سعيد بن جبير

ژباړه: انیسه «غزنوی» / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


سعید بن جبیر رحمه الله مشهور تابعي او لوی عالم دی، حکومت او خصوصاً د حجاج د ده سره بغض او دښمني وه، حجاج د عبدالمالک بن مروان له خوا حاکم ټاکل شوی و.


سعید بن جبیر رحمه الله له ابن اشعث رحمه الله سره یو ځای شو او د حجاج د ظلم مقابله یې اوکړه، په مقابله کې حجاج دی ګرفتار نه کړای شو، ددې نه پس سعید بن جبیر رحمه الله په پټه مکې مکرمې ته ولاړ.


په دې وخت کې حکومت خپل یو خاص سړی د مکې مکرمې حاکم وټاکه.


نوي حاکم خطبه ویله او په آخر کې یې د عبدالملک پاچا له خوا دا حکم وکړ چې: چا چې سعید بن جبیر رحمه الله ته پناه ورکړه هغه به قتل کړای شي! او د هغه او د ګاونډیانو کورونه به یې ونړول شي لنډه دا چې په ډیر خواریو یې سعید بن جبیر رحمه الله ګرفتار کړ او حجاج ته یې ولیږه.


حجاج له سعید رحمه الله څخه څو پوښتنې وکړي چې په لا ندې ډول وي:


حجاج: ستا نوم څه دی؟ سعید: زما نوم سعید دی.(نیک بخته)


حجاج: د چا زوی یې؟ سعید: د جبیر زوی یم. (اصلاح کړای شوی)


حجاج ته د دوی نومونه د ښې معنا والا خوښ نه شو نو وي ویل:


حجاج: نه، ته شقی بن کسیر یې. (شقی بدبخت ته او کسیر مات شوي شي ته وایې)


سعید: زما مور زما نوم لتا څخه ښه پیژانده.


حجاج: ته هم بد بخت یې اوستا مور هم بد مرغه ده.


سعید: په غیبو باندې علم لتا څځه پرته د بلې هستی دی. (علام الغیوب الله جل جلاله دی)


حجاج: زه اوس تا وژنم.

سعید: نو زما مور زما نوم بلکل صحیح ایښی دی. (نیک بخت یم)

حجاج: اوس زه تا ددنیا څخه دوزخ ته رسوم. سعید: که چیرې ماته دا معلومه وای چې دا ستا په وس او اختیار کې دي نو ته به مې معبود ګرځولی وي.


حجاج: د نبی اکرم صلی الله علیه وسلم په اړه څه عقیده لرې؟


سعید: هغه د الله جل جلاله رسول او رحمت ؤ چې په بهترین نصیحت سره ټولې نړی ته لیږل شوی و.


حجاج: د خلفاوو په اړه څه عقیده لرې؟


سعید: زه د هغوی محافظ نه یم هر څوک د خپلو اعمالو ذمه وار دی.


حجاج: زه هغوی ته بد وایم که ښه؟


سعید: د کوم څه په اړه چې ماته علم نه شته زه په هغې کې څه ویلای شم ماته یوازی خپل حال معلوم دی.


حجاج: ستا په نظر په خلفاؤ کې د ټولو نه زیات ښه کوم یو دی؟


سعید: چې د ټولو نه زیات زما د مالک (الله جل جلاله) راضې کوونکی وي.


حجاج: د ټولو نه زیات راضې کوونکی څوک ؤ؟


سعید: دا هغه څوک پیژني چې د زړونو او پټو رازونو څخه خبر دی.


حجاج: حضرت علی رضی الله عنه جنت کې دی که دوزخ کې؟


سعید: زه ددې نه کم یم چې په غیبو دې خبردار کړای شم.


حجاج: ته ماسره د ریښتیا ویلو اراده نه لري.


سعید: مادروغ هم نه دي ویلي.


حجاج: ته ولې نه خاندې؟


سعید: زه دخندا خبره نه وینم او هغه څوک به څنګه وخاندي چې له خاورو نه پیدا وي او قیامت ته یې ورتلل وي او د دنیا په فتنو کې شپه او ورځ تیروي.


حجاج: زه خو خاندم.


سعید: الله تعالی مونږ په مختلفو عاداتو سره پیدا کړي یو.


حجاج: ووایه زه تا په کومه طریقه قتل کړم؟


سعید: په کومه طریقه قتلیدل دي چې ځان لپاره خوښوې.


حجاج: آیا تا وبښم؟


سعید: بښنه د الله تعالی له لورې بښنه ده ستا بښنه هیڅ ارزښت نه لري.


حجاج جلاد ته حکم وکړ چې دی قتل کړه سعید رحمه الله وخندل. حجاج پوښتنه ورنه وکړه چې ولې دې وخندل؟


سعید: ستا په الله جل جلاله زړورتیا او د الله جل جلاله په تا صبر باندې مې وخندل.


حجاج جلاد ته وویل زما مخ کې ددې څټ په توره ووهه.


سعید رحمه الله دوه رکعته لمونځ وکړ او بیا یې مخ قبلې ته کړ وې ویل:


إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ حَنِيفًا ۖ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ. ( سورة الا نعام: ۷۹)

یعني: ما خپل مخ هغه پاک ذات طرف ته کړ چا چې اسمانونه او ځمکه جوړه کړه او زه د ټولو طرفونونه لري شوم، او نه یم زه د مشرکانو څخه.


حجاج: د ده مخ د نصاراوو د قبلی خواته کړی چې هغوی هم دین کې تفرقه اوکړه نو د هغه مخ واړولی شو.


‍سعید: فَأَيْنَمَا تُوَلُّوا فَثَمَّ وَجْهُ اللَّهِ. (سورة البقرة:۱۱۵) الکافی بالسرائیر. یعنی: کوم خوا ته چي مخ واړوی هم هلته الله دی. چې په رازونو خبر دی.


حجاج: پړ مخ یې واچوی (مخ یې ځمکی خوا ته کړی)


سعید: مِنْهَا خَلَقْنَاكُمْ وَفِيهَا نُعِيدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً أُخْرَىٰ. (سورة طه: ۵۵) یعنی: مونږ د ځمکې نه تاسو پیدا کړی او په دې کی به بیا تاسو واپس کؤ او ددی نه به مو بیا دوباره راپاڅوو. حجاج: دی قتل کړی.


سعید: زه تا ددې خبري ګواه نیسم چې «اشهدان لا اله الا الله وحده لا شریک له و اشهد ان محمداً عبده ورسوله» ته دا محفوظه ساته، کله چې زه تا سره د قیامت په ورځ ووینم نو درڅخه یې اخلم.


ددې څخه وروسته شهید کړای شو.


(انا لله و انا الیه راجعون)