سانسور په انګلستان کې

سانسور په انګلستان کې په بېلابېلو وختونو کې د ډول ډول محدودیتونو او د سختو قوانینو په شتون سره اوږد تاریخ لري.  

د کامن لا پر بنسټ برتانوي اتباع د بیان د ازادۍ پلي کوونکي او نه پلي کوونکي حقوق لري. په ۱۹۹۸ کال کې، انګلستان د اروپا کنوانسیون ته په خپل کورني د بشري حقونو په قانون کې ځای ورکړ. اما د ګواښوونکې چلند یا ناوړه کلیمات چې موخه یی ځورونه، اندیښنه یا ډار وي یا د هغې لامل شي یا د سولې (چي د ځانګړو ډلو په وړاندې د تبعیضي وینا د منع کولو لپاره شتون ولري) د زیانمن کېدو لامل شي، بل چا ته د داسې موضوع لېږل چې غیر اخلاقي یا سپکاوی وي د ډار یا اضطراب لامل شي (چې د توکمپال یا دیني ضد وینا د منع کولو لپاره کارول کېږي)، تحریک، د توکمیز نفرت تحریک، د دیني نفرت تحریک، د ترهګرۍ تحریک، د تروریزم د هڅولو او د تروریستي خپرونو په ګډون، د تروریزم تمجید، د سند یا ریکارډ راټولولو یا ستایل چې په ترهګریزو کړنو کې ترې ګټه واخستل شي، خیانت لکه شاهي نظام د له منځه وړلو ملاتړ یا د پاچا د قتل تصور کول، فتنه، فحشا، بې حیايي لکه د عامه اخلاقو فساد او د عامه سلوک سپکاوی، بدنامي، مخکینۍ توقیف، د قربانیانو د نومونو او شواهدو په ګډون د محکمې د راپور ورکولو محدودیتونه او د محکمې په بهیر کې تعصب یا لاس وهنه، د را پور یا د قربانیانو د نومونو او د شواهدو افشا کولو محدودیت، له قاضیانو سره له محکمې وروسته د مصاحبو او د هغو د وخت، تګلارې، او ځای محدودیتونه، ځورونې، د امتیازي اړیکو،  سوداګریز رازونه، محرم مواد، د کاپی حق، د اختراع حق، پوځي چلند او د سوداګریزو ویناوو لکه د اعلانات محدودیتونه په څېر په پراخه کچه محدودیتونه شته. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د اطلاعاتو وزارت سمول

د انګلستان د اطلاعاتو وزارت د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال تاسیس شو او بیا د دویمې نړیوالې جګړې د تبلیغاتو په موخو اصلاح شو. په دویمه نړیواله جګړه کې یې د مشرانو د جرګې په ودانۍ کې د لندن پوهنتون په اړوندو کې موقعیت درلود. د دویمې نړیوالې جګړې په درشل کې د ۹۹۹ کارکوونکو د لرلو له امله یې ښه نوم نه درلود.[۲۷]

د جګړې په کلونو کې دې وزارت د ډېرو معلوماتو د پټولو دنده درلوده، ځکه داسې انګېرل کېدل چې ځینې معلومات به ملي احساساتو ته زیان ورسوي. دې وزارت ډېری هغه مطبوعاتي راپورونه هم سانسورول چې په کافي اندازه وطنپالونکي نه و، یا دا چې نظامي عملیات یې په داسې ډول توضیح کول چې دښمن ته ګټور تمامیدل.  

دې وزارت د پوست د عمومې ادارې د فلم د برخې مسئولیت هم پر غاړه واخست او د هغه نوم یې د کرون (تاج) فلم برخې ته بدل کړ. دې برخې مستند فلمونه د نن شپې هدف (۱۹۴۱)، غربي حرکت (۱۹۴۴) او لندن کولی شي دا ترلاسه کړي! (۱۹۴۰)، تولید کړل. دې وزارت همداراز سینمایي داستاني فلمونه هم تولید کړل لکه د ٤٩ مه درجه مدار (١٩٤١). له دې وروسته یاد وزارت یوازې مستند فلمونه تولید کړل، که څه هم دې وزارت د سوداګریزو فلمونو لپاره د تبلیغاتو لارښوونې هم ترتیب کړې.

د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته دا وزارت لغوه شو 

د فحشا او جنسي محتوا په اړه قوانین سمول

فحشا په انګلستان او ویلز کې د فحشا قانون اوس مهال د فشحا د خپرولو مختلفو قوانینو او د جنایي عدالت او کډوالۍ د ۲۰۰۸ کال د قانون ۶۳ برخې له خوا کنترول کېږي، خو د فحشا قوانین د انګلیس په کامن لا کې ډېر ژور ځای لري.  

د اډموند کورل محکومیت په ۱۷۲۷ کال کې د عشق الاهه په خونه کې یا راهبه په خپلو کالو کې د خپرولو له امله د کامن لا له مخې د پاچا د سولې د ګډوډولو په جرم کې په لویه بریتانیا کې د فحشا له امله لومړی محکوم و او د نورو محکومیتونو لپاره یې قانوني  تګلاره وټاکله.   [۲۸]

له فحشا څخه د ادبي آثارو په توګه دفاع د ۱۹۵۹ کال د فحشا د خپرولو په قانون کې معرفي شوه. دا قانون په ۱۹۶۰ کال کې د مېرمن چټرلي د مینې (دي اچ لاورنس) په خپرولو کې  د پینګوین کتابونو په وړاندې د لوړې کچې فحشا په محاکمه کې و ازمویل شو. دا کتاب د هنري کار په توګه و پېژندل شو او د پینګوین کتابونه جرمي و نه موندل شول. دا یو داسې حکم و چې د ښکاره موادو د خپرولو لپاره ډیره آزادي ورکړه. دې محاکمې د آثارو د دفاع په توګه کوم غیر ارادي حق را منځته نه کړ؛ ډېری جنجالي کتابونه او خپرونې د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ کلونو تر منځ د برتانوي محکمو د قضایاوو موضوع وه. د امریکایی لیکوال هوبرټ سیلبي د ۱۹۶۴ کال ناول، بروکلین ته وروستی خروج، په ۱۹۶۶ کال د دې  شخصي محاکمې موضوع وه.  [۲۹]

په دودیز ډول د قانوني ادبي عاشقانه آثارو او غیرقانوني فحشا تر منځ توپیر د انګلیس هېواد په محکمو کې د پیژندل شوو ادبي آثارو پر بنسټ رامنځته شوی. د ۱۹۷۶ کال د لیندا لاورینس څخه وروسته د پوره متني فحش هېڅ محاکمه څخه نده ترسره شوې، تر هغه چې د ۲۰۰۸ کال په اکتوبر کې  یو سړی د فحش خپرونو د قانون په اساس تورن و پېژندل شو ( وروسته مبرا شو) چې په انټرنیټ کې  لیکل شوی داستان پوسټ کړ چې په کې د پاپ ګروپ د نجونو د تښتونې ، جنسي تیري او قتل داستان بیانوي (د واکر په وړاندې د رګینا قضیه). ، حکومت د ۲۰۰۵ کال د اګست په وروستیو کې اعلان وکړ چې هوډ لري چې نه یوازې د خپرولوبلکه د ډیرو فحش موادو ملکیت هم جرم کړي او دا قانون د  ۲۰۰۸ کال د کډوالۍ او جنایي عدالت د قانون ۶۳ برخې په توګه نافذ شو.  [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

د هغه قانون په بنسټ چې د ۲۰۱۵ کال په مۍ کې معرفي شو، نه یوازې لیکل، بلکې د همدې ډول لارښوونو درلودل چې له ماشوم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې لارښوونه کوي، ناقانونه وګڼل شو.   [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

د ۱۹۸۱ کال د نندارتونونو د مناسب قانون پر بنسټ په انګلستان کې نږدې ټول د جنسي توکو پلورنځي د توکو د آزادې نندارې څخه منع دي، یعنې د پلورنځیو مخونه زیاتره په پوسترونو کې پوښل شوي. د خبردارې نښه باید په واضح توګه د پلورنځي په دروازه کې معلومه شي، او هېڅ توکی باید د پلورنځۍ تر مخ و نه لیدل شي. هېڅ پیرودونکی نشي کولی د اتلس کلونو څخه کم عمر ولري. د ویډیو ثبتولو د ۱۹۸۴ کال قانون د ویډیوګانو لپاره د R18 درجه بندي ټاکي چې یوازې د جواز لرونکي جنسي پلورنځیو کې شته، خو پوره فحش مجلې په ځینو ځایونو کې د اخبار په پلورنځیو کې هم شته. د لنګیري او سیکس د دوکانونو د ان سمرز زنځیرې پلورنځي په دې وروستیو کې د کار په مرکزونو کې د کارمندانو لپاره د اعلاناتو حق ترلاسه کړ، چې په اصل کې د هغه محدودیتونو له مخې منع شوی چې د جنسي صنعت له خوا خپرېږي.   [۳۸][۳۹]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. Klug, Francesca (1996). Starmer, Keir; Weir, Stuart (المحررون). The Three Pillars of Liberty: Political Rights and Freedoms in the United Kingdom. Routledge. د کتاب پاڼې 165. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-041509642-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Hensley, Thomas R. (2001). The Boundaries of Freedom of Expression & Order in American Democracy. Kent State University Press. د کتاب پاڼې 153. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780873386920. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Klug 1996, pp. 175–179
  4. Public Order Act 1986
  5. (په 11 November 2012 باندې). Kent man arrested after picture of burning poppy posted on internet. The Guardian.
  6. Section 1 of the Malicious Communications Act 1988
  7. (په 25 May 2013 باندې). Woolwich attack: Man held in malicious Facebook comments probe after soldier murder. Mirror Online.
  8. Joint Committee on Human Rights, Parliament of the United Kingdom (2005). Counter-Terrorism Policy And Human Rights: Terrorism Bill and related matters: Oral and Written Evidence. 2. The Stationery Office. د کتاب پاڼې 114. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780104007662. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Sadurski, Wojciech (2001). Freedom of Speech and Its Limits. 38. د کتاب پاڼې 179. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781402002816. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Conte, Alex (2010). Human Rights in the Prevention and Punishment of Terrorism. Springer. د کتاب پاڼې 643. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783642116087. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Terrorism Act 2006
  12. Crook, Tim (2010). Comparative Media Law and Ethics. د کتاب پاڼې 397. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780203865965. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Joint Committee 2005, p. 116
  14. (په 29 July 2011 باندې). Blogger who encouraged murder of MPs jailed. BBC News.
  15. Possession of Inspire has been successfully prosecuted under Section 58 of the Terrorism Act 2000. "Online extremist sentenced to 12 years for soliciting murder of MPs" (Press release). West Midlands Police. 29 July 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اگسټ ۲۰۱۱. In addition, Ahmad admitted three counts of collecting information likely to be of use to a terrorist, including the al-Qaeda publication Inspire. This is the first successful prosecution for possessing the online jihadist magazine. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Treason Felony Act 1848
  17. Klug 1996, p. 177
  18. Lemon, Rebecca (2008). Treason by Words: Literature, Law, and Rebellion in Shakespeare's England. Cornell University Press. د کتاب پاڼي 5–10. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780801474491. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Emmerson, Ben; Ashworth, Andrew; Macdonald, Alison (2012). Human Rights and Criminal Justice (الطبعة 3rd). Sweet & Maxwell. د کتاب پاڼې 200. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-847-03911-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 27 June 2003 باندې). Guardian vindicated in treason case. The Guardian.
  21. Klug 1996, p. 172
  22. Klug 1996, p. 173
  23. Klug 1996, pp. 169–170
  24. Klug 1996, pp. 156–160
  25. Helsinki Watch; Fund for Free Expression (1991). Restricted Subjects: Freedom of Expression in the United Kingdom. د کتاب پاڼې 53. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780300056242. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په 3 July 2007 باندې). Brown 'to change' protests laws. BBC News.
  27. Riley, Norman (1940). 999 and all that. V. Gollancz Ltd. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "The Obscenity of Censorship: A History of Indecent People and Lacivious Publications", The Erotica Bibliophile. Retrieved 29 May 2006.
  29. "1960: Lady Chatterley's Lover sold out", BBC News. Retrieved 29 May 2006.
  30. "The Obscene Publications Act, 1857". BBC. 30 January 2002. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اگسټ ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مې ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په 3 October 2008 باندې). Blogger 'wrote of murdering Girls Aloud'. The Independent.
  32. (په 29 June 2009 باندې). Man cleared over Girls Aloud blog. BBC News.
  33. (په 30 August 2005 باندې). Ban on violent net porn planned. BBC News.
  34. "New tough sentences for possessing 'paedophile manuals' - GOV.UK". www.gov.uk (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Teen convicted for 'paedophile manual'". www.oldham-chronicle.co.uk. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  36. "PressReader.com - Connecting People Through News". www.pressreader.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په 2 December 2016 باندې). Man jailed for having 'paedophile manual'. BBC News.
  38. "Sex toys chain wins legal fight", BBC News, 18 June 2003. Retrieved 31 May 2006.
  39. "Jobcentre go-ahead for Ann Summers", BBC News, 18 July 2003. Retrieved 31 May 2006.