که څه هم دغه سیمه کوم تاریخي ارزښت نه لري،خو له افسانوي ارزښت څخه ډیره برخمنه ده.نو ځکه په دغه لیکنه کې ېې یادونه اړینه بولم.سلطان بابا دلوی خدای «ج» دوست او ولی الله و.په زړه ډیر نرم او لورین و.هیچاته په سزا ورکولو خوښ نه و. نوموړی دلوگر افسانوي اواسطوریزو کیسو مذهبي زورواکی او ولي الله تیر شوی دی.

سلطان صیب په مټو ډیر غښتلی سړی و.خلک داسې وايي چې:کله سلطان صیب پر دې پوه شو،چې په اخرت کې دمسلمانانو لپاره جنت او دکافرانو لپاره دوزخ جوړ شوی، نوسلطان صیب د دوزخ په جوړیدو سخت خواشینی شو.په همدې فکرونو کې و،چې دمحمد اغې سرخاو کلي ته څیرمه غره ته وخوت او په همدغه غره کې ېې د دوزخونو د ورانولو تکل وکړ،چې دوزخونه له منځه یوسي.سلطان صیب وروسته له دې پریکړې په همدغه غره کې تر ننه پورې غیب اوتري تم شو.دغه غر چې دسلطان صیب غره په نامه یادیږي په سرخاو کلي کې پروت دی،له دغه غره څخه لږ وړاندې دلته بند لاره ده. داغر تل په واورو پټ او گنگل وي او داوسیدو څه امکانات په کې نه لیدل کیږي.

ولسي وگړو گروه دا ده،چې خدای «ج» دخپل ددغه دوست له دې پریگړې څخه ناخوښه شو او نوموړی ېې په همدغه غره کې په کچه گوته په زنځیرونو وتاړه.خلک وايي ،چې کله سلطان صیب چې په غره کې په زنځیرونو تړلی دی،له زنځیرونو خلاص شي، نو ټول دوزخونه به له منځه یوسي او ړنگ به ېې کړي.په دې اړه په لوگریانو کې ځانگړې سندره هم ویله شوې ده.

سلطان گړندی پیر ده

تړلی په زنځیر ده

که خلاص سو دی به وران کړي دوزخونه

جوړ به کړي جنتونه

وايي،چې یوه ورځ یوه کوچۍ شپنه د خپل سیرلي په لټه پسې ددغه غره یوه سوري ته ننوته، هلته ېې سلطان صیب ولید،چې په زنځیرونو تړلی و او اوږده ږیره ېې وه. سلطان صیب دې پیغلې ته د ډالۍ په توگه یوه سره مڼه ورکړه،چې دده حال به چاته نه وايي. شپنې هم ورسره ژمنه وکړه،چې دسلطان صیب حال به چاته نه وايي.خو کله چې کوچۍ کلي ته ستنه شوه او خلکو ېې په لاس کې په سوړ ژمي کې سره او تازه مڼه ولیده پرې شکمن شول او ورڅخه ېې دحال پوښتنه وکړه. کوچۍ مجبوره شوه چې خپل دسترگو لیدلی حال یوپه یو دوی ته نقل کړي. کوچۍ شپنې دسلطان صیب ټوله کیسه کلیوالو ته بیان کړه او وروسته له دې بیانه کوچۍ شپنه گونگۍ او لیونۍ شوه.

له دې اسطورې څخه مونږ دوه اخیستنې تر لاسه کولی شو. یوه دا چې دا کیسه مذهبي او گروهی اړخ لري او کټ مټ ېې اسطوره بللی شو.مسلمانان په دې عقیده دي چې، دقیامت له علامو څخه یوه داده چې مهدي «ع» به راځي او له کفارو سره به جنگ جگړې کوي. همدا ډول مسلمانان پر دې گروهمند دي،چې په اخره زمانه کې عیسی «ع»له اسمانه راکوزیږي، دڅلویښتو کالو لپاره به یوه عادله واکمني کوي، ظلمونه به ختم کړي ، ظالمانو ته به سزا ورکړي او مظلومان به په خپل حق ورسوي.

په همدې شان اهل تشیع وال معتقد دي،چې امام حسین او امام حسن داخرې زمانې د رارسیدو او د یوه اسلامي واکمنۍ لپاره په یوه غره کې چمتوالی نیسي. خو داڅرگنده نه ده،چې دا غر به کوم غر وي. اهل تشیع وال په دې گروهمن دي،چې کله ځمکه لږ څه ولړزیږي،نو دوی ورته گذر وايي او دا مانا ترې اخلي،چې گواکې د گذر پر مهال د ځمکې په تل کې د امام حسین او امام حسن داسپونو کاروانونه او قافلې روانې وي.نو ځکه ځمکه لړزیږي.

دسلطان صیب کیسه کټ مټ دغو کیسو ته ورته ده. دنوموړي په کیسه کې دویمه اخیستنه دا ده،چې دده موخه د دوزخونو له ورانولو څخه زما په آند داده،چې ده ظلمونه او ناخوالې په نړۍ کې له منځه وړل.کله چې د ځمکې له مخ نه عدالت او نیاو ورک شي، زورزیاتی وده وکړي، نو همدا رنگینه نړۍ خلکو ته سوراور او دوزخ گرځي او دوزخ ته ورته څیز ترې جوړیږي.نو ځکه دده د دوزخونو له منځه وړل همدا د ناخوالو له منځه وړل دي. او جنتونه جوړول دا مانا لري،چې گوندې دی به یو داسې ښکلې او عادله نړۍ رامنځ ته کړي،چې دجنت په څیر وي.هلته به هیڅ ډول تاوتریخوالی ،زور زیاتی او ظلمونه نه وي.حق به حقدار ته رسیږي.دجنت په څیر ښکلې خوشاله او رنگینه نړۍ به رامنځ ته کړي.