سليمان دانش اميني
سليمان دانش اميني د مرحوم ظريف الله اميني زوى د محمد امین لمسى په 1376ل. ل. د حوت شپاړسمه د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په کارېز کبير کلى کې زېږدلى دى. بيا د کارېز کبير په عالي لېسه کې شامل شو، لومړۍ او دوېم ټولګى يې د کارېز کبیر په لېسه کې ولوسته او بيا کابل ته راغى د کشکک په عالي لېسه کې شامل شو. په 1398 ل. ل کال کې له دغې لېسې نه په عالي درجه فارغ شو او په 1399ل.ل کال د کابل پوهنتون ژبو او ادبياتو په پوهنځي پښتو څانګه کې د کانکور له لارې بريالى شو. په 1403ل.ل کال د پښتو ادبياتو په برخه کې کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون څخه د لېسانس په درجه فارغ التحصیل شو.