سباوون راډیو

سباوون راډیو دا راډيو په هلمند ولایت کې يوه فعاله راډيو ده، چې د انټرنيوز له لوري په ۲۰۰۴ کال کې په لښکرګاه ښار کې جوړه شوه. په شپه او ورځ کې اتلس ساعته خپرونې لري او تر اتيا کيلومتره واټن پورې ساحه يې تر پوښښ لاندې نيولې. د انټرنيوز په مالي لګښت او خپلو اعلانونو تمويلېږي، چې دمګړۍ ۲۰ تنه کارکونکي لري.