سلطان صلاح الدین ایوبی تاریخ

سلطان صلاح الدین ایوبی تاريخ

صلاح الّدیْن ابوالمظفْر یوسِف ایوبی  لقب يی الَمِلُک الناصر د نجم الدین ایوبی زوی ۱۱۳۷ م – ۱۱۹۳ م کلونو ژوند کوه. يو ُکردی مسلمان د بيت المقدس فاتح په  مصر، شام، د عراق شمال، یمن او حجاز باندی واکمن وه. په مصر کي تر فاطمي واکمنی چپه کولو وروسته صلاح الدین ایوبی ته دملک الناصر لقب ورکول شو. چې کردى، عربى، ترکى او فارسى ژپو پوهيده، د اسلامې نړۍ مشهوره پاچاهانو څخه ګڼل کيږې، په 1137میلادي کال کي د عراق هیواد په تکریت کي پیدا اوپه 1193 میلادي کال دمارچ په 3  د شام په دمشق ښار کي ﺯيړې تبى ناروغى له عمله ۵۷ کلنۍ کې وفات شو.

خو شتمني ترې پاتې نه شوه. سره او سپین زر یې نه لرل. کور، ځمکه، باغونه او بڼوڼه یې نه وو. د ژوند په وروستیو کلونو کې یې غوښتل چې حج ته ولاړ شي، خو د غریبۍ او د وخت کموالي له امله لاړه نه. ځواک او واکمني یې پراخه وه، خو د بېوزلۍ او غریبۍ په اوج کې ومړ. آن خپلوان او ملګري یې د جنازې مراسمو لپاره اړ شول چې پور وکړي.

له سلطانه اوولس زامن او یوه لور پاتې شوه

تاریخپوهانو د ده د مړینې په ویر کې ویلي: په رښتیا هم تر خلفای راشدین وروسته اسلام دومره ستره ضربه نه وه لیدلې.

نوموړی له اصل کرد مسلمان وو اوپه کوچنیوالي يې کورنۍ له عراق څخه دشام په لوري ولاړه . سلطان صلاح الدین ایوبي دمشهوره غازي نورالدین زنګي له سرتیرو څخه وو او خپل ژوندکي یوتکړه جنګيالئ ترې جوړ شو.

دنورالدین تر وفات وروسته صلاح الدین ایوبي دمصر او شام واک په لاس کي واخیسته او له هغه صلیبیانو سره یې د جهاد اعلان وکړ چي څولسیزي یې د مسلمانانو مذهبي ښار بیت المقدس لاندي کړی وو.

په کال ۱۱۸۷ کې صلاح الدین ایوبي د سپېڅلي ایمان په زور وکولای شول، چې د خونړۍ جګړې په پاي کې د صلیبي لښکرو مشهور جنګي قومندانان لکه (دولوزينيان د بیت المقدس پاچا، کنت ريمون د طرابلس حاكم او ژراردو ريدو فورد) له تېغه تېر کړي او پر فلسطین د دوي له یو پيړي نه زیات حاکمیت له خاورو سره خاورې کړي، یاده جګړه ددې لامل شوه، چې په ټوله نړۍ کې د صلیبي نظام په نظامي او اقتصادي ليکو کې د پام وړ منفي تغير رامنځته شو او ټکان يې وخوړ…..الله اکبر. الله اکبرفيليپ اگوست د فرانسې پاچا، ریچارډ اول د انګليستان پاچا، او فردریک باربوروسا د المان امپراتور یو ځل بیا لوی جنګي لښکر جوړ کړ او د صلاح الدین ایوبي د ماتولو په موخه يې د بیت المقدس په لور وخوځاوه خو د صلاح الدین ايوبي د ښې رهبرۍ، قوي عزم او د مسلمانانو د ټينګ ایمان په نتیجه کې د یاد لښکر وربوزونه د مسلمانانو په لاس په خارو وموښل شول او ریچارډ یې په جنګ کې اسیر ونیو، کله چې صلاح الدین ایوبي پوه شوه، چې نوموړي “ريچارډ” د انګلستان پاچا ده نو د هغه د منصب او مقام د درناوی په خاطر یې په ډېر احترام بېرته خوشې کړ؛ همدا کړنه ددې لامل شوه، چې صلاح الدين ایوبی په غربي نړۍ کې هم د خلکو زړونو کې ځانګړی ځای لاسته راوړي.

د سلطان صلاح الدين ايوبى د مور او پلار د حسن نيت او اخلاص ثمره.

د تکريت لۀ امير نجم الدين ايوب څخه يې ورور "اسد الدين" وپوښتل: ولې وادۀ نکوې ورور؟ کۀ ستا خوښه وي، زۀ به د ملک شاه سلجوقي لور يا د وزير الملک لور درته وکړم.

نجم الدين ايوب وويل: داسې ښځه کوم چې تر جنت راسره لاړه شي، داسې زوی وزېږوي چې د اقصيٰ د ازادۍ تمه ترې وشي.

اسد الدين وويل: نېت دې صفا دی، رب به دې موفق کړي.

يوه ورځ د تکريت پۀ مسجد کې نجم الدين ايوب د يو شيخ سره ناست ؤ. يوه جلۍ پۀ پرده کې راغله، شيخ ته يې غږ وکړ. شيخ وويل: لورې، تا هغه ځوان ولې رد کړ؟

جلۍ وويل: هغه زما د غوښتنو برابر نۀ ؤ. زۀ داسې ځوان غواړم چې تر جنت راسره لاړ شي اوداسې زوی غواړم چې د اقصيٰ د ازادۍ تمه ترې وشي.

نجم الدين ايوب وويل: شيخ صيب، د دې جلۍ سره زۀ وادۀ کوم.

شيخ وويل: دا خو زمونږ د کوڅې د يو فقير لور ده، تاسو امير ياست؟!

نجم الدين ايوب وويل: لوی فکر مهم دی. زۀ هم د داسې جلۍ پۀ انتظار ؤم.

د دې دواړو وادۀ وشو، رب ورته زوی ورکړ صلاح الدين ايوبى

غربى مورخينو له نظره

یو اروپایي تاریخ پوه لین پول لیکي: چې د غنیمت دومره زیات مال به د ايوبى لاس ته ورته، چې حساب به یې نه ؤ، جنګي بندیان هم له شمېره وتلي ؤ، د به د غنیمت ټوله شتمني په درې برخو وویشله، یوه برخه یې په جنګي بندیانو وېشله او هغوی یې

آزادول، دوهمه برخه یې په خپلو پوځیانو او غریبان وېشله او درېیمه برخه یې د نظام الملک مدرسې ته ورکوله.

هغه پخپله هم په همدې مدرسه کې زده کړې کړې وې، نه یې پخپله ځانته څه وساتل او نه یې خپل کوم جنرال ته څه ورکړل، ددې وېش پایلې دا شوې، چې د جنګي بندیانو زیاته برخه که مسلمانان ول او که غیر مسلمان، ټول د صلاح الدین ایوبي په پندغالي کې را ټول شول او د هغه د اطاعت په منلو سره یې د هغه په پوځ کې خپل خدمات پیل کړل.

د ایوبي لویوالی او سترتوب تر لري لري ځایو پوري مشهور شو.

لویديځپوه سټيون رانسیمان د صلاح الدین ایوبي او د هغه د صلیبي رقیب ریچارډ په اړه داسې وايي: سلطان ډنګر و، ارامه او خپه څېره یې لرله چې هر وخت به په موسکا ښکلې برېښده. کړنې یې سمې وې. ساده‌ګي یې خوښه وه، له ځان ښودنې بېزاره و. دښته یې خوښېده، له دومره بوختیاوو سره بیا هم د مطالعې ذوق یې درلود.

سلطان حليم شخص وه

کله چې صلاح الدين ايوبي له صليبيانو سره د جګړې تيارى ونيوه.

يوه زاړه ښځه يې حضور ته راغله او و يې ويل: جګړه وځنډوئ نږور مې حامله ده او نن ورځ يې ماشوم پيدا کېږي؛ که جګړه ونښلي نږور او ماشوم مې دواړه مړه کېږي.

صلاح الدين ايوبي يې خبره ومنله او جګړه يې راتلونکي ورځې ته وځنډوله.

دويمه ورځ بيا هم په بيړه هماغه ښځه راغله او ويې ويل: د خداى لپاره جګړه مه کوئ تر اوسه ماشوم نه دى پيدا شوى. صلاح الدين ايوبي وويل: نن ورځ به هم جګړه نه کوو.

له هغه خوا د صليبيانو مشر دوې ورځې د جګړې د پيل لپاره منتظر و او کله يې چې د جګړې ځنډېدل وليدل. تعجب شو او يو څوک يې د صلاح الدين ايوبي حضور ته ولېږه، تر څو د جګړې د ځنډېدو لامل معلوم کړي.

کله چې لېږونکى بېرته را وګرځېد او د صليبيانو مشر ته يې موضوع بيان کړه. مشر لېږونکي ته وويل صلاح الدين ته وواياست، چې پرته له جګړې راشئ او زموږ ښار ته ننوځئ.

يو سالار او مجاهد چې د يوې ښځې او ماشوم د ژوندي پاتې کېدو په منظور دوې ورځې جګړه ځنډوي او پر انسان دومره رحم لري؛ موږ ترې هېڅ د خطر احساس نه کوو.

راشئ او دا بريا مو مبارک شه!

د سلطان ځيرکتيا او قوى استخبارات

سلطان صلاح الدين ايوبي ته خپلو جاسوسانو خبر ورکړ چې يو عالم دې چې ډير لوى خطيب دې او ډير زر يې د خپل خبرو په زور يې خلک خپل ځان ته متوجه کړل او ډير زر په خلکو کښې مشهور شو.  سلطان  وويل چې دا شخص څۀ وايي ؟جاسوسانو  وويل،چې وايي چې اصل جهاد خپل نفس سره جهاد دى، خپل اهل و عيال پالنه هم جهاد دى.خپل اولاد په تعليم کول هم جهاد دى. سلطان وويل چې په دې کښې غلط څۀ دي.؟؟ جاسوسانو او ويل چې دا هم وايي چې جنګ نه مونږ څه حاصل کړل يا قاتل شو او يا مقتول.. سلطان ډير ﺯر پاسيد خپله لباس يې بدله کړه او د عوامو لباس يې واغوسته.او عالم ته ورغې.تپوس يې ترې وکړه چې داسې طريقه راته وښايه چې مونږ جنګ ونه کړو او فلسطين آزاد شي.

عالم ورته او وى چې دعا کوئ. سلطان د عالم لاس را او نيو او په خنجر يې ګوتې ترې غوڅ کړې. عالم په ټوپونو شو په چغو يې شروع وکړه. سلطان ورته وويل چې ووايه چې چا راليګلې يې که سر درنه غوڅ کړم. په ﺯور يى قانع کړ دا د يهودو راليګلې جاسوس وه. اسلام  ښه ياد کړې وه او خلک په غير شعوري د جهاد نه متنفر کول او دمسلمانان په منځ بى اتفاقى اچوله. او د ډيرو خلکو ذهنونه متنفر کړي وو چې سلطان بيا ډير په ګرانه هغه اثر د خلکو ذهنونو نه پاک کړ.

سلطان ويناوى

کله چې سلطان ايوبي د روم په بحيره کې دصليبيانو لښکرې تارمار کړې او د هغوی زيات شمېر فوځيان يى له منځه يوړل، نو په يوه غونډۍ له خپلو ملګرو سره کېناست او ويې ويل چې دښمن هغه وخت پر تاسو بريالۍ کيدای شي چې تاسو په خپل کور کې پر دښمنۍ واړوي، نو په دې وخت کې تاسو په  خپل ورور  باندې پر خلاص مټ وار نه شی کولای که يې وکړی

دښمني مو لانوره ژوره کېږي، او دښمن په ازاده توګه کولای شي چې خپل شوم عملونه ګړندي کړي

ماته ټوله اروپا ماته نه شي راکولئ; خو د خپل قوم يو غدار مې ملا راماتوي.

په کوم ځای کي چي ډوډۍ د مزدور تر مزدورۍ ګرانه شي هلته دوه شيان ارزانه کېږي:-

١.د ښځي عزت

٢.د سړي غيرت

داسې وخت به راشي چې اسلام او مسلمان تش نوم به پاتې وي نور به یې ټول کارونه د کفارو وي.

- د تخت او تاج نـیشه د انسان څـخه څیرونکی حیوان جوړوي

هغه قوم چې خپلې کوچنۍ لوڼی او زامن هیر کړي، چې د دښمن د تیري له امله خوار او ذلیل وژل کیږی، داسي قام به بیا د غلو او لاري شکوونکو یوه ډله وي.

 که مونږ د کفري طوفان مخه و نه نیسو ، نو بې غیرته به یو، مسلمانان به نه یو ، او که د اسلام دفاع په دي ډول سره وکړو، چې د دښمن په انتظار په کور کې کښینو، چې کله دښمن حمله وکړي، مونږ به یې پر خلاف جنګیږو او بیا به په ویاړ سره ووایو چې مونږ د دښمن حمله په شاه و تمبوله، چې کله د ښمن ستا د وهلو لپاره توره له تیکی را باسی، ستا توري باید د هغه غاړه لا پخوا پریکړي وي! هغه چې سبا حمله کوي، ته پری همدا نن حمله وکړه.

- سپاهیان یوازې د وسلو په استعمال او بدني تکړه توب له مخي نه آزمویل کیږي! د عقل او احساس کارونو ته هم اړتیا ده، زه داسي پوځ ته اړتیا نلرم چې په پټو سترګو پر دښمن یرغل کوي او یوازي پر وژنه پوهیږي، زما داسي پوځ ته اړتیا ده چې هغوي ته څرګنده وي چې دښمن یې څوک دی؟ د دښمن اهداف څه دی؟

یوازي مصر ته نه بلکې ټول اسلامي امت ته خطر ور پیښ دی او د اسلام  د پرمختګ او اسلامي سلطنت د پراختیا او استحکام لپاره په لارو کې ستر خنډونه سته، تل یاد ساتي هر هغه سیمه چې اسلامي سلطنت ورته ویل کیږی هغه د کوم فرد یا ډلې جاګیر نه دي،  د الله ﷻ ځمکه ده او تاسې ټول د هغي ساتونکې او امانتګر یاست.

- زمونږ د استخباراتو کسانو مونږ ته ویلي دي چې صلیبیانو خپلو جاسوسانو ته په ذهنو نو کې دا خبره کښینولي ده چې د مسلمانانو تاریخ چې څومره له فتوحاتو ډک دی همدومره یې د غداریو تاریخ هم دی، مسلمانانو دومره فتحي نه دي کړی څومره چې غداران پکې پیدا شوی دی،  د رسول الله ﷺ او خلافت راشده وروسته مسلمانان د منصب تر لاسه کولو لپاره د یو بل پر خلاف را پورته او په جګړو اخته شول.

- په مسلمانانو کې به یو داسي نسل پیدا شی چې له هغوي سره به یوازی یوه ناره پاتي وی (اسلام زنده باد) هغه نسل به د تاریخ نه ناخبره وي، هغه نسل ته به هیڅوک دا خبره نه کوي، چې د اسلام ساتونکي او لوړ ونکي هغه کسان ؤ چې شګلنو دښتو، غرونو، درو او پردیو هیوادونو ته ولاړل او وجنګیدل.