سايکوپات وګړي

(له سايکوپات وګړي یا serial killers نه مخ گرځېدلی)

سايکوپات وګړي یا serial killers هغه ډول وګړي دي، چې پرته له کوم ترحمه نورو ته ازار رسوي او له دې ازار رسولو خوند اخلي.

هغه افراد چې ډېر زيات د ارزښتمن کېدو حس لري، زيات په ځان مئين وي، موقت هيجانات او احساسات ورسره مل وي، په ګروپي يا ډله ييزو کړنو کې همدلي له ځانه نه ښکاروي، په ټولنه کې زمونږ او ستاسې په شان عادي ژوند نه کوي، دغه افرادو ته په روان پوهنه يا ارواپوهنه کې سايکوپات Psychopath اشخاص ويل کېږي او serial killer هم بلل کېږي.

د ټولنې هغه خلک چې په چل، فريب، غولونه او ځورونه کې تر نورو وړاندې او مخکې وي، نور تېر باسي، غولوي يې او زجر ورکوي، سایکوپيت وګړي دي.

دغه افراد نور ځان ته په ډېر چل او فريب مايله کوي، حتا تر دې چې مونږ داسې باور هم نه شو کړای، چې دوی به سايکوپيت يا سايکوپات اشخاص وي.

د نړۍ په هرو سلو کسانو کې يو کس په سايکوپات ککړ دی، شايد زمونږ په ټولنه، کورنۍ، ملګرو او ټولګيوالو کې هم ورته کسان شتون ولري.

دوی اکثره د نورو د جسمي، جنسي او ذهني ځورونې خوند اخلي.

د سايکوپات اصطلاح د لومړي ځل لپاره په علمي ډول د هروي کلکلي لخوا په ۱۹۴۱ کې د mask of sanity کتاب کې په کار وېوړل شوه، هروي زياته کړه، يواځې هغه خلک چې جنايت کوي، نورو ته زجر رسوي او له دې زجره خونده اخلي، سايکوپات اشخاص نه دي، بلکې مونږ او تاسې داسې سايکوپات اشخاص هم لرو، چې شايد پورته کړنې هيڅ ترسره نه کړي او په ټولنه کې په عادي ډول ژوند کوي.

ځيني وخت سايکوپيت او سوسوپيت کلمات په يوه مانا کارېږي، خو دغه اشخاص خپلو کې توپير لري، سوسوپيت اشخاص هغه دي، چې د محيط او ټولنې د اغېز له وجې ضررناک ثابتېږي، خو په سايکوپيت کې بيا ارث يا ذاتي رول هم ونډه لري.

تړلې لیکنې سمول

ارواه پوهنه زیګمونډ فرویېډ انسانپوهنه