سرکښي د واک پر وړاندې يو توند او وسله وال بغاوت دی، چې د کوچنيو سپکو وسله والو ډلو له لورې تر سره کېږي. يادې ډلې په بنسټيز ډول له کليوالي سيمو څخه چريکي جګړه کوي. د سرکښۍ مهمه تشرېحي بڼه د هغې نامتوازن طبيعت دی. کوچني نامنظم ځواکونه د يو لوی او په ښه ډول سمبال، منظم فوځي دولتي ځواک پر وړاندې راځي. د همدې نامتوازنتوب له امله سرکښان د لويې کچې سيده جګړو څخه ډډه کوي او پر ځای يې له ملکي خلکو سره يو ځای کېدل غوره کوي (په ځانګړي ډول له ښار څخه د باندې سيمو کې)، چې دوی په کې په پرله پسې ډول د سيمې واک او پوځي ځواکونه پراخوي. سرکښي په پرله پسې ډول د سيمې د اوسېدونکو په واک او مرستې پورې تړلې ده. [۱][۲][۳][۴][۵]

يوه سرکښي د سرکښۍ ضد جګړې او همدرانګه د بېلابېلو ډولونو د نورو سياسي، اقتصادي او ټولنيزو عملونو له لارې تر سره کېدلی (جنګېدلی) شی. ملکي وګړو سره د سرکښۍ د يو ځای کېدنې له امله، سرکښۍ د ملکيانو پر وړاندې (د دولت او سرکښانو په واسطه) د پام وړ تاوتريخوالي ميلان لري. د سرکښيو د ماتولو په موخه د دولت هڅې په پرله پسې ډول د توپيري تاوتريخوالي د لګولو لامل کېږي، په داسې حال کې چې د ياغي د سيمې واک په پرله پسې ډول د ملکي وګړو پر وړاندې تاوتريخوالې رانغاړي. [۴][۵]

چېرته چې يوه بلوا يا ياغي کېدل د وسله والې سرکښۍ بڼه غوره کړي، نو د يو يا زياتو خپلواکو دولتونو او سرکښو ځواکونو تر منځ کړکېچن يا اضطراري دولت د شتون په حالت کې سرکښي نه ګڼل کېږي. د بېلګې په ډول: د امريکا د کورنۍ جګړې پر مهال د امريکا متحد دولتونه د يو خپلواک دولت په توګه په رسميت نه پېژندل کېده، مګر د جګړې په حال کې قدرت ګڼل کېده او په دې ډول د اتحاد جنګي بېړيو ته په باندنيو بندرونو کې د متحده ايالتونو د بېړيو په شان حقونه ورکول کېدل. [۶][۷][۸]

ځيني وختونه ښايي په يو هېواد کې په ورته وخت کې يو يا زياتې (ګڼ اړخيز) سرکښۍ یا بغاوتونه  پېښ شي. د عراق سرکښۍ د ګڼو سرکښو ډلو پر وړاندې د يو منظم دولت بېلګه ده. نورې تاريخي سرکښۍ لکه د روسيې کورنۍ جګړه له دوه اړخونو څخه د جوړ يو سيده موډل په پرتله ګڼ اړخيزه (څو قطبي) ده. د انګولا د کورنۍ جګړې پر مهال د MPLA او UNITA په نومونو دوه اصلي خواوې وې. په ورته وخت کې د “Cadina” سيمې د خپلواکۍ لپاره يو بل بېلتون غوښتونکی خوځښت هم و، چې د FLEC [] له لورې يې مشري کېده. ګڼ اړخيزتوب (څو قطبيتوب) د سرکښۍ پېژندنه هغې حالتونو ته پراخوي، چې په رسميت پېژندل شوی واک (حکومت) په کې نه وي. لکه د سوماليا د کورنۍ جګړې غوندې، په ځانګړي ډول له ۱۹۹۸ څخه تر ۲۰۰۶ ز کال پورې دوره، چې د اتحادونو په بدلولو کې يو له بل سره د جګړې کولو له امله په کې سوماليا پر نيمه خپلواکو کوچنيو دولتونو باندې ووېشل شوه.

پېژندنه سمول

جېمز فيرون (James Fearon) او ډيويډ لايټين (David Laitin) سرکښي د پوځي جګړې د ټيکنالوژي په توګه راپېژني، چې له کليوالي سيمو څخه د چريکي جګړې د تر سره کوونکو کوچنيو او سپکو وسله والو ډلو له لورې ځانګړې کېږي. اسټين لانګ (Austin Long) سرکښي د يو شته سياسي نظم د بدلولو په موخه د نامنظمو ځواکونو په واسطه د سياسي او پوځي توکو يا وسايلو د کارونې په توګه راپېژني. د نوموړي په اند ياد ځواکونه د سياسي نظم له ساتندويه ځواکونو څخه د پټېدنې په موخه له ملکي وګړو سره په نمونه يې ډول يو ځای کېږي. د ماتيو ادم کوچر (Matthew Adam Kocher)، توماس پيپېنسکي (Thomas Pepinsky) او ستاتېس کاليواس (Stathis kayvas) په اند په سرکښيو کې مرکزي موخه پر ملکيانو باندې د واک تر لاسه کول ده. [۹][۱۰][۱۱]

سرکښي او کورنۍ جګړې سمول

د جېمز ډي فيرون په نظر جګړې تر شا خپله منطقي تشرېح لري، چې په جګړو کې د قمار (ښکېلتيا) او له سوله ايزو راکړو ورکړو څخه ډډه کولو ته د مشرانو د لومړيتوب ورکولو څرنګوالی روښانوي. فيرون څرګندوي چې منځګړې راکړې ورکړې ځکه يوه ستونزه کېدلی شي، چې هېوادونه د ملتپالنې په خپرولو سره په اسانۍ سره د سيمو سوداګري نه شي کولی. برسېره پر دې جګړې د کورنيو جګړو بڼه غوره کولی شي. د «ولې ناوړه حکومتولي د کورنۍ جګړو لامل کېږي» تر سرليک لاندې د باربارا اف والټر (Barbara F. Walter) په مقاله کې نوموړې يوه نظريه وړاندې کړې ده، چې د کورنۍ جګړو د رامنځته کوونکو سرکښيو په مخنيوي کې د پياوړو بنسټونو ونډه بيانوي. والټر باور لري چې بنسټونه په څلورو نښو کې ونډه لرلی شي. بنسټونه د حکومت د څارنې، د ستونزو د حل کولو په موخه حکومت سره د مرستې لپاره د ګڼو سوله ايزو لارو چارو د رامنځته کولو، سياسي شرطونو د حکومت د ژمن کولو (چې د سولې ساتنه کوي) او په پای کې د يوې داسې فضا د رامنځته کولو ځواب ويونکي دي، چې سرکښان په کې د پوځي وزمه ځواکونو (مليشو) رامنځته کولو ته اړتيا ونه لري. د دې تر څنګ والټر زياتوي چې د حکومت او سرکښانو تر منځ د يوې کورنۍ جګړې په بڼه د شخړې شتون يو نوی حکومت رامنځته کولی شي. نوی حکومت به د هغو وګړو پر وړاندې ځواب ويونکی وي، چې بايد په سياسي راکړو ورکړو کې يوې روغې جوړې ته ژمن وي. د والټر په وينا که څه هم د پياوړو نفوذ لرونکو بنسټونو شتون د کورنۍ جګړو د پرله پسې پېښېدنو په مخنيوي کې ګټور اوسېدلی شي، مګر استبدادي حکومتونه د د پياوړو بنسټونو له لورې د حکومتي فساد او لومړيتوبونو د راګرځونې له امله د هغوی راپورته کېدنه نه مني. اليزابيت جين ووډ (Elizabeth Jean Wood) د «په سلوادور کې سرکښه ډله ايز عمل او کورنۍ جګړه» په نوم خپل کتاب کې څرګندوي، چې د خلاقې ارادې د لوړ ګواښ فلسفه کې ګډونوال په کورنۍ جګړو کې د ښکېلتيا د لګښتو او ګټو څخه ډېر خبر دي. نوموړې وړانديز کوي، چې د متحده ايالتونو په سويل کې د ۱۹۶۴ ز کال د خپلواکۍ اوړي (Freedom Summer) مبارزه کې ګډونوالو په مسيسيپي کې کې د توکميز بېلوالي د اوږدمهاله لارو چارو په ننګولو په بدني ډول د زيان لوړ ګواښونه پر مخ وېوړل. د استبدادي سياسي نظامونو پر وړاندې د سرکښه او تونو خوځښتونو د غوراوي زياتې هڅونکې انګېزې شته. د بېلګې په ډول: د سرکښانو له لورې د يو مادي مال په توګه د خونديتوب توښه برابرېدلی شي، چې د حکومت په کار اچونه له منځه وړي او په دې ډول يوه اصلي انګېزه جوړوي. اوښتونيز يا انقلابي ځواک د يوې ټولنيزې سياسي شبکې څرګندولو کې مرسته کولی شي. يادې شبکې په خپل وار سره هغو بېلابېلو نوماندانو ته سياسي موکو ته لاسرسی برابروي، چې يوه ډله ايزه پېژندنه او کلتوري همجنسي له نورو سره ګډوي. همدا راز کورنۍ جګړې او سرکښۍ د ګومارنې موکې او خدمتونو او سرچينو ته لاسرسی برابرولی شي، چې يو وخت د استبدادي نظامونو له لورې اخيستل شوې وې. [۱۲][۱۳][۱۴]

سرکښۍ سمول

سرکښۍ د خپلو جګړه ييزو تدبيرونو او لارو چارو په کارونه کې يو تر بله توپير لري. روبرټ ري ټومس (Robert R. Tomes) د هغو څلورو عناصرو په اړه يادونه وکړه، چې په عمومي ډول يوه سرکښي رانغاړي: [۱۵]

  1. حجروي شبکې چې پټوالی (محرميت) په پام کې نيسي
  2. تروريزم چې د وګړو په منځ کې د بې ثباتۍ د خپرولو په موخه کارول کېږي او هغوی د خونديتوب لپاره سرکښانو ته اړ کوي
  3. په عمومي نفوس يا وګړو کې د ملاتړ پيداکولو (کرلو) په موخه ګڼ اړخيزې هڅې، چې زياتره وخت د نوي نظام د کمزوري کوول له مخې وي
  4. د دولت پر وړاندې بريدونه

د ټومس له لورې وړاندې شوي معلومات د سرکښۍ د پېژندنې يوه برخه ده، چې د سرکښيو ټولې بڼې نه پوښي. د بېلګې په ډول: فرانسوي اوښتون يا د فرانسې انقلاب حجروي نظام نه درلود او د امريکا په اوښتون کې د ملکيانو د وېرولو په موخه لږه يا هيڅ هڅه ونه شوه. پاکستان کې په ۱۹۷۷ او ۱۹۹۹ ز کالونو کې د محافظه کار کودتاګانو کې لومړنيو چارو د باندني ملاتړ د تر لاسه کولو په پرتله پر داخلي حکومت باندې تمرکز وکړ. په داسې حال کې چې د ټومس پېژندنه د ماو له لومړي پړاو (Mao’s Phase I) سره په ښه ډول سمون کوي، مګر له يو څه پراخه کورنۍ جګړو سره په ښه ډول راکړه ورکړه نه کوي. ماو “Mao” فکر کوي چې تروريزم په عادي ډول د لومړيو پړاوونو برخه دی، مګر په اوښتونيزه سرکښۍ کې تل نه شته. [۱۶]

ټومس د سرکښۍ يو ناسيده پېژندنه وړاندې کوي، چې د “Trinquier” د سرکښۍ ضد پېژندنې څخه اخيستل شو دی: «د سياسي، اقتصادي، رواني او پوځي چارو اړوند يو نظام، چې په يو هېواد کې د رامنځته شوي حکومت له منځه وړل او پر ځای يې د بل نظام راوستل په نښه کوي. [۱۷]

سرچينې سمول

  1. Fearon, James D.; Laitin, David D. (2003). "Ethnicity, Insurgency, and Civil War". American Political Science Review (په انګلیسي ژبه کي). 97 (1): 75–90. doi:10.1017/S0003055403000534. ISSN 1537-5943. S2CID 8303905. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Lewis, Janet I. (2020). How Insurgency Begins: Rebel Group Formation in Uganda and Beyond. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 17–18. doi:10.1017/9781108855969. S2CID 225014676. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-108-47966-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Kalyvas, Stathis N.; Balcells, Laia (2010). "International System and Technologies of Rebellion: How the End of the Cold War Shaped Internal Conflict". The American Political Science Review. 104 (3): 415–429. doi:10.1017/S0003055410000286. hdl:10261/45454. ISSN 0003-0554. JSTOR 40863761. S2CID 17605053. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Kocher, Matthew Adam; Pepinsky, Thomas B.; Kalyvas, Stathis N. (2011). "Aerial Bombing and Counterinsurgency in the Vietnam War". American Journal of Political Science (په انګلیسي ژبه کي). 55 (2): 201–218. doi:10.1111/j.1540-5907.2010.00498.x. ISSN 1540-5907. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Kalyvas, Stathis N. (2006). The Logic of Violence in Civil War. Cambridge: Cambridge University Press. doi:10.1017/cbo9780511818462. S2CID 14897960. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-85409-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Hall, Kermit L. The Oxford Guide to United States Supreme Court Decisions, Oxford University Press US, 2001 کينډۍ:ISBN, کينډۍ:ISBN p. 246 "In supporting Lincoln on this issue, the Supreme Court upheld his theory of the Civil War as an insurrection against the United States government that could be suppressed according to the rules of war. In this way the United States was able to fight the war as if it were an international war, without actually having to recognize the de jure existence of the Confederate government."
  7. Staff. Bureau of Public Affairs: Office of the Historian -> Timeline of U.S. Diplomatic History -> 1861-1865:The Blockade of Confederate Ports, 1861-1865, U.S. State Department. "Following the U.S. announcement of its intention to establish an official blockade of Confederate ports, foreign governments began to recognize the Confederacy as a belligerent in the Civil War. Great Britain granted belligerent status on May 13, 1861, Spain on June 17, and Brazil on August 1. Other foreign governments issued statements of neutrality."
  8. Goldstein, Erik; McKercher, B. J. C. Power and stability: British foreign policy, 1865-1965, Routledge, 2003 کينډۍ:ISBN, کينډۍ:ISBN. p. 63
  9. Fearon, James D.; Laitin, David D. (2003). "Ethnicity, Insurgency, and Civil War". American Political Science Review (په انګلیسي ژبه کي). 97 (1): 75–90. doi:10.1017/S0003055403000534. ISSN 1537-5943. S2CID 8303905. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Kalyvas, Stathis N.; Kocher, Matthew Adam (2007). "How "Free" Is Free Riding in Civil Wars? Violence, Insurgency, and the Collective Action Problem". World Politics. 59 (2): 177–216. doi:10.1353/wp.2007.0023. ISSN 0043-8871. JSTOR 40060186. S2CID 55598769. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Long, Austin (2018), Gheciu, Alexandra; Wohlforth, William C. (المحررون), "Counter Insurgency", The Oxford Handbook of International Security (په انګلیسي ژبه کي), Oxford University Press, د کتاب پاڼي 546–561, doi:10.1093/oxfordhb/9780198777854.013.36, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-877785-4 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Fearon, James (Summer 1995). "Rationalist Explanations for War". International Organization. 49 (3): 379–414. doi:10.1017/s0020818300033324. JSTOR 2706903. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Walter, Barbara (March 31, 2014). "Why Bad Governance Leads to Repeat Civil War". Conflict Resolutions. 59 (7): 1242–1272. doi:10.1177/0022002714528006. S2CID 154632359. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Wood, Elisabeth (2003). Insurgent Collective Action and Civil War in El Salvador. New York: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 1–30. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780511808685. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Tomes, Robert R. (2004), "Relearning Counterinsurgency Warfare" (PDF), Parameters, د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۱ اگسټ ۲۰۱۷ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۲۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Mao Tse-tung (1967), "On Protracted War", Selected Works of Mao Tse-tung, Foreign Languages Press الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Trinquier, Roger (1961), Modern Warfare: A French View of Counterinsurgency, Editions de la Table Ronde, د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ جنوري ۲۰۰۸ باندې الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)