سر آرتور جان ایوان

سر آرتور جان ایوان  ايف آر سي ایف بي اېف آر اي ان جي  ( ۸ جولای ۸۱۵۱- ۱۱ جولای ۱۹۴۱) د ژېړو په دوره کې اېګین د مدنیت په هکله د تحقیق مخکښ  او برتانوی لرغون پېژندونکي و. هغه د  کرېت په یوناني جزیره کې  د کناسوس د مانۍ  د سپړڼې له امله مشهور و. د هغو ودانیو او د بشر په لاس جوړو شوو ابتدایي اثارو چې په دې سیمه او ختیځې مدیترانه کې موندل شوي، آرتور ایوان اړتیا درلوده چې د مینوآن مدنیت د یونان مایسیناین څخه و پېژني. ایوان لومړی کس وه چې د کریتان د جزیرې الفبا ګانې لینر  اې او لینر بي  ( د لیکنو ډیر پخوانی سیستم) او پخوانې تصویرې لیکنې تعریف کړي . [۱][۲][۳]

بیوګرافیکي مخینه سمول

کورنۍ سمول

ارتور ایوان د انګلند په ناس میل، هېمېل هېمپستید، هرت فورت شایر کې وزېږېد. هغه د جان ایوان  ( ۱۸۲۳-۱۹۰۸) او هاریت ان  دیکینسون ( چې ۱۸۲۴ کې زېږېدلې ده ) او د جان د ګمارونکي جان دیکینسون ( ۱۷۸۲-۱۸۶۹) د لور لومړی ماشوم و. جان دیکنسون د مېسېر د کاغذ جوړولو د کارخونې مخترع اوبنسټګر و. جان ایوان د ارتور پلار په داسې کورنۍ پورې تړاو درلود چې هم تحصیل کړي و او هم له معنوي اړخه فعال و خو د ثروت او اشرافیانو سره د تړاو له امله مشهور نه و. د جان ایوان پلارآرتور بینوني چې د آرتور ایوان نیکه و د لیسیتر شایر د مارکټ بوس ورت د دیکسي د ګرامر د مکتب مدیر و. جان په لاتينې ژبه پوهېده او کولای شو چې له کلاسیکو لیکوالانو څخه نقل قول وکړي.[۴][۵]

په کال ۱۸۴۰ کې، د دې په ځای چې کالج ته لاړ شي، جان په هغه کارخونه کې کار پېل کړ چې د هغه د کاکا جان دیکسون ملکیت و. هغه په کال ۱۸۵۰ کې د خپلې عمه لومړۍ لور هاریت سره واده وکړ، چې په کال ۱۸۵۱ کې یې هغه ته اجازه ورکړه چې په کورني تجارت کې یو وړوکی شراکت ولري. هغه ګټې چې آرتور به له کارخونې لاس ته راوړلې ده سره یې مرسته کوله چې په نوسوس کې  د هغه کیندنې او  بیرته لاس راوړل تمویل کړي او په اړه معلومات خپاره کړي. تر دې وخته هغوی یوه خاکساره او مهربانه کورنۍ وه. هغوی یوه د خښتو برنډه لرونکې کورته ولېږدېدل چې کار خونې ته نژدې جوړ و او د سره کور په نامه په دې یادېده چې دې کور لکه د نورو کورو په څېر دود رنګه برنډې نه درلودې. هاریت خپل مېړه د جک په نامه یاداوه. د هغه نیا ایوان آرتور دارلینګ ترات باله ترڅو تصدیق کړي چې دهغه د پلار په پرتله یو څه استدلال کوونکی و. په کال ۱۸۵۶ کې چې د هاریت د روغتیا دخرابېدو او د جک د شهرت او نېکبختۍ له امله، دې کورنې د هاریت د ماشومتوب کور ته لاړل چې هلته یوباغ او یوه ماڼۍ و چې ماشومانو کولای شو هلته په آزاده توګه منډې ووهي. [۶][۷][۸]

جان په کارخونه کې د مدېر په توګه خپل ځای ځایګی وساته، چې بلاخره دا کار خونه په جان دیکینسون د قرطاسیې په کمپنۍ بدله شوه، او له دې امله نور هم مشهور شو چې هغه د سکه پېژندنې، جیولوجۍ او لرغون بېژندنۍ مسلکونه هم تعقیب کړل. له جیولوجۍ سره د جان علاقه له دې امله وه چې کمپنې هغه مامور کړ چې د کمپنۍ په سیمه کې د اوبو د کمېدونکو سرچینوپه اړوند مطالعه وکړې تر څو کمپنۍ له حقوقي دعواوو څخه وژغورل شي. دې کمپنۍ یو ډطر مقدار اوبه مصرفولې چې په کانالونو کې هم ورته اړتیا وه. هغه یو ماهراو یو حقوقي مشاور شو. له دې سره هغه وخت نور هم د ډبرو د دورې د  آثارو لېوال شو چې دا آثار یې د کانالونو د تلونو د نقشې ایستلو په مهال کشفول. څنګه چې آرتور زړېده، نو هغه اجازه ومونده چې له جان سره د آثارو په ساتنه او له هغه وروسته د ټولوشوو آثارو په طبقه بندۍ کې مرسته وکړي.[۹]

جان یو ممتازعتیقه پېژندونکی شو چې ډېر کتابونه او مقالې یې خپرې کړې. هغه په کال ۱۸۵۹ کې له جوزف پرېستویچ سره یو ځای د سومې په دره کې جیولوجیکې سروې تر سره کړه. دهغه تړاوونه او ارزښتناکه سلاوې د آرتور د مسلک لپاره د هغه په پاتې اوږده ژوند کې اړينې وې.

د ارتور مور هاریت د یوه ماشوم له مړینې وروسته په کال ۱۸۵۸ کې مړه شوه چې په دې وخت کې آرتور اوه کلن و. هغه دوه ورونه درلودل لویس ( ۱۸۵۳) او فليپ نورمان ( ۱۸۵۴)، د هغه دوه خویندې هاریت ( ۱۸۵۷) او الایس (۱۸۵۷) وې. هغه له دوې ټولو سره په خپل ژوند کې ښه وخت تېر کړ. هغه د یوې میرنۍ مور فنی ني فلېپس له خوا وروزل شو چې هغې سره یې هم ښه وخت تېر کړ. د هغه مېرنۍ مور ماشومان نه درلودل او مېړه یې پخوا مړ شوی و. د جان دریمه ښځه یوه کلاسیکه پوهه وه چې ماریا میلینګتون نومېده. کله چې هغه ۷۰ کلن و هغوی د جوآن په نامه یو لور درلوده چې د آرت تاریخپوهه وه. جان به کال ۱۹۰۸ کې د د ۸۵ کلونو په عمر مړ شو داهغه وخت وه چې آرتور ۵۷ کلن و. د مینوآن د تمدن مفهوم جوړولو او کيندنو لپاره د هغه ملاتړ اړين و.[۱۰]

زده کړې سمول

د چمتو والي د یوه ښوونځي له پای ته رسولو وروسته، هغه په ۱۴ کلنۍ کې په کال ۱۸۶۵ کې د هاروو په ښوونځي کې شامل شو. هغه د دې ښوونځي په وروستي کال  ۱۸۶۹/۱۸۷۰کې د هارووین د خبرې اونېزې مرستیال ادیتور و. د هارو په مکتب کې هغه د فرانسیس مایلتلند بلفور  په نامه یو ملګری درلود. هغوی دواړو د طبیعي تاریخ د جایزې لپاره شرایط پوره کړل چې پایله یې یو چک و. هغوی دواړه قوی ورزشکاران و چې په لامبو وهلو، سپرلۍ او غر ختنې کې مهارت درلوده چې بلفور یې له مله ووژل شو. آرتور ایوان نژدې ليدونکي و خو د عینکو اېښودل به یې ردول. دهغه نژدې لیدل له معمول حد څخه ښه و او هغه ته یې دا وړتیا ورکوله چې هغه جزیات وویني چې نورو به له لاسه ورکول. له لېرې د هغه د دید ساحه تیاره وه خو هغه به یوه لکړې له ځان سره درلوده چې هغه یې پراجر نومولې وه  تر څو دا حالت جبران کړی او چاپېریال کشف کړي. دهغه د تعقل قوه تېزه وه، د هغې ادارې لپاره چې هغه د پن وایپر په نامه یوه مهالنۍ خپرونه پیل کړه او له لومړۍ شمارې څخه وروسته یې خپرونه بنده شوه. [۱۱][۱۲][۱۳]

له فراغت څخه وروسته، ارتر ایوانز د اولد هارووینس ( د هارووینس د مکتب زده کوونکي)  د شبکې د آشنایانو غړي او پرې متکي و. مینچین ځان یو ژبپوه او هوښیار او همدارنګه په شرق کې د مسایلو لکه دپلوماتیک مسایل او سیاسي مشکلاتو په اړوند چې د عثماني امپراطورۍ له زوال څخه را ولاړ شوي و ماهر باله.

اکسفورد سمول

ارتور د کال ۱۸۷۰ د جون په ۹ د کانکور امتحان تیرکړ او د اکسفور د بارسینوس کالج کې شامل شو. په هارو مکتب کې دهغه مدیر ایف ریندال د هغه د قبولۍ لاره هواره کړه او سبارښتنه یې وکړه چې هغه د یوه ځواکمن اصلی مغز هلک دی. هغه بارسینوس کې عصری تاریخ لوست چې یو نوی نصاب و او د ده له پاره یوه ناورین و ځکه  د هغه اصلي علاقه له لرغون پېژندنې او کلاسیکو مطالعاتو سره وه. [۱۴]

له خپلو ملګرو او ورونو سره د هغه د اوړي د موسم فعالیتونه د هغه د راتلونکي په پرمختګ کې ډېر مهم و. دا چې هغه ته د پلار له خوا پرېمانه مالی کمک ورکړل شوی و، نو هغه قارې ته د پېښو د لټون لپاره لاړ او داسې شرایطو په لټه کې شو چې د ده لپاره تر یو حده خطرناک بلل کېده.  د کال ۱۸۷۱ د جون په میاشت کې هغه او لیویس له هالساټ څخه لیدنه وکړه چې هلته د ده پلار په کال ۱۸۶۶ کې کيندنې کړې وي او د خپلو آثارو مجموعه یې ډېره کړې وه. آرتور له دې آثارو سره ځان آشنا کړی و، په پای کژ هغوی پاریس او وروسته امینس ( فرانسې ته نژدې یو ځای دی) ته لاړل. د فرانسې او پروشیا جګړه یوه میاشت مخکې پای ته رسېدلې وه . د فرانسې له پولې د تېرېدو په مهال هغه ته وویل شول چې هغه خړه خولۍ چې ده اغوستې وه لرې کړي تر څو د جاسوس په نامه ه و نه ويشتل شي.  [۱۵][۱۶]

سرچينې سمول

  1. Myres, J. L. (1941). "Arthur John Evans. 1851–1941". Obituary Notices of Fellows of the Royal Society. 3 (10): 940–968. doi:10.1098/rsbm.1941.0044. S2CID 162188868. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "List of Fellows". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ جون ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Evans 1921, p. 1
  4. "Evans, John Family search". FamilySearch. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Evans, Arthur John Family search listing". FamilySearch. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. A.G. (December 1908). "Sir John Evans, K.C.B., 1823–1908". Proceedings of the Royal Society. Royal Society of London. LXXX: l–lvi. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. MacGillivray 2000, p. 21.
  8. MacGillivray 2000, p. 22.
  9. MacGillivray 2000, p. 22.
  10. "Sir John Evans's Family Life – Children". Sir John Evans Centenary Project. University of Oxford, Ashmolean Museum. 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اپرېل ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Dauglish, MG (1901). The Harrow School Register, 1801–1900 (الطبعة Second). London, New York, Bombay: Longmans, Green & Co. د کتاب پاڼې 343. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Minchin, James George Cotton (1898). Old Harrow days. London: Methuen Co. د کتاب پاڼې 205. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-117-38991-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Cottrell 1958, pp. 84–85.
  14. Oxford Men and the Colleges 1880–92
  15. MacGillivray 2000, pp. 40–41.
  16. Cottrell 1958, p. 86.