ساینس د روشنګرۍ په عصر کې

د روشنګرۍ په عصر کې د ساینس تاریخ، په دغه عصر کې په ساینس او تکنالوژۍ کې پرمختیاووې څاري یعنې هغه مهال کله چې په اروپا او شمالي امریکا کې د روشنګرۍ نظریات خپریدل. په عمومي توګه، دغه دوره د ۱۶مې او ۱۷مې پیړۍ د علمي انقلاب له وروستیو ورځو څخه پیل او تقریباً د ۱۹مې پیړۍ او د فرانسې انقلاب وروسته (۱۷۸۹) او د ناپلیون تر واکمنۍ (۱۷۹۹-۱۸۱۵) پورې یې دوام وکړ. ساینسي انقلاب د لومړنیو علمي ټولنو په رامنځته کېدو، د کوپرنیکیزم په را وتو او د ارسطو د طبیعي فلسفې او د جالینوس د لرغوني طبي دوکتورینو له ځای پر ځای کېدو وروسته رامنځته شو. په ۱۸مه پیړۍ کې، علمي یا ساینسي اقتدار د مذهبي اقتدار ځای ونیو او کیمیا او طالع بیني خپل علمي اعتبار له لاسه ورکړ.

په داسې حال کې چې نشو کولای روشنګري په یوه ځانګړي دوکتورینو یا د اصولو په ټولګه کې ډلبندي کړو، خو ساینس د روشنګرۍ په بحث او فکر کې اصلي ونډه ترسره کړه. د روشنګرۍ زیاتره لیکوالان او متفکرین په ساینس کې اوږده مخینه لري او د ساینس پرمختګ د وینا او فکر د ازادۍ د پراختیا په ګټه د دین او دودیزد اقتدار نه پر سترګو پټولو سره اړوند بولي. په عمومي توګه، د روشنګرۍ ساینس تجریباتو او عقلاني فکر ته زیات ارزښت ورکاوه چې پرمختګ او ترقي د روشنګرۍ له نظریې سره غوټه شوې وې لکه د روشنګرۍ د نورو لیدلورو په څیر، د ساینس ګټې په نړیواله کچه و نه لیدل شوې. ژان ژاک روسو له ساینس څخه په دې خاطر انتقاد وکړ چې انسان له طبعیت څخه لري ساتي او د خلکو د خوشاله ساتلو لپاره هېڅ څه نه لري. [۱]

د روشنګرۍ په دوران کې ساینس د اکاډیمیکو او علمي ټولنو په ولکه کې ؤ، چې تر ډېره د پوهنتونونو د علمي څېړنو او پرمختګونو د مراکزو ځای یې نیولی وو. ټولنو او اکاډیمیو هم د علمي بلوغ د پخیدو د ملا تیر حیثیت درلود. یو بل مهم پرمختګ پر مخ زیاتیدونکو لوستو وګړو کې د ساینس مشهورتیا وه. فلسفو عام خلک له زیاترو ساینسي تیوریو سره بلد کړل، چې تر ټولو مهم یې دایره المعارف او د ولټایر له خوا د نیوتونیزم مشهوریدل او همداشان د نیوټن د Principia Mathematica فرانسوي ژباړونکی، ایمیلي دو چتلیت ؤ. ځینو تاریخ لیکوونکو اتلسمه پیړۍ د ساینس په تاریخ کې د یوې ستړي کوونکې دورې په نوم یاده کړې. خو بیا هم، په دغه پیړۍ کې د طب، ریاضیاتو او فزیک په برخه کې د پام وړ پرمختګونه وشول. له مقناطیزم او برېښنا څخه د نوي درک درک تر لاسه کېدل او د یوې څانګې په توګه د کیمیا ډلبندي کېدل کوم چې د نوي عصر د کیمیا بنسټونه یې رامنځته کړل. [۲]

پوهنتونونه

سمول

په ۱۸مه پیړۍ کې په پاریس کې د پوهنتونونو شمېر نسبتاً ثابت پاته وو. تر ۱۷۰۰ کال پورې په اروپا کې ټولټال ۱۰۵ پوهنتونونه او کالجونه وو. شمالي کوریا ۴۴ پوهنتونونه درلودل چې په دې کې نوي جوړ شوي د هاروارډ او ییل پوهنتونونه هم شامل وو. د روشنګرۍ په دوره کې له برېټانویانو پرته په ډېرو لویدیځو هېوادونو کې د پوهنتون د زده کوونکو شمېر نسبتاً په ورته شمېرکې وو. په داسې حال کې چې په بریټانیا کې بیا د تحصیلي ادارو او زده کوونکو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی وو. د پوهنتونونو محصلین په عمومي توګه د هوسا او بډایه کورنیو څخه وو چې هغوی د طب، حقوقو او کلیسا په برخه کې زده کړې کولي. په اصل کې پوهنتونونه په هغه وخت کې د راتلوونکو ډاکترانو، وکیلانو او د روحانیت د غړو د روزنې لپاره شته وو.[۳][۴][۵]

د طبیعي فلسفې تر عنوان لاندې د ساینس مطالعه په فزیک او د کیمیا په مختلط ګروپ بندي او طبیعي تاریخ باندې وېشل شوې ده، چې په کې اناتومي، بیولوژي، جیولوژي، مینرال پیژندنه او زولوژي شاملیږي. زیاترو اروپايي پوهنتونونو د ۱۸مې پیړۍ په لومړیو کې د میخانیکي فلسفې ډیکارتي بڼې تدریس کاوه او یوازې د ۱۸مې پیړۍ په نیمايي کې یې په ارامۍ سره نیوتونیزم ومانه. د پام وړ یوه استثنا د هسپانیې پوهنتونونه وو، چې د کاتولیکیزم تر اغیز لاندې یې زیاتره د ۱۸مې پیړۍ تر نیمايي پورې د ارسطو پر طبیعي فلسفې تمرکز درلود؛ دا هغه وروستني پوهنتونونه وو چې دغه کار یې کاوه. یوه بله استثنا د جرمني او سکاندیناوي په پوهنتونونو کې رامنځته شوه، چېرې چې د هاله پوهنتون پروفیسور، کریسټین اولف د لایبنیتزي فزیک له خوا اصلاح شوی یو ډول ډیکارتیزم تدریس کولو.[۶][۷]

له ۱۸مې پیړۍ مخکې، د ساینس کورسونه یوازې د رسمي لکچرونو له لارې تدریس کېدل. د همدې کورسونو جوړښت د ۱۸مې پیړۍ په لومړیو لسیزو کې کله چې په لکچرونو کې فزیکي نمایشات اضافه شول، بدلون  وکړ. پییر پولینییر او ژاک روهولت د هغو دوو لومړنیو کسانو څخه وو چې په درسي ټولګیو کې یې فزیکي اصول وړاندې کړل. په دغو تجربو کې په یوه سطل کې د اوبو د اړولو او را اړولو نه نیولې چې د سنتریفیوژ ځواک په مټ اوبه په سطل کې وې او نه ترې توییدې د هوا د پمپ تر کارولو پورې ډېرې جالبې تجربې تر سره شوې. د هوا د پمپ یو تر ټولو جالبه ننداره داوه چې د هوا د پمپ له لارې په شیشه اې نل کې یې مڼه اېښې وه، چې هغه ته یې هومره هوا ورکړه څو مڼه په شیشه اې نل کې وچاودله. د پولینییر نمایشات دومره جالبه ووچې له امله یې په ۱۷۲۲ زیږدیزکال کې نوموړي ته بلنه ورکړل شوه څو خپلې نندارې د فرانسې پاچا، لوی شپاړسم ته وړاندې کړي. [۸][۹][۱۰]

د ساینس د نصاب جوړښت د اصلاح لپاره ځینې هلې ځلې په ۱۸مه پیړۍ او د ۱۹مې پیړۍ په لومړیو لسیزو کې وشوې. د ۱۷۴۵ زیږدیزکال په پیلیدو سره، په سویډن کې د خولیو ګوند (Hats Party) د پوهنتون د ښوونیز نصاب د اصلاح په موخه دغه وړاندیز وکړ چې له مخې یې طبیعي فلسفه په دوو ځلا پوهنځیو یعنې فزیک او ریاضیاتو باندې وېشل کېده. که څه هم دغه وړاندیز هېڅکله عملي نشو، خو هغوی بیا هم د ۱۸مې پیړۍ په وروستیو کې د بنسټیزو اصلاحاتو لپاره خپلې غوښتنې زیاتې کړي. په ۱۷۷۷ کال کې، د پولنډ په کراکاو او ویلینا کې د هنرونو زده کړه په دوو بیلوپوهنځیو اخلاقي فلسفې او فزیک سره ووېشل شوه. خو بیا هم، دغه اصلاحات له ۱۷۹۵ کال او د درېیم ځل وېش ورهاخوا پر خپل ځای پاتې نشول. د فرانسې د انقلاب په اوږدو کې، د فرانسې ټول کالجونه او پوهنتونونه په ۱۸۰۸ کال کې د واحدې مؤسسې Université imperial له خوا لغو او اصلاح شول. د هنرونو او ساینس پوهنتونونه یې په بېلو پوهنځیو باندې ووېشل، هغه څه چې له دې وړاندې په اروپا کې نه وو شوي. د هالنډ متحده پاچاهۍ له همدې سیستم څخه په ۱۸۱۵ کال کې کار واخیست. خو بیا هم د اروپا نورو هېوادونو د ۱۹مې پیړۍ تر پایه د پوهنځیو ورته ډلبندۍ و نه کړه. [۱۱][۱۲]

د فرانسې پوهنتونونو د روشنګرۍ په دوران کې د ساینس په برخه کې پراختیا ته ډېره کمه لېوالتیا لرله. په دې برخه کې علمي اکاډیمیو لکه د فرانسې د علومو اکاډیمۍ دغه کار تر خپل واک لاندې درلود. د بریټانیا د پوهنتونونو مشارکت هم سره ګډ شوی ؤ، له یوې خوا د کیمبریج پوهنتون د روشنګرۍ د عصر په لومړیو کې د نیوتونیزم تدریس پیل کړ، خو ویې نشوای کړای چې د ساینس په پرمختګ کې اصلي مخکښ اوسي. له بلې خوا د سکاټلنډ پوهنتونونه وو، چې د طب پیاوړي پوهنځي یې لرل او د ساینسي پرمختګونو په مرکز بدل شوي وو. د دویم فریدریک د واکمنۍ پر مهال، د جرمني پوهنتونونو د علومو پر دودولو پیل وکړ. د کریسټین اولف د یدکارتي-لایبنیتزي د فزیک ځانګړی ترکیب د هاله له پوهنتون څخه بهر په نورو پوهنتونونو کې هم تصویب شو. د ګوتینګین پوهنتون چې په ۱۷۳۴ کال کې جوړ شوی و، د خپلو سیالانو په پرتله یې ښوونکو ته اجازه ورکوله څو د خپلو کورسونه پروګرام او خپل درسي کتابونه وټاکي. د ګوټینګین پوهنتون همداشان په څېړنې او خپرولو بټینګار درلود. د جرمني په پوهنتونونو کې یو بل اغیزناک پرمختګ د لاتین ژبې ممنوعیت او د اصلي جرمني ژبې کارول وو.[۱۳][۱۴][۱۵]

په ۱۷مه پیړۍ کې، هالنډ د علومو په پراختیا کې مهمه ونډه ترسره کړه چې په دې کې د ایساک بیکمن میخانیکي فلسفه او پر محاسباتو او نجوم  باندې د کریسټییان هویګنس کار هم شاملیږي. د هالنډ په جمهوریت کې د پوهنتون پروفیسران لومړني هغه کسان وو چې نیوټونیزم یې ومانه. د لیډین د پوهنتون ښوونکي ویلیم ایس ګروسانډي زده کوونکو بیا د هالنډ نورو پوهنتونونو ته لکه هارډرویک او فرانکر او همداشان د امسټردام پوهنتون ته یې د نیوټونیزم نظریه خپره کړه.[۱۶][۱۷]

که څه هم د روشنګرۍ په دوره کې د پوهنتونونو په شمېر کې زیاتوالی را نغی، خو د زده کړو په برخه کې نوې خصوصي او دولتي ادارې رامنځته شوي. زیاترو نویو ادارو پر ریاضیاتو د یوې څانګې په توګه ټینکار کاوه او هغه یې په هغو مسلکونو کې چې د ریاضي علم ته په کې اړتیا وه، ډېرې مشهوره کړې لکه: سوداګرو، پوځي سرتیرو او سمندري ځواک او انجنیرانو ته. بل پلو پوهنتونونو بیا خپل ټینګار پر کلاسیک، یوناني او لاتین علم باندې خوندي وساته او په هغو کسانو کې د نویو ادارو د محبوبیت لامل شو چې په خوا یې رسمي زده کړې نه وې کړې. [۱۸]

سرچينې او ياداښتونه

سمول
  1. Burns (2003), entry: 7,103.
  2. see Hall (1954), iii; Mason (1956), 223.
  3. Porter (2003), 44.
  4. Porter (2003), 52.
  5. Porter (2003), 45.
  6. Porter (2003), 79-80.
  7. Burns (2003), entry: 239.
  8. Sutton, (1995), p. 195.)
  9. Sutton, (1995), p. 199.
  10. Sutton, (1995), p. 195.
  11. Porter, (2003), p. 54.
  12. Porter, (2003), p. 55.
  13. Burns, (2003), entry: 239.
  14. Porter, (2003), p. 57.
  15. Butts, (1955), p. 29.
  16. Jacob, (1988), pp.52-53.
  17. Jacob, (1988), pp. 182-187.
  18. Porter, (2003), p. 73.