سعيد زابلى (په انګریزی کې: Saeed Zabulai) چې اصلي نوم يې سعد الله د ملا عبدالقيوم توخي زوى د زابل ولايت د شملزو د ولسوالۍ اوسېدونکى دى.

مخينه

نوموړى په ۱۳۵۷ کال کې زيږيدلى او لومړى او منځنۍ زده کړې يې د جنوبي پښتونخوا مسلم باغ مالگگى د کډوالو په کمپ کې تر سره کړې اود بلکوريا سند يې د ننگرهار عالي عصري ليسې څخه ترلاسه کړ او د کانکور له ازموينې وروسته د ننگرهار منځني طب اسسټانت برخې ته بريالى شو. سعيد زابلي د دې ترڅنگ د ژورناليزم گڼ کورسونه تعقيب کړي چې په دې کې يې مهم د جنگ او سولې انستيتوت و چې له دغه انستيتوت له زده کړو له فارغېدو څخه وروسته له اى ډبليو پي ار سره يې يو کال کار وکړ، خو له يوه کال کار وروسته د پژواک خبري اژانس د سويلي حوزې د مسوول په توگه پنځه کاله دنده ترسره کړه، دا مهال په کابل کې د کليد گروپ سره د کليد اوونيزې او مرسل اوونيزې د پښتو برخې د ايډيټر او تحليلي او تحقيقي رپوټر په حيث دنده مخ ته وړي.

ادبي چوپړ

سعيد زابلى د پښتو ادب په برخه کې له پالنې مجلې، ښکلا مجلې، هوسۍ مجلې او ميوند مجلې سره اوږده همکاري کړې او په زابل ولايت کې يې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۳ کې د زابل ولايت په مرکز کلات ښار کې د شيخ متي ټولنې بنسټ کېښود او وروسته يې په همدغه ولايت کې د يوې خپلواکې اونيزې د ترنک په نوم خپرونې بنسټ کېښود چې دوه کاله پرلپسې خپره شوه.

چاپ شوي آثار

سعيد زابلى له ډيره وخته شاعري:

  1. رمز په نوم شعري ټولگه يې چاپ شوې

ناچاپه آثار

  1. ستورو ته ناست يم له سيتاره سره
  2. گڼې لنډې کيسې او ادبي مقالې ليکلي او په پښتو ويبپاڼو کې خپرې شوې دي.