سقیفه بنی ساعده

سقیفه بني ساعده یا د سقیفه پیښه هغه ځای دی چي انصار صحابه د ۱۱ هجري سپوږمیز کال د ربیع الاول د میاشتې په ۱۲ نیټه چې د ۶۳۲ زیږدیز کال د جون له ۷ نیټې سره سمون خوري د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له رحلت وروسته سمدستي پکښي راټول او د مسلمانانو د امیر په توګه یې د بیعت کولو لپاره په پیل کي سعد بن عباده مشر وټاکه، خو لږ ګړئ وروسته کله چي حضرت عمرؓ او حضرت ابوبکر الصدیقؓ یادي سیمي ته راورسېدل فیصله بیرته د ابوبکرالصدیقؓ په خلافت پای ته ورسېدل.

د بنو ساعده سیمه د مسجد نبوی شمال لویدیځ لوري ته د خزرج د قبیلې د بنو ساعده د استوګني په منځ کي موقعیت لري. دلته په نبوي عصر کي یوه خونه وه چي وروسته په ودانۍ بدله سوه، او اوس وخت یو باغ دی چي د نبوي جومات لویدیځ دیوال ته په مستقیم ډول پروت دی.