سانت پيتر بورگ
سانت پيتر بورگ د روسيې د فدراسيون يو پخواننى ښار دى ، چې ددغه هېواد د شمال لوېديزې فدارلي حوزې او د لېنينگراد ايالت منځۍ ده . دغه ښار له اتلسمې زېږديزې پېړۍ نه د شلمې پېړۍ تر لومړيو پورې د روسيې پلازمېنه وه . د سانت پيتربورگ تاريخي نومونه :
- د ۱۷۰۳ ز كال د مى له ۱۶ ( ۲۷ ) د ۱۹۱۴ ز كال د اگسټ تر ۱۸ ( ۳۱ ) پورې د سانت پيتربورگ .
- د ۱۹۱۴ ز كال د اگسټ له ۱۸ ( ۳۱ ) نه د ۱۹۲۴ ز كال د جنوري تر ۲۶ پورې د پيتروگراد .
- د ۱۹۲۴ ز كال د جنوري له ۲۶ نه د ۱۹۹۱ ز كال د سيپټمبر تر ۶ پورې د لېنينگراد .
- د ۱۹۹۱ ز كال د سيپټمبر له ۶ نه راهيسې د سانت پيتربورگ په نامه ياديږي .
دغه ښار د خلكو تر منځ په خبرو كې د (( پيتر )) او (( پيتربورگ )) په بڼه هم ياديږي .