ستاني‌سواف اولام


ستاني‌سواف مارچین اولام (په انګلیسي: Stanisław Marcin Ulam؛ پیدایښت: ۱۳-اپرېل-۱۹۰۹؛ مړینه: ۱۳-مې-۱۹۸۴) یو پولنډي الاصله امریکایي ریاضي‌پوه او هستوي فزیک‌پوه ؤ. هغه د منهټن په پروژه کې ونډه واخېسته، د ترمو-هستوي وسلو (هایدروجني بمونو) اړوند تېلر-اولام پر طرحې باندې یې کار پیل کړ، د حجروي اتوماتا مفهوم یې کشف کړ، د محاسباتو په تړاو یې د مونتې کارلو مېتود رامنځ‌ته کړ او د هستوي پالس محرکه قوې وړاندیز یې وکړ. اولام په نظري او تطبیقي ریاضیاتو کې ځینې قضیې ثبوت او ځینې ګوماني قضیې یې وړاندې کړې.

اولام د پولنډ په یوې شتمنې یهودي کورنۍ کې زېږېدلی ؤ، ریاضیات یې د لَویف په پولیتخنیک انسټیټوت کې زده کړل او په ۱۹۳۳ز کال کې یې په همدغه انسټیټوت کې د کاځیمیش کوراتوفسکي او وودځیمیش ستوژک تر نظر لاندې خپله ډوکتورا ترلاسه کړه. په ۱۹۳۵ز کې، جان فون نیومان (چې اولام سره یې په وارسا کې لیدلي وو) هغه ته بلنه ورکړه ترڅو د نیوجرسي په پرېنستون کې «د پرمختللو مطالعاتو انسټیټوت» ته د څو میاشتو لپاره ورشي. له ۱۹۳۶ څخه تر ۱۹۳۹ز کال پورې، هغه به دوبي په پولنډ او تحصیلي کلونه د ماساچوست په کمبرېج کې په هاروارډ پوهنتون کې تېرول او هلته یې د ارګودیک تیوري په هکله مهمې پایلې ترلاسه کړې. د ۱۹۳۹ کال د اګوسټ پر ۲۰مه، هغه د وروستي ځل لپاره له خپل ۱۷ کلن ورور آدم اولام سره امریکا ته سفر وکړ. په ۱۹۴۰ز کال کې په ویسکانسین-مدیسن پوهنتون کې د همکار استاد په توګه وګورمال شو او په ۱۹۴۱ز کال کې یې د متحده ایالاتو تابعیت ترلاسه کړ.[۱]

هغه ته د ۱۹۴۳ کال په اکټوبر کې د هانز بېته له‌خوا بلنه ورکړل شوه ترڅو په نیومکسیکو کې د لاس الاموس د مخفي لابراتوار په منهټن پروژه کې ګډون وکړي. هلته هغه د دننه-چاودېدونکو وسلو د اړتیا وړ چاودېدونکو لنزونو د چلند وړاندوینې په موخه پر هایدروډینامیکي محاسباتو باندې کار وکړ. هغه د ادوارډ تېلر په ډله کې ګومارل شوی ؤ ترڅو د تېلر او انریکو فرمي لپاره د تېلر «غټ» بم جوړولو په برخه کې کار وکړي. له دوه‌یمې نړیوالې جګړې وروسته هغه خپله دنده پرېښوده او د سویلي کالیفورنیا په پوهنتون کې د همکار استاد په توګه وګومارل شو، خو په ۱۹۴۶ز کال کې بېرته لاس الاموس ته ستون شو ترڅو پر ترمو-هستوي وسلو باندې کار وکړي. د محاسبانو (چې هغه مهال ورته کمپیوټر ویل کېدل) ښځينه کدر په مرسته هغه وموندله چې د تېلر «غټ» بم طرحه د پلي کېدو وړ نه‌ده. د ۱۹۵۱ کال په جنوري کې اولام او تېلر د تېلر-اولام طرحه وړاندې کړه چې په ټولو ترمو-هستوي وسلو کې د بنسټ په توګه کارول کېږي.

په پولنډ کې سمول

اولام د ۱۹۰۹ کال د اپرېل پر ۱۳مه د ګالیسیا په لمبرګ ښار کې زېږېدلی ؤ. هغه مهال، ګالیسیا د اتریش-هنګري په ټولواکمنۍ کې د ګالیسیا او لودومریا پاچاهۍ پورې اړه درلوده، چې د پولنډیانو لپاره د اتریش خاورې په توګه پېژندل کېده. په ۱۹۱۸ز کال کې، د نوي جوړ شوي پولنډ «د پولنډ دوه‌یم جمهوریت» یوه برخه شوه او ښار بېرته په خپل پولنډي نوم «لَویف» ونومول شو.[۲]

«اولامان» یوه شتمنه پولنډي یهودي کورنۍ وه؛ خصوصي بانکونه او همدا راز په صنعت او نورو برخو کې یې کارپوهان درلودل. په خپله د اولام کورنۍ (مور، پلار، وروڼه او خویندې یې) د ژوند وضعیت ښه ؤ خو ډېر شتمن نه‌وو. پلار یې «یوزف اولام» په لَویف کې زېږېدلی او حقوقپوه ؤ، او مور یې «انا» (کورنی نوم: آورباخ) په ستري کې زېږېدلې وه. تره یې «میخاو اولام» مهندس، د ودانیو جوړولو قراردادي او د لرګي صنعتکار ؤ. له ۱۹۱۶ څخه تر ۱۹۱۸ز کال پورې د یوزف کورنۍ د لنډې مودې لپاره په ویانا کې مېشته وه. له ستنېدو وروسته یې، لَویف د پولنډ او اوکراین د جګړې ډګر ګرځېدلی او د اوکرایني ځواکونو له‌خوا کلابند شوی ؤ.

په ۱۹۱۹ز کال کې، اولام د لَویف جمنازیم Nr. VII کې شامل او په ۱۹۲۷ز کال کې له هغه ځایه فارغ شو. وروسته یې د لَویف په پولیتخنیک انسټیټوت کې د ریاضیاتو په څانګه کې زده‌کړې وکړې. په ۱۹۳۲ز کال کې یې د کاځیمیش کوراتوفسکي تر نظر لاندې د هنرونو ماسټري سند ترلاسه کړه او په ۱۹۳۳ز کال کې د ساینس ډوکتور شو. په ۱۹۲۹ز کال کې شل کلن ؤ چې خپله لومړۍ مقاله «د سټونو تابع په هکله» یې په «Fundamenta Mathematicae» علمي ژورنال کې خپره کړه. اولام له ۱۹۳۱ څخه تر ۱۹۳۵ز کال پورې ویلنیوس، ویانا، څوریخ، پاریس او د انګلستان کمبرېج ته سفرونه او مطالعات ترسره کړل. په کمبرېج کې یې له ګ. ھ. هاردي او سوبرامانیان چندراسیکار سره ولیدل.[۳][۴]

متحده ایالاتو ته کډه سمول

په ۱۹۳۵ز کې، جان فون نیومان، چې اولام سره یې په وارسا کې لیدلي وو، هغه ته بلنه ورکړه ترڅو د نیوجرسي په پرېنستون کې «د پرمختللو مطالعاتو انسټیټوت» ته د څو میاشتو لپاره ورشي. د همهغه کال په ډسمبر میاشت کې اولام متحده ایالاتو ته ولاړ. په پرېنستون کې هغه په لکچرونو او سیمینارونو کې ونډه اخېستله او هلته د اوسوالد وبلن، جېمز الکساندر او آلبرټ انشټین په درسونو کې کښېناسته. د فون نیومان د یوې مېلمستیا پر مهال، هغه له ج. د. بیرکهوف سره ولیدل؛ بیرکهوف ورته وړاندیز وکړ ترڅو د هاروارډ همکارانو په ټولنه کې د یوې دندې لپاره غوښتنه وکړي. د بیرکهوف له وړاندیز وروسته، اولام له ۱۹۳۶ څخه تر ۱۹۳۹ز کال پورې، دوبي په پولنډ او تحصیلي کلونه د ماساچوست په کمبرېج کې په هاروارډ پوهنتون کې تېرول؛ په هاروارډ پوهنتون کې یې له جان اوکستوبي سره کار وکړ او د ارګودیک تیوري په هکله مهمې پایلې ترلاسه کړې. د دغو هلوځلو لاس‌ته راوړنې په ۱۹۴۱ز کال کې په «Annals of Mathematics» ژورنال کې خپرې شوې. په ۱۹۳۸ز کال کې د ستانیسواف مور «انا هانا اولام» (کورنی نوم: آورباخ) د سرطان له‌امله مړه شوه.

د ۱۹۳۹ کال د اګوسټ پر ۲۰مه، په ګدینیا کې، یوزف اولام خپل ورور شیمون، او زامن ستاني‌سواف او ۱۷ کلن آدم په یوې کښتۍ کې کښېنول او د متحده ایالاتو په لور یې واستول. یوولس ورځې وروسته آلمانیانو پر پولنډ برید وکړ. د دوو میاشتو په اوږدو کې، آلمانیانو د پولنډ لوېدیځه برخه په بشپړه توګه اشغال کړه؛ له بلې خوا د شوروي اتحاد هم بریدونه پیل کړ او د پولنډ ختیځه برخه یې ونیوله. د دوو کلونو په ترڅ کې، یوزف اولام او د کورنۍ پاتې غړي یې، د ستاني‌سواف خور «ستېفانیا اولام» په شمول د هولوکاسټ له قربانیانو څخه وو، هوګو شتاین‌هاوس پټ شو کاځیمیش کوراتوفسکي په وارسا کې د ځمکې لاندې، په مخفي توګه، درس ورکاوه، وودځیمیش ستوژک او دوه زامن یې د لَویف استادانو ټولوژنې په ترڅ کې ووژل شول، او وروستۍ ریاضیکي مساله په سکاتلنډي کتاب کې ثبت شوه. ستېفان باناخ د رودولف وایګل د تیفوس څېړنیز انسټیټوټ کې د سپږو په تغذیې سره له نازي اشغال څخه وژغورل شو. په ۱۹۶۳ز کال کې آدم اولام، چې په هاروارډ کې یو مشهور کرملین‌پېژندونکی ؤ، د جورج وولسکي له‌خوا یو لیک ترلاسه کړ؛ نوموړی د پولنډ ځواکونو له تېښتې وروسته د یوزف اولام په کور کې پټ شوی ؤ. دغه یادښت د ۱۹۳۹ز کال په وروستیو کې د لَویف له دردناکو پېښو کیسه کوله. د ژوند په وروستیو کلونو کې ځان «د یوه اګنوسټیک په توګه پېژنده. ځینې وختونه د هغو ځواکونو په هکله ډېر ژور تفکر ته لاهو شم چې زما لپاره د لیدلو وړ نه‌دي. کله چې د خدای نظریې ته ډېر نږدې شم، سملاسي د دې نړۍ له وحشتونو څخه ځان پردی احساسوم او فکر کوم چې هغه [خدای] یې زغمي».

په ۱۹۴۰ز کال کې، د بیرکهوف له سپارښتنې څخه وروسته، په ویسکانسین-مدیسن پوهنتون کې د همکار استاد په توګه وګورمال شو. هغه په ۱۹۴۱ز کال کې یې د متحده ایالاتو تابعیت ترلاسه او په همدې کال کې یې له فرانسواز آرون سره واده وکړ. فرانسواز فرانسوۍ وه او په مونت هولیوک کالج کې زده‌کړې کولې او اولام سره یې په کمبرېج کې ولیدل. هغوی د «کلایر» په نامه یوه لور لرله. په مدیسن کې، اولام خپل ملګری او همکار سي. جې. اېورت ولیده او د هغه په همکارۍ یې یوشمېر مقالې ولیکلې.

سرچينې سمول

  1. "Mathematics Genealogy Project: Stanisław Marcin Ulam". Mathematics Genealogy Project (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Stanislaw Ulam | Biography, Facts, & Spiral". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Andrzej M. Kobos (1999). "Mędrzec większy niż życie" [A Sage Greater Than Life]. Zwoje (په پولينډي ژبه کي). 3 (16). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ مارچ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Andrzej M. Kobos (1999). "Mędrzec większy niż życie" [A Sage Greater Than Life]. Zwoje (په پولينډي ژبه کي). 3 (16). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ مارچ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)