سرسوتي سيند
سرسوتي سيند يو خدايي سيند دی چې په لومړي ځل يې په رګويدا او وروسته يې په ويدي او له ويدي (ويدا: د هندوانو لرغونی سپېڅلی کتاب) څخه وروسته متنونو کې يادونه شوې. دې سيند په ويدي مذهب کې مهمه برخه درلودلې، د رګويدا له څلورم کتاب پرته په نورو ټولو کې راغلی دی.[۱]
د يو طبيعي سيند په توګه، د رګويدا په لرغونو متنونو کې دې ته "په شمال لوېديځ هندوستان کې د يو ستر او سپېڅلي سيند" په توګه اشاره شوې ده، خو د منځنيو او وروستيو وختونو په رګويدا کتابونو کې د يو کوچني سيند په توګه بيان شوی دی، چې په يو وروستي بند جهيل (سمودرا) کې پای مومي. د ښځينه خدای سرسوتي په توګه، د سرسوتي د اصطلاح لپاره دويمه حواله، کوم لفظ چې چې د ويدي څخه وروسته زمانه کې د يوې ازادې پېژندګلو په توګه منځ ته راغی، دا سيند همدا راز د يو ځواکمن سيند او غښتلی سيلاب په توګه تشريح شوی دی. سرسوتي هندوان په مابعد الطبيعياتي بڼه کې هم موجود بولي، کوم کې چې دا سيند په ترويني سنګم کې له سپېڅلي سيندونه ګنګا او يمنا سره يوځای شوی و. د (Michael Witzel) په وينا، په ويدي سروستي سيند، "اسماني سمندر" نصب دی: د شيدو لار، کومه چې له مړينې وروسته د ابديت او اسماني لارې" په توګه بلل کېږي.[۲][۳][۴][۵][۶]
رګويدایي او وروسته ويدي متنونه، د اوسنيو سيندونو، يا لرغونو سينديزو بسترونو سره د پېژندلو د وړانديز کولو لپاره استعمال شوي دي. په رګويدا (10.75) کې ناديستوتي مذهبي سرود په ختيځ کې د يمنا او لوېديځ کې د ستلج په منځ کې د سرسوتي يادونه کوي، يو لفظ کوم چې اوس په عام ډول د سمندر په معنا سره ژباړل کېږي، خو د دې معنا جهيل هم دی. وروسته يې د تانډيا برهمن او جمنيا برهمن په څېر ويدي متنونه او همدا راز مهابهارت کې يادونه شوې چې سرسوتي په دښته کې وچ شوی دی.[۵][۷][۸][۹]
د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې، ګڼو پوهانو د سرسوتي پېژندګلو د ګګرـ هکر سيند د سيستم سره يو ځای وړانديز کړې ده، کوم چې د شمال لوېديځ هندوستان او ختيځ پاکستان څخه، د يمنا او ستلج په منځ کې بهېږي، او د «تر« په دښته کې پای مومي. د وروستيو جيوفزيکي څېړنې څخه روښانه شوې چې اټکل شوی لاندې بهېدونکی ګګر–هکر غېر فعال کانال په اصل کې د ستلج يو وچ شوی کانال دی، کوم چې د سند د سيند ډيلټا کانال، نارا سيند کې بهېږي. 10,000-8,000 کاله مخکې، کله چې ستلج خپله لاره بل لور ته واړوله، نو دا لاره پرېښودل شوې وه، ګګر-هکر د موسمي بارانونو په اوبو بهېدونکو سيندونو د نظام په توګه پاتې شو، کوم چې تر سمندر پورې نه شو رسېدای.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
د سند درې مدنيت هغه وخت ښه وغوړېد، کله چې سيندونو ته اوبه ورکونکې موسمي بارانونه تقريباً 5,000 کاله مخکې کم شول، او ISRO ليدلي چې په کالي بنګن (راجستان)، بنوالي، او راکهي ګړهي (هريانه)، دهولاويرا او لوتهل (ګجرات) کې د سند درې د مدنیت مهمې سيمې د دې لارې په اوږدو کې پرتې دي. کله چې سيندونو ته اوبه برابرونکي موسمي بارانونه نور هم کم شول، نو هکره شا اوخوا 4,000 کاله مخکې وچ شو، او په دې ډول کله کله بهېدونکی سيند پاتې شو، ښاري هړپه مدنيت سقوط وکړ، او په دې ډول د کوچنيو کرنيزو کليو په توګه سيمه ييز پاتې شو.[۱۰][۱۲][۱۰][۱۲][۱۱][۱۳][۱۴][۱۵]
له ګګر-هکر سيستم سره د يو پياوړي فزيکي رګويدي سرسوتي پېژندګلو له دې امله ستونزمنه ده، چې ګګر-هکر د رګويد د ليکل کېدو له مهال څخه مخکې پوره وچ شوی و. د (Wilke) او (Moebus) په ټکو، کله چې رګويدي خلکو د هندوستان شمال لوېديځ لور ته کوچ کاوه، نو تر هغه وخته سرسوتي "په دښته کې د يو کوچني څاڅکي بڼې ته" راښکته شوی و. د يو فيزیکي سيند په اړه رګويدي حوالې دا هم وايي چې سرسوتي له مخکې څخه د اوبو د چمتو کولو خپله بنسټيزه سرچينه له لاسه ورکړې وه او شا او خوا 3000 کاله مخکې په يو ولاړ جهيل (سمودرا) کې ختم شوی و"، "د اوسني حالت په انځورولو سره، سرسوتي خپلې ټولې اوبه له لاسه ورکړې وې". همدا راز، د سرسوتي په اړه رګويدي تشريحات، د ګګر – هکر د واقعي جريان سره سمون نه لري.[۱۶][۱۷][lower-alpha ۱][۱۲][۱۱][۱۳][۵][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
د سرسوتي پېژندګلو همدا راز د افغانستان په سويل کې له هلمند [د اراکوشيا يا هراکسوتي په سيمه کې] سره هم شوې ده، چې شونې ده د کوم نوم چې د ګګر-هکر سيند د زیات لرغوني سنسکرت نوم سره بيا استعمال شوی وي، له هغه وروسته چې ويدي قبيلې پنجاب ته لېږدېدلي وي. شونې ده چې د رګويدا سرسوتي دوه جلا جلا سيندونو ته اشاره کوي، په داسې حال کې چې د کورنۍ په کتابونو کې د هلمند سیند ته اشاره کوي، او تر ټولو وروستي لسم منډلا کې ګګر-هکر ته اشاره شوې ده.[۲۲][۲۳][۲۴]
د يوويشتمې پېړۍ په لومړيو کې د ګګر-هکر نظام پېژندنې يو نوی اهميت خپل کړ، ځيني هندوتوا مدافعين د رګويدا لرغوني تاريخ په وړاندې کولو سره؛ د سند درې مدنيت نوم د سرسوتي کلتور، سرسوتي مدنيت، سند سرسوتي مدنيت، يا سندهو سرسوتي مدنيت، په نوم بدل کړی، او وړانديز کوي چې د سند درې او ويدي کلتورنه سره يوځای کېدای شي؛ او د هندو-اريايي کډوالۍ نظريه ردوي، کومه چې د شا او خوا 1900 او 1400 مخزېږديز تر منځ موده کې سويلي اسيا ته په اندو-اروپايي ژبه غږېدونکو خلکو د کډوالۍ د يو غزېدلي پړاو اټکل کوي. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
ار پوهنه
سمولسرسوتي د ساسوت صفتي بڼې، ښځينه ټاکلی واحد شکل دی (کوم چې په رګويدا کې د اسماني اوبو د ساتونکي د نوم په توګه وړاندې شوی دی)، له ساراس+واټ څخه اخيستل شوی، او معنا يې ده د سراس درلودل. د سنسکرت سارس معنا ده جهيل، ډنډ (cf. اشتقاق يې سارس، يعنې د جهيل مرغۍ = ساروس ډينګ (لګ لګ يا ډينګ يو ډول مرغه دی)). (Mayrhofer) د *sar تلل، بهېدل، له رېښې سره اړيکه ناممکنه بولي، خو له دې سره موافق دی چې شونې ده دا يو داسې سيند و چې ډېر جهيلونه يې يو له بل سره د اوبو د زيات بهنګ له امله سره وصل کړي وو.[۳۰][۳۱]
شونې ده چې سروستي د اوستان هرکسواتي پېژندګلو وي. په وروستي اويستان کې، هراکسواتي اراکوشيا دی، يوه داسې سيمه، چې په سيندونو بډايه ښودل شوې، او د هغې زوړ فارسي همغاړی هاراواتي دی. [۳۲]
په هندوايزم کې اهميت
سمولد سرسوتي سيند د هندوانو لپاره ډېر د درناوي وړ او مهم بلل کېدو، ځکه ويل کېږي چې د ويدي برهماوارت ايالت کې، د دې مرستيال درشادوتي سره يو ځای، د دې سيند څنډې هغه ځای و، چېرته چې د ويدي سنسکرت ابتداء وشوه، او مهمې ويدي صحيفې لکه د رګويدا ابتدايي برخه او د ډېرو سپېڅلو اپنشدونو په اړه فکر کېږي چې د ويدي پيغمبرانو له خوا ترتيب کړای شول. په مانوسمرتي کې، برهماوارت د ويدي کلتور د سوچه مرکز په توګه وړاندې کړای شوی دی. (Bridget) او (Raymond Allchin) په هندوستان او پاکستان کې د مدنيت عروج (The Rise of Civilization in India and Pakistan) کتاب کې دا نظريه خپله کړې چې هندوستان او پاکستان کې اريايانو لرغونی هېواد (اريه ورتا يا برهماوارت) د رګويدا په وخت کې د پنجاب د سرسوتي په درو او دريشدوتي په سيندونو کې و.[۳۳][۳۴]
رګويدا
سمولد يو سيند په توګه
سمولد سرسوتي سيند يادونه په ټولو کې موندل کېږي، خو د ويداګانو په څلورم کتاب ميکډونل او کيت په خپل ويدي فهرست کې د سرسوتي سيند د ويدي حوالو يوه جامع سروی وړاندې کړې ده. په وروستي کتاب 10 کې، د دې سيند په اړه يوازې په دوه حوالو کې په څرګند ډول اشاره شوې ده: 10.64.9، د درې سترو سيندونو سنهو، سرسوتي او سريو د مرستې غوښتنه کوي، او 10.75.5، د ناديستوتي سکته د جغرافيايي فهرست. په دې سرود کې، د سرسوتي سيند د جمنا او ستلج تر منځ اېښودل شوی دی.[۳۵][۶]
سرچينې
سمول- ↑ Kinsley 1998، م. 11, 13.
- ↑ "Sarasvati | Hindu deity". Encyclopedia Britannica. 2 May 2023.
- ↑ (Witzel 2012، مم. 74, 125, 133): "It can easily be understood, as the Sarasvatī, the river on earth and in the nighttime sky, emerges, just as in Germanic myth, from the roots of the world tree. In the Middle Vedic texts, this is acted out in the Yātsattra... along the Rivers Sarasvatī and Dṛṣadvatī (northwest of Delhi)..."
- ↑ Kinsley 1998، م. 10, 55-57.
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ Witzel 2001، م. 93.
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Wilke او Moebus 2011، م. 310.
- ↑ Klaus, K. Die altindische Kosmologie, nach den Brāhmaṇas dargestellt. Bonn 1986
- ↑ Samudra, XXIII Deutscher Orientalistentag Würzburg, ZDMG Suppl. Volume VII, Stuttgart 1989, 367–371
- ↑ Bhargava, M.L. (1964). The Geography of Rigvedic India. Lucknow. p. 5.
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ Giosan et al. 2012.
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ Maemoku او نور 2013.
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ ۱۲٫۳ Clift et al. 2012.
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ ۱۳٫۲ Singh 2017.
- ↑ Sankaran 1999.
- ↑ Singh et al. 2017.
- ↑ Wilke او Moebus 2011.
- ↑ Giosan et al. 2012، م. 1688-1689.
- ↑ Romila Thapar (2004). Early India: From the Origins to AD 1300. University of California Press. p. 42. ISBN 978-0-520-24225-8.
- ↑ Kocchar, Rajesh. "The rivers Sarasvati: Reconciling the sacred texts". RajeshKochhar.com (blog post); based on The Vedic People: Their history and geography.
- ↑ Witzel 2001، م. 81.
- ↑ Wilke او Moebus 2011، مم. 310–311.
- ↑ Kochhar, Rajesh (1999), "On the identity and chronology of the Ṛgvedic river Sarasvatī", in Roger Blench; Matthew Spriggs (eds.), Archaeology and Language III; Artefacts, languages and texts, Routledge, ISBN 978-0-415-10054-0
- ↑ Kochhar, Rajesh (1999), "On the identity and chronology of the Ṛgvedic river Sarasvatī", in Roger Blench; Matthew Spriggs (eds.), Archaeology and Language III; Artefacts, languages and texts, Routledge, ISBN 978-0-415-10054-0
- ↑ Romila Thapar (2004). Early India: From the Origins to AD 1300. University of California Press. p. 42. ISBN 978-0-520-24225-8.
- ↑ Encyclopædia Britannica, Sarasvati
- ↑ Upinder Singh (2008). A History of Ancient and Early Medieval India: From the Stone Age to the 12th Century. Pearson Education India. pp. 137–8. ISBN 978-81-317-1677-9.
- ↑ Charles Keith Maisels (16 December 2003). "The Indus/'Harappan'/Sarasvati Civilization". Early Civilizations of the Old World: The Formative Histories of Egypt, The Levant, Mesopotamia, India and China. Routledge. p. 184. ISBN 978-1-134-83731-1.
- ↑ Denise Cush; Catherine A. Robinson; Michael York (2008). Encyclopedia of Hinduism. Psychology Press. p. 766. ISBN 978-0-7007-1267-0.
- ↑ Danino 2010، م. 258.
- ↑ e.g. 7.96.4, 10.66.5
- ↑ Mayrhofer, EWAia, s.v. Saraswatī as a common noun in Classical Sanskrit means a region abounding in pools and lakes, the river of that name, or any river, especially a holy one. Like its cognates Welsh hêl, heledd ‘river meadow’ and Greek Script error: The function "Lang" does not exist. (hélos) ‘swamp’; the root is otherwise often connected with rivers (also in river names, such as Sarayu or Susartu); the suggestion has been revived in the connection of an "out of India" argument, N. Kazanas, "Rig-Veda is pre-Harappan", p. 9.
- ↑ by Lommel (1927); Lommel, Herman (1927), Die Yašts des Awesta, Göttingen-Leipzig: Vandenhoeck & Ruprecht/JC Hinrichs
- ↑ Bridget Allchin, Raymond Allchin, The Rise of Civilization in India and Pakistan, Cambridge University Press, 1982, P.358.
- ↑ Manu (2004). Olivelle, Patrick, ed. The Law Code of Manu. Oxford University Press. p. 24. ISBN 978-0-19280-271-2.
- ↑ Macdonell, Arthur Anthony; Keith, Arthur Berriedale (1912). Vedic Index of names and subjects (په انګليسي). Vol. 2. London: Murray. p. 434. OCLC 1014995385.