ساو سيمې او ساوي (ساوجي) ژبې پیژندنه

لیکنه : ذاکرالله مسلم

لومړی برخه

د ساو سيمې او ساوجی ژبې پېژندنه

ساو سیمه

ساو  د کونړ ولایت یوله مشهورو، لرغونو او لویو کليو څخه شمیرل کیږي چې د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې موقعیت لري. او د ولسوالۍ له مرکز څخه لویدیځ طرف ته تقریبا ۸ کیلومتره په فاصله کې پروت  دی،  چې ختیځ ته یې د ناړۍ ولسوالۍ مرکز او شامسیر کلی، لویدیځ ته یې د غازي آباد ولسوالۍ نیشه ګرام ( نیشه ګام )کلی، شمال، شمال ختیځ او شمال لویدیځ  ته یې نورستان ولایت د نانګل سیمه او جنوب ته د پښتونخوا بن شاهي سیمه پرته ده، ددې کلي په منځ کې د کونړ څپانده سیند بهیږي . دغه ښکلي او حاصل خیزه سيمه د طبیعي جغرافیوي جوړښت له مخې له شنه ، لوړو غرونو .ګڼو ځنګلونو . څؤ ځایونو او تازه چینو لرونکی ده.

ساو یوه سیاحتي سیمه ده  چې  ارام بښوونکي هوا، ابشارونه ،  روانو اوبو ، ښه میوو او ښکلیو منظرو  لرلو لامله ساو نومول شویدی .چې معنا ېې د روح خوشحالونکي او ارام بښوونکي سره تعبیر کیږي.

استاد بانډه وال چې د هیواد یو پیژندل شوي مهالي سندرغاړې دي  په خپل یوه ستدره کې د ساو سيمه د ښکلا او سیاحت سيمه ببلي او دغه سيمه یې ستايلي ده.

ساو په ځینو قاموسونو کې د ارې او کروندې په معنا ده ، همدې موضوع ته په اشاره افغان مؤرخ اورنګ زیب ارشاد په خپل کتاب د افغانستان ولایتونو جغرافیه ګې لیکي! «ساو یو له هغه مشهورو کلیو څخه ده چې اکثرا خلک یې په کرونده او کرکیله بوخت دي » .

د شینا ژبې څیړونکی حیدر وایي” ساو کلمه د مهربان په معنا ده” له همدغو ځانګړتیاوو له امله مؤرخینو یوه مشهوره د کونړ سیمه بللي ده . ساو پراخه حاصل خیزه ځمکه لري چې د لوړو ژورو سره مجموعاً مساحت یې تقریبا ۳۵ کیلومتره مربع دی.

د ساو کلي اوسیدونکي خپله ځانګړي ژبه ، کلتور او دود لري، چې له پیړیو پیړیو راهیسې یې خپله ژبه ،کلتور او دود ساتلی همدا وجه ده چې د څیړونکو پام یې ځانته اړولي دی، ددغه کلي اوسیدونکو ته ساوجیان ویل کیږي اواوسیدونکو ژبه یې ساوجي Sawji، ساووجي Sowji ، ساوي (Sawi) Savi، پهالورا، پالولا او  پالورا Phalura ،په نوم یاده شوي چې منل شوي نوم یې په نړیوال طبقه بندئ کې  ساوي  Savi  ده.

چې لسګونو لیکوالانو په خپله لیکنوکې ورته اشاره کړیده. ددغه ژبې ویونکو شمیر د یو تخمیني سروی له مخې پنځلس زره یاد شویدی چې د پښتونخوا په لر او بر کې اوسي.

ساوي ژب

ساوي  (Savi)د اندو- اروپايي ژبکورنۍ د (اريک) ژبښاخ د (داردي) څانګې شمال لويديځو داردي ژبو  له ډلې د شينا ګروپ څخه یوه ژوندۍ ژبه ده ، چې له پیړیو راهیسې د افغانستان ختیځ ولایت کونړ ناړۍ ولسوالۍ په  ساو سيمه کې د مرکزي ساو، ناړۍ، کڅ، تورسان، کټګل، شیرګل او نورو کلیو کې پرې خبرې کیږي. پر افغانستان د شوروي يرغل وروسته  دغه خلک  هم لکه د نورو افغانانو ګاونډي هیوادو ته مهاجر شول، چې له مهاجرت وروسته ځینې یې  بیرته هیواد ته راستانه او په هیواد کې مختلفو ولایاتو کې ميشت شول ، چې  اکثرا په پښتونخوا، ننګرهار، کابل او کونړ کې اوسي.

خینې نور یې په نړۍ کې خپاره دي چې زیاتې کورنۍ یې په امریکا او اروپایي هیوادونو کې اوسي چې ساوجي ژبه یې یوڅه هیره ده.

د ساوجي ژبې په اړه څیړنو تاریخچه که وګورو د تیرې یوې پیړۍ راهیسې د بهرنیو او ډیرو کمو داخلي ژبپوهانو لخوا څیړنې شویدي بل د افسوس خبره داده چې په افغانستان کې نه دولت او نه هم کوم اکاډمیکې ادارې ددغه ژبې لپاره کار کړیدی.

په داخلي څیړونکو کې نیمه پیړۍ مخکې استاد عیدالشکور رشاد چې هغه وخت د کابل پوهنتون استاد و ، په خپل اثر د جغرافیايي یاداښتونو کتاب کې د ساوجي په اړه لیکي: دا خلک ځانته ژبه لري . چې ساووجي یا ساوي یې باید وبولو  .

بل څیړونکی ګلاب شاه مسلم  چې د تیرو دری لسیزو راهیسې د ساوجي ژبې ویوونکو په نسلي سلسله پلټنه کوي ، په خپل کتاب د ساوجي ژبې انځوریز قاموس کې لیکي: دغه ژبه د جدي ګواښ سره مخامخ وه ، چې ژغورلو لپاره باید لاس په کار شوو . نوموړی وایي : ساوجي ژبه د افغانستان په جغرافيه کې یوه خپلواکه ژوندۍ ژبه ده.

لدې ور اخوا ډیرو کمو لیکولانو په دغه ژبه تبصرې او لیکنې کړیدي.

ددې ترڅنګ په مونوګرافونو او تیزیز لیکنه کې ځینو زدکړیالانو پرې بحث کړی.چې هغه هم د خپل فراغت او علمي رتبو ته رسیدو په منظور یو هڅه شوي چې بشپړ څیړنه ورته نه شوو ویلی مګر دغه کار یې هم د ستایلو وړ دی. دویم قدم کې بهرني لیکوالان دي چې د داخلي لیکوالانو پرتله یې په خپل وخت کې څو چنده زیات کار کړی دي.

له دغو څیړونکو څخه ناروېژي ختيځپوه جورج مورګنسټرن ( Georg Morgenstierne )، اروپایي پوهاند ولینتڅ ،  جرمني پوهاند بدروس، هنریک، ډویډ میلر او داسې نور

لنډه دا جورج مورګنسټرن ( Georg Morgenstierne’s ) په ۱۹۴۱م کال او بودرس(Buddruss)  په ۱۹۶۷م کال په يوې څېړنه کې دې ژبې له پاره ساوي نوم استعمال کړ .او ساوي يې د پالولا ژبې ګړدود ګڼلی دی. په دې څېړنه کې ځينو ځواب ورکوونکو وويل چې مشهور نوم يې (ساوجي) دی .  انتولاګ ساوي يا ساوجي د نړۍ د ژونديو ژبو په کتار کې د شمال لوېديزو داردي ژبو له ډلې د شينا ګروپ  د يوې جلا ژبې په ګڼلو سره ليکي”چې ساوي، پالولا او کلکوټي په شينا ګروپ کې داسې ژبې دي، چې ډيرې سره نږدې دي او ساوي د ۵۶ سلنې څخه تر ۵۸  سلنې پورې له پالولا ژبې سره ورته والی لري” .

ساوي له ختېځپوهانو په هغه څېړنو کې چې د دارديک ژبو د ډلبنديو په اړه يې کړي، ساوي لومړی له پالولا ژبې سره د نږديوالي له امله د پالولا يو ګړدود او بيا د شينا ژبې د ډلې يو سيمه ييز ګړدود ګڼل دی.

خو زه (ذاکرالله مسلم) چې د تیرو نهه کالو راهیسې ددغه ژبې ټولو خویندو ژبو ویونکو سره غږیدلی یم ، څو وارې عشریت، لربیوړي ،منځنۍ بیوړي. دروش، کلکټک(ګلاټاک)، کلکوټ . پاتراک او چترال مختلیفو سیمو حتا د سوات توروالي ژبې ویونکو ته نږدې ورغلی یم او په ورځو ورځو ګرځیدو، ناستو د دوي سره غږیدلی یم .

چې د  دغه ساعتونوساعتونو مرکو. مجلسونو ، پوښتنو او د هغوي ادبیاتو ته په کتو د خپلو څو کلونو څیړنو دې پایلې ته ورسولم چې د مختلفو عواملو مثلا د ګاونډیو ژبو اغیزې، د نوي نسل ژبې ته نه لیوالتیا نورو ژبو باندې زده کړه او د دغه لهجو د وکړو استوګنځیو پیچلي او یو تر بله لرې جغرافیې له امله د شینا کورنۍ لهجې په ژبو اوښتي  چې دا مهال ددغه حالت ته په کتو ساوجي د اوسني افغانستان په جغرافیه کې یو لهجه نه! ژبه ده .

دا ځکه چې د شینا کورنۍ هرې ژبې ویوونکې یوازې څو سلنه  د بلې ژبې په خبرو اترو پوهیږي. چې د لغاتونو له مخې ساوي له توروالي، مايا، اوشوجو، بټیري ، کوندل شاهي او یو شمیر نورو د شمال لوېديزو داردي ژبو سره ورته والی لري چې دغه ورته والې یې له پالولا، کلکوټي او شیناسره د لغاتونو سره سره په ضمایرو او فعلونو کې هم روښانه دی.

خو دا باید واضع ووایم چې شینا ژبې سره یې پریکون ناشونی دی نو ویلي شو چې ساوجي د شینا ژبې ګروپ یوه ژبه ده.

شينا ژبه د اندو- اروپايي ژبکورنۍ د (اريک) ژبښاخ د (داردي) څانګې له لوېديځو داردي ژبو څخه ده. دا د ګيلګيت بليتستان د ګيلګيت سيمې ژبه ده. دې ژبې ته د شينا نوم د (شين) قوم په نسبت ورکړل شوی، چې ډېر ويونکي يې په ګلګيت او ډايمير سيمه کې مېشت دي، او څه لږ ډیر ويونکي يې د بليتستان په نورو سيمو کې هم اباد دي، د پښتونخوا په کوهستان کې هم ويونکي لري او د هندوستان تر ولکې لاندې د کشمير د کارګيل په يوه سيمه کې يې هم ځينې ويونکي آباد دي . پوهنیار احسان الله احسان چې د چترال پوهنتون استاد دی هم دا مني چې ساوجي ، کلکوټي، عشریتي . بیړوجي او یو د شینا نورو ځایونو وکړي سره ورونه دي. قاری محمد جاويد اقبال پر کشمير او ګيلګيت سربېره د افغانستان د کونړ ولايت د ساو سيمه هم ددې ژبې د ويونکو په استوګنځايونو کې شمېرلې ده . هغه وايې د کوهستان په نيمه برخه کې هم په شينا خبرې کېږې، لکه په مدخيل دره ، کوليي، پالس، جلکوټ، کمهالي (کميلد) هربين او د اشتيال په سيمو کې او له کوهستانه د باندې د چلاس، استور، او غذر په ځينو سيمو، د ګيلګيت په ځينو لاندنيو برخو (ارها ګيلګيت) په بلتستان کې د ست ياره زندان له پاسه په پراته کلي کړمنګ، کچوره، د کشمير د مظفراباد په اتو سيمو پلوايي، مرناټ او ټاوبټ، د چترال په ګوش، پريګل، بيوړي، کلکټک، عشريت، د برني دير د کوهستان په کلکوټ، د مدين په بټګرام، د افغانستان د کونړ په ساو سيمه او د جمو کشمير په دراس او د واهنو او لداخ په ځينو سيمو کې د شينا ژبې په مختلفو ګړدودونو خبرې کېږي .