سري اوروبېندو

سري اوروبېندو (انګلیسي: Sri Aurobindo؛ د زیږون پرمهال نوم یې اوروبېندو ګهوش و؛ ۱۸۷۲ اګست ۱۵مه – ۱۹۵۰ ډسمبر ۵مه) یو هندي فیلسوف، د یوګا ښوونکی (yoga guru)، مهارشي، شاعر، او هندي ملتپال و. نوموړی همدا راز یو ژورنالیست هم و او د بند ماترم (Bande Mataram) په څېر ورځپاڼو مدیریت یې کړی دی. هغه له برېتانوي استعمار څخه د خپلواکۍ لپاره د هند په غورځنګ کې شامل شو، تر ۱۹۱۰ کال پورې یې یو له بانفوذه او اغېزناکو مشرانو څخه و، او وروسته یو روحاني اصلاح‌پال شو. هغه د بشري پرمختګ او روحاني تکامل په اړه خپل لیدلوري او نظریات وړاندې کړل.[۱]

اوروبېندو د انګلستان د کامبرېج په کینګ کالج کې د هند د ملکي خدماتو لپاره زده‌کړې وکړې. هندوستان ته له راستنېدو وروسته یې د بارودا د شاهي ایالت د مهاراجا تر مشرۍ لاندې د ملکي خدمتونو په برخه کې بېلابېل کارونه ترسره کړل، او د هند په ملي کانګرس او په بنګال کې په نوي انقلابي غورځنګ کې د انوشیلان سمتي په مرسته په زیاتېدونکې توګه په ملتپال سیاست کې ښکېل شو. نوموړی د یو لړ بمي بریدونو په پایله کې ونیول شو چې تړاو یې په یوه عامه محاکمه کې د هغه سازمان ته ورکړل شو او نوموړی پکې د علي‌پور دسیسې (Alipore Conspiracy) بمي پېښو له کبله د خیانت له تورونو سره مخ شو. که څه هم سري اوروبېندو یوازې په هند کې د برېتانوي استعماري واکمنۍ پرضد د مقالو لیکلو له کبله محکوم او زنداني کېدای شوای. د محاکمې په جریان کې د اثبات د شاهد نرندرناتھ ګوسوامي له وژنې وروسته د هېڅ ډول شواهدو نه وړاندې کېدو له کبله بېرته خوشې شو. په زندان کې د تېر کړي وخت پر مهال یې عرفاني او روحاني تجربې لرلې، او وروسته بیا پونډیچېري ښار ته ولاړ او د روحاني کار لپاره یې سیاست پرېښود.

په پونډیچېري کې یې د یوه روحاني ریاضت یوه طریقه رامنځته کړه، چې هغه د انټیګرال یوګا (Integral Yoga) په نوم یاده کړه. د هغه د لیدلوري مرکزي موضوع په الهي وجود کې الهي ژوند ته د انساني ژوند ارتقا وه. هغه پر یوه داسې ​​روحاني ادراک باور درلود چې نه یوازې دا چې انساني طبیعت آزادوي بلکې بدلوي یې هم، او په ځمکه کې یوه الهي ژوند ته لاره برابروي. په ۱۹۲۶ کال کې د هغه د روحاني همکارې میرا الفاسا (د "مور" په نوم یادېږي) په مرسته د سري اوروبېندو آشرام ټولنه تاسیس شوه.

د هغه په اصلي ادبي اثارو کې "خدایي ژوند" اثر دی، چې د متکاملې یا انټیګرال یوګا له فلسفي اړخ څخه بحث کوي؛ بل هم د "یوګا تلفیق یا پیوستون" دی، کوم چې د انټیګرال یوګا له اصولو او مېتودونو څخه بحث کوي؛ او بل اثر یې هم "ساویتري: یوه افسانه او یو سمبول" تر سرلیک لاندې یو افسانوي شعر دی.[۲][۳]

ژوندلیک سمول

لومړنی ژوند سمول

اوروبېندو ګهوش د ۱۸۷۲ کال د اګسټ په ۱۵مه د هند په کلکته ښار کې په یوه بنګالي کورنۍ کې زیږېدلی و، چې د اوسني لوېدیځ بنګال د هوګلي سیمې د کوناګار له کلي سره یې تړاو درلود. د هغه پلار "کرشنا دون گهوش" هغه مهال په بنګال کې د رنګپور ناحیې مرستیال جراح او وروسته د خولنا ښار ملکي جراح و، او د برهمو سماج په نوم د مذهبي اصلاحاتو د غورځنګ یو پخوانی غړی و، چې په اډینبورګ کې د طبي زده کړو پرمهال یې د تکامل له نوې نظریې سره علاقه پیدا شوې وه. د هغه د مور "سوارنالاتا ډېوي" پلار "شري راج ناراین باسو" په ساماج ټولنه کې مخکښ شخصیت و. نوموړې د اوروبېندو د زیږون لپاره د کلکتې ډېر خوندور چاپېریال ته لېږل شوې وه. اوروبېندو د بینوبوسن او منموهن په نومونو دوه مشران وروڼه لرل، یوه یې کشره خور سروجني نومېده، او یو یې کشر ورور باریندرا کمار و (د بارین په نوم هم یادېږي).[۴][۵]

ځوان اوروبېندو په انګلیسي خبرو کولو کې رالوی شوی و، مګر له خادمانو سره د خبرو او اړیکو لپاره به یې هندوستاني ژبه کاروله. که څه هم د هغه کورنۍ بنګالي وه، خو د هغه پلار باور درلود چې برېتانوي کلتور غوره دی. هغه او د هغه دوه مشران وروڼه په دارجلینګ ښار کې د انګلیسي ژبو لورېټو هاوس بورډینګ ښوونځي ته واستول شول ترڅو له یوې خوا خپل ژبني مهارتونه پیاوړي کړي او له بلې خوا له خپلې مور څخه لرې اوسي، ځکه هغې د خپل لومړي ماشوم له زیږون وروسته رواني ناروغي پیدا کړې وه. دارجلینګ په هند کې د انګلیسي-هندیانو مرکز و او ښوونځی یې د ایرلینډي راهبه ګانو لخوا پرمخ وړل کېده، چې له لارې به یې هلکان پر عیسوي مذهبي تعلیماتو او سمبولیزم سره روزل کېدل.

انګلستان (۱۸۷۹-۱۸۹۳) سمول

د هغه پلار کرشنا دون گهوش غوښتل چې زامن یې د هند ملکي خدماتو (ICS) ته داخل شي، کوم چې د نخبه ګانو یو سازمان و او شاوخوا ۱۰۰۰ کسان پکې شامل وو. دغه هدف ته د رسېدو لپاره اړینه وه چې دوی په انګلستان کې زده‌کړې وکړي او له همدې امله ټوله کورنۍ په ۱۸۷۹ کال کې همالته کډه شوه. درې واړه وروڼه په مانچسټر کې د ډبلیو ایچ ډرویټ په نوم کشیش تر پاملرنې لاندې ځای په ځای شوي وو. ډریویټ د جماعتي یا کانګریګیشنل کلیسا کشیش و، چې کرشنا دون گهوش په رنګپور کې د خپلو برېتانوي ملګرو له لارې پېژانده.

بارودا او کلکته (۱۸۹۳-۱۹۱۰) سمول

ښاغلي اوروبېندو په ۱۸۹۳ کال کې په بارودا کې دولتي خدماتو ته داخل شو، چې لومړی یې د سروې او تصفیې په څانګه کې کار کاوه، وروسته د عوایدو ریاست او بیا سکرتریت ته ولاړ، او تر ۱۸۹۷ کال پورې یې د ګرامر د تدریس او د ګیکواډ د مهاراجا لپاره په وینا لیکلو کې د مرستې په څېر ډېر نور متفرقه کارونه هم ترسره کړل. نوموړي په ۱۸۹۷ کال په بارودا کې د کار پر مهال په بارودا کالج (اوس د بارودا د مهاراجا سیاجیراو پوهنتون) کې د نیمه وخت فرانسوي ژبې ښوونکي په توګه کار پیل کړ. وروسته بیا د مرستیال رئیس پوسټ ته ورسېد. نوموړي په بارودا کې له ځانه سره سانسکریت او بنګالي ژبې هم زده کړې.

له سیاست څخه روحانیت ته بدلون سمول

د ۱۹۰۵ کال په جولای میاشت کې بیا د هند وایسرای لارډ کرزون بنګال تجزیه کړ. دغه کار د انګرېزانو پرضد د خلکو غوسه راوپاروله، چې د مدني ناکراریو او د انقلابیانو د ډلو لخوا د ملتپال کمپاین یا مبارزې لامل شو او اوروبېندو هم پکې شامل و. په ۱۹۰۸ کال کې خُدیرام بوس او پرافولا چاکي د مګېسټرېټ کینګسفورډ د وژلو هڅه وکړه.  کینګسفورډ هغه قاضي و چې د ملتپالو پرضد په ځانګړې توګه د سختو سزاګانو په ورکولو مشهور و. که څه هم د هغه د آس په بګۍ کې اېښودل شوی بم خپل هدف ته ونه رسېد او پرځای یې په بله بګۍ کې ځای پر ځای شوی و چې په پایله کې یې دوې برېتانوۍ مېرمنې، چې د وکیل پرنګل کینیډي مېرمن او لور وې، ووژل شوې. اوروبېندو هم د برید د پلانولو او څارنې په تور نیول شوی و او د علي‌پور په زندان کې په انفرادي سلول کې بندي شوی و. د علي‌پور د بمي قضيې محاکمې يو کال دوام وکړ، خو بالاخره د ۱۹۰۹ کال د مې په شپږمه هغه ته برائت ورکړل شو. د نوموړي مدافع وکيل چترنجن داس و.

د زندان د دغې دورې په جریان کې د روحاني تجربو او واقعیتونو له امله د ژوند په اړه د هغه نظر په بنسټیز ډول بدل شو. په پايله کې يې موخه د هېواد له خدمت او ازادۍ څخه هاخوا لا ډېره پراخه شوه.

اوروبېندو وویل چې هغه د علي‌پور په زندان کې د ویوکاناندا لخوا "ملاقات" ورسره شوی دی: "دا یو حقیقت دی چې ما په دوامداره توګه د ویوکاناندا غږ اورېد، چې په زندان کې یې زما په انفرادي سلول کې د دوو اوونیو لپاره له ما سره خبرې کولې او د هغه حضور مې احساساوه."

فلسفه او روحاني لیدلوری سمول

پېژندنه سمول

د سري اوروبېندو د انټیګرال یوګا سیستم مفهوم د هغه په ​​کتابونو "د یوګا تلفیق یا پیوستون" او  "خدایي ژوند" کې تشرېح شوی. د خدایي ژوند اثر یې د مقالو ټولګه ده چې په آریا میاشتنۍ نشریه کې د لړۍ په بڼه خپره شوې ده.[۶]

سرچينې سمول

  1. (په 16 August 2012 باندې). Remembering a guru. The Hindu.
  2. Aurobindo, Sri (1992). The Synthesis of Yoga. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780941524667. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Aurobindo, Sri (May 2009). The Life Divine. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788170588443. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Bandyopadhyay, Amritalal, Rishi Aurobindo, 1964, Biswas Publishing House, p 6
  5. کينډۍ:Cite conference
  6. Aurobindo, Sri. The Synthesis of Yoga. Lotus Press, 1996. p. 106.