمالي برخې بېرته ترلاسه کړي. د برتانیې کاسلېراګ له فرانسې (د تالېراند په استازولی) او اتریش ملاتړ کاوه او له خپل پارلمان سره یوه خوله نه و.  نږدې وه د دې چارې له امله هغه مهال جګړه ونښلي چې تزار د انګلستان کاسلېراګ ته وویل چې روسیه له پولنډ او ساکسونی سره ۴۵۰۰۰۰ پوځیان لري او که زور یې رسېږي، راوړاندې دې شي. الکساندر بیا وروسته وویل: "زه باید د پولنډ پاچا واوسم او د پروس پاچا به د ساکسوني پاچا وي". کاسلېراګ د پروس پاچا درېیم فرېدرېک ویلیام ته وړاندیز وکړ چې برتانیه او اتریش له پروس سره د ساکسوني د ضمیمه کېدو ملاتړ کوي، خو که چېرې پروس د یوه خپلواک پولنډ څخه خپل ملاتړ اعلان کړي. [۸][۹]

سرچينې سمول

  1. "Hundred Days". Encyclopædia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Beck 1911، "Waterloo Campaign".
  3. Hamilton-Williams 1996، ص. 59.
  4. Uffindell 2003، صص. 198, 200.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Rose 1911، ص. 209.
  6. Hamilton-Williams 1996، ص. 43.
  7. Hamilton-Williams 1996، صص. 44, 45.
  8. Hamilton-Williams 1996، ص. 48.
  9. Hamilton-Williams 1996، ص. 45.