تګلاره په (انگرېزي:Strategy) د تګلارې يا ستراتیژی کلمه په اصل کی یوه فوځی کلمه ده. د ستراتیژی کلمه د یونانی ژبی د (Strategia) کلمې څخه اخیستل شوي ده، چی د امر ورکولو، سر لښکري او د لښکرکشۍ د علم معنی ورکوي. ستراتیژی په اوږده مهال کی د یوه سازمان لیدلوری او وسعت دی کوم چی په یوه کړکیچن چاپیریال کی د  سازمان د منابعو د پیژندنی په واسطه د سازمان لپاره ګټه تر لاسه کوي، تر څو د مارکیټونو ضروریات  او د ونډه اخستونکو توقعات پوره کړي. ستراتیژی هغه واحده او پراخه تګلاره ده چی د اداری بنسټیزو موخو تر لاسه کولو ته لاره هواروي.

د تګلارې د استعمال بيلګي سمول

١. چیرته چی سازمان یا کاروبار د اوږد مهاله اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کوښښ کوي.

٢. سازمان یا یو کاروبار باید په کومو مارکیټونو کی رقابت تر سره کړي او دغه مارکیټونه په کوم ډول فعالیتونه لیدل کیږي؟ (مارکیټونه، وسعت)

٣. څرنګه به دغه کاروبار په مارکیټ کی د رقابت کوونکو په پرتله ښی چاری تر سره کړي؟ (د سازمان یا کاروبار ګټه)

۴. کومی منابع (مهارتونه، دارائیګانی، پانګه اچوونه، اړیکی،  تخنیکی رقابت او سهولتونه) د رقابت لپاره اړین دي؟ (منابع)

۵. کوم بهرنی، چاپیریالي فکتورونه د سازمانونو یا کاروبارونو توان تر اغیزی لاندی راولي؟ (چاپیریال)

۶. هغه څوک چی په سازمان یا کاروبار کی دخیل دي کوم ارزښتونه او توقعات لري؟ (ونډه اخستونکي) 

 ستراتیژیک پلان جوړونه د دولتي او نادولتي دواړو سازمانونو لپاره اړین دی او څوک چی په دی سازمانونو کی دنده تر سره کوي باید پری وپوهیږي او د خپلو ادارو لپاره ستراتیژی جوړه کړي او په عمل کی یی راولي. 

د ستراتیژی سطحې سمول

ستراتيژی يا تګلاره په یوه سازمان کی په لاندې مختلفو سطحو کی قرار لري: 

١. د سازمان په سطحه ستراتیژی

دا د یوه سازمان په عمومی هدف او وسعت باندی متمرکزه ده تر څو د ګټه اخستونکو توقعات پوره کړی شي. دا یوه مهمه سطحه ده او دا د سازمان یا کاروبار د پانګه اچوونکو په واسطه تر اغیزی لاندی راځي او د سازمان یا کاروبار خاوندان د ټول سازمان یا کاروبار د ستراتیژیکی پریکړی نیونی په اړوند عمل تر سره کوي. چی سازمانی سطحه ستراتیژی د رسالت سپارلو په بیانیه کی په ساده او روښانه ډول ذکر کیږي. 

٢. د کاروباري واحد په سطحه ستراتیژي دا ستراتیژی اکثره وخت په دی پوری متمرکزه وي چی څرنګه به یو سازمان په کامیابی سره په یوه ټاکلی بازار کی رقابت وکړی شي. همدارنګه د تولید د انتخابولو د ستراتیژیکو فیصلو ترسره کول، د مشتریانو د ضرورتونو پوره کول، په رقابت کوونکو باندی د ګټی تر لاسه کول او د نویو فرصتونو ایجادول  د دی ستراتیژی پوری اړه لري.  

٣. وظیفوي او یا د څانګی په سطحه ستراتیژي 

د دی ستراتیژی تمرکز په دی وي چی څرنګه به د یوه سازمان هره برخه سازماندهی کړی شي تر څو سازمانی او د کاروباري واحد په سطحه ستراتیژیک مسیر تعقیب کړل شي. ځکه نو وظیفوي سطحه ستراتیژی په هغه موضوعاتو ډیره متمرکزه وی چی د منابعو، پروسو، افرادو او نورو سره سر او کار ولري. 

ستراتیژی څرنګه اداره کیږي؟ سمول

په پراخه مفهوم، ستراتیژیک مدیریت د ستراتیژیکو پریکړی نیولو په اړه وي، هغه پریکړی چی دا دری پوښتنی (څه تر سره کوو؟، د چا لپاره…، څنګه کامیابیږو) ځواب کړی شي. خو په عمل کی، د شروع نه تر اخره د ستراتیژیک مدیریت پروسه درې عمده اجزاوي لري، چی په لاندی شکل کی یی لیدلی شئ: 

 ١. د ستراتیژی تحلیل

٢. د ستراتیژی تطبیق

 ٣. د ستراتیژی انتخاب 

 ستراتیژیک پلان جوړونه څه ده؟ سمول

ستراتیژیک پلانول دا را په ګوته کوي چی سازمان به په راتلونکی یو کال یا زیاتو کلونو کی چیرته ځان ورسوي؟، هغی ځای ته به څنګه ځان ورسوي؟ او څنګه به په دی پوه شي چی هغلته چی غواړي ځان ورسوي ورسیږي او یا نه؟ د ستراتیژیک پلان تمرکز عموماَ په ټول سازمان وي، ولی د یوه کاروباري پلان تمرکز عموماَ په تولیداتو یا خدماتو او یا هم په پروګرام وي. هغه لاره چی ستراتیژیک پلان پری جوړیږي د سازمان د رهبری، فرهنګ، پیچلتیا، چاپیریال، سایز او د پلانوونکو په تجربی پورې اړه لري. 

ستراتیژیکه پلان جوړونه په رسمی ډول د سازمان د راتلونکی په باره کی فکر کول دي. ټول ستراتیژیک پلانونه کم تر کمه د لاندی دری مهمو پوښتنو سره سروکار لري:

١. مونږ څه تر سره کوو؟

٢. د چا لپاره یی تر سره کوو؟

٣. مونږ څنګه کامیابیږو ( په هغه څه کی چی تر سره کوو یی څنګه کامیابیږو)؟ 

د ستراتیژیکی پلان جوړونی ګټی سمول

که تاسو ستراتیژی نه لری نو تاسو به د یوه بل چا د ستراتیژی یوه برخه شئ.
الوين ټوفلرامريکايي ليکوال

ستراتیژیک پلان جوړونه په یوه سازمان کی د مختلفو اهدافو په منظور جوړیږي چی ځینی یی په لاندی ډول دي:

١. د سازمان هدف په واضحه توګه تشریح کوي او حقیقی نهایی او لنډ مهاله اهداف رامنځته کوي.

٢. د سازمان ټولو افرادو ته دغه نهایی اهداف او لنډ مهاله اهداف د افهام او تفهیم د وسایلو په واسطه رسوي.

٣. د پلان د مالکیت حس ته پراختیا ورکوي.

۴. د منابعو د استعمال موثریت د سازمان د منابعو د استعمال د لومړیتوب حق په پام کی نیولو سره زیاتوي.

۵. داسی یو اساس جوړوي چی له مخی به یی د کار پیشرفت اندازه کیدلی شي او د پیژندل شوي بدلون لپاره یو میکانیزم جوړوي کله چی ورته اړتیا پیښه شي.

۶. د هر یوه نظر ته په کی غوږ نیول کیږي تر څو داسی تفاهم رامنځ ته کړي چی له مخی به یی د سازمان تګلاره روښانه شي.

۷. د سازمان په تمرکز او یووالی کی مرسته کوي، چی په واسطه به یی زیات موثریت رامنځ ته شي.

۸. د سازمان کارمندان همدارنګه د مدیره هیئت غړي سره وصلوي یا هماهنګ کوي.

۹. په کارمندانو او هم په مدیره هیئت کی قوي ټیمونه رامنځته کوي.

۱۰. د کار مولدیت زیاتوي.

۱۱. د لویو ستونزو په حلولو کی مرسته کوي چی سازمان ورسره مخامخ کیږي. 

څرنګه ستراتیژیک پلان جوړ کړو؟ سمول

د لرلید بیانیه، د رسالت سپارلو بیانیه

لرلید: لرلید هغه لارې را په ګوته کوي چی له مخی یی سازمان خپل راتلونکی ګوري. لرلید یو اوږدمهاله دید یا نظر دی. چی په اوږده مهال کی سازمان د بري لپاره داسی یو لرلید ته ضرورت لري چی څنګه به په راتلونکی کی سازمان بدلون ومومي او ښه والی به په کی رامنځته شي. د یوه سازمان لرلید سازمان ته انرژي او قوت ورکوي او د کارمندانو په تشویقولو کی مرسته کوي. 

د یوه خیریه سازمان چی وړیا توکی په غریبو ویشي د لرلید بیانیه یی شاید په لاندی ډول وي:

یوه داسی نړۍ چی غربت په کی نه وي.

د ننګرهار پوهنتون د ستراتیژیک پلان (چی څو میاشتی مخکی جوړ شوی دی) د لرلید بیانیه په لاندی ډول ده: 

“ننګرهار پوهنتون داسی لرلید لري چی محصلین په اسلامي، ملي او دیموکراتیکو ارزښتونو او ارزو ګانو وروزي، تر څو د هیواد په پرمختګ او بیا رغاونه کی فعاله ونډه واخستلی شي او په پوره ډول د دی توانایی ولري چی د سیمی او نړی ټولی اکادمیکی او علمی اړتیاوي پوره کړی شي.  

د رسالت سپارلو بیانیه: د رسالت سپارلو بیانیه د سازمان اساسي مقصد واضح کوي. د رسالت سپارلو بیانیه د (مونږ څه کوو؟) جملی لپاره ځواب وړاندی کوي. د مثال په ډول د پورته ذکر شوي خیریه سازمان د رسالت سپارلو بیانیه شاید په لاندی ډول وي: 

بی کوره شویو او وزګارو اشخاصو ته د دندې روزنیز کورسونه دایرول.

همدارنګه د ننګرهار پوهنتون په ستراتيژیک پلان کې د رسالت سپارلو بیانیه په لاندې ډول ذکر شوی ده:  ننګرهار پوهنتون چی یوه اکادمیکه اداره ده، پتیلې ده چی یو نوی نسل په مختلفو نظمونو وروزي تر څو د ټولنې، سیمې او نړی د خدمت مصدر وګرځي. علاوه د دې، هڅه کوي چی پرمختګ وکړي تر څو د پرمختللو اکادمیکو ادارو په قطار کی راشي او ټولنی ته صلح، پیوستون، وقار او کامیابي ور په برخه کړي.   

د چاپیریال تحلیل  

د ستراتیژیک پلان جوړولو ډیر مهم اسباب د چاپیریال تحلیل دی. چاپيریال د څلورو تورو لکه: قوت نقطو، ضعف نقطو، فرصتونو او ګواښونو معنی لري. د دی اسبابو عمده هدف د داخلي ستراتیژیکو فکتورونو (د قوت نقطی او د ضعف نقطی چی سازمان یی لري) تحلیل او همدارنګه د بهرني فکتورونو (فرصتونه او ګواښونه) چی د سازمان د کنترول لاندی ندي تحلیل دی. 

د قوت نقطی او د ضعف نقطی هغه فکتورونه دي چی د سازمان د داخل لخوا تری متاثره کیږي او د سازمان تر کنترول لاندی دي. ولی فرصتونه او ګواښونه هغه فکتورونه دي چی یو سازمان پری د بهر نه متاثره کیږي او د سازمان په کنترول کی نه وي. پر دی نقطو باید ژور غور وشي او د سازمان قوي او ضعیفی نقطي د ګواښونو او فرصتونو سره ونښلول شي. دا کیدلی شي چی لست شي او یا هم په یوه جدول کی وښودل شي. 

 په لاندی جدول کی د ننګرهار پوهنتون د ستراتیژيک پلان د چاپیریالي تحلیل د هر جز څخه دوه دوه جملی راخستل شوي دي. د ضعف نقطي:

  •  د کافي استادانو او د استادانو د بستونو نشتوالی
  • د کافي ساحی او فزیکی تاّسیساتو نه شتوالی 

د قوت نقطي:

  • د هیواد په تاریخ کی په ملی سطحه دویم لوی پوهنتون
  • د ډیرو فاکولتو او ډیپارتمنتونو درلودل

ګواښونه:

  •  د سازمانونو او دولتی نورو اورګانونو لخوا د مناسبی همکاری نشتوالی
  •  د علمی او مالی خودمختاری نه درلودل 

فرصتونه:

  •  په ملی سطحه د ستراتیژیک پلان شتون، د لوړو زده کړو وزارت د ستراتیژیک پلان او د ولایت د ستراتیژیک پلان شتون
  •  د بهرنیو مرستندویه اداری شتون او هغو سره د اړیکې 

د ستراتیژيک پلان اهداف  

یو نهایی هدف د یوه ټاکلي ټارګټ څخه عبارت دی، د یوی نتیجې پایله ده او یا هر هغه څه دی چی مطلوب وي. دا د یوه سازمان د لرلید په تر لاسه کولو کی یو لوی قدم دی.

په پلانولو کی نهایی هدف هر هغه ځای دی چیرته چی سازمان غواړي ځان ورسوي.  د مثال په ډول (په خپله د ځان تمیلول او د مالی لحاظه خود کفا کیدل) شاید د یوه سازمان یو نهایی هدف وي. یو سازمان شاید د خپل لرلید د تر لاسه کولو لپاره څو نهایی اهداف جوړ کړي.  

مقاصد  

مقصد د مشخص هدف څخه عبارت دی. د هر یوه نهایی هدف د تر لاسه کولو لپاره شاید څو مقاصدو ته اړتیا پیښه شي. د نهایی اهدافو او مقاصدو تر منځ تفاوت زیات وخت ډیر ستونزمن وي. ولی دا تل په یاد ولری چی نهایی هدف د هغه مطلوب حالت وضاحت دی چی سازمان یی په راتلونکی کی غواړي تر لاسه یی کړي او مقصد د هماغه حالت د تر لاسه کولو لپاره پیشرفت اندازه کوي. د مقاصدو ځینی نمونی په لاندی ډول دي: 

١. په راتلونکی یو کال کی د استادانو شمیره د ۳۲۵ څخه ۵۰۰ تنه ته لوړول

٢. د ساینس فاکولتی تاّسیس

او داسی نور 

کاری پلان

د مقاصدو او په نهایت کی د نهایی هدف او لرلید د تر لاسه کولو لپاره لازمه ده چی یو تفصیلی کاری پلان جوړ شي. کاري پلان په ترتیبی ډول د کار ویش دی چی دا کارونه به د سازمان د ټیم له خوا تر سره شي تر څو د سازمان اهداف تر لاسه شي.  

يو ستراتیژیک پلان شاید په لاندې ډول د عنوانونو په ترتیب جوړ شي:

١. مقدمه

٢. لنډیز یا خلاصه

٣. پس منظر او تاریخچه

۴. اهداف

۵. د ستراتیژیک پلان سازمان

۶. مقاصد

۷. د لرلید شرح

۸. د رسالت سپارلو شرح یا بیانیه

۹. مهمی چاپیریالی نقطی

۱۰. ستراتیژیک لوری

۱۱. د اهدافو ساحه

۱۲. د یوه کال ستراتیژیک کاري پلان

لیکونکی: عبدالقدیر شیرزاد. دشهید وحیدالله احمد داداری اوحسابداری انستیتوت کندهار