سردار حيات الله خان

جنرال سردار حيات الله خان (۲۹ د دېسمبر، ۱۸۸۸ ز. - ۶ د جولای، ۱۹۲۹ ز.) چې لقب يې آزاد الدولة و د امير حبيب الله خان او صندل بېگم زوی و. هغه د خپل پلار او تر هغې وروسته د خپل ورور امير امان الله خان د واکمنۍ په وخت کې د افغانستان د حکومت د يو شمېر وزارتونو په څوکۍ او د کتغن او د کابل ولايتونو والي هم پاتې شوی.

سردار حيات الله خان

مخينه

سردار حيات الله خان د امير حبيب الله خان او صندل بېگم زوی و. هغه دوه مېرمنې درلودې، لومړنۍ ښځه يې زليخا بېگم لقب يې شاه بوبو و هغه د سردار محمد رفيق خان کشرۍ لور وه او دويمه مېرمن يې يوه چترالۍ ښځه وه. حيات الله خان درې زامن درلودله چې هر يو يې:

  1. محب الله خان آزاد سراج (د زليخا بېگم زوی)
  2. برهان الله خان سراج (د زليخا بېگم زوی)
  3. قدرت الله حضرت سراج (د چترالۍ ښځې زوی)

زده کړې او دندې

نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د کابل په حبيبيه ښوونځي کې ترسره کړې بيا يې پوځي زده کړې وکړې . تر زده کړو وروسته يې له ۱۹۰۵ ز. - ۱۹۰۷ ز. د کتغن د والي په دوگه دنده ترسره کړې او له ۱۹۱۱ ز. - ۱۹۱۲ز. ، ۱۹۱۲ز. - ۱۹۱۳ ز. او ۱۹۱۳ ز. - ۱۹۱۴ ز. په ژمي کې د کابل ولايت د والي دنده درلوده. له ۱۹۲۳ ز. - ۱۹۲۵ ز. کال پورې د افغانستان د ښوونې او روزنې وزير پاتې شوی. همداراز له ۱۹۲۵ ز. - ۱۹۲۹ ز. کال پورې د افغانستان د عدليې وزير پاتې شوی. په همدې موده کې يې حکومتي لوړه جايزه د لمر اعلی نښان ترلاسه کړ.

مړينه

سردار حيات الله خان په کابل کې په ۶ د جولای ۱۹۲۹ ز. کال کې کله چې حبيب الله کلکاني په واکمنۍ ورسېد، ووژل شو.

سرچينې