سترګې- ژبه- شونډې
د کتاب ځانګړنې:
د کتاب نامه: اسانه اسلامپوهنه ( د ژڼیو لپاره)
لیکوال: شیخ محسن قرآیتي (د تفسیر نور مفسر)
ژباړن: ډاکټر ذبیح الله اقبال
وېبپاڼه:www.andyal.com
نولسمه زده کړه: د پنځګر وینا (درې نعمتونه)
سمولالله په قرآن کې وايي:
((أَیَحْسَبُ أَنْ لَمْ یَرَهُ أَحَدٌ. أَلَمْ نَجْعَلْ لَهُ عَیْنَیْنِ. وَلِسَانًا وَشَفَتَیْنِ[1]= آيا (انسان) انګېري، چې هېچا ليدلى نه دى (چې ښېګڼه يې نه ده كړې) ؟! آيا دوه سترګې مو وركړې نه دي؟! او يوه ژبه او دوې شونډې؟!))
سمولانسان ويني؛ خو داسې خیال کوي، چې خدای به یې نه ویني؟!
آیا هېر کړي مو دي، چې خدای سترګې ته څو ساتندویان ګومارلي دي؟
اوښکې تروې دي، چې دننه سترګه وساتي او وریځي، باڼه او سترغلي چې د سترګې سپرګي دي.
د سترګې انځور اخستنه، اوډونولو ته اړتیا نه لري، ستړیا نه لري، هم ساده انځور اخلي، هم رنګي. آیا د انځور اخستو دستګاه چې له څلېښینو اوبو جوړه شوې او په میلیونو انځورونه اخلي، پنځګر نه لري؟
پر انځور اخستنې سربېره،په سترګو د غوسې او مینې څرګندونه کېږي.
سترګه د انسان د ښکلا وزله ده. انسان په یوه سترګه نشي کولای، چې واټن، ژوروالی او مسافت په ښه توګه درک کړي. سترګه د وګړیو د پېژندو وزله ده.
که د انسان غوږونه، شونډې او خوله تړل شوې وي، پېژندل کېږي؛ خو که پر سترګو یې پټۍ وي او وتړل شي؛ نو نه پېژندل کېږي.
سترګې نور خلک اغېزمنوي، د استاد له سترګو د زده کړیال د سترګو حیا.
(وَلِسَانًا وَشَفَتَیْنِ= او يوه ژبه او دوې شونډې؟!)
سمولژپه په دوو شونډو کلیمې جوړوي او بې شونډوو ډېری کلمات او غږونه نشي جوړولی.
بېلابېلې لهجې او ژبې د الله د ځواک له نښو ځنې دي. انسان د جملاتو او کلیماتو په جوړولو کې محدودیت نه لري.
په ژبه خوند څکل کېږي.
د خدای په ځواک، هومره اوبه، چې د حرکت، خبرو او ژوولو لپاره په کار دي، په خوله کې په اتومات بڼه جوړېږي، چې ژبه په ويښه او خوب کې لمده وي.
د خولې د اوبو تولید نه لږ دی نه ډېر، چې له خولې راتویې شي او نه دومره لږ دی،چې انسان دې اړ کړي، چې تل د اوبو ترڅنګ ووسي.
د خولې د اوبو خوند خوږ دی او بڼه یې داسې ده، چې د خوړو په هضم کې مرسته کوي.
ژبه خواړه د ژوولو لپاره غاښونو ته ورکوي؛ خو پخپله تر غاښونو لاندې نه راځي. ژبه خواړه څاري او تر خوړو روسته، خوله جارو کوي.
شونډې هم الهي نعمت دی. په ښکلې او منحني بڼه دي، په همدې شونډو ماشوم د مور تی روي، انسان پرې خبرې کوي، پوکی ورکوي، هوا پرې په آسانۍ او وړیا توګه ننباسي او وباسي.
رښتیا که شونډې یو د بل د پاسه نه وای او پرانستې وای؛ نو انسان څومره بدرنګېده، د خوړو او څښلو پر مهال به یې خواړه او اوبه له خولې راتویېدې او له خورا ستونزو سره به مخ و.
الله په قرآن کې څو څو ځل ويلي دي: که نعمتونه مو اپوټه کړي وای، تاسې به څه کول او چا ته به مو پناه وروړه او چا به مو ستونزه هواروله؟ د بېلګې په توګه: په ملک سورت کې لولو: ((قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَصْبَحَ مَاؤُكُمْ غَوْرًا فَمَنْ يَأْتِيكُمْ بِمَاءٍ مَعِين=ووايه : ((ما خبر كړئ، كه (د سيمې) اوبه مو [په ځمكه كې] ښكته ولاړې شي؛نو څوك درته روانې او خوندورې اوبه راولي؟!)) ))
سمول[1] ، بلد/۷-۹ آیتونه.