سامويل جانسن

سامويل جانسن د ۱۷۰۹ ز کال د سپټمبر له ۱۸ (د پخواني سيستم سپټمبر ۷) څخه د ۱۷۸۴ ز کال د ډسمبر تر ۱۳ نېټې پورې ژوند وکړ. نوموړی چې زياتره په ډاکتر جانسن سره يادېږي، يو انګليسي ليکوال و چې د يوه شاعر، ډرامه ليکونکي، مقاله ليکونکي، اخلاقپوه، کره کتونکي (نقاد)، ژوند ليک ليکونکي، سموونکي او قاموس ليکونکي په توګه يې اوږد مهاله مرستې وکړې. نوموړی د انګليس کليسا يو پاک او د توري Tory ډلې ژمن غړی و. د ملي ژوند ليک اکسفورډ قاموس، نوموړی «د انګليستان په تاريخ کې د تورو [ليکونو؟] د تر ټولو ځانګړي شخص» ګڼي. Walter Jackson Bate «د سامويل جانسن ژوند: Life of Samuel Johnson» تر سرليک لاندې د James Boswell [کتاب؟] «په ټولو ادبياتو کې د ژوند ليکنې هنر يوازينی تر ټولو نامتو کار» وګاڼه. [۳][۴][۵]

سامويل جانسن
سامويل جانسن

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
تابعیت لويې برېتانيا پاچايي   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انګرېزي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه
لاسليک
سامويل جانسن

  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

جانسن چې د Staffordshire په Lichfield کې زېږېدلی دی، د اکسفورډ پوهنتون Pembroke College کې يې تر هغې وخته پورې ګډون وکړ، چې د مالي سرچينو د کمښت له امله يې پرېښود. د ښوونکي په توګه له کار کولو څخه وروسته لندن ته لاړ او هلته يې «د مجلې: Gentlemen Magazine» لپاره ليکل پيل کړل. د هغه لومړني کارونه «د ريچارد ژوند: Life of Mr Richard»، د لندن (London) شعر، د انساني هيلو بې ګټېتوب (The Vanity of Human Wishes) او د ايرنه (Irene) لوبه او ننداره دي. له نهه کلنو څخه وروسته په ۱۷۵۵ز کال کې د جانسن «د انګليسي ژبې قاموس:A Dictionary of English Language » شو، چې د معاصرې انګيسي په اړه يې پراخه اغېزې لرلې او د پوهې برخه کې يوازينۍ تر ټولو ستره لاسته راوړنه وګڼل شوه. ۱۵۰ کلونه وروسته د اکسفورډ انګليسي قاموس تر راتګ پورې، د جانسن قاموس ممتاز يا پورته و. د هغه وروستي کارونه مقالې، «د ويليم شکسپير نندارې:The Plays of William Shakespeare ) او «د Abissinia د شهزاده Rasselas تاريخچه: The History of Rasselas, Prince of Abissinia» دي. لکه څرنګه چې جانسن په «د سکاتلېنډ لويديځو ټاپوګانو ته يون: A Journey to the Western Islands of Scotland» کې بيان کړي دي؛ نوموړی په ۱۷۶۳ ز کال کې له James Boswell سره ملګری شو، چې سکاتلېنډ ته يې ورسره يون وکړ. د نوموړي د ژوند پای ته نږدې د اولسمې او اته لسمې پېړيو يو لوی او با نفوذه «د تر ټولو غوره انګليسي شاعرانو ژوند:Lives of the Most Eminent English Poets» [کتاب] چاپ شو. [۶][۷]

لوړ او پياوړي جانسن حرکي ژبه داسې کاروله، چې ورسره کتنه کې يې ځيني خلک حيران کړل. د بوسويل ژوند (Boswell’s Life) د نورو ژوندليکونو تر څنګ د جانسن کړه وړه او عادت په داسې شرحې سره مستند کړل، چې دوی له مړينې څخه وروسته د Tourette سنډروم د تشخيصولو يا موندنې خبر ورکړ. دا حالت لا تر اوسه په اتلسمه پېړۍ کې نه و موندل شوی. نوموړی له بېلابېلو ناروغيو څخه وروسته د ۱۷۸۴ کال د ډسمبر د ۱۳ نېټې په ماښام مړ شو او په Westminster هديره کې ښخ کړای شو. سله دې څخه وروسته نوموړي ته په زياتېدونکي ډول د داسې شخص په سترګه کتل کېدل، چې پر ادبي کره کتنه باندې يې اوږدمهال اغېز درلود او ان د انګليسي ادبياتو يوازينی رښتينی او ستر کره کتونکی وګڼل شو. [۸][۹]

ژوند او مسلک

سمول

لومړنی ژوند او او زده کړې

سمول

سامويل جانسن د ۱۷۰۹ ز کال د ډسبر پر ۱۸ مه نېټه، له Sarah (nee Ford) او کتابپلورونکي Michael Johnson څخه وزېږېد. زوکړه يې د Staffoedshire په Lichfield کې د نوموړي د پلار د دوکان له پاسه د يادې کورنۍ په کور کې وشوه. مور يې د ۴۰ کلنۍ په عمر جانسن وزېږاوه. دا د دود خلاف ناوخته [د مور د عمر له مخې] اميندواري وګڼل شوه، ځکه ورسره خورا پاملرنه وشوه او د George Hactor په نوم يو نارينه دايي او خورا نامتو جراح د مرستې په موخه راوړل شو. کوچني جانسن ونه ژړل او د روغتيا په اړه يې اندېښنې وې. د نوموړي ترور چيغې وکړې، چې «هغې به ښايي تر اوسه دومره کمزورې پيدا (مخلوق) په کوڅه کې نه وي پورته کړي». کورنۍ يې ډارېدله چې جانسن به ژوندی پاتې نه شي او د St Mary له مرستيال [د پاپ] څخه وغوښتل، چې د جانسن د تعميد غسل دود تر سره کړي. دوه ديني پلرونه ورته وټاکل شول، چې يو يې فزيکپوه او د اکسفورډ له Pembroke College څخه فارغ سامويل سوينفين (Samuel Swynfen) او بل يې وکيل، coroner [هغه مامور چې د ناببره وژل شوي شخص په اړه پوښتنې کوي] او د Lichfield ښارګوټي ميرزا ريچارډ وېکفيلډ (Richard Wakefield) و. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د جانس روغتيا وده وکړه او دايه مور Joan Marklew ته ورکړل شو. څه موده وروسته يې د سل ناروغۍ غوټې (غدې) ........ چې د هغه وخت «د پاچا بد» په توګه ځکه پېژندل کېدلې، چې فکر کېده يوازې پاچايي يې درملنه کولی شي. د پاچا دويم چارلس پخواني ډاکتر Sir John Floyer سپارښتنه وکړه، چې کوچنی جانسن بايد «شاهي پيوند یا لمس» تر لاسه کړي او نوموړي د ۱۷۱۲ ز کال د مارچ پر ۳۰ مه له ملکې Anne څخه ورته همداسې وکړل. که څه هم مراسم بې ګټې ثابت شول او يو عمليات تر سره شو، چې د نوموړي پر مخ او بدن باندې يې تلپاتې داغونه پرېښودل. څو مياشتې وروسته د Nathaniel په نوم د جانسن د ورور په زېږېدنې سره يې پلار د هغو پورونو د اداينې توان نه درلود، چې د څو کالونو په موده کې يې اخيستي وو او کورنۍ يې نور د معياري ژوند د ساتلو توان نه درلود. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

کله چې نوموړی د غېږې کوچنی و او لوستل يې زده کړي وو، اغلې جانسن (Mrs. Johnson) ورته يو سهار د عبادت عام کتاب ورکړ، د ورځې لنډ لمونځ ته يې ګوته ونيوله او ويې ويل: «سامه (Sam)، تاسې بايد دا د زړه له تله تر لاسه کړئ». نوموړې پر زينه مخ پورته لاړه او سامويل يې پرېښود چې مطالعه وکړي. مګر کله چې دويم پوړ ته ورسېده، د سامويل غږ يې واورېد، چې په هغې پسې دی. آغلې جانسن ورته وويل، چې څه مسئله ده؟ سامويل وويل:«زه دا لوستی شم» او په روښانه ډول يې بيا ولوست؛ که څه هم له ښايي له دوه ځلو څخه يې زيات نه و لوستلی. [۱۹][۲۰]

جانسن (Johnson) د يوه کوچني په توګه د سترو ځېرکتياوو نښې څرګندې کړې او مور او پلار يې د نوموړي د وروستۍ کرکې په اړه ښايي د هغه «نوې لاسته راوړنې» وښيي. د درې کلنۍ په عمر يې زده کړې پيل شوې، چې د مور له لورې يې ورته برابرې شوې. مور يې نوموړی «د عام لمونځ کتاب: Book of Common Prayer» څخه د برخو په يادو زده کولو او لوستلو لپاره غوره کړ. هغه وخت چې سامويل څلور کلن شو، نږدې ښوونځي ته واستول شو او د شپږ کلنۍ په عمر زده کړو ته د دوام په موخه، يو متقاعد بوټ جوړوونکي ته واستول شو. يو کال وروسته جانسن د Lichfield ګرامر ښوونځي (Lichfield Grammar School) ته واستول شو، چې په لاتيني ژبه کې يې خورا غوره شو. د دې وخت پر مهال نوموړي د خپل بدن د غړو د هغه رېږدونو يا رپولو څرګندول پيل کړل، چې له مخې يې هغه اغېز څرګندېده، چې خلکو هغه ته په وروستيو کلونو کې په کوم نظر کتل. يادې رپېدنې همدرانګه له مرګه وروسته د Tourette syndrome د موندنې بنست جوړ کړ. نوموړی په خپلو زده کړو کې خورا پياوړی شو او د نهه کلنۍ په عمر يې پورتني ښوونځي ته وده وکړه. په همدې وختونو کې له Edmund Hector سره ملګری شو، چې د خپل «نارينه دايې يا قابلې» جورج هکټر (George Hector) او John Taylor وراره و، چې د پاتې ټول عمر لپاره ورسره په اړيکه کې پاتې شو. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

جانسن د ۱۶کلنۍ په عمر د خپل کاکا له زامنو Fords، Pedmore او Worcestershire سره پاتې شو. هملته د Cornelius Ford نږدې ملګری شو، چې د جانسن په روزنه کې يې د لرغونو ادبياتو په اړه خپله پوهه پلې کړه، په داسې حال کې چې ښوونځی يې نه وايه. Ford يو بريالی، ښه تړلی علمي او بد نومه نشه يي و، چې د شرابو زيات څښاک يې شپږ کاله وروسته مړينه کې مرسته وکړه. نوموړی د خپل کاکا له زامنو سره له شپږ مياشتو تېرولو څخه وروسته بېرته Lichfield ته ستون شو، مګر سرښوونکي (Mr Hunter) د دې اوږدمهاله سپين سترګې ناسوبتيا له امله په غوصه شو او جانسن ته يې په ښوونځي کې د دوام اجازه ورنه کړه. جانس چې د Lichfield Grammar School ته د بېرته ورګرځېدلو توان يې نه درلود، Stourbridge کې د پاچا شپږم ايډوارډ (King Edward VI) ګرامر ښوونځي کې شامل شو. څرنګه چې ياد ښوونځی Pedmore ته نږدې پروت و، جانسن له Frods سره د ډېر وخت تېرۍ توان درلود او د شعرونو ليکل او ژباړې يې پيل کړې. که څه هم جانسن مخکې له دې چې Lichfield کې خپل پلرني کور ته يو ځل بيا ستون شي، په Stourbridge کې يې يوازې شپږ مياشتې تېرې کړې. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118558161  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118558161 — د نشر نېټه: ۱۳ اگسټ ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. Meyers 2008, p. 2
  4. کينډۍ:Cite ODNB
  5. Bate 1977, p. xix
  6. Bate 1977, p. 240
  7. Lynch 2003, p. 1
  8. Murray 1979 and Stern, Burza & Robertson 2005
  9. Winters 1943, p. 240
  10. Bate 1977, p. 5
  11. Lane 1975, pp. 15–16
  12. Watkins 1960, p. 25
  13. Lane 1975, p. 16
  14. Bate 1977, pp. 5–6
  15. Lane 1975, pp. 16–17
  16. Lane 1975, p. 18
  17. Lane 1975, pp. 19–20
  18. Lane 1975, pp. 20–21
  19. Bate 1977, pp. 18–19
  20. Lane 1975, pp. 25–26
  21. Bate 1977, p. 21
  22. Lane 1975, p.  26
  23. DeMaria 1994, pp. 5–6
  24. Lane 1975, p.  26
  25. Bate 1977, p. 23, 31
  26. Lane 1975, p. 29
  27. Lane 1975, p. 30
  28. Wain 1974, p. 32
  29. Lane 1975, p. 33
  30. Bate 1977, p. 61