ساود ساو قومونه

ساو کلي چې د افغانستان ختیځ ولایت کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې مو قعیت لري۔ دغه کلی د ناړۍ ولسوالۍ شروع لومړی کلی دی چې ناړۍ ولسوالۍ او غازی اباد ولسوالۍ سره نښلوي۔ دغه کلی د کونړ یو له لویو کلیو څخه شمیرل کیږي۔ په دغه کلي کې لاندې قومونه اوسي۔ د ساؤ قومونه دا چې یوه ټولنه د مختلفو قومونو ، نسلونو ، خیلو او پرګنو یو جوړښت دی نو په دې اساس د ساؤ ټولنه هم له کڼ شمير قومونو څخه منځ ته راغلي ده. په ساؤ کې د اصلي ساوجیانو څخه پرته نور ډیر قومونه هم شته چې پخوا راغلي او دلته میشته شویدي چې اوس د ساوجیانو په نامه یادیږي. ياد قومونه دا مهال په ساوجۍ (ساوی) ژبه باندې غږیږي ،کلتور . عنعنات او کړنې یې د ساؤ خلکو خپل کړیدي او ځان ساوجیان بولي. په دغه قومونو کې پښتانه، تاجک، ګوار، کوهستاني، ګجر او داسې نور شامل دي. چې په مختلفو وختونو کې دلته راغلي او ددې ځای خلکو سره د خپلوۍ او بیګارونو په کولو سره پاتي شویدي. په ساو کې په لويه کې دری ډوله خلک اوسي بو هغه چې اصل د همدغه ځای دي دویم هغه چې پخوا ساو ته راغلي او دریم چې یوه یا نیمه پیړۍ مخکې ساؤ ته راغلي دي۔