سعد بن ابي وقاص

سعد بن ابي وقاص (رض)هم له لويو اصحابو او په اسلام کې له مخ کښانو دى. له لومړيو مهاجرانو و او په جنګ بدر کې يې برخه واخسته. او يو له هغو شپږو کسانو دى چې عمر د خلافت لپاره له ځانه وروسته کانديد کړل. او يو له هغو لسو تنو دى چې د اهل سنت والجماعت په ګمان د جنت زيرى يې اخستى دى. هغه د عمر ابن خطاب په زمان کې د قادسيې د جنګ اتل و. او ويل کيږي چې ځينو اصحابو دهغه په نسل او نسب کې شک درلود او د دغه ټکي په يادولو سره به يې هغه ځوراوه. او روايتوي چې پيغمبر)ص( دهغه نسب ثابت کړى او هغه له بني زهره قبيلې دى.

بن قتيبه په )الامامة والسياسة( کتاب کې راوړي دي چې بني زهره د پيغمبر)ص( له رحلته وروسته د سعد بن ابي وقاص او عبدالرحمان بن عوف په خواشا راغونډ شول. او ټول د پيغمبر)ص( په جومات کې وو چې ابوبکر او ابو عبيده هم راغلل. عمر هغوي ته وويل: ولې ګورم چې تاسو په مختلفو حلقو کې راغونډ يئ. پاڅئ او د ابوبکر بيعت وکړئ. ما او انصارو له هغه سره بيعت کړى دى. سعد او عبدالرحمان او ملګري يې له بني زهره پاڅيدل او بيعت يې وکړ.

روايت لرو چې عمر ابن خطاب هغه له واکمنۍ ليرې کړ خو له ځانه وروسته خليفه ته يې سپارښتنه وکړه چې که هغه خليفه نه شو نو يو پوسټ او مقام ورکړئ. ځکه چې هغه يې د کوم خيانت په وجه نه دى ليرې کړى.عثمان په دغه وصيت عمل وکړ او هغه يې د کوفې ګورنر کړ.

 پام وړ ده چې سعد بن ابي وقاص د نورو اصحابو په پرتله ډير جايداد پرې نه ښوده او ليکلي يې دي چې له مرګه وروسته دهغه جايداد درې لکه وه. او همداراز يې دعثمان په قتل کې شرکت ونه کړ او د طلحه او زبير په شان يې خلک دغه کار ته ونه هڅول.

ابن قتيبه په خپل تاريخ کې ليکي: عمرو بن عاص، سعد بن ابي وقاص ته ليک وليکه او له هغه يې وپوښتل چې دعثمان د قتل کيسه څه وه او چا هغه وواژه؟

عد وليکل: تا له ما پوښتنه کړې ده چې چا چا عثمان وواژه؟ زه تا ته خبر درکوم چې هغه په داسې توره ووژل شو چې عايشې هغه له تيکي راوويستله او طلحه تيره کړه او د ابي طالب زوي زهر جنه کړه او زبير هم دهغه په وړاندې غلى پاتې شو او په لاس سره يې اشاره وکړه او مونږ هم لاس په لاس واچول )په ارام کښيناستلو( او که غوښتلى مو له هغه مو دفاع کولې شوه.خو عثمان هم ځينې بدلونونه راوستي وو او پخپله هم بدل شوى و.
م کار ښه لرل او هم بد، که ښه کار مو کړى وي خو ښۀ دى او که بد مو کړې وي له خدايه غواړم چې مونږ وبخښي. او زه تاته وايم چې زبير به ماته خوري،ځکه چې کورنۍ يې په هغه لاسبرې ده. او طلحه هم که کولى شول چې خپله خيټه د رياست لپاره وشلوي شلولې به يې وه...﴾
و حيرانوونکې نه ده چې سعد بن ا بي وقاص د امير المومنين علي )ع( له بيعته ډډه وکړه او له هغه سره يې مرسته ونه کړه. سره له دې چې د امام په حقانيت او فضيلت خبر و. او پخپله يې د حضرت علي )ع( لپاره څو فضيلتونه روايت کړي دي چې نسائي او مسلم په خپل صحاح کې راوړي دي.

سعد وايي: ما د خداي له رسوله )ص( واوريدل چې د علي په باره کې يې درې صفتونه بيان کړل چې که له هغو مې يو صفت لرلى تر ټولو سرو او زيړو نعمتونو راته زيات ښه و. وامې اوريدل چې وايي: )هغه زما په نسبت داسې دى لکه موسى چې د هارون په نسبت و بې له دې چې له ما وروسته کوم پيغمبر)ص( نيشته(. او وامې اوريدلي چې فرمايل يې: )سبا به بيرغ داسې کس ته ورکړم چې له خداي او رسول سره مينه کوي او خداي او رسول هم له هغه سره مينه کوي(.

و وامې اوريدل چې وايي: )اي خلکو!ستاسو مشر او رهبر څوک دى؟ وې ويل:خداي او پيغمبر، او درې ځله دا سوال او ځواب تکرار شو، بيا يې دعلي لاس ونيوه او هغه يې اوچت کړ او بيا يې وفرمايل: هر څوک چې خداي او پيغمبر)ص( يې لارښود او امام وي، دا علي دهغوي مشر او لارښود دى، اي خدايه!له دوستانو سره يې دوستي وکړه او له دښمنانو سره يې دښمني(

په صحيح مسلم کې راغلي دي: سعد بن ابي وقاص وويل: وامې اوريدل چې د خداي پيغمبر)ص( علي ته وفرمايل: ايا خوشاله نه يې چې زما په نسبت داسې يې لکه هارون چې د موسى په نسبت و بې له دې چې له ما وروسته کوم پيغمبر)ص( نيشته(. او وامې اوريدل چې د خيبر په جنګ کې وايي: )بيرغ داسې کس ته ورکوم چې له خداي او رسول سره مينه کوي او خداي او رسول هم له هغه سره مينه کوي(.

ې ويل: مونږ ټولو سرونه ورهسک کړل چې وګورو څوک يادوي، وې فرمايل: علي راوبلئ.... او کله چې دا آیت نازل شو:﴿
عنې: «ووايه راشئ چې خپل او ستاسو زامن راوبلو »دخداي پيغمبر)ص( علي او فاطمه او حسن او حسين راوغوښتل او وې ويل : اي خدايه! دا زما کورنۍ ده.

سعد بن ابي وقاص څرنګه په دغه حقائقو پوهيږي او بيا له بيعته ډډه کوي؟! سعد څرنګه د پيغمبر)ص( خبره اوري چې )هر څوک چې خداي او پيغمبر)ص( يې لارښود دي، علي هم دهغوي رهبر دى، اي خدايه!له دوستانو سره يې مينه وکړه او له دښمنانو سره يې دښمن اوسه.( هغه کس چې پخپله يې دا روايت کړى دى څرنګه له هغه سره دوستي او مرسته نه کوي؟! څرنګه سعد بن ابي وقاص د پيغمبر)ص( دا خبره هيروي چې: )هر څوک چې مړ شي او په غاړه يې بيعت نه وي د جاهليت په مرګ مړ شوى دى( چې دا عبدالله بن عمر روايت کړى دى او په دغه حال کې سعد د جاهليت په مرګ مري او له امير المومنين ا د اوصياوو د سردار او سپن مخو او سپين لاسو د رهبر له بيعته ډډه کوي؟! مورخان وايي: سعد امام ته ورغى او معذرت يې وغوښته او وې ويل: په خداي قسم اي اميرا لمومنينه! زه شک نه لرم چې ته د خلافت لپاره تر ټولو وړ او غوره کس يې او د دين او دنيا په کار امين او د اعتماد وړ يې، خو ځينې کسان په دې لاره کې له تا سره دښمني کوي، نو که غواړې چې ستا بيعت وکړم ماته داسې توره راکړه چې ژبه ولري اوووايي دا واخله او هغه پريږده!

لي)ع( هغه ته وفرمايل: )ايا ستا په خيال نورو په خپله خبره او عمل کې له قرآن سره مخالفت کړى دى؟ مهاجرانو او انصارو له ما سره په دې شرط بيعت کړى چې د خداي په کتاب او د پيغمبر)ص( په سنتو عمل وکړم نو که غواړې بيعت وکړه او که نه غواړې په کور کې کښينه ځکه چې زه تا په زوره بيعت ته نه مجبوروم(

اياد سعد بن ابي وقاص دريځ حيرانوونکى نه دى؟ هغه شهادت ورکوي چې په علي کې شک او ترديد نيشته او هغه د خلافت لپاره تر ټولو وړ کس دى او د دين او دنيا په چارو امين دى. بيا هم له هغه غواړي چې ژبوره توره ورکړي او هغه د خپل بيعت شرط ګرځوي چې په هغې سره حق له باطله وپيژني؟! ايا دا هماغه تناقض او تضاد نه دى چې عاقلان يې نه مني؟ ايا دا محال نه دى او يوازې چټي کشمکش نه دى چې يو داسې کس يې کوي چې حق يې له رسول الله مبارکه )ع( په څو حديثونو کې چې پخپله هغه يې تر پينځو زيات روايت کړي دي، اوريدلى دى؟ ايا سعد د ابو بکر، عمر او عثمان په بيعتونو کې حاضر نه و چې هغوي امر وکړ چې له بلوا او فتنې له ويرې، هر چا چې له دغه بيعته ډډه وکړه ودې وژل شي؟

عد د عثمان بيعت وکړ او بې له څه شرطه يې د هغه پلوي توب وکړ او واې وريدل چې عبدالرحمان بن عوف د علي )ع( په سر توره نيولې وه او ويل يې چې د ځان په معامله کې مونږ ته هيڅ پلمه مه راوړه ځکه چې بې له تورې به بل څه ونه وينې!
غه همداراز د ابوبکر د بيعت په وخت حاضر و چې علي ترې ډډه وکړه او عمر وګواښۀ چې: بيعت وکړه که نه وي په يو خداي مې قسم چې څټ به دې په توره ووهو!

بې د سعد بن ابي وقاص او داسې نورو له ډډې کولو بل کوم څيز، دعبدالله بن عمر، اسامه بن زيد او محمد بن سلمه په شان کسانو ته جرائت ورکړ چې له بيعته ډډه وکړي او د پيغمبر)ص( د ځاي ناستي په مقابل کې سرغړونه وکړه.؟!

اسو وينئ چې دغه پينځه کسان چې عمر ابن خطاب له علي سره د سيالۍ لپاره ټاکلي وو، دقيقا هماغه رول ولوباوه چې هغوي ته ورکړل شوى و، يعنې خلافت ته دعلي د رسيدلو مخنيوى. عبدالرحمن، خپل زوم عثمان په خلافت غوره کړ او علي يې وګواښه چې که وې نه مني وبه وژل شي. ځکه چې عمر د تلې پلړه د عبدالرحمان په ګټه او د نورو په تاوان درنه کړې وه. دعبدالرحمان بن عوف له مرګ او د عثمان بن عفان له وژلې وروسته په خلافت کې د علي )ع( له سيالانو يوازې درې کسه پاتې وو طلحه او زبير او سعد.
وي چې کله وليدل چې مهاجر او انصار ټول د علي په لور لاړل او له هغه سره يې بيعت وکړ او په دوي کې يې هيڅ يو ته پام ونه، نو دعلي کينه يې په زړه واخسته، او هڅه يې وکړه چې دهغه لپاره لانجې او خپګانونه جوړ کړي طلحه او زبير له هغه سره وجنګيدل او سعد هم هغه حضرت يوازې پريښوده.
يره نه کړئ چې عثمان مخکې له دې چې له دنيا لاړ شي، دعلي لپاره يو نوى سيال جوړ کړى و چې تر ټولو خطرناک، چالاک او غولوونکى و. او زيات توان او ځواک يې درلود. عثمان خلافت ته دهغه د رسيدلو لپاره لاره پرانسته او د اسلامي نړۍ تر ټولو مهم هيواد يې تر شلو کلونو زيات دهغه په اختيار کې ورکړ. او د اسلامي نړۍ په دريو کې دوه برخې درامد او عايد له دغه سيمې تامينيده.
ا سيال معاويه وه چې دين او اخلاق يې نه پيژندل. او له هرې لارې او په هره بيه خلافت ته له رسيدلو پرته يې بل څه نه پيژندل.

سره له دغو ټول امير المومنين علي )ع( خلک په زوره بيعت ته مجبوره نه کړل حالانکه تيرو خلفاوو دا کار کړى و. بلکه هغه حضرت چې د خداي درود او سلام دې وي پرې د قرآن او د سنت د احکامو پابند و. او هيڅ څيز يې ګډ وډ نه کړ ايا نه مو دي لوستي چې سعد ته يې وفرمايل: )مهاجرانو او انصارو له ما سره په دې شرط بيعت کړى دى چې دهغوي په مينځ کې دخداي په کتاب او دپيغمبر په سنتو سره حکم وکړم. که غواړې بيعت وکړه او که نه وي په کور کې کښينه ځکه چې زه تا دې کار ته نه مجبوروم (.

ارو دې شه ستا اې د ابوطالب بچيه!اي هغه کسه چې قرآن او سنت دې وروسته له دې چې د نورو په لاس له مينځه تللي وو، ژوندي کړل. دا قرآن دى چې تا بلي ا و فرمايي:

يعنې: «هغه کسان چې له تا سره بيعت کوي، په حقيقت کې يوازې له خداي سره يې بيعت کړى دى، د خداي لاس د هغوي د لاسونو لپاسه دى. هر څوک چې بيعت مات کړي په خپل تاوان يې بيعت شکنې کړې ده. او هر څوک په هغه څه چې دهغه په سر يې له خداي سره تړون کړى، وفا وکړي، خداي تعالى هغه ته لويه بدله ورکوي»

و خداي تعالي فرمايي:﴿

يعنې: «ايا ته خلک مجبورې چې مومنان ووسي؟» په دين کې جبر او زور نه شته، او په اسلام کې څوک بيعت ته نه شو مجبورولى او خداي تعالى خپل پيغمبر)ص( ته امر نه دى کړى چې له خلکو سره وجنګيږه چې له تا سره بيعت وکړي.خو خلفاوو او اصحابو دا بدعت جوړ کړ اوخلک يې وګواښل چې که دهغوي بيعت ونه کړي وبه وژل شي!

ه پخپله حضرت فاطمه )س( ګواښي چې که له بيعته يې ډډه وکړي نو کور به يې وسوزوي او له کوره به يې وباسي. او که علي – چې پيغمبر)ص( دخلافت لپاره ټاکلى – په تورې سره ګواښي او په خداي قسم وخوري چې که بيعت ونه کړي، هغه به ووژني، نور د نورو صحابه و او مستضعفانو لکه عمار، سلمان او بلال او داسې نور په هکله خو هډو پوښتنه مه کوه.

مهمه دا ده چې سعد بن ا بي وقاص د علي له بيعته ډډه وکړه او همداراز حاضر نه شو چې هغه ته کنځل وکړي. سره له دې چې معاويه هغه ته د دې کار حکم کړې و. او دا خبره په صحيح کې راغلې ده. خو دا د سعد لپاره کافي نه ده اوهغه جنتي کوي نه. ځکه چې هغه داسې مذهب جوړ کړ چې د بې طرفۍ )اعتزال( مذهب نومول کيږي او شعار يې دا دى چې )زه له تاسره هم نه يم او ستا په خلاف هم نه دريږم( اسلام دا مذهب نه مني او وايي چې: )له حقه وروسته بې له ګمراهۍ بل څه نيشته( او همداراز دخداي کتاب او د پيغمبر)ص( سنتو د دغه فتنې نښې ورکړې وې، او دهغه وړاندوينه يې کړې وه او پولې يې په ګوته کړې وې، چې هر څوک ګمراه شي او يا هدايت شي، د روښانه دليل له مخې وي. پيغمبر د حضرت علي)ع( په هکله هر يو څيز په دې خبرې سره بيان کړ چې: )اي خدايه له دوستانو سره يې مينه وکړه او له دښمنانو سره يې دښمني او له ملګرو سره يې مرسته وکړه او څوک چې دى يوازې پريږدي ته يې يوازې پريږده، او حق هميشه له هغه سره ملګرى کړه هر چيرته چې لاړ شي( خو حضرت علي )ع( له هغه سره د سعد بن ا بي وقاص د نه يوځاي کيدو او د بيعت نه کولو عوامل او محرکات په شقشقيه خطبې کې بيان کړي او وايي: )په هغوي کې يو کس دخپلې کينې په وجه بل ته وګروهيده(

يخ محمد عبده د دغه عبارت په تشريح کې وايي: سعد بن ابي وقاص د خپل جايداد په وجه له علي خپه و، ځکه چې مور يې )حمنه( د ابو سفيان بن اميه بن عبد شمس لور وه،او علي د دغه کورنۍ د مشرانو په وژلو کې مشهور رول درلود.

زړې کينې او حسد د سعد سترګې ړندې کړې وې. او حاضر نه و چې هماغه حقوق چې دعلي د دښمنانو لپاره يې په رسميت پيژندلي وو دعلي لپاره هم وپيژني. له هغه يې نقل کړې ده چې کله يې هغه د کوفې ګورنر وګرځاوه هلته يې خلکو ته وينا وکړه او وې ويل: تر ټولو دغوره انسان، يعنې عثمان پيروي وکړئ!!( سعد بن ابي وقاص د عثمان په ژوند کې حتى د هغه له مرګه وروسته دهغه پلوى و. او له دې ځايه پوهيږو چې ولې عمر عاص ته په خپل ليک کې علي په دې ډول تورنوي چې: )عثمان په هغه توره ووژل شو چې عايشې راوويستله او د ابو طالب زوي هغه زهرجنه کړه!( دا دروغ تور دى. او تاريخ هم ګواه دى چې عثمان د خپلې ګرفتارۍ او مصيبت په وخت تر علي زيات بل څوک خير خواه ونه ليدل، خو چا دعلي )ع( خبره نه منله. هغه څه چې د سعد بن ابي وقاص له دغه بې وفا ډوله دريځه يې اخستى شو دا دي چې، دقيقا هماغه ډول چې حضرت علي)ع( دهغه په تعريف کې ويلي دي هغه کينه ناک کس و او سره له دې چې د علي حق يې پيژنده، کينې پرې نښود چې هغه حق ته ورسيږي. او هغه هماغه شان سرګردان او لالهانده پاتې شو. له يو پلوه ضمير ملامتوه او په زړه کې يې د ايمان شمع بله ساتله، او له بل پلوه د هغه بيمار زړه د جاهليت د زمانې دکينې په وجه هغه په ګونډو کړى و او اخر يې اماره نفس په ضمير لاسبرى شو او هغه يې ذلت او پستۍ ته وکاږه او دحق له مرستې يې وغړاوه. د دې دليل تاريخ ليکونکو ليکلى دى چې دهغه شکمن دريځ يې راوړى دى. ابن کثير په خپل تاريخ کې ليکي: سعد بن ابي وقاص معاويه بن ابي سفيان ته ورغى. معاويه له هغه وپوښتل: ولې له علي سره ونه جنګيدې؟! سعد وويل: تور باد مې له سره تير شو، ما وويل: آه، آه، او اوښ مې څملاوه، تردې چې دا باد مې له سره تير شو، بيا مې لاره وپيژندله اوخپلې لارې ته مې دوام ورکړ(.

عاويه وويل: د خداي په کتاب کې )آه، آه( نيشته. بلکه خداي تعالى فرمايي

په خداي قسم ته له عادلې ډلې سره نه وې او د ظالم په خلاف ونه جنګيدې.

عد وويل: ما نه غوښتل له هغه کس سره وجنګيږم چې پيغمبر)ص( دهغه په هکله فرمايلي دي: )ته زما لپاره داسې يې لکه هارون چې دموسى لپاره و په دې فرق سره چې له ما وروسته نبي نيشته( معاويه وويل: له تاسره بل چا دا حديث اوريدلى دى؟
ې ويل: پلانکي او پلانکي او ام سلمه. معاويه پاڅيده او په دې هکله يې له ام سلمه پوښتنه وکړه، ام سلمه هم د سعد په شان روايت کړ. معاويه وويل: )که له دې مخکې مې د علي په باره کې دا حديث اوريدلى واي، د هغه يا دخپل مرګ تر وخته پورې به مې دهغه خدمت کړى و!
سعودي په خپل تاريخ کې د سعد او معاويه په مينځ کې دې ته ورته خبرې راوړي دي او وايي: معاويه وروسته له دې چې سعد دا حديث بيان کړ، هغه ته وويل: هيڅکله مې تر دې شيبې زيات ته نه ملامتولې، ولې دې د هغه مرسته ونه کړه؟ او ولې دې ورسره بيعت ونه کړ؟ ما که دغه شان حديث له پيغمبره اوريدلى واي، تر څو چې ژوندى واي د علي خدمت په مې کاوه.

هغه حديث چې سعد بن ابي وقاص د علي )ع( په فضيلت کې د معاويه لپاره روايت کړ، يو له هغه سلو حديثونو دى چې په دې لړ کې ويل شوي دي او ټول يو هدف بيانوي او هغه دا چې علي ابن ابيطالب يوازينى کس دى چې د خداي له پيغمبره وروسته د اسلام د رسالت استازى دى.او له هغه پرته بل څوک دا کار کولى هم نه شي. او کله چې داسې وي بايد ټول ښه مومنان په خپل درست ژوند کې دهغه خدمت وکړي. د معاويه خبره چې وې ويل: )که له دې مخکې مې داحديث اوريدلى واي ټول عمر به مې دعلي خدمت کاوه( داسې حقيقت دى چې هر مومن سړى او ښځه پرې وياړي.

و معاويه دا خبره يوازې د دې لپاره وکړه چې سعد پرې مسخره کړي، او هغه وغندي او پست او ذليل يې وګڼي، ځکه چې دې ته نه و تيار شوى چې علي ته کنځل وکړي او په دې هکله د معاويه غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي.

که نه وي معاويه پخپله تر حديث منزلت زيات د علي ابن ابيطالب له فضيلته خبره و او په دې هم پوهيده چې هغه له پيغمبر)ص( وروسته دخلکو د رهبرۍ لپاره تر ټولو غوره کس دى. ځکه چې محمد بن ابي بکر ته په خپل ليک کې – چې ډير زر به يې ذکر کړو – هم دا خبره ياده کړې ده.

يا معاويه د دغه حديث له اوريدلو او بيا له ام سلمه د هغه له اوريدلو او اطيمنانه وروسته په علي له لعنت ويلو او کنځلو لاس واخسته؟!هيڅکله نه! بلکه تر مخکې زيات يې خپله ګمراهي جاري وساتله او په خپلو ګناهانو به يې وياړ کاوه. او په علي او دهغه په ټولې کورنۍ به يې لعنت وايه. اوخلک يې دې کار ته مجبورول تر دې چې ماشومان په دې طريقه لوي شول او بوډاګان له دنيا لاړل او دغه کار اتيا کاله روان و.

يعنې: «هر څوک له هغه علمه وروسته چې تاته راغى، په دې هکله له تاسره بحث وکړي ووايه، راځئ زمونږ بچيان او ستاسو بچيان او زمونږ ښځې او ستاسو ښځې او زمونږ نفسونه او ستاسو نفسونه راغونډ شو او په دروغجنو دخداي لعنت وواي».

سرچينې سمول

googleweblight.com/i?u=http://portal.tebyan.net/portal.aspx?pid%3D71243%26Cultcure%3DNorwegian%26Site%3Dwww.islamshianet%26CategoryID%3D9116%26CaseID%3D42025&hl=ps-AF[مړه لينکونه]