سترواک ژولیان

ژولیان یا یولیانوس (په لاتیني: Flavius Claudius Julianus؛ زوکړه: ۳۳۱ زکال – مړینه: د ۳۶۳ زکال د جون ۲۶مه) له ۳۶۱ زکال څخه تر ۳۶۳ زکال پورې رومي سترواک او همدارنګه مخکښ یوناني فیلسوف او لیکوال و. د هغه له خوا د عیسویت رد کول او پر ځای یې د نوي افلاطوني هلنېستي آئین ترویج لامل وګرځېد چې د عیسویت په تاریخ کې مرتد ژولیان وبلل شي.

ژولیان د لوی قسطنطین د وراره په توګه، د سترواکۍ کورنۍ ته اړوند له هغه محدود شمېر کسانو څخه و چې د خپل تره زوی دویم قنسطانطیوس د واکمنۍ پر مهال له تصفیې او کورنیو جګړو ژوندی پاتې شو. په ۳۳۷ زکال کې د ژولیان پلار اعدام شو؛ دغه یتیم ماشوم د قنسطانطیوس تر شدید څار لاندې خپل ډېر عمر تېر کړ. ورته مهال سترواک، ژولیان ته اجازه ورکړه څو په آزاده توګه په یوناني ژب ویونکي ختیځ کې خپلو زده کړو ته مخه کړي چې له امله یې نوموړی په غیر معمول بڼه د خپل مهال د سترواک لپاره په یو کلتوري کس واوښت. دویم قنسطانطیوس په ۳۵۵ زکال کې هغه خپل دربار ته راوغوښت او د ګال واکمن یې وټاکه. په داسې حال کې چې ژولیان په دولتي چارو کې تجربه نه لرله، خو له ځانه یې نه تمه کېدونې وړتیاوې وښودلې؛ په ټول راین کې یې د جرمنانو د بریدونو مخه ونیوله او هغوی یې مات کړل. همدارنګه یې د ویجاړو شوو ښارونو وګړي بیارغونې او هوسا ژوند ته وهڅول. نوموړی په ۳۶۰ زکال کې د خپلو سرتېرو له خوا په لوتتیا (پاریس) کې سترواک اعلان شو چې له امله یې د ده او قنسطانطیوس ترمنځ کورنۍ جګړې ته لمن ووهله. ورته مهال وړاندې له دې چې د دوی ترمنځ کومه جګړه وشي، قنسطانطیوس ومړ او له مړینې وړاندې یې ژولیان خپل ځای ناستی وټاکه.

ژولیان په ۳۶۳ زکال د ساسانیانو د سترواکۍ د نیولو په موخه جګړې ته مخه کړه. د هغه هڅې په پیل کې بریالی وې او په بین النهرین کې یې له تیسفون بهر بریا خپله کړه. ورته مهال هغه د ساسانیانو د سترواکۍ د پلازمېنې د کلابندولو هڅه وه نه کړه او پر ځای یې د فارس مرکزي برخې ته ولاړ، خو ډېر ژر له تامیناتي ستونزو سره په داسې حال کې مخ شو چې د فارسي جنګیالیو له خوا هم په بې دمې بڼه ورباندې بریدونه کېدل. همدا و چې اړ شو د شمال پر لور شاتګ غوره کړي. د سامرا د جګړې په اوږدو کې ژولیان د یو لړ ناڅرګندو شرایطو له مخې کلک ټپي شو. د سترواکۍ د ګارد لوړ پوړی افسر ژویان (یوویان) د هغه ځای ناستی شو چې په دام کې د ګیرو رومي ځواکونو د ژغورنې په موخه اړ شو د نیسبیس په ګډون یو شمېر قلمرونه پرېږدي.

ژولیان د روم د سترواکۍ وروستی غیرعیسوي سترواک و چې باوري و له پاشل کېدو څخه د سترواکۍ د ژغورنې لپاره اړینه ده د لرغوني روم د سترواکیو ارزښتونه او دودونه بېرته رامنځته شي. هغه پراخ دولتي جوړښتونه تصفیه کړل او هڅه یې وکړه د عیسویت په بیه د روم لرغوني مذهبي آئینونه بېرته را ژوندي کړي. په اورشلیم یا القدس کې د دریم معبد د جوړولو لپاره د هغه هڅې د یهودیانو د خوشحاله کولو پر ځای عیسویت ته د زیان رسونې په موخه وې. ژولیان همدارنګه عیسویان د کلاسیکو متنونو له تدریس او زده کولو منع کول. 

سترواکي او اداره

سمول

ژولیان د ۳۶۱ زکال د ډسمبر په ۱۱مه نېټه د یو ځانګړي سترواک په بڼه قسطنطنیې ته راغی او له دې سره چې عیسویت یې رد کاوه د هغه لومړنی سیاسي ګام د عیسوي دود له مخې د قنسطانطیوس د جنازې مدیریت و چې د حواریونو تر کلیسا پورې یې د هغه د جنازې ملتیا وکړه، او هلته د لوی قسطنطین په خوا کې خښ کړای شو. دغه اقدام د تاج او تخت اړوند د هغه د قانوني حق څرګندونکی و. اوس مهال داسې انګېرل کېږي چې له روم څخه بهر په یو عیسوي مرکز کې د سانتا کوستانزا مقبره ده د خپلې مېرمنې هلنا او ښوینې قنسطنطینا لپاره جوړه کړې وه. [۱][۲][۳]

نوي سترواک له ځنډ پرته د خپلو مخکښو ځای ناستو د ادارې ډول رد کړ. هغه په قنسطانطیوس باندې د هغه د ادارې د وضعیت او همدارنګه پخوانیو دودونو ته د نه پام له امله نیوکې کولې. هغه د څلورکسیزه دولت د سیسټم د رامنځته کولو په برخه کې هېڅ هڅه وه نه کړه، هغه سیسټم چې د دیوکلتیان له مهاله کارول کېده؛ له دې سره هم د یو مطلق استبدادي (اتوکرات) حکومت د جوړولو په هڅه کې نه و. د هغه فلسفي انګېرنې د هادریان او مارکوس اورلیوس د واکمنیو په څېر واکمنۍ جوړولو پر لور وې. [۴]

هغه د خپلو مخکښانو سلطنتي دربارونه بې ګټې، فاسد او لګښتمن بلل. له همدې امله یې په زرګونو خدمتګاران او اضافي مامورین له دندو ګوښه کړل. هغه په پخوانۍ اداره کې د فساد د قضایاوو د څېړنې په موخه د ځواکونو د اعلی قوماندان اربیتو په مشرۍ د کلسدون محکمه جوړه کړه. د قنسطانطیوس د رهبرۍ پر مهال یو شمېر لوړ پوړي چارواکي له دې ډلې یوزبیوس چې د هغه خانه سامان و، مجرمین وګڼل شول او اعدام شول. هغه د سترواکۍ د ننه د پریمانه فاسدو ادارو د کمښت په لټه کې و چې ملکي چارواکي، استخباراتي مامورین یا د سترواکۍ پیغام لېږدونکې برخه په کې شامله وه. [۵]

د ژولیان د سیاسي فلسفې یو اغېز هم دا و چې د سترواکۍ د بیروکراسۍ د کمښت په لګښت یې د ښارونو واکونه زیات کړل، ځکه چې ده هڅه کوله په ښاري چارو کې د سترواکۍ مستقیمه مداخله راکمه کړي. د بېلګې په توګه هغه شاهنشاهي دولت ته اړوندې ښاري ځمکې بېرته ښارونو ته وسپارلې او له امله یې د ښاري شوراګانو غړي مجبور کړای شول خپل مدني واکونه بېرته ترلاسه کړي، خو له دې سره ښارونو د آروم د تاج تر نامه لاندې د سرو زرو باج د اجباري مالیاتو پر ځای په دواطلبانه توګه ورکاوه. ورته مهال یې د ځمکو پخواني مالیات لغو کړل. دا هغه اصلاحي کلیدي ګام و چې پر مټ یې په ټوله سترواکۍ کې د فاسدو چارواکو واک را کم کړ ځکه چې نه ورکړل شوي پخواني مالیات په ستونزمنه بڼه محاسبه کېدل او ډېر مهال به یې له ځمکې ارزښت زیات و. د پخوانیو مالیاتو بخښنې د هغه محبوبیت لا پسې زیات کړ او لار یې برابره کړه چې د فعلي راغونډېدونکو مالیاتو کچه زیاته شي. [۶]

په داسې حال کې چې نوموړي د سترواکۍ ډېری واکونه ښارونو ته ورکړل، خو له دې سره یې هم د ډېرو چارو مسئولیت پر خپله غاړه واخیست. د بېلګې په توګه نوي مالیات او له مالیاتو څخه معافیتونه په مستقیما بڼه د هغه له خوا تائید کېدل، نه دا چې د سترواکۍ نورو ادارو ته د هغو مسئولیت وسپارل شي. ژولیان په ډاډمنه توګه هم له سیاسي او هم له مذهبي پلوه هماغسې یې چې غوښتل، د روم له ټولنې څخه یې خپل ځانګړی انځور درلود. د دریمې پېړۍ وحشتناک او له تاوتریخوالي ډک تنظیمات په دې معنی و چې ختیځه مدیترانه د دغې سترواکۍ په اقتصادي مرکز اوښتې وه. که چېرې ښارونه د نسبتا خپلواکو اداري مراکزو په توګه په پام کې ونیول شي، د سترواکۍ اداري ستونزې یې را کمې کړي او هغه څه چې ژولیان ته اړوندېدل د قانون پلي کول او د دغې سترواکۍ له پراخو پولو څخه په دفاع تمرکز لرل وو.

مړینه

سمول

په ۳۶۴ زکال کې لیبانیوس څرګنده کړه چې ژولیان د خپل یو عیسوي سرتېري له خوا وژل شوی؛ خو دغه خبره د معاصر تاریخ لیکونکي آمیانوس مارسلینوس او نورو تاریخ لیکونکو له خوا نه ده تائید شوې. جان ملالاس څرګندوي چې د هغه د وژنې امر د قیصریه لوی کشیش بازیل ورکړی و. له دې وروسته عیسوي تاریخ لیکونکو دغه خبرې ته تبلیغ وکړ چې ژولیان د مقدس مرکوریوس له خوا وژل شوی دی.

سرچينې

سمول
  1. Cambridge Ancient History v. 13, p. 60.
  2. Athanassiadi, p. 89.
  3. Webb, Matilda. The Churches and Catacombs of Early Christian Rome: A Comprehensive Guide, pp. 249–252, 2001, Sussex Academic Press, ISBN 1-902210-58-1, 978-1-902210-58-2, google books
  4. Cambridge Ancient History v. 13, pp. 63–64.
  5. Cambridge Ancient History v. 13, p. 61.
  6. Cambridge Ancient History v. 13, p. 65.