سامریان یا سامریايي خلک هغه قومي مذهبي ډله ده چې د منځني ختیځ له عبرانیانو او اسراییلیانو څخه سرچینه اخلي. هغوی د سامره اصلي خلک دي، دا د لرغوني اسراییل او یهواد هغه تاریخي سیمه ده چې د فلسطین د نننۍ ورځې د لویدیځې غاړې (West Bank) نیمه شمالي سیمه جوړوي. له طبیعي اړخه هغوی د سامري دین پیروان دي، هغه دین چې له ابراهیمي، توحیدي او مذهبي قوم څخه جوړ شوی و چې د یهودیت تر څنګ یې پراختیا موندلې وه.

د هغوی د دودونو له مخې، سامریان د اسراییلو له نسل څخه دي چې د اسراییلو د دولسو قبیلو څخه د لسو ورکو شوو قبیلو برخلاف، د اسراییلو د شمالي پاچاهۍ له ړنګېدو وروسته او بیا له میلاد څخه وړاندې د ۷۲۰ کلونو شاوخوا د نوي اشور له سترواکۍ سره د هغوی په الحاق کېدو سره د اشور د سترواکۍ له اسارت سره مخ نه شول. د نه بدل شوي تورات په توګه د سامریانو پنځو کتابونو ته په کتو سره، سامریان یهودان د خپلو نږدې خپلوانو په توګه بولي، خو ادعا کوي چې یهودیت د اسراییلو د مذهب اصلیت په اساسي توګه بدلوي. د یهودي او سامري عقیدو تر منځ تر ټولو زیات د پام وړ الهیاتي توپیر د نړۍ د تر ټولو سپڅلي ځای پورې اړه لري، چې هغه ځای یهودان په بیت المقدس کې د معبد غر او سامریان یې په اوسني نابلس او لرغوني شکیم سره نږدې د ګریزیم غر یادوي. دواړه یهودان او سامریان ټینګار کوي چې د اسحاق علیه سلام ذبح کول (ژباړونکی: مسلمانان د اسمعیل علیه سلام پر قرباني او یهودان د اسحاق علیه سلام پر قرباني کولو عقیده لري) د هغوی اړوند سپیڅلي ځای کې رامنځته شوی او دوی هغه ځای د موریا په نوم پېژني. سامریان له یهودانو سره خپل اختلاف ایلي ته منسوبوي، څوک چې له میلاد نه وړاندې د ۱۱مې پېړۍ شاوخوا کې د اسراییلو لوی کاهن و او د سامریانو په عقیده هغه د ګریزیم له اصلي زیارت سره په مخالفت کې په شیلو کې یو مذهبي زیارت جوړ کړی و.[۱][۲]

یو وخت دا ستره ټولنه وه، خو د سامریانو نفوس د سامریانو د بغاوتونو له امله د پام وړ کمښت وموند چې د بیزانس سترواکۍ له خوا په شپږمه پېړۍ کې په وحشیانه ډول سره وځپل شول. د بېزانس سترواکۍ پر مهال او بیا د مسلمانانو له خوا د شام په نیولو سره د هغوی زیاتره کسان عیسویان او مسلمانان شول. په دولسمه پېړۍ کې، یهودي کاشف او لیکونکي بنیامین تودلا اټکل کړی و چې په فلسطین او سوریه کې یوازې شاوخوا ۱۹۰۰ سامریان پاتې وو.[۳][۴]

تر ۲۰۲۴ کال پورې، د سامریانو نفوس شاوخوا ۹۰۰ کسه و چې په مساوي توګه د اسراییلو (شاوخوا ۴۶۰ کسان یې په هولون) او لویدیځه غاړه (شاوخوا ۳۸۰ یې په کریات لوزا) کې سره وېشل شوي وو. د کریات لوزا سامریان په شامي عربي خبرې کوي، په داسې حال کې چې د هولون اوسیدونکې یې بیا زیاتره په عبراني اسراییلي خبرې کوي. د عبادت لپاره له عبري سامري او ارامي سامري څخه هم کار اخلي چې دا دواړه په سامري خط سره لیکل شوي دي. د سامریانو د دود له مخې، په تېرو ۳۶۰۰ کلونو کې د سامریانو د ستر کاهن مقام پرته له ځنډ څخه دوام درلود او له عبري پیغمبر هارون علیه سلام څخه پیل شوی دی. له ۲۰۱۳ کال را وروسته، د سامریانو ۱۳۳ ستر کاهن عابد البن عشر بین متزلیاخ دی.[۵]

د سرشمېرنې په موخه، د اسراییلو قانون له سامریانو سره د یوې بېلې مذهبي ټولنې په توګه چلند کوي، خو د اسراییلو لوی مذهبي مشر (خاخام) بیا هغوی له قومي اړخه یهود (اسراییل) بولي. خو بیا هم، د خاخام ادبیات، د هلاخي سامریانو یهودوالی ردوي، تر هغه چې دا خلک د اسراییلو د تاریخي سپیڅلي ځای په توګه د ګیریزم غر له منلو انکار وکړي. خو بیا هم په اسراییلو کې د یهودو-سامریانو تر منځ ودونه په زیاتیدونکي توګه سره دود دي. په دواړو هولون او کریات لوزا کې اوسېدونکي سامریان د اسراییلو تابعیت لري، خو هغه چې په کریات لوزا کې اوسي هغوی فلسطیني تابعیت هم لري.[۶]

همداشان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یو زیات شمېر او مخ پر زیاتیدونکي ټولنې، کورنۍ او کسان شته، چې که څه هم د سامریانو د ټولنې غړي نه دي، خو بیا هم د سامري قوم او مذهب اصول او دودونه پېژني او عملي کوي يي. د ۲۰۲۳ کال د فبروري تر میاشتې پورې په نړیواله توګه د سامریانو د قوم تر ټولو ستره ټولنه په برازیل کې د (Shomrey HaTorah) ټولنه ده چې شاوخوا ۲۰۰۰۰ غړي لري.[۷][۸]

ایتمولوژي او اصطلاحات

سمول

په ډیلوس کې د سامریانو د ډیاسپورا کتیبې چې لرغونتوب یې له میلاد څخه ۱۵۰ تر ۵۰ کلونو پورې رسیږي، د سامریانو لپاره تر ټولو زوړ ځان پېژندنه وړاندې کوي، چې ښیي هغوی خپل ځانونه «بن اسراییل» چې په پښتو کې ورته د «اسرییلو زامن» ویل کېږي را پیژني او معمولاً په اسراییلي ژبه خبرې کوي.[۹][۱۰]

سامریان په خپله ژبه یعنې عبري سامري کې خپل ځانونه «اسراییل»، «بني اسراییل» او Shamerim چې د «ساتونکو/پالونکو/کتونکو» په معنی ده او په عربي کې السامیرییون بولي.  دا اصطلاح د عبراني سپیڅلي کتاب له Somerim اصطلاح سره ګډه رېښه لري، او دواړه اصطلاحګانې سامي رېښه منعکسوي چې معنی یې ده «کتل، ساتل». له تاریخي اړخه، سامریان په سامریه کې سره را ټول وو. په عصري عبري ژبه کې، سامریانو ته Shomronim ویل شوي دي، چې د «سامریې د اوسېدونکو» په معنی ده.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په عصري انګریزې کې، سامریان اسراییلي سامریانو ته ویل کېږي.[۱۵][۱۶]

یوسفوس د سامریانو لپاره له ګڼو اصطلاحاتو کار اخلي چې داسې ښکاري هغه د یوه او بل پر ځای کاروي. په دې منځ کې خوتای ته یوه اشاره ده، دا هغه نوم دی چې په ماد او فارس کې د هغو خلکو د ښودلو لپاره کارول کېږي چې ګومان کېږي سامره ته لیږل شوي تر څو د اسراییلي تبعید شوي نفوس ځایناستي شي. سامارییس ښايي د سامره د سیمې اوسېدونکو یا د همدې نوم لرونکي ښار ته اشاره ولري، که څه هم ځینې متون له هغه نه په ځانګړې توګه سامریانو ته اشاره کوي.[۱۷][۱۸][۱۹]

اصلیت

سمول

د سامریانو او یهودانو تر منځ ورته والی تر دې بریده پورې وه چې د میشنا خاخامانو نه شوای کولای د دوی تر منځ کوم ښکاره توپیر په ګوته کړي. دا چې کوم وخت د سامریانو او یهودانو تر منځ بېلوالی راغی ډېرې هلې ځلې وشوې چې دقیقه نېټه یې په ګوته کړي، خو دا ټول له یو بل سره ډېر توپیر لري ځکه د عزرا له وخت نه رانیولې بیا د بیت المقدس تر وراني (له میلاد څخه ۷۰ کاله وروسته) او د بارکوخبا بغاوت (له میلاد نه ۱۳۲ – ۱۳۶ کاله وروسته) پورې ګڼ روایتونه شته. د سامري د بېل هویت رامنځته کېدل او د هغوی او یهودانو تر منځ توپیر په را وروسته ګڼو پېړیو کې رامنځته شوي دي. په عمومي توګه داسې ګومان کېږي چې د هاسمون په دوره کې یو بنسټیز بېلتون رامنځته شوی دی.[۲۰][۲۱][۲۲]

د اجدادو له اړخه، سامریان دا مني چې د دوی نسب په لرغوني سامریه کې د ایفریم او مناسه قبیلو ته رسیږي. د سامریانو دودونه د هغوی او د یهود تر مشرۍ لاندې سویلي اسراییلیانو تر منځ انشعاب د سپیڅلي کتاب د کشش، ایلي تر وخت پورې تړي، چې د یوه «کاذب» ستر کاهن په توګه ګڼل شوی او د کشیشي منصب یې د هغه له ساکن، اوزي څخه په زور نیولی او یو سیال زیارت یې په شیلو کې جوړ کړ او په دې ترتیب سره یې د یهواد او بنیامین د قلمرو سویلي زیارت کوونکي یې د ګریزیم له زیارت څخه را وګرځول. همداشان ویل کېږي چې ایلي د عهد د صندوق یوه ګڼه جوړه کړې ده چې بالاخره په بیت المقدس کې یې د یهودانو سپیڅلي ځای ته لاره پیدا کړې ده.[۲۳]

سرچينې

سمول
  1. Deuteronomy 16:6 (Samaritan Version) "Has Chosen"
  2. UNESCO 2017.
  3. Crown، Pummer او Tal 1993، مم. 70–71.
  4. Levy-Rubin 2000، مم. 257–276.
  5. "The Samaritan Update: An Internet Newsletter & Archive Regarding the Samaritan-Israelites". 4 March 2024. بياځلي په 8 April 2024. The Samaritans call themselves Bene-Yisrael "Children of Israel", or Shamerim "Observant Ones"
  6. Sela 1994، مم. 255–266.
  7. Tsedaka 2015.
  8. ISII: Keepers.
  9. "Samaritan". Britannica. بياځلي په 14 September 2023.
  10. Kartveit 2019، مم. 9–10.
  11. Manzur 1979.
  12. Bowman, John (8 February 1963). "BANŪ ISRĀ'ĪL IN THE QUR'ĀN". Islamic Studies. 2 (4). Islamic Research Institute: 447–455. JSTOR 20832712. بياځلي په 14 September 2023. This tiny community called by the Jews and the Christians, the Samaritans, call themselves Israel or Shomerim, the Keepers (of the Torah, i.e., Tawr?t).
  13. "The Samaritan Identity". The Israelite Samaritan Community in Israel. بياځلي په 15 September 2023. Our real name is, 'Bene- Yisrael Ha -Shamerem (D'nU- -D'7nU) - in Hebrew , which means 'The Keepers', or to be precise, the Israelite - Keepers, as we observe the ancient Israelite tradition, since the time of our prophet Moses and the people of Israel. The modern terms, 'Samaritans' and 'Jews', given by the Assyrians, indicate the settlement of the Samaritans in the area of Samaria, and the Jews in the area of Judah.
  14. "The Keepers: Israelite Samaritan Identity". Israelite Samaritan Information Institute. 26 May 2020. بياځلي په 15 September 2023. We are not Samaritans; this is what the Assyrians called the people of Samaria. We, The Keepers, Sons of Israel, Keepers of the Word of the Torah, never adopted the name Samaritans. Our forefathers only used the name when speaking to outsiders about our community. Through the ages we have referred to ourselves as The Keepers.
  15. "The Samaritans - Israelite Samaritans in Israel". Israelite Samaritan Community. بياځلي په 15 September 2023.
  16. "Israelite Samaritans information Institute". بياځلي په 15 September 2023.
  17. Pummer 2002، مم. 123,42,156.
  18. Crown 1989، م. 196.
  19. Epiphanius 2009، م. 30.
  20. Crown 1991، م. 17.
  21. Bourgel 2019، م. 1.
  22. Zsengellér 2017، م. 157.
  23. Fried 2014، م. 148.