سبت لمانځنه
سبت لمانځنه د لسو احکامو سره سم، په مسيحيت کې د سبت د ورځې د رعایت ملاتړ کوي (سبت په یهوديت او مسیحيت کې د شنبې یا يکشنبې ورځ ده چې په دې اديانو کې د ارام یا رخصتۍ لپاره ځانګړې شوې). [۱]
د يکشنبې د ورځې عبادت او د ارام د ورځې په څېر لمانځل د لومړۍ ورځې سبت لمانځنې يوه بڼه ده، يو داسې فکر چې له تاريخي اړخه ورته د کانګريګيشنلستانو، پريسبيټيرينانو، ميتوډستانو، موراويانو، کواکرانو، تعميد ورکونکو او تر څنګ يې ډېرو اسقفانو په څېر د غېر موافقپالو (د رسمي کليسا مخالفو) له خوا اشاره شوې وه. د يکشنبې د ورځې د سبت لمانځونکو (د لومړۍ ورځې سبت لمانځونکي) په منځ کې، د خدای د ورځې په لمانځلو کې عموماً د يکشنبې ورځې د سهار په عبادت کې شرکت، د يکشنبې د ښوونځي په واسطه د تعليمي زده کړې کول، د مهربانۍ (رحم) کارونه تر سره کول (لکه په انجيلي بشارت کې په زندانونو کې د بنديانو سره ليدل او په روغتونونو کې د ناروغانو پوښتنه کول)، او د يکشنبې ورځې په ماښام په عبادت کې د شرکت تر څنګ، د يکشنبې په ورځ د څه شي له پيرلو څخه ډډه کول، د خدمت کار کول، لوبې کول، تلويزیون کتل، او په هوټل کې د ماښام ډوډۍ خوړل شامل دي. په لوېديځ کلتور کې د لومړۍ ورځې د سبت لمانځنې اغېز د يکشنبې ورځې د شنو قوانينو (د خلکو په کړنو د څار مقررات) په څېر کړنو څخه روښانه کېږي.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
د اومې ورځې د سبت لمانځنه يو خوځښت دی، چې عموماً د سبت د حکم ټکی په ټکی لوستل پکې رانغښتي دي، کوم چې د اونۍ اومه ورځ يعنې شنبه د عبادت او ارام د ورځې په توګه ځانګړې کوي. يهوديت له لرغونې زمانې څخه له اومې ورځې د سبت په توګه مراقبت کړی دی، په تکوين 2 کې د تخليق د روایت څخه وروسته، په کوم کې چې په څرګند ډول ويل شوي دي چې خدای اومه ورځ برکتي او سپېڅلې کړې وه، او په اومه ورځ يې د خپلو ټولو مخلوقاتو څخه ارام کړی و، کوم چې خدای پنځولي وو. د اومې ورځې تعمید ورکونکي د شنبې ورځې ډيری نورې چارې شخصي ضمير ته پرېږدي. سبت لمانځونکي اډوينټيسټان (د اومې ورځې اډوينټيسټي کليسا، داودي د اومې ورځې اډوينټيسټان، د خدای کليسا (اومه ورځ)، او نور) دې ته ورته نظريات لري، خو د جمعې ورځې د لمر پرېوتو څخه د شنبې د لمر پرېوتو پورې د سپېڅلي کتاب اصلي موده رعايت کوي. په ايتوپیا او ايريتريا کې د ارتودوکس توحيدي کليساګانې د اومې ورځې سبت تر څنګ د يکشنبې ورځ د رب د ورځې په توګه رعايت کوي. په ورته توګه، قبطي کليسا، چې د شرقي ارتودوکس يوه بله هسته ده، "دا شرط وضع کوي چې د اومې ورځې سبت لمانځنه او تر څنګ يې يکشنبه بايد په پرله پسې ډول د مذهبي لمانځنې لپاره د جشن د ورځې په توګه وبلل شي".[۱۰][۱۱][۱۲]
له تاریخي اړخه دا له ابتدايي مسيحيت، وروسته بيا له ختيځې کليسا او ايرلنډي کليسا، او بيا له «پيوريټن» سبت لمانځنې څخه سرچينه اخلي، کومو چې يکشنبه، د رب ورځ، د سبت د حکم د اصولو په پلې کولو کې د سپېڅلې بللو لارښوونې انځور کړي دي.[۱۳]
د سبت نه لمانځل يو داسې اند دی چې د ټولې سبت لمانځنې مخالفت کوي، او په دا ډول ځانګړو طريقو د عمل کولو د سپارښتنې څخه د مسيحيانو د ازادولو اعلان کوي. دا د مسيحي کليسا په نظریه کې هغه اصول رعایت کوي، چې کليسا د دا ډول قانون يا مقررې پابنده نه ده، بلکې د خپلې مفکورې سره سم د سبت د اصولو د رعايت لپاره د ځای او وخت د ټاکنې ازادي لري: د ارام ورځ ټاکل، يا نه ټاکل، د عبادت ورځ ټاکل یا نه ټاکل، که هغه شنبه وي که يکشنبه وي، يا په کومه بله ورځ وي. په دې کې یو شمېر غېر مذهبي کليساوې شاملې دي.
تاریخ
سمولالاهي شاليد
سمولد رومي کاتوليکې کليسا، ميتوډسټ کليساګانو او اصلاح شويو کليساګانو په ګډون، ډېری مسيحي کليساګانې په دوديز ډول مني چې په عهد قديم کې قانون درې برخې درلودې او هغه دا دي: رسمي، اخلاقي او مدني. دوی د دې ښودنه کوي، په داسې حال کې چې رسمي (لمانځل کېدونکې) او مدني (قضايي) قوانين لغوه کړای شوي دي، لسو احکامو کې شته اخلاقي قانون اوس هم په مسيحي مؤمنانو لازمي دي. د دې لسو احکامو په منځ کې، "د سبت لمانځلو ورځ ياد ساتل، تر څو سپېڅلې وساتل شي"، هم شامل دی، د کومو په اړه چې يهود او مسيحيان باور لري چې د خدای په ګوتو ليکل شوی دی.[۱۴][۱۵][۱۶]
د عهد جديد تر مخې، د عيسی مسيح د بيا راکوزېدو وروسته هغه د اونۍ په لومړۍ ورځ خپلو شاګردانو ته راڅرګند شو (متی 28:1، مرقس 16:2، قوقا 24:1، يوحنا 20:1-19)، روح مقدس د اونۍ په لومړۍ ورځ (پنټيکاسټ يکشنبه «د پنځوسمې اختر») کليسا ته واستول شو، شاګردانو يې د رباني عشاء مراسم ولمانځل او د اونۍ په لومړۍ ورځ يې په راټولولو پيل وکړ (اعمال الرسل 20:7، 1 کرنتيان 16:1-2)؛ سربېره پر دې چې د اونۍ لومړۍ ورځ ته د یوحنا مکاشفه 1:10 کې د خدای د ورځې په توګه اشاره شوې ده – دې موندنو د مسیحيانو لپاره، د يهودي شبات د تکميل په توګه د خدای د ورځې د الاهي بنسټ په ډول کار وکړ، دا هغه بدلون دی چې دا مسيحيان باور لري په اشعياء 65:17 کې د هغې وړاندوينه شوې وه.[۱۷]
رسولي قوانين (شا او خوا 380)، په دويمه برخه کې وايي چې لومړۍ کليسا د اومې ورځې سبت، د شنبې په ورځ رعايت کوله، او همدا راز د خدای ورځ يې په لومړۍ ورځ (يکشنبه) لمانځلې وه: "بلکې سبت او د خدای ورځ د جشن (مېلې) په توګه وساتئ؛ ځکه چې لومړۍ ورځ د تخليق نښه (يادګار) ده، او وروستۍ ورځ د بيا راپورته کېدو". اومه برخه يوځل بيا په دې ټينګار کوي او وايي:[۱۸][۱۹]
د خپل ځان په اړه بې پروا مه اوسئ، او مه خپل ژغورونکی د خپلو غړيو څخه محروموئ، مه يې بدن وېشئ، مه يې غړي تيت وپرک کوئ، مه د دې ژوند مراسمو ته د خدای په کلام غوراوی ورکوئ؛ بلکې هره ورځ د سهار او ماښام، خپل ځانونه سرا راټول کړئ، او د خدای په کور کې زبور ووايئ او دعا وکړئ: په سهار کې 62م زبور، او په ماښام کې يو سل او څلوېښتم، خو په اساسي ډول د سبت په ورځ. او زموږ د خدای د بيا راپورته کېدو په ورځ، چې د خدای ورځ ده، په ډېر زيار سره ووينئ، په خدای حمد ووايئ چې د عيسی په مټ يې کاينات جوړ کړل، او هغه يې موږ ته راواستولو، او ويې منله چې ورنځېږی، او هغه يې له مړي څخه راپورته کړ. له دې پرته به هغه له خدای څخه کومه معافي وغواړي، څوک چې په هغه ورځ نه راټولېږي، تر څو د بيا راپورته کېدو په اړه د ژغورنې خبره واوري، په کومه ورځ چې موږ د هغه په ياد کې درې ځلې درېږو او دعا کوو، څوک چې په درې ورځو کې راپورته شو، په کومو کې چې د پيغمبرانو تلاوت، د انجيل تبليغ، د قربانۍ نذر، د سپېڅلي خوراک ډالۍ وړاندې کېږي.
د «دیداخي» پر احکامو ایمان لرونکو "هره يکشنبه سره راټول شئ، ډوډۍ ماته کړئ او شکر وکړئ، لومړی د خپلو ګناهونو اعتراف وکړئ، تر څو ستاسو قرباني سوچه و اوسي". د «لاوډيسيا» تر شورا پورې، "سبت په ډېرو مسيحي کليساوو کې رعايت کېده". دا په څلورمه پېړۍ کې د ختيځ لرغونې کليسا کې، او په ورته توګه په شپږمه پېړۍ کې د «سلتيکي» کليساوو له خوا تر سره کېده. د «نيسا» «ګريګوري»، چې د څلورمې پېړۍ د کليسا پادري دی، له مؤمنانو څخه د اومې ورځې سبت او د خدای د ورځې دواړو د لمانځلو غوښتنه کړې وه: "تاسو د خدای ورځې ته په کومو سترګو ګورئ، ای هغو خلکو چې تاسو د سبت د ورځې بې حرمتي کړې ده؟ ايا پوهېږئ چې دا ورځې يو له بل سره تړاو لري، نو که تاسو د دې بې حرمتي وکړئ، تاسو به په بله کې وښوېږئ؟". له دې سره سره، «يوهان لورينز وان موشايم» ويلي دي، چې د عبراني سبت او د خدای ورځې دواړو لمانځلو رواج په بنسټيز ډول د عبادت په هغو غونډو کې ليدل شوی دی، کومې چې له هغو يهوديانو جوړې وې چې مسیحيت ته اوښتي وو، او سوکه سوکه ختمې شوې؛ له بلې خوا، د خدای د ورځې لمانځل د ټولو مسیحي ټولنو ځانګړتيا وه.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
سرچينې
سمول- ↑ Carlisle, Rodney P. (17 March 2005). Encyclopedia of Politics (په انګليسي). SAGE. p. 853. ISBN 9781412904094.
Sabbatarianism is the view that insists that one day of each week must be reserved for religious observance as prescribed by the Old Testament Sabbath Law. The sabbatarians' main thesis is simple: The Sabbath is one of the Ten Commandments, and the Ten Commandments do not correspond to a temporary ceremonial law but are to be regarded as eternally significant moral law.
- ↑ Heyck, Thomas (27 September 2013). A History of the Peoples of the British Isles: From 1688 to 1914 (په انګليسي). Taylor & Francis. p. 251. ISBN 9781134415205.
Yet the degree of overlap between the middle class and nonconformity-Baptists, Congregregationalists, Wesleyan Methodists, Quakers, Presbyterians, and Unitarians-was substantial. ... Most nonconformist denominations ...frowned on drink, dancing, and the theater, and they promoted Sabbatarianism (the policy of prohibiting trade and public recreation on Sundays).
- ↑ Roth, Randolph A. (25 April 2002). The Democratic Dilemma: Religion, Reform, and the Social Order in the Connecticut River Valley of Vermont, 1791-1850 (په انګليسي). Cambridge University Press. p. 171. ISBN 9780521317733.
Except for the strong support of Episcopalians in Windsor and Woodstock, the Sabbatarians found their appeal limited almost exclusively to Congregationalists and Presbyterians, some of whom did not fear state action on religious matters of interdenominational concern.
- ↑ Vugt, William E. Van (2006). British Buckeyes: The English, Scots, and Welsh in Ohio, 1700-1900 (په انګليسي). Kent State University Press. p. 55. ISBN 9780873388436.
As predominantly Methodists and other nonconformists, British immigrants were pietists, committed to conversion and the reform of society. They did not separate religion from civil government, bur rather integrated right belief with right behavior. Therefore they embraced reform movements, most notably temperance and abolitionism, as well as Sabbatarian laws.
- ↑ O'Brien, Glen; Carey, Hilary M. (3 March 2016). Methodism in Australia: A History (په انګليسي). Routledge. p. 83. ISBN 9781317097099.
Sabbatarianism: For the non-Anglican Protestants of colonial Queensland (Methodists, Presbyterians, Congregationalists and Baptists), desecration of the Sabbath was one of the great sins of the late nineteenth century.
- ↑ Hughes, James R. (2006). "The Sabbath: A Universal and Enduring Ordinance of God" (PDF) (په انګليسي). Evangelical Presbyterian Church. Archived from the original (PDF) on 9 October 2020. نه اخيستل شوی 6 October 2020.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|خونديځ-تړی=
ignored (help) - ↑ "Why an Evening Worship Service?" (په انګليسي). Christ United Reformed Church. 8 December 2010. نه اخيستل شوی 6 October 2020.
- ↑ Jones, M. (12 June 2015). "Organized Sports on Sundays?" (په انګليسي). Alliance of Confessing Evangelicals. نه اخيستل شوی 6 October 2020.
- ↑ Watts, Michael R. (March 19, 2015). The Dissenters: Volume III: The Crisis and Conscience of Nonconformity, Volume 3. Oxford University Press. pp. 156–160. ISBN 9780198229698.
- ↑ Binns, John (28 November 2016). The Orthodox Church of Ethiopia: A History (په انګليسي). I.B.Tauris. p. 81. ISBN 9781786720375.
The king presided, overruled the bishops who were committed to the more usual position that Sunday only was a holy day, and decreed that the Sabbatarian teaching of the northern monks became the position of the church.
- ↑ The New Encyclopædia Britannica (په انګليسي). 1998. p. 581. ISBN 9780852296332. نه اخيستل شوی 21 June 2017.
Circumcision is almost universally practiced; the Saturday Sabbath (in addition to Sunday) is observed by some devout believers; the ark is an essential item in every church; and rigorous fasting is still practiced.
- ↑ Hullquist, Gary (8 August 2004). Sabbath Diagnosis: A Diagnostic History and Physical Examination of the Biblical Day of Rest (په انګليسي). TEACH Services, Inc. p. 93. ISBN 9781572582620.
- ↑ Elwell, Walter A. (2001). Evangelical Dictionary of Theology (په انګليسي). Baker Academic. p. 1045. ISBN 9780801020759.
Historically we see a trend toward sabbatarianism in the Eastern Church during the fourth century and the Irish church of the sixth century when, interestingly, a dual recognitition of both sabbath and Sunday was stressed. ... As early as the fourth and fifth centuries theologians in the Eastern church were teaching the practical identity of the Jewish sabbath and the Christian Sunday. Eusebius's interpretation of Psalm 91 (ca. 320) greatly influenced the ultimate transfer of sabbath assertions and prohibitions to the first day of the week.
- ↑ "God's Law in Old and New Covenants" (په انګليسي). Orthodox Presbyterian Church. 2018. نه اخيستل شوی 1 June 2018.
- ↑ Summa Theologica, I-II, q. 100
- ↑ Andrews, John Nevins (1862). History of the Sabbath and First Day of the Week (په انګليسي). Steam Press. p. 60.
- ↑ Chrystie, James (1850). "The Lord's Day, the Christian Sabbath" (په انګليسي). Reformed Presbyterian Church. Archived from the original on 26 March 2023. نه اخيستل شوی 3 June 2018.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|خونديځ-تړی=
ignored (help) - ↑ Horrell, John Scott. From the Ground Up: New Testament Foundations for the 21st Century Church (په انګليسي). Kregel Academic. p. 56. ISBN 9780825495519.
The Constitutions of the Holy Apostles (ca. 380) exhorts Christians to "keep the Sabbath and the Lord's day festival" (7.23)
- ↑ "ANF07. Fathers of the Third and Fourth Centuries: Lactantius, Venantius, Asterius, Victorinus, Dionysius, Apostolic Teaching and Constitutions, Homily". SEC. II.—On the Formation of the Character of Believers, and on Giving of Thanks to God. (په انګليسي). Christian Classics Ethereal Library. نه اخيستل شوی 23 June 2017.
- ↑ Carlisle, Rodney P. (17 March 2005). Encyclopedia of Politics (په انګليسي). SAGE. p. 853. ISBN 9781412904094.
Historically, we see a trend towards sabbatarianism in the Eastern church during the fourth century and the Irish church of the sixth century when, interestingly, a dual recognition of both sabbath and Sunday was stressed.
- ↑ Ball, Bryan W. (30 September 2014). The English Connection: The Puritan Roots of Seventh-Day Adventist Belief (په انګليسي) (2nd ed.). James Clarke & Co. p. 156. ISBN 9780227174456.
- ↑ Chrystie, James (1850). "The Lord's Day, the Christian Sabbath" (په انګليسي). Reformed Presbyterian Church. Archived from the original on 26 March 2023. نه اخيستل شوی 3 June 2018.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|خونديځ-تړی=
ignored (help) - ↑ The Teaching of the Twelve Apostles to the Nations, known as The Didache. Legacy Icons. 2016. p. 12.