سردار محمد کبير خان

سردار محمد کبير خان (۴ د اکتوبر، ۱۸۹۵ ز. - ۱۹۶۵ ز. ) (په انگرېزي:Sardar Muhammad Kabir Khan) د امير حبيب الله خان او زرين تاج بېگم زوی و. هغه خپلې زده کړې په حربيه ښوونځي کې چې د کابل په باغ چارمرغا کې و تر سره کړي وې. هغه د افغانستان په پوځ کې يو جگپوړی پوځي افسر و. يو مهال هغه د صحت عامې ريس هم و. نوموړي څلور ودونه کړی وه لومړنۍ ماندينه يې يوه نورستانۍ وه چې تاجور خانم نومېده. دويمه ماندينه يې جان بېگم يوه چترالۍ وه درېمه ماندينه يې سايمه بېگم د نايب حبيب الله بېگ طرزي مشره لور وه او څلورمه ماندينه يې مرواريد يوه پنجشېرۍ وه. هغه په ۱۹۶۵ ز. کال کې د جلال آباد کابل په لويه لار کې په يوې ترافيکي پېښې کې ومړ.

زامن او لورگانې

هغه شپږ زامن او اووه لورگانې درلودې.

  1. جنرال محمد نظير جان سراج (د تاجور خانم زوی)
  2. ډاکټر احمد کبير خان سراج (د سايمه بېگم زوی)
  3. عزت الله جان سراج
  4. محمد بشير سراج (د تاجور خانم زوی)
  5. عبدالکبير خان سراج (د سايمه بېگم زوی)
  6. کبيرالله خان سراج (د سايمه بېگم زوی)
  7. ذکيه بېگم(د مرواريد لور)
  8. گلالی بېگم(د سايمه بېگم لور)
  9. کلثوم بېگم (د تاجور خانم لور)
  10. بشيره خانم
  11. گوهر خانم
  12. مستوره خانم
  13. صابره بېگم(د تاجور خانم لور)