ساز او سرود داسلام او طب له نظره

    ساز او سرود د اسلام او طب له نظره                                           سمول

 
 

کتاب نوم : ساز او سرود د اسلام او طب له نظره   سمول

بسم الله الرحمن الرحیم سمول

دکتاب ځانګړتیاوی : سمول

دکتاب نوم :ساز او سرود د اسلام او طب له نظره سمول

  سمول

ترتیب کوونکی : محمد بشیر مدنی سمول

دچاپ شمیر  :   1000    جلد . سمول

چاپځی : کابل سمول

کال: 1402 سمول

دچاپ حق دژباړونکی سره محفوظ دی سمول

اهدا‌‌ء سمول

ددغه اثردوهم چاپ دخپلو والدینو روحونو او دخپل مشر ورور مرحـــــــوم استاد ملنګ علمیار اوټولوهغوشهیدانو روحونوته ډالی کــــــــــــــــــوم چی داسلام څخه ددفاع په خاطـــــریی قربان کړی روحونه یی دی ښاد ،یاد یی دتل، او اخروی لاره یی د روښانه وی . سمول

دمطالبو فهرست سمول

سريزه   1 سمول

د ساز او سرود د حرام والي په هكله قرآني دلايل:  3 سمول

د ساز او سرود دحرام والي په هكله دنبوي احاديثو دليلونه:  6 سمول

دساز او سرود په اړه د علماء كرامو څرګندونې :  11 سمول

په اسلام كې د فاسق حكم دادى:  13 سمول

استثناء (ځانګړتيا ):  15 سمول

امام ابن حزم ( رح ) او دسندرو روا والي :  17 سمول

د اسلامي ترانو او شعرونو د ويلو حكم:  19 سمول

د ساز اوسرود دوهمه برخه:  22 سمول

په دنيوي ژوند كښي د ساز اوسرود ځینی اغيزي:  22 سمول

دنبوي سيرت په غونډوكي سازاوسرود:  23 سمول

آيا واقعا سازاوسرود دروح غذا او دوصال سبب دي:  24 سمول

سندري او نشه يي توكي    25 سمول

ساز اوسرود دطب له نظره:  26 سمول

پدي اړه بايد پاملرنه وشي چي :  26 سمول

دذهني او عصبي مرضونو په تداوي كښي دساز او سرود رول:  27 سمول

دسازاوسرود مهم او خطرناك تاثيرات اواغيزي :  28 سمول

ساز او سرود دزړه دسكتې اوټكان سبب كيږي:  28 سمول

ساز اوسرود دوينې دفشارسبب كيږي:  28 سمول

ساز او سرود دارادې دسستوالي لامل دۍ:  29 سمول

ساز اوسرود دسستۍ اوكسالت لامل دۍ:  29 سمول

ساز اوسرود دفكري ركود اوتاريكۍ لامل دي:  30 سمول

سازاوسرود دقضاوت دتوان له منځه وړلولامل دۍ:  30 سمول

سازاوسرود دباصرې (ليدنې) حس له منځه وړي:  30 سمول

سازاوسرود داخلاقي فساد اوهلاكت لامل دۍ :  30 سمول

سازاوسرودداحساساتو اوعواطفو دمنځه وړونكۍ:  31 سمول

دساز اوسرود ډير بداثرات دانسان په وجودكې:  31 سمول

يو مهم ګواښ:  32 سمول

تجربه اواعترافونه:  33 سمول

موسيقي داستعمار دكاري وسائلو څخه ده:  34 سمول

ځوانان دفساد اوفتنې په ډنډكښې:  34 سمول

الف: تحريكوونكي سازاوسرود :  34 سمول

ج: دساعت تيري غونډي اومجلسونه :  37 سمول

سريزه سمول

الحمدلله وكفى والصلاة والسلام على نبيه المصطفى وآله المستكملين الشرفاء و صحابته الاتقياء وبعد: مسلمانانو د اسلام ترسيوري لاندې په قدر اوعزت سره ژوندتېراوه، دعبادت مزه يې په څرګندډول احساسوله، ددې دين په درشل كې دايمان خوندديقين ډاډ او اطمئنان، دطاعت مينه او ددې مبارك دين لارښوونويې د بې لارۍ او فساد غوښتنې په مقابل كې ديوكلك ديوال او نه ماتيدونكي سنګر حيثيت ځانته خپل كړى وه،  چې انسان له بديو اوګناهونو څخه وساتي، د نفسي غوښتنو منلو څخه يې  ژغوري اوټول غمونه او خپګانونه يې له منځه وړی ، ددې خوندورو حالاتو په ليدوسره د اسلام دښمنان په آرام كېنه ناستل،  بلكې د مسلمانانو پر ضديې نوې توطيې پيل كړې، چې د هغوله جملې څخه په نوې بڼه دساز او سرود خپرول وو. ساز كوونكو ته يې د هنر مندانو نوم وركول ، البته زموږ شتمن او بډاى هيواد وال په دې ډګر كې ډير وړاندې دي،  خپلو شتو او مال ته مغروردي، خو په حقيقت كې لوى مالدار او پانګوال هغه څوك دی،  چې دالله پاك له دين سره يې دوستي وكړه،  كه څه هم په دنيا يي لحاظ فقير وي، خو ډيرزيات فقير او مفلس هغه څوك دى،  چې دالله جل جلاله له دين سره يې دښمني وكړه، كه په دنيا يي لحاظ سره مالدار هم وي. سمول

د يو غيرتي مسلمان لپاره ډير د خپګان او افسوس ځاى دى، چې ګوري ځينې مسلمانان خپله نيكبختي او خوښي په نورو دينونو كې لټوي، حال دا چې دغه خوشحالي يوازې په اسلام كې ده اوبس. سمول

همدارنګه زهر ددوا پر ځاى استعمالوي، روغتيا او جوړښت په نفسي غوښتنو او شهوتونوكې لټوي او له دوى څخه نن ورځ داسې ډيرخلك شته،  چې خپل پام يې دسندرو، ساعت تيريو او د سازو سامان آلاتو ته اړولى دى. سمول

تردي،  چې دايې خپل مصروفيت او دنده ګرځولې ده، او ددې د خپرولو لپاره يې خپل لاسونه رابيډوهلي، چې د شهوت پرستۍ ساز او سرود په  اوريدلو سره مبتلاشوي او په باطله لارروان شوي دي . خوددې كار د رواوالي لپاره يې داسې خوشي اوبې ځايه دلايل، باطل اقوال او ويناوې خپل حجت او دليل ګرځولي،  چې هيڅ يو يې هم صحت نه لري . سمول

ځينې خلك داسې هم دي،  چې د ساز اوسرود د خپرولو لپاره لامل دا ښـيي، چې په دې ناروا عمل سره زړونه نرميږي، احساس ويښيږي، عاطفې ته نمو او وده وركوي!!! مګردادليل سم او پرځاى نه دى،  بلكې دغه كارنفساني شهوات او ناروا غوښتنې را ولاړوي، كه چېرې ددوى خبره رښتيا واى،  نو د سندر غاړو زړونه به نرم واى او د ښو اخلاقو څښتنان به وو، مګر بالعكس ټول يې په كږه لاره روان، د بدواوناوړه اخلاقو لرونكي دي . سمول

اې د الله جل جلاله  بندګانو! كه څوك د ساز اوسرود په حرام والي شك لري،  نو داشك او شبهه دې لرې كړي،  دالله جل جلاله په كتاب او د پيغمر صلى الله عليه وسلم په سنتودې يقين او باور وكړي، چې دا كار ناروا او حرام دى، په قرآن كريم او نبوي احاديثو كې يې زيات زيانونه په ګوته شوي دي،  په دې اړه د قرآن كريم او حديثو زيات نصوص او څرګندونې شته، چې د سندرو په حرام والي ښكاره دليل دى، څوك،  چې دا كار روا بولي او يايې په روا والي  او دغه كارته په دوام وركولو ټينګاركوي، د الهي عذاب خبردارى وركړل شوى دى، د مؤمن مسلمان لپاره د قرآن كريم او صحيحو احاديثو څخه يو دليل هم كافي دى، سره ددې، چې په دې موضوع كې زيات دلايل موجود دي. په يقيني ډول الله جل جلاله په خپل سپيڅلي كتاب كې فرمايلي دي (وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُبِينًا [الأحزاب/36] سمول

ژباړه:او نه دى روا هيڅ مؤمن سړي او نه هيڅ مومنې ښځې ته، كله چې حكم وكړي الله او د الله رسول، په يو امر( كار)كې دا چې وي دوى ته اختيار له امره (كاره) خپله په خلاف د امردالله او درسول هېڅ،  او هر څوك،  چې اطاعت نه كوي دالله او ددغه رسول د الله، پس په تحقيق سره ګمراه شو په ګمراهۍ ښكاره سره . سمول

دسازاو سرود خطر  د شریعت ا و طب له نظره ،  چې دا د خلكو په منځ كې، په ځانګړي ډول دځوانانو په منځ كې د فساد او فتنې له لاملونو څخه دي،  نو ماوغوښتل، چې په دې ليكنه كې د ساز او سرود په هكله د قرآن كريم، نبوي احاديثو ،علماء كرامو او طبی ماهرینو دريځونه وړاندې كړم،  له دې څخه زما يوازنۍ موخه دالله جل جلاله  ددين خدمت ا و د مسلمانانو لپاره ګټه رسول دي او بس. سمول

له الله جل جلاله  څخه غواړم، چې په خپل فضل اوكرم سره  دا ليكنه ګټوره ثابته كړي او د خپلې رضا لپاره يې وګرځوي، همدغه الله جل جلاله زموږ لپاره بس او ډير ښه وكيل دى .، په پای کی باید ووایم چې دغه کتاب می په دوه فصلونو کې لیکلی : لومړی فصل ساز او سرود د اسلام له نظره ، دوهم فصل ساز او سرود د طب له ،  ، همدارنګه سریزه ، آخری پایله ، د محتوایاتو  او اخځلیګونو  فهارس می هم ورته برابر کړی دی ، تر ځو  لوستونکو ته ګټور ثابت شی . سمول

د غنااو مزامیرو تعریف : سمول

غنا سندرو ته وايي چې  :  درواغو،فحشآء او عشق بازۍ ته جذب او نور لهو لعب پکې وي او مزامير د موسيقی آلاتو ته وايي . سمول

د موسیقی تعریف: موسیقی یو یونانی لفظ دی چی ښه اواز لرونکو آلاتو ته وایی لکه (سیتار، ډول، تنبور، غجک، سورنی، رباب، دیراه، شپیلی،اوداسی نور سمول

د ساز او سرود د حرام والي په هكله قرآني دلايل: سمول

الله جل جلاله  فرمايلي دي (وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ [لقمان/6] سمول

ژباړه : (او ځينې له خلكو څخه هغه څوك دي،  چې  پيري ( اخلي ) عبثي او بيهوده خبرې لپاره ددې،  چې وښويوي (خلك) له لارې دالله جل جلاله  نه،  بې عمله په عاقبت د خپل فعل، او چې ونيسي (دالاره ياآياتونه ) په  ټوكومسخرو، دغه (كسان) شته دوى ته عذاب سپكوونكى) سمول

حضرت عبدالله بن عباس رضى الله عنه،  چې يو جليل القدر صحابي دى وايي : سمول

(لهو الحديث) سندرو ته وايي، مجاهد رحمت الله عليه وايي (لهو) :ډول (طبل ) ته وايي دغه قول يې په تفسير طبر ي كې راوړى، حسن بصري رحمة الله عليه وايي: دغه ايت د ساز او سرود په هكله نازل شوى دى،  په دې اړه تفسير ابن كثير وګورئ . سمول

ابن قيم رحمة الله عليه وايي: داخبره كفايت كوي،  چې صحابه وو رضى الله عنهم او تابعينو د(لهو الحديث) معنى په سندرو سره كړې ده. دا تفسير د حضرت عبدالله بن عباس او ابن مسعود رضى الله عنهما څخه په صحيح سند روايت شو ى دى . سمول

ابو الصهباء رحمت الله عليه وويل:  ما د الله پاك ج ددې فرمان په هكله ( ومن الناس من يشترى لهو الحديث ) دعبدالله بن مسعو د رضى الله عنه څخه پوښتنه وكړه، نو هغه مبارك وويل: زما دې په هغه ذات قسم وي،  چې پرته له ده څخه بل حق معبود(الله) نشته د(لهو الحديث) څخه مطلب سندرې دي، داخبره يې درې ځله تكرار كړه، همدا ډول دحضرت عبدالله بن عمر  رضى الله عنه څخه داخبره ثابته ده،  چې د (لهو الحديث) معنى سندرې دي،  په دې اړه د اغاثةاللفها ن كتاب وګورئ .[1] سمول

همدارنګه ددې مبارك آيت په تفسير كې لاندې علماء كرامو هم همداسې څرګندونې كړې، لكه جابر رض، عكرمه رض، سعيد بن جبيررض، مكحول، ميمون بن مهران، عمرو بن شعيب، على بن بديمه رحمهم الله  او داسې نور . سمول

امام واحدي رحمه الله وايي: دغه آيت په دې تفسير سره د سندرو په حرام والي دلالت كوي،  په دې اړه اغاثه اللهفان كتاب وګورئ . سمول

بې شكه امام حاكم په خپل مستدرك على الصحيحين كې  د صحابي د تفسير په اړه ويلي: ددې علم څښتنان بايد پوه شي،  چې د صحابي تفسير ځكه دامام بخاري او امام مسلم په اند مسند حديث بلل كيږي،چې دوحى راتلل او د قرآن كريم نازليدل يې ليدلي دي او امام ابن قيم رحمه الله  په خپل كتاب اغاثة اللهفان كې دامام حاكم رحمه الله  په دې خبره زياتوالى كړى او ويلي يې دي، چې  دامام حاكم ( رح ) په خبره كې كه څه هم بايد تامل او فكر وشي،  خوبې له شكه دا تفسير د وروستنيو خلكو له تفسيره ډير غوره دى، چې بايد ومنل شي او قبول كړى شي،  ځكه صحابه كرام د قرآن كريم په مطلب په دې امت  كې ترټولو ښه پوه دي،  قرآن كريم ددوى په وخت كې نازل شوى او دوى ددې امت لومړني خلك دي،  چې همدې سپېڅلي كتاب ورته خطاب كړى دى،  په يقيني ډول يې له پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه په علمي او عملي ډګر كې ددې تفسير ليدلى دى او بې له شكه دوى فصيح عربان وو،  نو ددې لاملونو په مو جوديت كې ددوى له تفسير څخه  بل لوري ته اوښتون ناشوني دي . سمول

الله جل جلاله  فرمايلي دي: ( وَاسْتَفْزِزْ مَنِ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ وَأَجْلِبْ عَلَيْهِمْ بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ وَشَارِكْهُمْ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ وَعِدْهُمْ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلَّا غُرُورًا [الإسراء/ 64] [2] سمول

ژباړه: او وخوځوه هغه څوك،  چې طاقت درسيږي په هرهغه باندې له دوى  نه په غږ خپله سره ( فسادته ) او راكاږه ( راټول كړه ګمراهۍ ته ) پردوى سپاره خپل او پياده خپل،  شريك شه له دوى سره په مالونو كې او په اولادونو كې او وعده كوه له دوى سره (ددروغو) او نه كوي وعده له دوى سره شيطان،  مګر( په) فكر باطل ( او فريب سره چې خطا ورته ثواب ښكاروي ). سمول

په جلالين كې د (استفزاز) معنى په (استخف) سره راغلې يعنې (صوتك ) ستا په بلنه او دعوت، چې په ساز او سرود سره ده او بلنه دګناه هر بلونكي ته هم ده،  همدارنګه دا تفسير ابن كثير  او طبري له امام مجاهد څخه نقل كړى دى،  همدا ډول امام قرطبي ددې مبارك آيت د تفسير په اړه ويلي دي: په دې آيت كې هغه څه دي،  چې د ساز او سرود حرام والى ثابتوي او همدارنګه د شيطان غږ د هغه عمل او كړنه او كوم څيز،  چې شيطان ته د خوښۍ وړوي او پرې خوشحاله كيږي،  ددې ډول څيزونو څخه ځان ساتل  په هرچا لازم او ضروري دي. سمول

الله جل جلاله  فرمايلي دي : (وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا [الفرقان/72][3] سمول

ژباړه :او(بندګان دالله ) هغه كسان دي،  چې نه حاضريږي نه شامليږي په باطلو كې ( يانه وايي شاهدي په دروغو ) او كله چې تيريږي پرچټي ( بيكاره ) كارونو، نو تيريږي ځان ساتونكي ( مخ ګرځوونكي له هغوى نه ) سمول

حافظ ابن كثير په خپل تفسير كې دمحمد بن حنيفيه رحمه الله  قول راوړى، چې ويلي يې دي: (زور) لفظ دسندرو په معنى سره دى، اما م قرطبي په خپلو تفسيرونو كې له مجاهد رحمه الله عليه څخه دالله جل جلاله  ددې قول په هكله چې فرمايي : والذين لايشهدون الزور) داسې وايي : يعنې سندرې نه اوري. سمول

امام طبري رحمه الله  په خپل تفسير كې وايي: اصل (زور) لفظ د يو شي ښايسته كولو ته وايي او د يو څيز د خپل څرنګوالي او صفت برعكس انڅورول او ښودل دي، تردې چې ځنې وخت د حق اوريښتنولۍ ګومان پرې وشي او په حقيقت كې دا باطل وي او په دې كې سندرې هم شامليږي،  ځكه سندر غاړي خپل غږ جګوي او ښكته كوي يې او ښايست وركوي تردې، چې له اوريدونكي څخه يې د خوند اخيستلو هيله پيداكوي.  په دې اړه دامام طبري تفسير وګورئ. سمول

د الله جل جلاله  په دې قول كې (وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا ) امام طبري په خپل تفسير كې ويلي دي: كله، چې په باطل مجلس تيريږئ كوم نارواشى ترې ووينئ اويايې واورئ، په عزت ترې تيريږئ،  په داسې ډول،  چې اوريدل يې نه غواړئ لكه ساز اوسرود. سمول

د ساز او سرود دحرام والي په هكله دنبوي احاديثو دليلونه: سمول

د موسيقی ټول آلات حرام دي  بغير له دف يا چمبه او يا دائره څخه هغه هم د ښځو د پاره د خاصو شرايطو په چوکات کې په نکاح كې چې د خاصو شرايطو په نظر کی نیولو سره وی . سمول

او همدارنګه په اختر کې د وړو نجونو سندرې د غيرت او شهامت د تشويق د پاره ، نه د فحشاء ، يارۍ ، عشق بازۍ د جذب د پاره له څنګه چې تاسې اشاره ورته کړی ده هغه حديث شريف په لاندې ډول دی : سمول

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا قَالَتْ: دَخَلَ عَلَيَّ رَسُولُ الله صلی الله عليه وسلم وَعِنْدِي جَارِيَتَانِ، تُغَنِّيَانِ بِغِنَاءِ بُعَاثَ، فَاضْطَجَعَ عَلَى الْفِرَاشِ وَحَوَّلَ وَجْهَهُ، وَدَخَلَ أَبُو بَكْرٍ فَانْتَهَرَنِي، وَقَالَ: مِزْمَارَةُ الشَّيْطَانِ عِنْدَ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم ؟ فَأَقْبَلَ عَلَيْهِ رَسُولُ الله صلی الله عليه وسلم فَقَالَ: «دَعْهُمَا». فَلَمَّا غَفَلَ غَمَزْتُهُمَا فَخَرَجَتَا. (بخارى:949)[4] سمول

ژباړه : ام المومنين عايشه رضی الله عنها وايي : (د اختر په ورځ ) دوو وړو نجونو زمونږ په کور کې د بعاث د جګړی سندرې ويلې چې دا مهال جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم راغی او د آرام  د پاره خپل استراحت ځای ته لاړ او مباركه چهره يې تغير کړه .څو لحظې وروسته ابوبکر رضی الله عنه کور ته راغی او ددې صحنې په ليدلو يې زه سرزنش کړمه او ويې فرمايل : د پيعمبر په کور کې د شيطان آواز ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ابوبکر ته مخ واړولو او يې فرمايل : هغوی پر خپل حال پريږده . عايشه رضی الله عنها وايي : وروسته له دې چې ابوبکر رضی الله عنه په بل کار مشغول شو ، ما په اشاره سره هغوی ته وويل چې ځئ لاړې شئ . او هغوی لاړې . سمول

نو اوس تاسې وواياست چې پورته حديث شريف د ننۍ بې شرمه او فاحشې موسيقۍ چې زمونږ د ځوان نسل د اخلاقي ، علمي او اقتصادي زوال سبب شوی ده د جواز او رواوالی دليل جوړيدای شي  ؟ نه هيڅکله هم نه . سمول

حتې کوم صو فيان چې د نعت ذکر وغيره لپاره د موسيقۍ آلات کاروي حرام دي هنديه يې په اړه ليکي : سمول

السماع وقول و رقص الذی يفعله المتصوفة فی زماننا حرام لایجوز القصد الیه والجلوس علیه وهو الغناء والمزامير سواء . سمول

كَذَا في التَّتَارْخَانِيَّة قال رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى السَّمَاعُ وَالْقَوْلُ وَالرَّقْصُ الذي يَفْعَلُهُ الْمُتَصَوِّفَةُ في زَمَانِنَا حَرَامٌ لَا يَجُوزُ الْقَصْدُ إلَيْهِ وَالْجُلُوسُ عليه وهو وَالْغِنَاءُ وَالْمَزَامِيرُ سَوَاءٌ (فتاوی هنديه 5/351 ) .[5] سمول

الله تعالی خو په هر څه عالم او ښه خبردار دی سمول

په دې کې شک نشته چې ځنې کسان موسيقي روا بولی ځکه د دا ډول کسانو په اړه رسول الله صلی الله عليه وسلم له  پخوا څخه وړانديز کړي دی او فرمايي : سمول

ليكونن من أمتي أقوام يستحلون الحرو الحرير والخمر والمعازف ............... سمول

ژباړه : پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:  خامخا به زما له امت څخه داسې ډلې وي،  چې زنا كول، دوريښمو جامې اغوستل، شراب څښل،  د موسيقۍ په آلاتو لوبې كول حلال ګڼي او خامخا به ځينې ډلې په لوړ غره اوړي او يو شپون به يې ګډي (پسونه ) څروي او د بيګاه له پلوه به يې راولي او دوى ته به كوم فقير او محتاج د څه ضرورت د پوره كولو لپاره راځي، نو  داخلك به ورته وايي،  اوس لاړ شه سباته به راشې،  نو د شپې به په دوى عذاب راشي او ټول به هلاك شي او غربه پرې را واوړي او كوم خلك،  چې ژوندي پاتې شي،  هغوى به الله جل جلاله  د بيزوګانو او خنځيرانو په څير وګرځوي او مسخ به يې كړي،  چې تر قيامته به د همدوى په شان پاتې شي. [6] سمول

مشهورو محديثينو ددې حديث په صحيح والي مهر لګولى دى او صحيح يې بللى دى لكه امام ابن حبان ( رح ) اسماعيلي ( رح ) ، ابن صلاح ( رح ) ،  ابن حجر ( رح ) ، ابن تيميه رح، طحاوي رحمه الله، ابن قيم رحمه الله، صنعاني رحمه الله  او داسې نو رو. سمول

اما م ابن القيم رحمه الله عليه ويلي دي:  چاچې ددې حديث په ضعيف والي (نه صحت) دڅه ويلو خبره كړې، لكه امام  ابن حزم رحمه الله  غواړي د ساز او سرود په هكله خپل باطل مذهب صحيح وښــيي او دده په ګومان سره داحديث منقطع دى،  ځكه امام بخاري رحمه الله  په موصول سند سره نه دى روايت كړى،  مګر امام ابن صلاح رحمه الله  ويلي دي: په دې اړه بايدامام ابن حزم رحمه الله ته هيڅ ونه كتل شي،  ځكه دحديث د ردولو خطاء ډير لاملونه لري،  خو حديث صحيح دى د صحت په شرط يې اتصال معلوم دى.  په دې اړه دامام سفاريني ( رح )  كتاب : [7]غذاء الالباب شرح منظومه الآداب وګورئ. سمول

په حديث شريف كې د ساز اوسرود دحرام والي دليلونه له دوه پلوه څيړل شوي دي او دوو لوريوته يې حرام والى څرګنددى . سمول

لومړى: د پغمبر صلى الله عليه وسلم د حديث لفظ (يستحلون ) په دې كې دا ټول ياد شوي څيزونه،  چې ساز او سرود هم پكې دي،  په اسلامي شريعت كې حرام دي،  نو دغه خلك يې حلال ګڼي . سمول

دوهم: ساز او سرود د هغو څيزونو سره يو ځاى كول، چې حرام دي،  لكه زنا،  د شرابو څښل، د نارينه وو لپاره دوريښمو جامو اغو ستل،  په خپله په حرام والي دلالت كوي،  كه داسې نه واى،  نو د حرامو څيزونو سره به يو ځاى  نه ياديدل. په دې اړه شيخ الباني په سلسله صحيحه ۱۴۱-۱۴۰-۱مخونه وګورئ.[8] سمول

شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله عليه ويلي دي: دغه حديث شريف دساز او سرود په حرام والي دلالت كوي او دمعازف لفظ دعربي ژبې دعلماو په وړاندې د ساز او سرود په ټولو ډولونو دلالت كوي. مجموع الفتاوى كتاب وګورئ .[9] سمول

امام ترمذي په خپل سنن كې روايت كړى، چې جابر رضى الله عنه ويلي دي: پيغمبر صلى الله عليه وسلم له حضرت عبدالرحمن بن عوف سره د خرماوو باغ ته لاړ، په دې وخت كې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم زوى حضرت ابراهيم د مرګ په حالت كې و،  پيغمبر صلى الله عليه وسلم ابراهيم په خپله غيږ كې ونيو او سترګې مباركې يې له اوښكو راډكې شوې، حضرت عبدالرحمن رض ورته وويل: ته ژاړې او موږ له ژړا نه منع كوئ؟ پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل:  زه له ژړا څخه څوك نه منع كوم،  بلكې د هغو دوه ډوله بيكاره او بدو غږونو او چيغو څخه يې منع كوم،  چې يو د ساز او شپيلۍ سره دسندرې آواز، او بل د غم په وخت كې چيغې وهل،  د مخونو شكول دګريوان څيرول، او كو كارې وهل دي . سمول

اما م ترمذي ويلي دي،  دا حديث حسن دى او شيخ الباني هم حسن ګڼلى صحيح الجامع نمبر ۵۱۹۴ وګورئ.[10] سمول

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: په دوه ډوله  آواز لعنت ويل شوى او دالله ج له رحمت څخه لرې دي،  يو دسندرې غږ ، بل دغم په وخت كې په آه او افسوس چيغې وهل. [11] د حديث اسناد حسن دي . سمول

له پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه روايت دى،  چې فرمايلي يې دي:  خامخا به زما په امت كې په ځمكه كې ډوبيدل د اسمان له لوري په ډبرو او ياكوم بل څيز ويشتل د شكلو نو بدليدل (مسخ كيدل ) به پيښيږي دا په هغه وخت كې منځ ته راځي،  چې خلك شراب وڅښي،  سندرغاړو ته پام واړوي او ډولونه ووهي (مطلب دا، چې ساز او سرود خپور كړي) دا حديث د اسنادو په مجموع سره  صحيح دى،  [12]سلسله صحيحه ۲۲۰۳ نمبر وګورئ . سمول

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: ( الله جل جلاله  زما په امت د شرابو څښل،  قمار وهل په ځانګړي ډول د جوارو او اربشو شراب څښل، ډول وهل،  رباب غږ ول حرام كړي او دوترو لمونځ يې  راته زيا ت كړى دى ) دا حديث صحيح دى، [13]صحيح الجامع ۱۷۰۸ نمبر وګورئ . سمول

دحديث په متن كې (كوبه ) ډول ته وايي (قنين ) په حبشي ژبه كې طنبور ته ويل كيږ ي، چې د رباب په څير وي غذاء الالباب وګورئ . سمول

امام ابو داود (رح) په خپل سنن ابو داود كـې له  نافع رحمه الله څخه روايت كړى دى، ده وويل: حضرت عبد الله بن عمر رضى الله عنه د شپيلۍ غږ واوريده بيايې په خپلو غوږونو كې ګوتې ونيولې او له لارې څخه لرې شو او ماته يې وويل: اې نافع  ايا څه شى اورې؟ نافع ( رح ) وايي ماورته وويل: نه، نافع ( رح ) وويل:  حضرت عبد الله رض د خپلو غوږونو څخه ګوتې پورته كړې او ويې ويل : زه د پيغمبر صلى الله عليه وسلم سره وم او داسې څه يې واوريدل او بيايې همداسې كاروكړ ( يعنې په غوږونو كـې يې ګوتې ونيولې ) دا حديث صحيح دى، [14]سنن ابي داود ۴۱۱۶ نمبر، او  مجموع الفتاوي ( ۳۰) ټوك ۲۱۲ مخ وګورئ. سمول

امام قرطبي ( رح )  په دې حديث باندې داسي زياتوالى كړى،  زموږ علماء كرامو ويلي دي،  كه چيرې ددوى كړنه دداسې غږ په اړوند، چې داعتدال څخه هم نه دى وتلى داسې وي،  نو څه ډول به ددوى عكس العمل داوسني وخت د ساز او سرود په هكله وه. سمول

په دې اړه جامع القرآن تفسير وګورئ. سمول

دساز او سرود په اړه د علماء كرامو څرګندونې : سمول

امام عمر بن عبدالعزيز رضى الله عنه ويلي دي، چې د سندرو ويلو پيلامه له شيطان څخه ده،  چې پاى يې بيا دالله جل جلاله  قهر او غصه ده. غذاء الالباب وګـورئ . سمول

دساز او سرود اوريدلو په حرام والي زياتو علماء كرامو اجماع نقل كړې ده، چې له دوى څخه امام قرطبي رح،  ابن صلاح ( رح ) ، او ابن رجب حنبلي ( رح )  د بېلګې په ډول يادولى شو. سمول

امام ابو العباس  قرطبي ( رح ) ويلي دي،  سندرې ويل په قرآن او حديثو سره منع دي او همدارنګه يې ويلي دي،  شپيلۍ،  رباب او ډول (دموسييقۍ ټولو آلاتو) ته دغوږ نيولو په حرام والي كې هېڅو ك اختلاف نه لري، ما له هيڅ يو مخكيني يا وروستني امام څخه چاته،  چې د علم په برخه كې ګوته نيول كيږ ي،  د حلال والي نه دي اوريدلي،  څنګه به ساز او سرود حرام نه وي !!!!!!!،  دا د شراب څښونكو او فاسقانو نښې دي او په همدې پيژندل كيږي، د فساد،  شهواتو اوبې حيايۍ علامې دي . كوم شى چې دا ډول صفت او څرنګوالى ولري په حرام والي كې يې شك نشته او هېڅوك به يې دكوونكي په فسق او ګناه كې  شك او تردد ونه كړي [15]( الزواجرعن اقتراف الكبائر ) كتاب وګورئ . سمول

اما م ابن صلاح ويلي دي، چې د ساز او سرود په حرام والي اجماع شوې،  له هرچا څخه چې داجماع داهليت لرونكې وي دساز او سرود دروا والي او ياهم له اجماع سره د مخالفت خبره نه ده ثابته شوې، قاسم بن محمدرحمه الله ويلي دي، چې ساز اوسرود باطل او ناروا دي باطل شى به ضرور جهنم ته ځي . سمول

حسن بصري رحمه الله ويلي دي: كه چيرې په كوم  واده كې ساز او سرود وي، نو د هغه د بلنې قبلول نشته جامع قيرواني وګورئ . سمول

امام نحاس  ( رح ) ويلي دي: ساز او سرود په قران كريم او نبوي احاديثو سره منع شوي دي . سمول

امام طبري ( رح ) ويلي دي: ټولو علماو د ساز او سرود په بدوالي او د هغه په منع كيدلو او نه كولو اتفاق كړى دى،  امام اوزاعي رحمه الله وايي: هغه واده ته مه ورځه او ګډون مه پكې كوه،  چې په هغه كې ډول،  ساز او سرود وي. سمول

ابن قيم دامام  ابو حنيفه رحمه الله د مذهب په بيانولو كې ويلي دي:  دامام ابو حنيفه رحمه الله تعالی ملګرو د ساز او سرود ټولو څيزونو ته غوږ ايښودل حرام بللي دي،  لكه شپيلۍ، ډول او آن تردې،  چې رباب غږول يې هم حرام بللي دي او دايې په څرګندډول بيان كړي،  چې دا ګناه ده،  كوونكى يې فاسق ګڼل كيږي اوګواهي يې رد كيږي او له دې څخه مهمه خبره لا داده،  چې ويلي يې دي: د ساز ا و سندرو اوريدل فسق او خوند ترې اخستل كفر دي.  په دې هكله يو حديث راغلى، چې مرفوع نه دى. سمول

دامام ابوحنيفه ( رح ) ملګرو ويلي: كه چيرې يو څوك د ساز تر څنګ تيريدو،  نو پرې واجب دي، چې بايد ډيره هڅه وكړي ترڅو يې غوږونو ته ونه رسيږي (اغاثة اللهفان ) كتاب وګورئ. سمول

له امام ابو حنيفه رحمه الله څخه روايت دى، چې ويلي يې دي:  ساز او سرود دهغو لويو ګناهونو څخه دى، چې بايد سمدلاسه پريښودل شي، امام سفاريني ( رح ) په خپل كتاب،  غذاء الالباب كې دامام ابوحنيفه رحمه الله د مذهب په هكله ويلي دي:امام ابو حنيفه ( رح ) ساز اوسرود بدګڼي او ګناه يې بولي،  همدا ډول د كوفى دامامانو لكه:  سفيان( رح )، حماد(رح )، ابراهيم(رح)، شعبي( رح)  او داسې نورهم دا ډول نظر لري. سمول

دساز او سرود د حراموالي په هكله ددوى په منځ كې هيڅ اختلاف نشته،  همدا رنګه د بصرې خلك ساز او سرود منع كوي او په دې كې هيڅ اختلاف نه لري،  بې شكه دامام ابوحنيفه (رح)  شاګرد قاضي ابو يوسف رح د هغه چاپه اړه وپوښتل شو، چې د يو كور له منځه يې د شپيلۍ او موسيقۍ غږ واوريد(څه به كوي) ؟ نو ده وويل:  دغه كور ته پرته له اجازې ور د ننه شه،  ځكه د منكر منع كول فرض دي. سمول

امام مالك رحمه الله د ساز او سرود او د هغه له اوريدلو څخه منع كړې ده، كله،  چې دامام مالك (رح) څخه دسندرغاړي او ډول وهونكي په هكله پوښتنه وشوه، ده وويل: اياكوم عاقل هم دا وايي، چې سندرې صحيح دي؟ سمول

بلكې زموږ فاسقان او بدكاره خلك داكار كوي،  تفسير قرطبي وګورئ. سمول

په اسلام كې د فاسق حكم دادى: سمول

شاهدي يې نه قبليږي، كله،  چې مړشي نيكان خلك يې جنازه نه كوي،  بلكې بې علمه او لااوبالي خلك يې جنازه كوي،  امام ابن قيم (رح)  د امام شافعي رحمه الله دمذهب بيان دارنګه واضح كړى دى. سمول

دامام شافعي رحمه الله هغه ملګري،  چي دامام په مذهب او لاره ورته معلومه ده په څرګندو ټكوكې د ساز او سرود حراموالى بيانوي او په هغه چاباندې، چې سرود حلال ګڼل ورته منسوب شوي،  سخت انتقاد ګړى او بديې پرې ويلي،  لكه قاضي ابوطيب طبري(رح)، شيخ ابو اسحاق ( رح ) او ابن صباع (رح) . په دې اړه اغاثة اللفهان وګوري . سمول

دساز او سرود په اړه امام شافعي رحمه الله وپوښتل شوهغه وويل : د لومړي ځل لپاره د زنديقانو له پلوه په عراق كې دود او رواج شو ترڅو خلك دالله پاك د ذكر او لمانځه څخه وګرځوي. [16]په دې اړه الزواجر عن اقتراف الكبائر، او مجموع الفتاوى۳۰ ټوك او ۲۱۲ مخ وګورئ. سمول

ابن قيم رحمه الله ويلي دي: دامام احمد رحمه الله دمذهب په اړه عبدالله بن احمد دارنګه وضاحت كړى : مامي د خپل پلار ( امام احمد) څخه دسندرو د حكم په اړه وپوښتل نو هغه راته وويل: سندرې په زړه كښې نفاق زرغونوي، زما نه خوښېږي، بيا يې دامام مالك رحمه الله قول ذكر كړ، چې ويلي يې دي : دا كار زموږ فاسقان او بدكار خلك كوي. اغاثة اللفهان كتاب وګورئ . سمول

امام احمد( رح) د هغه چا په هكله وپوښتل شو،  چې مړشو، يو زوى او يوه سندر غاړې وينځه ترې پاتې شول او دا يتيم ماشوم دوينځې خرڅلاوته اړ شو،  امام احمد( رح) وويل: وينځه دې دبې عقلۍ له امله وپلورل شي،  نه دسندرو ويلو له امله،  نو ورته وويل شول،  چې داديرش زره روپۍ قيمت لري،  ښايي كه د بې عقلۍ له امله وپلورل شي،  نو بيا يې قيمت شل زره روپۍ كيږي، نو امام احمد(رح) وويل:دا وينځه د بې عقلۍ له امله خرڅيږي، امام ابن جوزي رحمه الله تعالی  وويل: داپه دې دليل،  چې سندرې ويل منع دي، كه داسې نه وايي،  نو د يتيم هلك مال ضايع كول روانه وو. سمول

الجامع لاحكام القرآن وګورئ. سمول

امام احمد(رح) دساز او سرود د آلاتو لكه،  رباب او داسې نورو په هكله په واضح ډول سره ويلي دي، چې كه دا آلات ښكاره وليدل شي او د ماتولو امكان يې وي،  بايد مات كړل شي. سمول

شيخ الاسلام احمد بن عبد الحليم حراني رحمة الله  عليه ويلي، څلور واړه مذهبونه وايي،  چې د ساز او سرود آلات ټول حرام دي،  ددې مذهبونو هېڅ يو پيرو ددې آلاتو په حرام والي كې اختلاف نه دى ذكر كړى. مجموع الفتاوى وګورئ. سمول

همدارنګه يې ويلي دي، په دې پوه شه،  چې دا ساز او سرود ددريو غوره او بهتره پيړيو دزور او قوت په درشل كې نه په حجاز، شام، يمن، مصر، مغرب، عراق، او خراسان كې ښکازه شوی دی او نه هم پد موده کی نيك،  دينداره متقيان عابدان خلك دچكچكو او چيغو سره يوځاى د ډول او رباب لپاره را غونډېدل، بلكې دا كار ددوهمې پيړۍ په ورستيو وختو كې رواج شو او كله،  چې امامانو وليده،  بديې وباله او خلك يې ترې منع كول. مجموع الفتاوى وګورئ . سمول

په بل ځاى كې يې ويلي: سندرې د بدو نفسونو شراب دي په نفسونو باندې هغه لوبه كوي ، چې د پيالو د لومړني غړپ څخه هم لوړه او او چته ده.  مجموع الفتاوى وګورئ . سمول

شيخ الاسلام دهغه چا په هكله،  چې ساز او سندرو ته غوږ ږدي او اوريدل يې عادت شوي وي،  داسې ويلي دي، چې څوك سندرې اوري داسې يې تراغيزې لاندې راشي،  چې غږونه يې ويريدلي، بې حركته چوپ او زړونه يې هغه لوري ته ور اوښتي وي. مجموع الفتاوى وګورئ.  شيخ الباني رحمة الله علیه ويلي دي: څلور واړه مذهبونه د ساز او سرود  د ټولو آلاتو په حرام والي متفق دي.  [17]سلسله صحيحه ۱/۱۴۵. سمول

امام ابن قيم رحمه الله ويلي دي: ته به داسې څوك ومومې، چې ساز او سرود ته زياته پاملرنه كوي،  مګر په هغه كې د هدايت  اوسمې لارې څخه په علمي او عملي ډګر كې كوږ والى موجود وي، د قرآن كريم داوريدولو څخه به يې د ساز او سرود اوريدلوته ډير زړه كيږي . سمول

په بل ځاى  كې  يې دسندرو په هكله ويلي دي: دغه ساز او سرود د زنا لپاره زينه ده او د شيطان شريكول او د عقلونو پټول او هغوى ته تغيير وركول دي، د قرآن كريم څخه د بل باطل او بيهوده څيز په پرتله بندوونكي او مخ اړونكي دي، ځكه نفسونه ساز اوسرود ته زيات ميلان لري او هغه يې خوښيږي . سمول

ابن قيم ( رح) ويلي: دقرآن كريم مينه او دسندرو غږونه د يو بنده په زړه كې نه يوځاى كېږي، زما د په الله جل جلاله  قسم وي،  چې د چا ساز او سرود عادت وي،  نو دالله جل جلاله  سره به د شريك نيولو څخه ونه ژغورل شي،  نو كله، چې يو څوك په ساز او سرود پورې ونښلي او خپل عادت يې وګرځوي،  نو د هر چا غلام ترې جوړكړي، په همدې ډول موږ ته دامامانو او علماؤ كرامو څرګندونې معلومې شوې،  چې دساز او سرود دحراموالي او له هغه څخه په منع كيدلويې بيان كړى دى. سمول

استثناء (ځانګړتيا ): سمول

د ساز له آلاتو څخه ددريا د شرنګانيو څخه پرته په اخترونو او د نكاح په مراسمو كې د ښځو لپاره رواه ده،  چې استعمال يې كړي،  په دې باندې صحيح دليلونه موجود دي . سمول

شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله ويلي دي،  مګر پيغمبر صلى الله عليه وسلم په ودونو او د خو شحاليو په نورو پروګرامونو كې ځينې دساعت تيري لوبې روابللې، چې له هغو څخه يو په ودونو او خوشحاليو كې د ښځو لپاره  دريا وهل دي، مګر په هغه وخت كې له نارينه و څخه يوهم داسې نه وه،  چې يابه يې دريا وهله او يا به يې لاسونه پړكول او  چكچكې به يې وهلې،  بلكې په صحيح حديث شريف كې دا ثابته ده،  چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي، چكچكې د ښځو لپاره او تسبيح د نارينه و لپاره ده، په هغوښځو يې لعنت ويلى،  چې ځانونه له  نارينه و سره يو شانته كوي او په هغه نارينه و يې هم لعنت ويلى،  چې ځانونه له ښځو سره مشابه او يو ډول كوي .مجموع الفتاوى وګورئ. سمول

همدارنګه له حضرت عايشې رضى الله تعالى عنها څخه حديث روايت شوى،  چې ويلي يې دي: حضرت ابوبكر رضى الله عنه زموږ كره راغى او زما سره دوه انصارې نجونې وې،  كومې سندرې، چې انصارو د بعاث په جګړه كې ويلې وې، هغه يې زمزمه كولې،  حضرت عا يشه رضى الله عنها وايي: دغه دواړه نجونې سندرغاړې نه وې، حضرت ابوبكر(رض) وويل: ايا د پيغمبر صلى الله عليه وسلم په كور كې هم دشيطان شپيلۍ غږيږي، يعنې سندرې ويل كيږي. په دې ورځ كوچنى اختروه ، نو پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل: اې ابوبكره، د هر قوم لپاره اختروي او دغه زموږ اختردى. داحديث صحيح دى. [18]سنن ابن ماجه ۱۵۴۰ نمبر وګورئ اودغه راز، مجموع الفتاوى ۳۰ ټوك ۲۱۶ مخ وګورئ. سمول

دا په هغه چا رد دې، چې ددواړو نجونو په دې كړنه او عمل يې د ساز او سرود په روا والي دليل نيولى. ابن قيم رحمه الله ويلي دي: دحيرانتيا خبره داده،  چې تاسو ددوو ماشومو نجونو په سندرو،  چې د بلې ماشومې نجلۍ عايشې رضى الله عنها په وړاندې په يادشوي شكل سره يې ويلې دسندرو په روا والي استدلال كوي او دا هم داخترپه ورځ دهغه عربي شعرونو تكرارول وو، چې د زړورتيا، جګړو،  ښو اخلاقو او نيكو خويونو په هكله ويل شوې وه،  نو په هغه باندې نه شي دليل كيداى،  بلكې دا حديث شريف په اصل كې په همدوى دليل دى،  ځكه  حضرت ابوبكر رضى الله عنه دغه كار ته د شيطان شپيلۍ وويله،  پيغمبر صلى الله عليه وسلم داخبره واوريده  او رد يې نه كړه او دغو دوو ماشومو نجونو ته يې د ويلواو له هغوى څخه داوريدلو اجازه وكړه،  ايا دغه كار دهغه څه دليل كيدى شي،  چې تاسې يې كوئ  او په هغه ښه پوه ياست،  چې هرناروا عمل پكې وي او هر څوك يې اوري ؟ سمول

سبحان الله عقلونه او ذهنونه څنګه ګمراه شول. په دې اړه مدارج السالكين وګورئ. سمول

ابن جوزى رحمه الله ويلي دي:  حضرت عايشه رض  په دې وخت كې ماشومه وه،  له بلوغ څخه ورسته هېچا له دې څخه د سندرو په هكله پرته له بد ګڼلو بل څه نه دي نقل كړي،  قاسم بن محمد ( رح )  د حضرت عايشې رضى الله عنه وراره و،  او له همد ې څخه يې علم حاصل كړى،  هغه سندرې بدې ګڼلې او له اوريدلو څخه يې ممانعت كاوه، په دې اړه  [19]تلبيس ابليس كتاب وګورئ. سمول

امام ابن حزم ( رح ) او دسندرو روا والي : سمول

مشهوره او معلومه خبره داده،  چې امام ابن حزم ( رح ) سندرې روا بللې،  لكه څنګه يې، چې په خپل كتاب المحلي كې  هم ذكر كړي دي،  مګر هغه څه، چې غواړو بايدخلك په دې  وپوهوو،  چې كله د امام ابن حزم ( رح )  ياكوم بل عالم په اړه واورئ، چې سندرې روا بولي،  نو ذهنونوته يې دغه ورځني ساز اوسرود راشي كوم،  چې په ټلويزوني چينلونو،  راډيوګانو هوټلونو او كانسرتونو كې موجود دي،  نو دا ډيره لويه خطا ده،  ځكه دا ډول ساز اوسرود هيڅ مسلمان روانه بولي،  داسې يولوى عالم خو په ځاى پريږده،  لكه امام ابن حزم ( رح ) غوندې،  نو ټول علماء كرام دهغه سندرواو ساز په حرام والي سره متفق دي،  چې فحشاء،  فسق او يا ګناه ته انسا ن كشوي او تشويق كوي يې،  موږ د نن ورځې ساز اوسرودوينو، چې څومره ثابت حرام څيزونه پكې منځ ته راځي، د ښځو لوڅ او بربنډ حالت دښځو او نارينه و ګډ بې حيا ګډون او اختلاط، د زنا اوبې لارۍ خواته ښكاره بلنه،  د شرابو څښل، په داسې حال كې،  چې سندرغاړې لوڅه او يالوڅې ته ورته د مرضي زړونو د بې حيا اووچو سترګو په وړاندې په داسې ډول د مينې او محبت بابولالې وايي،  چې احساس او خيال يې په عقل خپلې منګولې نښلولې وي او ټول كتونكي،  ښځې او نارينه كاږه واږه يو په بل ځانونه وراچوي دالله جل جلاله  په قهر او نافرمانۍ كې اخته خپلې غوپې وهي له همدې امله وايو: څوك، چې په خلكو كې دامام ابن حزم ( رح ) دسندرو دحلال والي خبره خپروي،  په دې د پوه شي،  چې پرته له كوم قيد اوشرط څخه په ټولنه كې ددې خبر ې خپرول څه تاثير لري، او اغيزې يې څه دي؟ نو دالله جل جلاله  څخه ووېرېږئ، او په دې پوه شئ، چې ددې كار پايله څه ده؟ او بايد خپل ځان د الله جل جلاله  په پاكه او سپېڅلې لاره  برابركړئ،  بيا د په دې پوه شي،  چې كه دكوم شي په اړه امام ابن حزم ( رح )  اوياكوم بل څوك دحلال والي وايي او د پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه په څرګند ډول د حرام والي امر راځي، نو تاته د الله جل جلاله  په وړاندې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه  پرته د بل چا امر منل كومه ګټه نه شي رسولى . سمول

سليمان تيمي رحمه الله ويلي دي: كه د دهر عالم اجازه او رخصت په يوه مساله كې ومانه يا د دهر عالم د خطا پيروي او تقليد وكړ،  نو په تاكې ټول شر اوبدي راغونډ شول . سمول

بې له شكه،  الله جل جلاله فرمايلي دي: (وَمَا آَتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا [الحشر/7][20] سمول

ژباړه : او هغه څه چې دركړي دي تاسې ته رسول (دالله ) نو وايې خلئ، ويې نيسئ، قبول يې كړئ او له هغه څه نه، چې منع  كړي يئ، ( رسول الله ) تاسې،  له هغه څخه بيرته شئ ( مه يې غواړئ ) سمول

او همدارنګه الله جل جلاله  فرمايلي دي: (فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ [النور/63] [21] سمول

ژباړه: پس ودويريږي هغه كسان، چې مخالفت كوي له امره (حكمه ) ددغه (رسول زما) له دې نه، چې ورسيږي دوى ته څه فتنه ( آفت په دنيا كې ) يا ورسيږي دوى ته عذاب درد ناك په اخرت كې . سمول

څومره ښه يې ويلي دي: علم هغه دى،  چې الله جل جلاله  ويلي وي او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم څخه ثابت شوى وي،  بل دامت اجماع ده هڅه اوهاند پكې وكړه او له دې څخه وويريږه، چې د يو فقيه د نظر او د پيغمبر صلى الله عليه وسلم ترمنځ په ناپوهۍ سره اختلاف منځ ته راوړي . سمول

د اسلامي ترانو او شعرونو د ويلو حكم: سمول

دهغو اسلامي ترانو اوشعرونو حكم،  چې د ساز او موسيقۍ له آلاتو سره مل نه وي په لاندې ډول دي: سمول

د پيغمبر صلى الله عليه وسلم او د هغه د اصحابو كرامو رضى الله عنهم څخه دا ثابته ده،  چې شعر يې اوريدلى،  په خپله يې ويلى او د بل څخه يې دويلو غوښتنه كړې ده،  داكار يې په سفرونو، كورونو، مجلسونو (بنډارونو ) او ټولو مصروفيتونو كې په انفرادي ( يوازيتوب) كې ترسره كړى،  لكه حسان بن ثابت رض، عامر بن اكوع رض، او انجشه رضى الله عنهم چې په یوازیتوب سره او هم  په ټولنيز ډول يې هم كړى،  چې د خندق په غزا كې د كندې دكيندلو په برخه كې له حضرت انس رضى الله عنه څخه داسې حديث روايت شوى،  چې ويلي يې دي: كله، چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم وليدل،  چې موږ دډيرې سختې لوږې او تكليف سره مخامخ يو، ويې فرمايل: اې الله ج دا ژوندپرته د اخرت له ژوند څخه كوم ارزښت نه لري،  ته مهاجرينو او انصارو ته بښنه وكړه،  صحابه كرامو په ځواب كې وويل: موږ هغه خلك يو، چې له  محمد صلى الله عليه وسلم سره مو په جهاد كولو ترهغه پورې بيعت كړى دى، ترڅو، چې ژوندي يو. [22] داحديث بخاري په ۳-۱۰۴۳ مخ كې روايت كړى دى . سمول

اوهمدارنګه اسلامي ترانې او شعرونه په غونډو او محفلونو كې ويل هم روا دي: ابن ابې شيبه (رح) په حسن سند سره د ابو سلمه بن عبدالرحمن رض  څخه روايت كړى، هغه ويلي دي:  صحابه كرامو د شعرونو له ويلو څخه مخونه نه وو اړولي او نه كمزوري او ضعيف وو،  په خپلو غونډو كې به يې شعرونه ويل،  د جاهليت كارونه به يې بدګڼل،  خو كله به،  چې له دوى څخه ددين په هكله څه وغوښتل شول (پوښتنه به په ديني مساله كې ترې وشوه ) نو دويرې له امله به يې دسترګو سپين او تور سره ګډ شول ( ډير احتياط به يې كاوه ) [23]مصنف ابن ابي شبيه 8 ټوك 711مخ, دغه د ليلونه دشعرويلو روا والي ثابتوي،  اګر كه دا شعر د يوكس له خوا وي او ياهم د ترانې په څير وويل شي،  په داوړو حالتو كې روا دي. سمول

په نري ښايسته او لوړ غږ سره شعر ويلو ته ترانه وايي.  قاموس محيط. سمول

دترانې ويلو لپاره ځينې قاعدې شته،  چي علماو راته ټاكلې او هغه دادي چې: سمول

۱ – د ترانې ويلو په وخت كې بايد د ساز له حرامو آلاتو څخه كار وانه خيستل شي. سمول

۲ -  بايد دومره زيات ونه ويل شي، چې د يو مسلمان عادت وګرځي او په هر وخت كې پرې مصروف وي،  چې ددې له امله يې فرضونه او واجبات ضايع او له منځه لاړشي. سمول

۳ - داتراني دښځو په اواز ونه ويل شي. سمول

۴ -  په دې ترانو كې بايد بد او حرام الفاظ استعمال نه شي. سمول

۵ -  بايد د بې حيا او فاسقو خلكو له غږ سره ورته والى ونه لري. سمول

۶ -  بايد ديته پام وشي،  چې د تراني دويونكي داسې غږ نه وي،  چې اوريدونكى په فتنه كې اچوي او په حركت يې  راولي،  لكه څوك، چې سندرې  او ساز اوري. سمول

ددې موضوع په اړه د زياتو معلوماتو د ترلاسه كولو لپاره لاندې كتابونه وګورئ. سمول

۱-  الاعلام بنقد الحلال والحرام دصالح فوزان ليكنه . سمول

۲-   السماع  د امام ابن قيم ( رح ) ليكنه . سمول

۳ – تحرير آلات طرب د شيخ الباني ليكنه: سمول

په پاى كې اما م ابن قيم په خپل كتاب اغاثة اللفهان كې ويلي : په دې پوه شه،  چې دسندرو لپاره ځينې خاصيتونه او ځانګړتياوې شته،  چې د هغې په اثر په زړه كې نفاق پيداكيږي اوپرې رنګيږي او داسې زرغون كيږي،  لكه په اوبوسره،  چې واښه زرغونيږي. سمول

له خاصيتونو څخه يې: سمول

دانسان زړه غافل او مصروفوي،  دقرآن كريم د پوهې او په هغه كې د فكر كولو او په هغه د عمل كولو څخه يې بندوي، ځكه سندرې او قرآن كريم په زړه كې هېڅكله هم نه سره يو ځاى كيږي،  ځكه قرآن كريم انسان د نفسي غوښتنو له قبلولو منع كوي،  په عفت او پاكوالي امر ورته كوي، د نفس دغوښتنو، د ګمراهۍ دلاملونو او اسبابو څخه يې لرې كوي،  د شيطان له پيروۍ څخه يې منع كوي،  خو ساز او سندرې په دغو ټولو دعمل  كولو امرورته كوي او ښايسته يې ورته انځوروي، نفسونه يې په حركت راولي ترڅو د ګمراهۍ لار غوره كړي، داخلي احساسات يې راپاروي او تكليف وركوي ترڅو،  چې دهرې بدې په لور يې په حركت راولي،  چي په پاى كې د روغ او رښتيا سره يوځاى كړي، يوه ښكلې خبره ترې راوباسې، نو سندرې او شراب د يوشي غبرګوني ملګرى دى،  بې حيايۍ او بديو ته د رسيدو لپاره د يوه جيلب جوړه آسونه دي . سمول

اې مسلمانانو! خپل ځانونه او غوږونه له ساز او سرود څخه پاك وساتئ،  د جنت په باغونو يې خو ندور اوخوشحاله كړئ، دقرآن كريم په حلقوكې ګډون وكړئ، د پيغمبر صلى الله عليه وسلم دخوږو احاديثو له زده كړې څخه ګټه واخلئ،  ځكه ددې زده كړه له ګمراهۍ څخه لارښوونه، د سترګو رڼايي, تقوى او پرهيزګارۍ ته تشويق او هڅونه، د زړه ژوند يتوب ، د نفسي غوښتنو څخه لرې والى،  چې  دا په خپل ذات او اصليت كې درملنه او رغونه ده . دالله پاك له عذاب څخه ژغورنه او دليل دى . سمول

نو بايد د هغو خلكو ملګري وكړئ او ځانونه ورسره يوځاى كړئ،  چې الله پاك يې په اړه فرمايلي (وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ [المؤمنون/3] .[24] سمول

ژباړه : اوهغه(كسان هم بهرمن شول ) چې دوى له ناكاره ( بدو اقوالو اوافعالو )څخه مخ ګرځوونكي دي . سمول

له الله جل جلاله  څخه غواړم،  چې مسلمانانو ته، په خپلو كارونو كې د پوهې له سمبالتيا سره جوخت، په خپل دين دثابت او كلك پاتې كيدلو توان وركړي،  بې شكه الله جل جلاله  خپلوبندګانوته ډير نږدې او توبه قبلوونكى ذات دى. سمول

دوهم فصل : سمول

په دنيوي ژوند كښي د ساز اوسرود ځینی اغيزي: سمول

د موسيقي دنيوي اضرار: سمول

اوس په نړى كې موسيقي د مخدره موادو په حيث پيژندل شوې ځكه هغه كسان چې له موسيقي سره عادت شوى د هغوى ټول فكر د موسيقى په هكله وى او د دوى په اعصابو باندې يو ډول سستي حاكمه وي او بيا دا خلك غير له شهوت، عشق بازى، ښكلا پرستى نه نور څه نه پيژني او د دوى عقل د موسيقي په واسطه داسې محا صره شوى وى چې بيا دوى له عفت او حيا، عدالت او انصاف، ورورولى او غيرت څخه خلا صيږي.[25] سمول

۱- دغم او مصيبت څخه په امان نه پاتي كيدل. سمول

۲- ددعا نه قبليدل. سمول

۳- په هغه مجلس يا محفل كي چي ساز او سرود په كښي وي د پرښتو نه داخيليدل. سمول

۴ـ دنفاق سبب جوړيدل – دساز او سروددډيرو ترخو اغيزوڅخه يوهم دخلكو په منځ كي دمنافقت او دوه مخي صفت پيداكيدل. سمول

۵- دزنا سبب جوړيدل . سمول

۶- دخپل ناموس په اړه بي توپيره پاتي كيدل. سمول

۷- دالله جل جلاله درحمت څخه محروميدل. سمول

۸- دشيطان پرستش كول. سمول

۹- دكورڅخه دخير اوبركت ختميدل. سمول

۱۰- دتش لاسی اومسكيني باعث كيدل. سمول

۱۱- دزړه سختوالي. سمول

۱۲- موسيقي د اخلاقي فساد مهم عامل دى. سمول

دنبوي سيرت په غونډوكي سازاوسرود: سمول

پيغمبر صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: زه دساز اوسرود د آلاتو دله منځه وړلوپه خاطر راليږل شوي يم. سمول

نن ورځ كوم محفلونه اوغونډي چي دپيغمبرصلي الله عليه وسلم دتوصيف اوتجليل په خاطرجوړيږي اوكوم شعرونه او نعتونه چي په كښي ويل كيږي په هغي كي ډير په زوراو ځوږ سره ساز اوسرود هم ويل كيږي چي دنوروترانو او دپيغمبر صلي الله عليه وسلم دنعت تر منځ كوم ځانګري توپير نلري آيا ددي څخه زيات دپيغمبر صلي الله عليه وسلم په سيرت نوري ملنډي هم شته؟ ښځي اونارينه ډلي ډلي په راديو اوتلويزيون كي نعتونه وائي ښځي په بشپړ سينګار سره دتلويزيون په پرده راځي پداسي حال كي چي الله جل جلاله دښځي په اړه په قرآن كريم كي فرمايلي دي : (وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى [الأحزاب/33]           سمول

ژباړه: سمول

ددي سره سره چي نبوي سنت ترپښولاندي كيږي دپيغمبرصلي الله عليه وسلم دښكلي سيرت مخالفت كوی بياهم ددي طمع او هيله لري چي دالله جل جلاله رحمتونه به پري نازل شي، ددي څخه به دځمكي پرمخ لويه غلطي نوي ځكه چي دغه ډول ناروا كارونه دالله جل جلاله عذاب او عتاب ته دعوت اوبلنه ده ([26]). سمول

آيا واقعا سازاوسرود دروح غذا او دوصال سبب دي: سمول

سازاوسرود دوصال سبب ندي بلكي په انسان كي دوصال خيال تحريكوي ، يواځني كارچي ساز اوسرود يي سرته رسوي دادي چي : دخيال او فكر څخه تيريږي دشكل او څيری جوړښت ته رسيږي ، موږ نه پوهيږو كه چيري خلكوـــ په ځانګري ‌ډول زموږ دګران هيواد ساده لوهو وګړوـــ  سازاو سرود ته پدي بي حده پيمانه مخه نه واي كړي او واقعيتونوته يي نظر كړي واي څومره زيات به يي دترقي او پرمختګ لاروهلي واي . سمول

بايد دغه مهم ټكي ته وګورو چي: داصحيح ده چي د ساز اوسرود كوم خوځښت چي په انسان كي منځ ته راځي موږ دخپل حقيقي موجوديت څخه پورته كوي مګر كله چي ساز اوسرود ختم شي پخپل ځان كي یو حقيقي خوځښت احساسوو او وينو چي ساز اوسرود ديو سوري شكل ځانته نيولي وه او هغه دمنځه لاړ، مګر واقعیتونه په هغه پيمانه سره پاتي شول، كه چيري دساز اوسرود دعاشقانو خبره رښتيا وي چي سازاوسرود انساني روح تصفيه كوي نوبيا ولي په شرق اوغرب كي كومي ذهني او رواني مريضي ،اخلاقي فساد چي منځته راغلي ،خبري كول دشرم ځاي دي؟ سمول

ددي څخه چي تيرشو ځيني وايي : چي هره ترانه (لهو) بي ګټي نده بلكي دهغي حكم دهغه شخص ترنيت پوري تړلي دي. سمول

ښه نيت د نيږديوالي سبب او مزاح داطاعت سبب ګرځي . سمول

دغه ټكي هم دتوجه وړدي چي : يوه سندره پخپله اوهم څه چي په كښي دي لهو او باطل دي ،ځكه هغه تراني چي ويونكي يي پداسي ډول  سره وايي چي خپل غږته ترنم وركوي اويا قصداً اوريدونكي تحريكوي – لكه دكابل دهوټلونو ،موټرونو ساز او سرود چي د ډيرلوړغږپه سبب روغ شخص مريضوي زيات خبث خو يي لادا چي ځيني ښځينه سورلي موټروان ته دبكس څخه فيته وركوي ،په ځانګړي توګه دطورخم او كابل پدي اوږده لاره،دکابل مزار،اوکابل تخاردلاري په اړه خوڅه ويل عقل تغيروي، دتلويزيون خباثت خوپخپل ځاي پريږده چي په هندي اوايراني سريالونو يي خلك دهر كاروبارڅخه ويستل-اوپدي سندروسره غواړي چي ويده غرائزرا بيداركړي مرضي زړونوته فريب اودوكه وركړي. سمول

ددي وضاحت څخه وروسته هراوريدونكى كولي شي پخپله مفتي اوفقيه شي كه چيري داسي سازاوسرود ته غوږ ايږدي چي نفسي غوښتني يي راپاروي اوپه فتنه كي يي اچوي اوبي ګټي فكرونوته يي بيايي او حيواني غوښتني يي پر روحاني غوښتنو راجګوي نوپه ده لازم دي چي له اوريدو څخه يي ځان ليري كړي او دهغه لوري څخه چي دده دين، زړه او روح ته يي دفتني باد راځي ځان وساتي. سمول

په حديث شريف كي راغلي دي چي هوښيارانسان خپل وخت ددي څيزونو څخه پرته په بل څه كي نه لګوي: سمول

۱- دخپل ژوندلپاره كوښښ . سمول

۲- دآخرت لپاره تياري. سمول

۳- دحلالوكارونو څخه خونداخستل . سمول

نوله همدي كبله بايد خپل وختونه په عادلانه توګه د دغه دريو څيزونو ترمنځ وويشو اوپدي باندي بايد وپوهيږو چي الله جل جلاله دهر انسان څخه دهغه دعمر په باره كي پوښتنه كوي لکه څنګه چي په حديث شريف کښي راغلي چي په څه ډول دهغه تير كړ اوهمدا ډول دځواني په هكله پوښتنه تري كيږي چي په كومه لاره كي دمصرف كړه. سمول

سندري او نشه يي توكي : سمول

دهغو څيزونو څخه چي ډيرزيات دځوانانو ذهنونه نشه كوي ،اوپخپل ذات كي دايوه نشه ئي ماده ده او هغه سازاوسرود دي دا دهغو څيزونو څخه دي چي هرڅوك پخپله طبع تري خوند اخلي مګر ددي ترڅنګ انسان دجديت څخه راباسي اوبې هدفه شخص تري جوړوي ،كوم ځوان چي زياتره وخت يي په ساز او سرود سره تيريږي اوپه همدي سره بلد وي هغه شخص په ټوليز ډول د ژوندانه دكارونو دټولنيزو اوسياسي چارو څخه غافل اوناخبره وي په همدي ډول كوم انسان چي په نشه يي توكو عادت وي نشي كولى چي يوجدي اوبا تصميمه شخص تري جوړشي ترڅو وكولاي شي چي په سياسي مسائلو كي فكراوسوچ وكړي . سمول

ساز او سرود دانسان فكرداسي جوړوي چي په بل څه كي دفكر كولوجوګه نه وي . سمول

دسازسرود او نشه يي توكو ترمنځ تړاو پدي ډول سره بيانووچي: سازاوسرود په ټوليز ډول دنشه يي توكو په رديف كي قرار لري ځكه چي دنشي داغيزو څخه په هيڅ ډول انكارنشي كيدي ،بلكي نشه پخپله ډولونه لري انسان كولاي شي چي خپل اعصاب په مختلفو لارو سره نشه كړي كله دالكولوپه خوړولوسره ،او كله دهروئينو ګرد ،دپوزي له لاري په كش كولو سره ،اوكله دترزيق كولو په وسيله ،اوكله هم دانشه دغوږو له لاري ترسره كيږي. سمول

ساز اوسرود اوكنسرت ته غوږ نيول داوريدونكي په اعصابو دنشه يي توكو په څير اغيزي كوي كله دومره سخت تاثير پري كوي چي انسان ديو بي احساسه شخص غوندي دخپل طبيعي حالت څخه راباسي او دهرڅيز څخه يي توجه اوفكر په بشپړډول راګرځوي . سمول

دغه ټكي رښتيا كيږي چي ساز اوسرود دنشه يي توكو ټول عيبونه اوضررونه په ځان کی لري هغه فوق العاده تاثير چي ددي په وسيله منځته راځي همدا نشه ده كله دا اغيزي دومره قوي وي چي انسان خپل عقل اوهوش دلاسه وركوي اوپه غيرعادي حركاتولاس پوري كوي  آيا ددي څخه به اوچته نشه هم وي ! سمول

كله چي انسان دساز اوسرود دنغمي تراغيز لاندي راشي په اعصابو يي يو ډول سستي او نرموالي منځته راځي دانساني مفاهيمو څخه پرته دشهوانيت ،عشق بازي، ښكلتيا نه نورڅه ددي بي عقل په نظر نه راځي پداسي ډول يي داحساس او قوت مخ پوښلي وي چي ددي سپيڅلو معناوو لكه ترحم ،ځوانمردي ،عفت ، حيا ، امانت ، برابروالى ،ورورګلوي ،لوړتيا، كوښښ ،هڅي ، مقابله ، دخپل هدف په لار كي استقامت ، داټولې دهيريدو په باد لاهوكړي . سمول

يوعالم وايي: سازاو سرود داعصابو په نشه كولو كي دنشه يي توكو څخه هم زيات اغيزلري . سمول

ساز اوسرود دطب له نظره: سمول

يو دهغه عمده او اساسي واقعيتونو څخه چي تراوسه پوري يي حقيقت دډير وپوهانو اومحقيقينو څخه پټ وه ،خو دعلمي پرمختګ له بركته دهغه څرنګوالي ښكاره شو او پوهانو پدي اعتراف وكړچي : ساز اوسرود ډير زيانمن اثاراو اغيزي لري چي دعصبي سلسلي پرمخ پيداشوي او دسازاوسرود په اوريدوكي افراط اوزيات والي ډيرذهني اورواني مرضونه منځته راوړي دي. سمول

دايوه ښكاره خبره ده چي په لومړي سركي ساز اوسرود يوډول كشش او خوند لري چي دانسان دروح تل ته رسيږي او اوريدونكي دخپل ځان څخه بي خبره كوي . سمول

ايا داسي څوك به هم وي چي دساز اوسرود  دا بد او ناروا عمل به بد ونه بولي خوهلته ځيني داسې خلك هم شته چي داساحرانه خوندورو سندروپرې اغيزكړي او دهغه په ملاتړراولاړشوي اودهغه ارزښت يي دښايسته هنرونو په لست كي راوستي . سمول

ځيني داسي خلك هم شته چي دسازاوسرود دتاوان اوضرر په اړه څه ويل كيږي دكوم فكر او دقت څخه پرته دا ښكاره كوي اووا يي چي :اوس په ځيني هيوادونو كي عصبي او روحي مريضان په سازاوسرودسره تداوي كيږي ،اودسرود ځيني آراموونكو آلاتوته ځيني ډاكترانو داوريدو توصيه كړي . سمول

پدي اړه بايد پاملرنه وشي چي : سمول

لومړۍ : دغه مطلب تركومي اندازي تبليغاتي او تشريفاتي اړخ لري ، تبليغاتي اړخ يي لاپريږده خو دنړي په كوم يو علمي مركز كي دساز اوسرود په وسيله ليونيان او روحي مريضان تداوي شوي او په هر كال كي دهغي مثبته نتيجه ددومره ډيرو روحي مريضانو په انډول څومره ده؟ سمول

دوهم: زياتره ډاكتران پخپله هم پدي عقيده دي چي په ساز سره د مريضانو درملنه ډيره كمزوري ده لكه چي ( اسكريل ) ليكي : زه پدي اعتراف كوم چي دساز اوسرود په وسيله تداوي ناكامه ده او يوه اندازه وخت هم پري ضائع كيږي . سمول

دريم: دتجربي له اړخه ددي موضوع په هكله كوم قاطع دليل نشته پرته له هغه دسترګو دليدلو حالاتو څخه چي په غربي هيوادونو كي د رواني او ذهني مريضانو شمير ورځ په ورځ زياتيږي اوهمدارنګه دنړي لويو طبي مركزونو دا اعلان كړي چي : دساز او سرود ترټولو مهم اثر داعصابو كمزورتيا اوپه ذهني مرضونو اخته كيدل دي. سمول

دذهني او عصبي مرضونو په تداوي كښي دساز او سرود رول: سمول

دساز او سرود زيانونه دطب له نظره ډيزيات دي مګر وړاندي ترهغه چي دسازاوسرود دډيروبدواغيزو په تفصيل سره په څيړني پيل وكړم بايد دغه ټكي ته پاملرنه وكړوچي دفيزيولوژي برخي پوهانو دانسان اعصاب په دوه برخو ويشلي : سمول

۱- سمپاتيك اونباتي اعصاب: سمول

نباتي اعصاب په دوه ډوله دي : سمپاتيك، پاراسمپاتيك. په بدن كي دسمپاتيكو اعصابو وظيفه داده چي : درګونو تنګوالي، دصافوغړو انقباض (   ) دويني دفشار دترشح اوكموالي ايجاديدل . سمول

دنباتي اعصابو دغه دوه ډولونه (سمپاتيك،پاراسمپاتيك) چي په بدن كي يودبل مخالف اعمال سرته رسوي ترڅو چي دبهر څخه پرهغوي خوځښتونه اوتحركات نوي راغلي دبدن نظم اوتعادل ساتي مګركله چي دبهرنيو خوځښتونو په اثر ددغه دواړو عصبي سلسلوتعادل له منځه لاړشي بدن ته زيات شمير جسمي اوعصبي زيانونه منځته راړوي . سمول

يودډيرومهموبهرنيو عواملوڅخه چي دسمپاتيك اوپاراسمپاتيك عصبي سيستم توازن اوتعادل په حركت او خوځښت راولي دسازاوسرود ارتعاشات (څپي)دي. سمول

سازاوسرود دغمګينی دتارونو اوفعالو سندروسره :كله پدي ډول دسمپاتيكو اوپارا سمپاتيكو عصبي سيستمونو تر منځ تعادل له منځه وړي چي دژوند اصول اوبنسټونه لكه جذب (راكشول) دفع كول ، هضمول ،ترشح كول ،د زړه ټكان ،دويني فشاراو نورمايعات ګډوډ كوي او انسان دډيرو نورو مرضونو سره مخامخ كوي. سمول

وروسته له دي چي په لنډ ډول مو دفيزلوژي دپوهانو څيړني دانسان دعصبي سيستم په برخه كي څرګندي كړي اوس دډاكترانو اوطبي عالمانو اقوال او نظريات دسازاوسرود دزيانونو اوضررونو په هكله په لاندي ډول بيانوو: سمول

دسازاوسرود مهم او خطرناك تاثيرات اواغيزي : سمول

ساز اوسرود داعصابو دكمزورتيا مهم سبب دي، دنړۍ دلويو طبي مركزونو په نظرپه اوريدونكي كي هغه مهم اثر اواغيزچي سازاوسرود يي پري اچوي داعصابو كمزورتيا ده نودغه موضوع پدي سره داهميت وړده چي اروپايي دډير مشكل سره مخامخ كړي ده ځكه چي داعصابو كمزورتيا دنورومرضونو زيږنده ده دهر ډول بدني او ذهني تكليف دپيداكيدو اساسي سبب اوعلت هم همدادي. سمول

پدي چي دنړي دزياتو طبي مركزونو او علمي مؤسسو دڅيړنوله مخي دې نتيجي ته رسيدلي چي دذهني اوعصبي مريضانو اساسي اوتر ټولو لوي سبب همدغه سازسرود او كنسرت دي اودغه نظريه (تيوري) دزياترو اروپايي اوامريكائي پوهانو دتائيد وړګرځيدلي ده اوپه تدريج سره ټولو پوهانو په همدي نظريي دتائيد مهر ولګاوه تردي چي دزياترو اروپايي اوامريكايي پوهانو ،ليكوالانوله اړخه خپلو حکومتونو ته دا وړانديزوشو چي كوم خطرناك مرضونه چي دسازاوسرود په وسيله رامنځته كيږي بايد مخه يي ونيول شي چي تر ټولو مهم د اعصابو كمزورتيا ده كومه چي د سازاوسرود په سبب منځته راځي. سمول

دكولمبيا دپوهنتون پروفيسور(ولف آدلر) وايي :دسازاوسرود ډيرغوره او زړه راښكونكي غږونه دانسان داعصابو په لړي ډيربد آثار او اغيزي منځته راوړي . سمول

دده څيړنو په امريكا كي دومره تاثير وكړچي په زرګونو وګړي دده ملګري شول سازاوسندري يي په خپلو ځانونو حرامي كړي او ددي غوښتونكي شول چي دعام كنسرت مخنيوي وكړي . سمول

ساز او سرود دزړه دسكتې اوټكان سبب كيږي: سمول

د زړه دسكتي او ټكان دمهمو اسبابو څخه ساز اوسرود ته غوږايښودل ګڼل شويدي پدي اړه ډاكتر (آوريزن اسوت مارون) وايي: دساز څخه راغلۍ دانسان داخلي حركت او خوځښت دقلبي سكتې ترټولو لوى عامل اوسبب دۍ ځكه چي زياتره سازنده ګان دزړه په سكته (دريدو) سره مړه شوي دي ددي وضاحت څخه داپه ډاګه كيږي چي دانسان داخلي حركت كوم چي دساز په وسيله منځته راځي څو مره زيات خطرناك دي ،په انګلستان كي دماشومانو دروانشناسى متخصص ډاكتر (رپرت) دزړه دټكان په اړه داعقيده لري چي ماشوم دمورپه ګيډه كي دساز اوسرود تراغيزي لاندي راځي كه چيري حامله ښځه سازاوسرود ته غوږونيسي نوپه ګيډه كي يې دماشوم دزړه ټكان زياتيږي چي دغه حالت دشپږومياشتو څخه وروسته منځته راځي. سمول

ساز اوسرود دوينې دفشارسبب كيږي: سمول

دسازاو سرود دډيرو خطرناكو زيانونوڅخه يوهم دويني فشار دي ډاكتران پدي اړه خپلې نظريې لري چي په لنډ ډول يې څوبيلګې وړاندې كوم: سمول

زياترو آلماني روان شناسانو داخبره ثابته كړې ده چې ساز اوسرود دوينې فشارپورته اوښكته بيايي ،يو اروپايي ډاكتر دوينې دفشار دلاملونو دڅيړنې په درشل كې كوم چې په نوي دنيا كې ډير زيات شوي دي ،دفشارآله يې په لاس وتړله اوراديو يې چالانه كړه دساز اوسرود دمختلفو پروګرامونو په اوريدلو سره لاندې نتيجې ته ورسيد چې: سمول

الف : په هره اندازه چې سازاوسرود ناخوښه اوغيرمناسب وي په همغه اندازه دوينې فشار زياتيږي ،دساز اوسرود د اوريدلوپه مهال كوم آوازونه چې دروح دسستۍ او ستړتيا سبب ګرځيدل په يقيني ډول دوينې فشار دومره اوچت شو چې ډاكتريې وارخطا كړاوحيران شو. سمول

ب: دساز اوسرود ځينې ډولونه داسې دي چې دآرامۍ اغيزې لري ترهغه وخته چې دوام لري دوينې فشاردعادي حالت څخه ډيرښكته كيږي. سمول

ج: ساز اوسرود دډاكتر په روح اودوينې په فشار داسې اغيزې لرلې چې په يقيني ډول يې دهغه روغتيا ته ګواښ پيښاوه . سمول

پروفيسور (هنګري اوګدن) دلويزيانا دپوهنتون دروانشناسۍ استاد چې پنځويشت كاله يې درواني ناروغيو په اړه څيړنې كړې په نيوز ويك مجله كي يې مقاله ليكلى وايي: ډاكتر(ارنولدفريدماني) دنيويورك دشفاخانې ډاكتر او دسردرد دكلينك رئيس دنور الكترونيكي ماشينونو په مرسته د مغز دڅپو تعين او هغه تجربې چې دزرګونو مريضانو دمراجعې اوراتګ څخه يې ترلاسه كړي ثابتوي چې :يو دډيرو مهمو اسبابو څخه چې دروحي اوفكري خستګۍ ستومانتيا او دعصبي سردردي باعث ګرځي سازاوسرود ته غوږايښودل دي په ځانګړي ډول هغه كسان چې په ډيردقت او بشپړپام سره موسيقي اوري. سمول

ساز او سرود دارادې دسستوالي لامل دۍ: سمول

دارادې دقوت ،كمزورتيا ،غير ارادي حركات او خوځښتونه دسازاو سرود دحتمي زيانونو څخه ګڼل كيږي ، دساز اوسرود شوم اوبد سندريز غږچې دغږيزوكشولو په وسيله اوهمدارنګه متحرك آوازونه دا ټول توان او طاقت سستوي دبدن ټول اعضاء دانسان د ارادې توان څخه وباسي. سمول

ساز اوسرود دسستۍ اوكسالت لامل دۍ: سمول

دسازاوسرود داغيزو څخه يو دسستۍ او افسردګۍ دحالت منځته راتلل دي په هره اندازه چې دانسان په اعصابو باندې سازاوسرود چاپيرشوۍ اومنګلې يې پرې لګولې وي په همغه اندازه دسستي ، اوټنبلي روح په انسان باندې غورځيږي په انسان كې دمطالعې شوق لږيږي ،استعداديي كمزورۍ كوي ،دسازاوسرود هغه عميق اوزيانمن تاثيرات اواغيزې چې پراعصابوپريوزي ،فطري استعداد اوفكري نبوغ چې په تحصيل كې دپيشرفت او وړاندې توب اصلي لامل دۍ په بشپړډول له منځه وړي. سمول

ساز اوسرود دفكري ركود اوتاريكۍ لامل دي:    سمول

يوبل دقطعي اوثابتو زيانونو څخه چې سازاوسرود يې لري دادۍ چې يوعجيب فكري ركود په اوريدونكي كې منځته راوړي لويوپوهانو دغه حالت ته (دفكربندول) ويلي دي ،اوهمدارنګه د(آيين حفظ وتقويت حافظه) كتاب كې راوړي: دانسان دحافظې دختمولوداساسي عواملوڅخه سازاوسرودته غږايښودل دي. سمول

سازاوسرود دقضاوت دتوان له منځه وړلولامل دۍ: سمول

كله چې سازاوسرود دانسان په ذهن اواعصابو تسلط ومومي نوداسې يوحالت پرانسان راځي چې په بشپړډول دصحيح قضاوت اوسموافكارو څخه لاس په سر شي اوكله هم هرڅه دده په نظر يوشان ښكاري. سمول

سازاوسرود دباصرې (ليدنې) حس له منځه وړي: سمول

دسترګو دفيزلوژي له پلوه ، دسترګو دعضلاتو سم اوصحيح حركت ددوه ډوله سمپاتيك اوپاراسمپاتيك اعصابو په وصيله منځته راځي ،كله هم دباندنيوخوځښتونولكه سازاوسرود ،نوله همدي امله ددواړوعصبي سيستمونوتعادل له منځه ځي چي پدي مهال يو دډيرو بدواغيزود جملې څخه دليدنې قوت (د باصری حس) كمزوري كوي. سمول

سازاوسرود داخلاقي فساد اوهلاكت لامل دۍ : سمول

دسازاوسرود هغه قطعي اوحتمي زيانونو څخه چې دموسيقۍ دبدوآوازونو  په وسيله چې پوهان دهغي پايلې ته رسيدلي دي اخلاقي فساد اودفحشا خپرول دي ځكه چې موسيقي وګړي دشهوت په لور اودحيواني قوې دحركت اوخوځښت خواته بيايي پدې ډول چې څومره دخرابو انساني موازينوڅخه لري موسيقي ډيره اوريدل كيږي ،په همغه اندازه ښكته اوناانساني اخلاق اوفساد زياتيږي ،لكه څنګه چې زموږپدې اوسنۍ تش په نوم ديموكراسي نظام كې دهنري بربنډوفلمونوښكارشوي يو اودټولي كفري نړۍ دملنډوځاي ګرځيدلي يو اوديوفرهنګي پلان شوي استعماري هجوم هدف ګرځيدلي يو داټول پدي چې دين مو پريښۍ داسلامي مقدساتو حمايت نه كوو،دكفارو مقابله نه كوو ، كفاروته مومخه وركړي حتي ځيني لاداهم وايي چې ميلمانه دي اوکه دشؤون اسلامي دكوم عالم سره مخ شې هغه بيا وايي چې راغلي كفارمستامنين دي مقابله يي ناروا ده دحكم تعميل يي ضروري دي څومره دافسوس خبره ده دانه وايي چې دوي خو دB ۵۲ الوتكو په زور راغلي دي زموږ هيواد يي نيولۍ هيواد مواشغال شوۍ . سمول

الله جل جلاله فرمايي:) وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ  [البقرة/120] يعني :هيڅكله به له تاڅخه يهود اونصاري راضي نشي تردي چې د دوي متابعت اوپيروي وكړې . سمول

په زور راغلي خلك په رضانه ځي مصارف يي شوي دخپلې باطلي عقيدې لپاره يې سرونه وركړي همدااوس زموږ په ګران هيوادكي دڅلويښتوهيوادونو نظامي اډې موجودې دي زموږ دهيوادځمكه او فضا‌ء دهمدوي په ولكه اوسلطه كې ده لاس موتړلي خولې موبندې ،كه څه احساس اوخوځښت راكې پيداشي بيامودبيان دآزادۍ ،ديموكراسۍ د ډالري معاشونو په شوووعدوسره غلي كړي ، درتبواومعاشونواوسنۍ ظالمانه نظام راته څرګندكړي ،راتلونكي مودسراب په څير راته وبريښوي... سمول

خواي افسوس چې هم ايمان لاړواوهم پارلمان دآخرت ورځ ډيره سخته د5، دځانكندن زړه درديدونكي حالت دقبر عذاب ،دنكير اومنكر سوالونه او بياهم دبرزخ ژوند...... سمول

سازاوسرودداحساساتو اوعواطفو دمنځه وړونكۍ: سمول

دسازاوسرود دډيروبدوآثارو اواغيزوڅخه يوپه اوريدونكي كې داحساساتواوعواطفوله منځه وړل دي، ځكه سازاوسرود عواطف كموي اوورور ولي له منځه وړي، داسې ډيرتجربه شوي چې كوم خلك چې دانسانيت عواطف دمينې اومحبت حس يې داسې درجې ته رسيدلي وي چې په ډيره وړوكې حيرانوونكې منظري او كوچنې انځورسره تراغيزي لاندي راځي ،خوپه دوامدارډول دسازاوسرودپه اوريدو سره خپل عواطف اواحساسات داسي له لاسه وركوي چې د زړه راښكونكو او ټكان وركوونكو منظروپه ليدلوسره هم په دوي كي كوم كوچنۍ اثر اواغيزې ځاي نلري نوڅومره چې موسيقي زياته اوريدل كيږي په همغه اندازه احساسات هم كميږي بايد دانكته په پام كي ونيول شي چې : ښايي كله سازندګان (چې موږ په پښتو كي ډمان ورته وايو ) دځينو وړوكو منظرو په ليدلوسره ناآرامه شي آن تردې چې زيات به وژاړي ،بايدديته ځير شو چې ددوي دغه ژړا ددوي دكمزوري ارادې او دقوت دتعادل دمنځه تللو ښكارندويي كوي نو داعصابو اوارادي كمزورۍ بايد دعاطفې او احساس دموضوع سره اشتباه نكړل شي. سمول

دساز اوسرود ډير بداثرات دانسان په وجودكې: سمول

۱- دغيرت له منځه تلل. سمول

۲- دسمپاتيك اوپاراسمپاتيك اعصابو دتوازن اوتعادل نشتوالۍ يعنې ددغه دواړو عصبي سلسلو دبې نظمى په صورت كې لاندې ستونزې اومشكلات منځته راځي: بيلابيل زيانونه اوخللونه لكه : سستي ، بي اراده توب ،سرګرځيدل ، بې اختياره راغورځيدل ، دمعدې پړسوب ، عصبانيت . سمول

۳- مانې (Manie) مرض يوډول ليونتوب دۍ چې بيلابيلې درجې لري. سمول

۴- پارانويا(Parania) مرض يو ډول روحي مرض دۍ چې يو شخص ځان تر نورو ښه بولي يعنې بې ځايه دعواوې كوي. سمول

۵- سيكلوتمي مرض: (هنري باروك) چې يو نړيوال پوه دۍ وايي: دايو ډول روحي مريضي ده چې مريض كله خاندي او كله هم خپل تندۍ تريو كوي او كله نيولي او غمجن وي. سمول

۶- دعمر لنډوالۍ . سمول

۷- داعصابو كمزورتيا. سمول

۸- دماغي اختلالات لكه دمغز شورش ، روحي خوځښتونه اوليونتوب. سمول

۹- دزړه اغيزې. سمول

۱۰- دانتحاراوخودكشۍ وسايل. سمول

۱۱- دوينې دفشارمريضي. سمول

۱۲- دفحشا لاملونه. سمول

۱۳- داوريدلو دحس كمزورتيا اوله منځه تلل (دسامعې حس) . سمول

۱۴- دليدلو (باصرې) دحس كمزورتيا اوله منځه تلل . سمول

۱۵- دجنايت سبب جوړيدل . سمول

۱۶- دغير طبيعي توجه جلبيدل. سمول

۱۷- دبشري امتيازاتو اوفكري توانمندۍ له لاسه وركول. سمول

۱۸- سستي اولټي. سمول

۱۹- دشهوت راپاريدل. سمول

۲۰- دځوانۍ مرګ ،اودعمرله منځه تلل. سمول

21- دمريتوب (غلامی) پړي غاړې ته اچول. سمول

۲۲- دلغوې او بيهوده لارې اختيارول. سمول

۲۳- دوخت ضايع كول. سمول

يو مهم ګواښ: سمول

دنړۍ ډير مشهور پوهان اوڅيړونكي دساز اوسرود داصلي څيري دښګاره كولو لپاره ډيري څيړنې اوبشپړه مطالعه ترسره كړې په پايله كي يې كوم قانع كوونكي شواهد اودلائل لاس ته ندي راوړي چې دساز اوسرود ښايسته والۍ وښيي ولي داټولې څيړنې يې زيانونه او ذهني ضررونه په ګوته كوي. سمول

نو منطقي نتيجه يې چې موږ ورسره مخامخ نو داده چې دساز اوسروداصل، دخوند اخستلو احساس ، ذهني ضررد نافرمانۍ دضرر ترڅنګ دالهي مكلفيت او ديني تعهد په مقابل كې په واضح ډول څرګندوي. سمول

جناب موسوي وايي :په ځينې حالاتو كې چې ساز اوسرود ته يا هم هغه ساز او سرود ته چې ګومان كوم ممنوع اوحرامه دي غوږ ږدم او دافرض كړم چې دا ډول كارونه به حرام هم نوي نو لږ ترلږه يو نازك حد ته رسيدلۍ يم چې يو پلوته په يقيني ډول دممنوعيت اوحرمت خواده خو څنګه چې دانسان نفس په خوند اولذت پسې ګرځي نو په تدريجي ډول قانون ترپښولاندې كيږي. سمول

تجربه اواعترافونه: سمول

الف:په لويديځه نړۍ كې دسازاوسرود دبنديدلوغښتنه هغه وګړي كوي چې ټول عمر دسازاوسرودپه خپراوي كې بوخت وه نن ورځ دخپل بد عمل څخه پښيمانه دي نوله همدې كبله ځينې امريكايانو ددي دبنديدلو غوښتنه كړې ده وايي: (دتنكيوځوانانو دوالدينو يوې ډلې"Tomarow"ټومارو دپروګرام لاندې يې دامريكا دكانګرس ،،مجلس،،څخه وغښتل ترڅود راك او رپ موسيقي ممنوع اعلان كړي ) ځكه د دوي دزامنو دله منځه تللو سبب كيږي د دوي څخه يوه يې د " BBC " راديو ته وويل چې زما ځوي د رپ د آهنګ تر اغيزې لاندې رغلۍ چې دخودكشۍ يا انتحار تبليغ كوي . يو ډاكتر وويل : دغه آهنګ ته غوږ نيول د اوريدلو(دسامعې) دحس دكمزورتيا لامل كيږي سمول

ب: ديو مشهور آوازخوان نظر: سمول

،،فرانكوباتيوتو،، چې داتاليا هيواد د ،،راك،، دموسيقۍ مشهور آوازخوان چې اوس يې دغه شوم اوبد عمل پريښۍ دۍ د،،راك،، دموسيقۍ په اړه خپل نظرداسې بيانوي: ديو انسان لپاره دابس ده چې د،،راك،، موسيقي ته غوږكيږدي ترڅودشيطان تابع شي. سمول

ج:دښاري ټولنې دريس نظر: سمول

دماليزيا د،،كلانتان،، ولايت دمركز دټولنې ريس ،،كوتابارو،، سازاوسرود منع اعلان كړل او ويې ويل : دولتي چارواكي داعقيده لري چې سازاوسرود غېراخلاقي كړنوته لارهواروي اودهمدې کار سبب كيږي. سمول

دفرهنګي بد او ډير ناوړه تيري دجملې څخه يوهم دهنردنامه څخه بده ګټه اخستل دي اګرچې واقعي هنرپخپل ذات كې ښه دۍ مګر كله دغه پاك څيز دبدو خلكو لپاره ناپاك هدف اوموخې ته وسيله ګرځي ،هغوي هڅه كوي چې دهنر دغه صافې اوبه دفساد اوشهوتونو په ميكروب سره ګډې كړي اوهغه د((ګوارا)) دشربت په نوم دځوانانو په خولو كي ورواچوي ،دهنر ترپردې لاندې دځوانانو څخه دانسانيت هنرترې سلب اوله منځه يوسي ، دهنر په نوم نڅا، بد اوخراب سپورتونه  (ورزش) ، غير اخلاقي سازاوسرود ،لوڅ اوبربنډ فلمونه اونور غير اسلامي اوناروا كارونه په ټولنه كې رواج كول ترڅو دلويديځ كفري فرهنګ ته دخپريدو زمينه اوفرصت برابرشي. سمول

مګرځوانان بايد دغه ټكي ته ځيرشي چې هرفن ته هنرنه ويل كيږي ترڅو هغه په دوامدار ډول تعقيب كړي. سمول

بلكې واقعي هنر هغه دۍ چې دانساني ارزښتونو ،او دانسان دانسانيت لپاره وې نه داچې دشهوتونو دخدمت او دشيطان دپيروۍ اوتابعيت لپاره ترسره كيږي ځكه كه هرفن ته هنر ووايو نو بايد غلا ، قتل ، جنايت ،اوفريب بازۍ ته هم هنرووايو نوبايد غل ، قاتل ،جاني او فريب وركوونكۍ هنرمند وبولو.له دې څخه وروسته بايد پام وكړوچې هغه اصلي فن كوم ته چې هنروايو په دوه ډوله دي: سمول

لومړۍ: هغه فن چې دانسانيت داوچتوپوړيو دارزښتونو او دانسان دهراړخيزپيشرفت اوپرمختګ لامل ګرځي. سمول

دوهم: بل هغه فن چې دشيطاني غوښتنو اودانسان دانسانيت دسقوط اوله منځه تللو لامل ګرځي. سمول

نويقيناً دهنر ښكلې ټولنه دلومړي ډول فن په لرلوسره ښايسته ښكاري نه د دوهم ډول بد اونا مناسب فن په لرلوسره ،دلويديځ دكفري نړۍ دفرهنګ خپروونكي دغه هڅه كوي چې دځوانانو دغفلت اوبي پروايي څخه په ګټې اخستلوسره دواړه ډوله هنر ښه اوبد دهنر ترنوم لاندې ځوانانوته وړاندې كړي پدې سره دهنرترپرده لاندې دلويديځ كفري فرهنګ خپوركړي. سمول

موسيقي داستعمار دكاري وسائلو څخه ده: سمول

دنړۍ اشغال ګران هروخت دوګړو دبيدارۍ اړپه ځانګړي ډول دځوان نسل څخه په ويره كې دي نوپه همدې اساس د دوې د ډيرو پراخه پروګرامونو څخه چې اشغال ګران يې دخپل اشغال د اوږدوالي په خاطر پرمخ بيايي ترڅو ټولنې دغفلت ،بې خبرۍ ، ناپوهۍ اوبيلابيلو بي ګټې پروګرامونو خواته كش كړي . سمول

نن ورځ نشه يي توكي يواځې دتجارت لپاره نه كاريږي بلكې داشغال ګرانو دسياسي فعاليتونو مهم كاري وسايل دي ، چې دفحشاء دمركزونو ، دقمار دكلوپونو اونورو ډيرو بدواوخرابو پروګرامونو په جوړولوکي تري کاراخلي چې له دې څخه يوهم دسازاوسرود پراخوالۍ دۍ چې دا د ډيرو مهمو وسايلوڅخه دي دوګړو دافكارو دنشه كولو لپاره پرې زيات ټينګار كوي نو ځكه زياتره نړيوالې راديوګانې زيات وخت په ساز اوسرود سره تيروي نو دټولنيزو ارتباطي وسايلو څخه يې اساسي اواصلي پروګرامونه همدغه ساز او سرود دۍ اوبس. سمول

ځوانان دفساد اوفتنې په ډنډكښې: سمول

الف: تحريكوونكي سازاوسرود : دفساد دډيرو خوساوو ډنډونو څخه چې ښايي ځوانان په كښې ولويږي يوهم دنڅاسره ساز اوسرود دۍ. سمول

په يوعمومي ويش كې سازاوسرود په دوه ډوله ويشل كيږي: سمول

الف:ډيربداوخراب ساز اوسرود . سمول

ب: لږبد سازاوسرود . سمول

ډيره بده موسيقي هغه ده چې په هغه كښې دلهو اولعب مجلسونه اوغونډې وي انسان په شيطاني سوچونو كې ډوبوي دمعنوي كارونو څخه يې ليرې كوي ، دوهم ډول موسيقي هم څه ځانګړي امتياز نلري. سمول

په اسلامي شريعت كي موسيقي اوريدل اودهغې آلې جوړول حرام دي اګركه مستقيماً واوريدل شي اوياهم غير مستقيم لكه دټيپ كيسټې. سمول

پدې كښې شك نشته چې سازاوسرود ته غوږ ايښودل او دشهوت پاروونكو آوازونو سره بوختيا دهغه زيانونو سربيره چې په اعصابو راځي دانسان روح اواخلاقو ته هم زياته صدمه او ټكان وركوي ځكه ساز اوسرود ته غوږ ايښودل انسان دغفلت اوبې پروايي حالت په وړاندې چې ډير زرله منځه ځي په انسان كې معنويات ختموي دپاكۍ اوعفت پردې شلوي او دالله جل جلاله سره ټينګ ارتباط له منځه وړي. سمول

سازاوسرود ته دغوږ ايښودلوپه نتيجه كې انسان د الله جل جلاله د ذكر ، دعا اوزاري څخه لذت نه اخلي اوهميش شهواني اوشيطاني سوچونوكې ډوب وي ، كه يواځې دموسيقۍ اغيزې دالله جل جلاله سره درابطې او زاري دلذت څخه محرميدل وي اوهمدامنفي اثر ولري نو داپرځاي اومناسبه خبرده چې انسان بايد دغه تباه كوونكو زهروته ورنيږدې نشي او دغه تاواني راكړې وركړې ته ورونه دانګي. سمول

ځوانان بايد پردې پوه شي هغه زړه چې هروخت ديوفاسد او خوږ مزه آواز خوان غږ اوري په هغه کي دالله جل جلاله لپاره ځاي نشته او نورمعنويات هلته ځاي نلري ، دانسان روح داسې ده چې دوه ضد څيزونه په هغه كې نه ځائيږي . سمول

آيا ددي څخه زياته تاواني معامله (راکړه ورکړه) به وي چې يو انسان دشهوت پاروونكي غږ چې ديو بې احساس آوازخوان څخه يې اوري خپل ځان دالله جل جلاله دنيږديكت او دهغه الله جل جلاله دمينې او محبت څخه محروم كړي ،دحيواني مزاجه شهواتو څخه دخوند اخستلوپه ډنډ كې ډوب شي اوخپل قيمتي ژوند وپلوري ،په مقابل كې دښځو اونارينه ؤ مختلط آوازونه دغفلت او بې پروايي موسيقي پري واخلي ، په يقيني ډول چې دايوه احمقانه اوزيانمنه سوداګري ده . سمول

الله جل جلاله فرمايي :  { أُولَئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الضَّلَالَةَ بِالْهُدَى فَمَا رَبِحَتْ تِجَارَتُهُمْ وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ  [البقرة/16] } سمول

ژباړه: هغوي داسي خلك دي چې تياره او ګمراهۍ ،( چې يودهغه دمعني اومصداق څخه موسيقي ده ) ،، لارښووني اوهدايت ته ،،( چې يو دهغه معني اومصداق څخه دالله جل جلاله سره انس او محبت دۍ،،) عوض كړي يي دي نو دخپلې سوداګرۍ څخه يې ګټه نده ترلاسه كړې هدايت اونيكبختي ته يې كومه لاره نده موندلې . سمول

موسيقي هغه اخلاقي اومعنوي زيانونو چې لري يې ځني یی دادی لكه : دشهوتونو مينه ، دزړونو مړينه ، دالله جل جلاله سره دانس اومحبت دخوندڅخه محروميت ، دپاكې اوعفت دپردوشليدل ، دعقل كمزورتيا ، دګناه كولولپاره دفرصت ترلاسه كول، ددعا نه قبليدل ، همدارنګه په اعصابو اوبدن باندې زياتې ناوړه اغيزې لري چې نن ورځ دعلمي پلوه ثابتې شوي دي . سمول

پروفيسور،،ولف آلدر،، وايي : سره ددي چې سازاوسرود زموږ اعصاب دنرموالي خواته كشوي اودخپل طبيعي حدڅخه يې باسي اوهغه خوځوونكي آوازونه چې دغړوپه حرکت سره منځ ته راځي اوداسي خولي (عرق ) چي د طبيعي حدڅخه په زياته پيمانه له پوستكي څخه وزي زياتې ضررناكې دي ښايي دنورو مرضونولامل وګرځي. سمول

دساز اوسرودزړه راښكونكې كيسټې (دټيپ فيتې ) دانسان داعصابو په سلسله ډير ناوړه اومنفي اغيزي پريږدي ، په ځانګړي ډول كه چيرې هواګرمه وي نودغه تباه كوونكي تاثيرات زښت زيات وي. سمول

ب: ناوړه اوغيراخلاقي فلمونه: يوهم دفساد دډيرو ككړوډنډونو څخه چې ښايي ځوانان په كښې ولويږي بربنډواو غيراخلاقي فلمونوته كتل دي چې دا د الله جل جلاله او اسلامي مقدساتو څخه دليرې والي يومهم او اساسي لامل دۍ، له هغه ځايه چې ددين اوقرآن كريم دښمنان داسلامي امت سره دمخامخ جګړې څخه مايوس اوبي هيلې شوي دي نو ددي په هڅه كې دي ترڅو زموږځوانان دفساد خپرولو اسلامي اومعنوي ارزښتونو ترپښولاندې كولو اودبربنډوفلمونوپه ليدلوسره بې لارې كړي. سمول

نن ورځ چې زموږ ځوانان دماديت ،شهوت غښتنې ،دښه ژوند تيروني ،بي عفتې ،بي حيايي ، دذهن خالي والي دنامناسبو جامو اغوستل ، نامشروع اوناروا اړيكي ساتل ،بي بندوباري اوډيري نوري بي لاري دهمدغه بربنډو فلمونو ميراثه ده.له همدي امله دداسې بربنډو اوغيراخلاقي فلمونو جوړول خپرول اونشرول دهرچا او هر لوري له اړخه چې وي دټولنې سره ډيرلوي خيانت دۍ ځكه چې دا داسلام سپيڅلی دين ،الهي قوانين ټول ترپښولاندې كوي اوهمدافلمونه دانسان هرڅه له منځه وړي ، دايو منل شوي واقعيت دۍ چې دداسې غيراخلاقي اوناوړه فلمونو ليدل دټولو ديني ارزښتونو ،نيكو اخلاقو ،مذهب ،تقوی ،ديني غيرت اوټولو معنوي اموروپه له منځه وړلوکي ډير مهم رول لري.څومره زياتوځوانانو ددي غير اخلاقي بربنډوفلمونو ليدلوسره دناپاكې اوبي حيايي لاره نيولې اونوريې هم دهلاكت كندې ته ورټيل وهلي اوپه سلګونومشكلات اوربړونه يي خپل ځان اونوروته پيداكړيدي. سمول

زموږ ځوانان بايد دي مسئلې ته په ډيردقت او هوښيارۍ سره وګوري ددسيسه كوونكو دفريبونو ښكار اوقرباني نشي اودانسانيت دښمن نشې ، اوپدي وپوهيږي كه چيري ددي فلمونو په ليدلوسره لومړۍ ګام واخلي دوهم قدم پرته له كوم ځنډ څخه اوچتوي اوهغه ځاي ته رسيږي چې بيرته راګرځيدل يي ډيرسخت اوناشوني دي، ځكه دا ډول كارونه دهغوي لپاره دتروشو اوبو په څيردي څومره يي چې څکي په همغه اندازه نورهم تږي کيږي ،نن ورځ دغرب كفري نړۍ ددي بلاسره ترپوزوراغلي،ځوانان بايد پوه شي چې دخپل شخصيت ونه دهغه لاري په سرچې په بربنډوفلمونو يي ريشي دبيخه ايستلي شوي ونه کري ترڅو دهرزيان اوضررڅخه په امن پاتي شي،،. سمول

ځوانان بايد پدي پوه شي چې دلوڅو اوغيراخلاقي فلمونو كتل د دوي لپاره دهغه اورپه څيردي چې په هواء كې بل اوټول اطراف يي ګازونيولۍ وي ، اوداسې لمبې تري اوچتيږي چې هرڅه يي مخي ته راشي سوځوي يې اوپه ايرويې بدلوي. سمول

نوپه يقيني ډول غيراخلاقي فلمونه داستعدادونو دوني بيخ له منځه وړي ريښې يې پري كوي ، دانسان روح تخريبوي اوكله يې ماهيت هم له منځه وړي، اوانسان په يوهوس لرونكۍ موجود بدلوي،حيوان صنعته ، پست اوبي شخصيته څيزتري جوړوي. سمول

ج:دساعت تيري غونډي اومجلسونه : سمول

دفساد اوهلاكت دډنډونو څخه چې په ټولنه كې دلويديځ كفري فرهنګ دخپراوي لپاره كاركوي يوهم دساعت تيري مجلسونه دي پدي كي لهو اولعب دوخت ضايع کیدل ، دښځو او نارينه ؤ اختلاط .... منځ ته راځي ، نوهغه كسان چې ددي ناوړه اوكرغيړن كفري فرهنګ لپاره كاركوي دداسې پټو محفلونو اوغيرشرعي مجلسونو دجوړيدو لپاره ګومارل كيږي ،دخپلودوستانو څخه غواړي چې دعيش اوعشرت ، ساعت تيري پداسې مجلسونو كي د څوساعتونو لپاره ورګډ شي د خوشحالۍ اوخوښۍ په نړۍ كي ورننوځي ترڅو دغير اخلاقي نڅاګانو ، ساز اوسرود ،لهو اولعب ، اتڼ او داسې نورو ناروا كارونو په كولو سره لذت واخلي. سمول

ګران ځوانان بايد پدي پوه شي چې پدې ډول مجلسونواوغير شرعي ناروا خوښيو كي ډوبيدل دخپلو ټولنيزو او معنوي پرمختګونو خنډ كيږي ، كه چيري په خوښيو اوخوشحاليو كي ډوبيدل دبرياليتوب اولوړوپوړيو ته درسيدونښه وي ، نوبايد عياش اوساعت تيري خلك ترټولو غوره او داوچت مقام لرونكي وی مګر دوي دموجوداتو ترټولو بد اوپست وګړي شميرل كيږي ، دنفساني غوښتنو دهغو څپو په مقابل كې چې دتقوی اوديندارۍ سره په جګړه دي دقوي ارادې نشتوالۍ دشيطاني هوسونو په جيل كې ورټيل وهلي دي ، نوهيڅكله  داسې يو چاته انسان  نشي ويل کيدی بلكي دايو بي ارادي ،بي آزادي ،بي شخصيته ، بندي موجود دي چې هيڅ وخت دحركت توان نشي پيداكولى. سمول

ددي مجلسونو ډيره ښكته مرحله داده چې ځينې د واده مجلسونه ډيربي كفايته ، بي احساسه خلك جوړوي ، اګرچې واده اومراسم يې په شرعي لحاظ ښه كاردي پدي ډول چې دپيغمبر صلي الله عليه وسلم دسنتو مطابق ترسره شي ، مګر په ډيرتاسف سره بايد وويل شي چې دواده دغه سپيڅلۍ سنت کله پداسې بدو اوناوړه اعمالو سره ككړشي، سمول

چې پداسې محفلونو كي ديو متدين او ملتزم انسان ګډون ډير سخت اوناشونۍ ګرځي بلكي ځينې داسې رواجونه هم شته چې په هغه كې اسلامي احكام په هرڅه اوهرچاوړاندې ګرځي ، ځينې داسې دينداره او اصيلې كورنۍ هم پيدکيږي چې په هيڅ وخت او حالت كي خپل اصليت اوشرافت دلاسه نه وركوي او هيڅ کله ديته نه حاضريري  چې د واده دمراسمو په بهانه غير شرعي اوناوړه كارونه وګوري مګر په ډيرتاسف سره بايد ووايم چې د ودونوپه ځينې مجلسونو كې اسلامي احكام اوديني ارزښتونه ترپښو لاندي كيږي دفاسدو خلكو دسؤ استفادې لپاره فرصت په لاس ورځي ،په څرګند ډول پداسې ودونوكې دالهي اوامروپه خلاف عمل كيږي كله هم دلويو ګناهونو څخه لكه دشرابو څښل ، اختلاط ، دساز اوسرود اوريدل ، دنامحرمو نارينه ؤ سره دښځو خبرې اوغير مشروع نظرونو څخه ځانونه نه ساتل، نو په يقيني ډول دداسې خلكو اوكورنيو سرنوشت دښه والي خواته نه ځي ، ځكه هغه ژوند چې دالهي معصيت او اسلامي ارزښتونوته په نه پام كولو سره رامنځته شي ښه پايله نلري . سمول

ګرانو ځوانانو : دواده په هغه مراسمو كي چې ناروا دودونه اوغير اسلامي كارونه لكه دساز اوسرود اوريدل ، دنامحرمو نارينه ؤ په مقابل كې دحجاب نه مراعاتول ، دشرابو څكل ، غير اخلاقي نغمې اوترانې اوريدل اوهمدا رنګه نور زيات ناروا او غير شرعي كارونه ترسره كول نوځوانان بايد د دا ډول محفلونو دګډون څخه په كلكه ځانونه وساتۍ ځكه چې دفتنې او فساد په ډنډونو كې يې دډوبيدو ښه فرصت دۍ ، خو كه چيري څوك پدي نيت ګډون په كې كوي چې د دا ډول ناوړه اوغير شرعي اعمالو مخه ونيسي نو بيا ښه كاردي او كه نشي كولاي نو بيا پدي كي ګډون هغوي ته دتائيد مهر لګول اودفساد خپرولوته نوره زمينه برابرول دي. سمول

د: خراب اوناصالحه خپلوان : سمول

ناصالحه خپلوان اوفاسد كسان دځوانانو لپاره دفساد اوبربادۍ اصلي لامل ګڼل كيږي ، نوهرځوان چې دخرابو خپلوانوسره كوم قدم اوچتوي په اصل كې دادتباهۍ اوهلاكت خواته قدم پورته كول دي ، په حقيقت كې خراب دوست دانسان دښمن دۍ مګر داډول خلك ظاهراً سړي ته ځان دوست ورپيژني ولي په اصل كې داخراب دوستان دي چې دستونزوڅخه پرته بل څه منځته نه راوړي ، نوهرهغه څوك چې دبدوملګروسره ګرځي پاك خلك دناپاكانو سره ناسته پاسته ولري دغه غير اخلاقي مريضۍ ،او معين فساد پاكوخلكوته هم ورځي ، كله داسې هم كيږي چې پخپله دغه ستونزې ته متوجه نه وي ، دنا اهله اوبدو ملګرو په سبب داسي متاثر كيږي چې دهغو سره كټ مټ ورته والۍ مومي ، ټول كړه وړه ، نظريات ، راكړه وركړه يې ديوفاسد اوبي دينه شخص ښكارندويي كوي لكه څنګه چي يونيك انسان او صالح دوست دسړيتوب روحيه پرته لدي چې مقابل شخص وپوهوي هغه ته نقلوي او دانسان په پرمختګ اوښه بدلون كې مهم رول لوبوي همداډول بد دوست دانسان په سقوط اوغورځيدوكي هم مهم رول لري. سمول

كله هم ځوانان داسې فكركوي چې پخپله څوك پاك وي هيڅوك نشي کولاۍچې په هغه منفي اغيزوكړي نوپدي لحاظ داڅه مهم شي ندي چې چيرته لاړ دچاسره كښيناست او خپل ملګري يې څه ډول غوره كړه، مګرداهم بايدوويل شي چي دايو غلط اوشيطاني فكردي چي دانحراف اوبي لاري اصلي لامل شميرل كيږي ، دايوه داسې خبره ده چې څوك ووايي: كه چيري روغ انسان په هرڅومره ميكروبي ماحول (چاپيريال) كي ژوند وكړي ميكروب دده بدن ته نشي ننوتي ، مګر دايوناشونۍ كاردې چي په داسې يوچاپيريال کي څوك سالم اوغوره ژوند ترسره كړي ، په يقيني ډول بايد وويل شي چي بد اوخراب ملګري دانسان لپاره دميكروب څخه كم ندي بلكي دسالم بدن دناروغتيا لپاره ترميكروب ډيرزيات خطرناك اومهم دي. سمول

بايد دملګروپه غوراوي كي زيات ځير كتيا وشي ځكه زموږ ډيري ستونزي د بدوخلكوسره ګډ ژوندانه  نه راولاړي شوي دي ، كله چې انسان دزانګوڅخه دژوندانه په لور قدم ږدي نو دټولنې دهر ډول خلكو سره مخامخ كيږي يو پريو دداسې چاسره يو ځاي كيږي چې په پايله كي دبدوخلكو سره دپيژنګلوي په اساس دبدی اوتباهۍ ډنډ ته غورځيږي ، ښايي چې بد ملګرۍ خپلو ملګروته دبدو رسولو قصد ونلري مګر دلړم په څير داطبيعي خاصيت لري چي هميشه نورچيچي اوخپل په زهرو لړلي اخلاق دنورو روحونو ته ننه باسي ، ځيني خلك پخپل ځان دپاكي اوغوره والي باورلري چې پخپل ګومان سره دبدوخلكو سره اوسيدل او ژوند كول كوم ضرر اوزيان نه ور رسوي ، خپل شخصيت دومره لوړ او اوچت بولي چې بد اومنفي اخلاق به دوي ته كوم زيان ونه رسوي ولې ددې څخه ناخبره دي چې داور ترڅنګ پخته به حتما اور اخلي او د تيږې ترڅنګ شيشه به حتما روغه نه پاتې كيږي . سمول

خو د بده مرغه انسان داسې جوړ شوۍ دۍ چې فساد ، بدبختي ، رذالت او بدي ډيرزر اغيز پرې كوي لكه باروت چې په يوه توكمه اور اخلي او دخپل منځ نه سوزي ، څوك چې پخپل ښه توب اوبهترۍ مغرور وي او د بدو ،ناوړه خلكو سره دملګرتيا نه ډډه نه كوي دداسې چا په څير دي چې دسيل په مخ كې كور جوړ كړي او پدې فكر وي چې هر څومره قوي سيل به هم دده دكور تهداب ته څه زيان ونه رسوي. سمول

دجرمونو اوفتنوڅخه دمخنيوي لار: سمول

۱- ايمان : دايمان د اغيزو څخه يوهم دفتنو، فسادونو، حق خورۍ، ظلم ، تيري او ټولو جرمونو څخه مخنيوۍ دي ، هغه هيوادونه چې دفساد او فتنوپه ډندونوكې ډوب شوي غواړي چې دفساد دلاملونو دله منځه وړلو پرته دهغه په ضد جګړه وكړي پدي بايد وپوهيږي چې دمعلول په ضد جګړه دهغی دعلت نه بغير ناشونې ده ، مادي ګري هغه علت دي چې معلول يي يوه ناسالمه ټولنه ده، كه چيرې په ټولنه كې ايمان حاكم وي پرته له كوم خنډه ټولې فتنې له منځه ځي . ايمان دمختلفو اړخونوڅخه كولاي شي چې دجرمونو،فتنو اوټولوناوړه كارونو مخه ونيسي چې ځينې يي په لاندې ډول ذكركيږي: سمول

۱- څوك چې په الله جل جلاله ايمان لري نوخپل ځان په الهي محضركي موجود بولي په دې عقيده لري چې ټول مخالف اعمال اوكړني يي حسابيږي اودخپلو بدو اعمالوجزا ورته رسيږي نو په همدې اساس بايد هڅه وكړي چې فتنوته نيږدي نشي. سمول

۲- دالهي عبوديت په اساس : انسان دداسي يو حالت سره مخامخ كيږي چې هغه په نفساني غوښتنو اوشيطاني تمايلاتومسلط كيږي چې دشهواني غرايزو كومي چې دټولوجرمونواصل اواساس دي مخه نيسي. سمول

۳- هغه څوك چي ايمان ولري دالله جل جلاله سره دخپل ځان دبشپړتوب دنيزديكت احساس كوي ، له همدې امله څوك چې دفتنواومفاسدومرتكب كيږي كوم چې الله جل جلاله ته درسيدويومحكم ديوال دۍ له منځه وړي . سمول

۴- ايمان انسان ته عزت ،ارزښت اوشرافت وربښي مومن انسان هيڅكله دفسادونو،فتنوپه شيطاني او نفساني ذليل دام کښي نه لويږي . دوړاندي بيان څخه ښكاريږي چې ايمان دجرمونو اوفتنو په مخنيوي كې ډير مهم رول لري له همدي امله كوم خلك چې دفتنې په لار درواني انحرافاتو ټولنيزو او كورنيزوبې لاريوپه وړاندې قرارنلري بايد دخپل ايمان په تقويت كې هڅه اوهاندوكړي . سمول

كه نن ورځ دلويديزكفري نړي ته دواقعيت په نظر وګورو نو دې ټكي ته به متوجه شوچې په افرادوكې دايمان اودمعنوي خلانشتوالې ،په ځانګړي ډول په ځوانانو كې دډيروناوړوكارونو دكيدولامل ګرځي اوبشري ټولنه يي دزياتومختلفو اخلاقي ككړوالي سره مخامخ كړي ده ،نن ورځ په ټولنه كې دايمان دنشتوالي په اساس ډيري ناخوالې لكه خپل سري ،بي حيايي ،غلاګانې ،په نشه يي توكوروږديوالۍ ،نامشروع جنسي اړيكې ، په فحشااومنكراتوككړيدل ،قانون ماتيدل او داسې نورچې ورځ په ورځ زياتيږي. سمول

ډيروځوانانو ددي فتنواوفسادونوپه وجه خپل ځانونه تباه كړي خپلې كورنې يي په حيرت كې اچولې اوخپله ټولنه يي دزياتو ناخوالو اوكړاونوسره مخامخ كړي ده چې دجرمونو اوفسادونو زياتې شميري ددې مطلب ښكارندويي كوي . سمول

۲- روانې آرامتيا: دهرانسان دفطري غوښتنوڅخه يوهم دخپل ذهن اوخاطر آرامول دي نوټول انسانان داغواړي چې ديوڅپانده اوخطرناك بحرڅخه دآرامۍ اوقرارۍ څنډې ته ځانونه ورسوي اوديته لارومومي په همدي ډول يواځي دآرامي(سپيڅلي ايمان) ونه كولاي شي خپله دسوكالۍ ميوه ټولوانسانانوته وړاندې كړي ،بي له شكه ديوانسان لپاره آرامتيا اوسوكالي اساسي اوترټولومهم سبب په الله جل جلاله ايمان لرل اودخپل سپيڅلي دين احكام منل دي. سمول

ځكه که دانا آرامي د كوم دنیوي څيز دلاسه د تللوپه خاطر وي نو ايمان موږته دا راښيي چې هرشې دالله جل جلاله په لاس كي دي اوهرڅه چې انسان ته پيښيږي هغه دانسان په ګټه وي، اوياهم ناارامي دمرګ له ويري يا دراتلونكي كوم څيزدلاسه دتللوپه اساس وي، خوايمان مرګ ته نشتوالي اوفناكيدل نه وايي بلكي داديو هميشني ژوندپيل بولي چې دا ټول دمؤمن لپاره خوښي او خوشحالي ده. سمول

اوياهم ناآرامي دكوم ظاهري شكست او ناكامۍ لامل بولي خو ددين په هنداره كې بيا ناكامي نشته ،ځكه ترهرڅه مهم دالله ج حكم منل دي او دهغه ظاهري اوسمدستي پايلي ته توجه نه كول، ځكه دهرڅه پايله دالله ج په لاس كې ده اوترهمدغه الله ج پوري اړه لري. سمول

اوياهم ناآرامي: داخلاقي وجدان دشكنجه كولوپه اساس منځ ته راځي چي دلويو جرمونو په كولوسره رامنځته كيږي چې ايمان انسان دجرمونواوګناهونوپه ډنډ كې دغورځيدوڅخه ژغوري. سمول

نودذهني نا آرامۍ اساس اوبنياد په الله ج دايمان دنشتوالي څخه منځته راځي په همدې اساس دايمان دشته والي په صورت كې انسان دواقعي آرامتيا لوړې پوړۍ ته رسيږي ، الله تعالي فرمائي : { أَلا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ } [الرعد: 28]. ژباړه : خبرداراوسى چي يوازي دالله ج په ذكرسره زړونه آرام اخلي . له همدې امله په ځوان نسل لازم دي چې ورځ په ورځ ديني زده كړې زياتي اودايمان غښتلتياته پام واړوي اوهم خپلي ټولنې ته خدمت وكړي. سمول

داسلامي تمدن ارزښت: سمول

په يقيني ډول هغه دين چې دانساني ژوندانه ټول اړخونه اوڅانګې يي رانغښتي، اوهغه ژوند چې دعقيدې او واقعتونو خواته يې رابولي په يوځانګړي ډول يې انځوروي داسې دين ته ناشوني ده چې ديوخاص تمدن لرلوپرته خپل ژوند وساتي ، هو: داسې دين دځان لپاره ديوي مناسبې فضا غوښتونكې دي چې دخپلوموخو او ارزښتونوته په ترلاسه كولوكې ورسره ملګرتيا وكړي ،له همدي امله داسلام دين دنورو دينونو په پرتله يو ځانګړي اوممتازځاي لري فرايضو او عبادتونو ته زيات ارزښت او اهميت وركوي ددي په اړه دخاصو قواعدو اوځانګړوضوابطو په بيانولو سره يي ښوولي دي ، په اسلامي جهان بينۍ كې يې پاكۍ اوسپيڅلتياته ځانګړي ځاۍ وركړي. سمول

داسلام له نظره پاكي د نظافت سره مترادفه كلمه ده ، همدا ډول يواځي د اخلاقي جنايت څخه ځان ژغورلوته عفت اوپاكوالۍ نه وايي بلكې عفت اوپاكي دواړه لغتونه په اسلام كې ژور اوپراخه معناوې لري ، له همدې امله اسلام اصلا ړلويديزتمدن سره هيڅ ډول سازش اونږديوالۍ نه مني،كوم چې په تاريخي لحاظ ترځانګړو لاملونو اوشرائطو لاندي منځته راغلي وي اوپه داسې چاپيريال كې يې رشد اونمو كړي وي چې ترزياتې مدي پوري مادي پرستې اوددين سره دښمني پري حكومت كړۍ وي نو څنګه كيداي شي چې په هغه كې به پاكوالۍ اوسپيڅلتيا موجوده وي. سمول

علامه ډاكتر اقبال چې پخپله هم دلويديزي نړي دتمدن او تاريخ پوهانو څخه دۍ په يوه ډيره لنډه جمله كې يې دغه واقعيت ته اشاره كړۍ وايي: ددغه تمدن اوپرمختګ روح او اساس دعفت او طهارت سره اوږد واټن لري. سمول

په اسلامي تمدن كې دعباداتونو نظام دپاكوالي سره بشپړه رابطه او تړون لري مګر دلويديزتمدن داسې ندۍ. سمول

اسلامي تمدن زړه اوسترګو پاكوالي ، دنظر اوفكرپاكوالي ته بلنه وركوي ولې غربي تمدن يواځي دقانون اوچاپيريال پيژندني له نظره ارزښت وركوي اوبس ، كه چيري عمومي فضا اوياهم مقابل لوري دكوم كاراجازه وركړي دهغه بدكاربدي له منځه ځي اوله هغه وروسته دعزت اوپاكۍ ضد نه كڼل كيږي ، په پايله كې قانون رواج اوچاپيريال ته تسليميږي اوبس. سمول

اسلامي تمدن حجاب اوسترلازم بولي مګر غربي تمدن حجاب اوستر ته كوم ارزښت نه وركوي او دا دبشر دحقوقومخالفت بولي بلكي په لومړي مرحله كې پخپله دپردي اوحياپه ضد اقدام كوي اوهغه يووروسته پاتي كاربولي. سمول

اسلامي تمدن دنر اوښځې آزادانه اختلاط ردوي : اوداكار دټولنې لپاره داخلاقي فساد منبع او دكورني نظام دپاش كيدو او له منځه تللو لامل او سبب بولي ولې دغه سرطاني داني ته لويديزتمدن يو انساني ضرورت او اساسي اړتيا وايي ، كوم حالت چې موږ مسلمانان په ځانګړي ډول افغاني مظلوم اومحروم ملت يي دسرپه سترګو ويني دښځو اونرو اختلاط په دولتي ارګانونو، غربي صليبي تش په نوم خيريه مؤسسو كې دي حدته رسيدلې چې زياتره ښځې دهغوي دجسمي ښكلا په اساس په كارونو ګومارل كيږي ، زنا بالكل عامه شوي ( د رمضان په مباركه مياشت كې موږ ملګري د دولتي دفتر څخه راووتو ګورو يو ځوان د امنيتي كسانو په منځ كې وارخطا ولاړدي پوښتنه مو وكړه څه خبرده هغوي وويل دانګورو په باغ كې يي ديوي نجلۍ سره په رڼا ورځ زنا كوله او موږ راوست ، سبا شو، موږ ديو څه ناڅه سزا او جزا اوريدو ته په تمه وو خو هغوي وويل نجلۍ ويل زه يواځي په اطاق كې ويريږم بيا مو دواړه هلك اونجلې دري ساعته په يو اطاق كې بندي كړل په پاي كې د نجلي خور راغله او زيات فرياديي كاوه زموږ هم زړه پري وسو او پري مو ښول ) دا د غربي تمدن يوه وړوكې بيلګه ده پدي ډول هره ورځ په زرګونو مثالونه دهيواد والو په وړاندي رامنځته كيږي خو افسوس چې ضمير مړ دي احساس نشته ، تش په نوم د ديموكراسۍ اتڼ ته بې دينه خلك غړمبيږي ..... سمول

سربيره پردې نورزيات اساسې او اصولي توپيرونه چې داسلامي تمدن له نظره لكه عكس ، تصوير ، دسپي ساتل د طلا ،سپينو زرو او وريښمو كارول دنارينه ؤ لپاره داټول څيزونه او داسې نور دغربي صليبي تمدن سره په بشپړ ډول توپير لري. سمول

پدي اساس په لوستونكو لازم دي چې دعقاعدو، عباداتو سنتو، مستحباتو ، نبوي سيرت او اسلامي عاداتونو سربيره هڅه وكړي چې پخپل كور او دژوند په چاپيريال كې اسلامي تمدن او د ژوندانه طريقه ترخپلي وسې پوري ژوندۍ كړي او دهغې مطابق خپل ژوند برابر كړي ، دغربي صليبي تمدن او دهغه دځانګړتيا ؤ څخه ځان وژغوري ، دغربي تمدن نښانې لكه دښځو اونارينه ؤ ګډوالې ، دشرعي حجاب نه مراعات كول ، دعكس او فوټو كارول ، ساز اوسرود دخپل مشغله او بختيا ګرځول دسپيو روزل او په هغو لاس وهل دمشكوكو او مشتبه څښاكونو خوراكونو استعمالول او داسې نورو څيزونو څخه بايد په ټينګه ځانونه وساتي په شرعي حجاب ، حيا ، پرده ، دپاكې او سپيڅلې لاري تعقيبول ، دقبلي پيژوندل ، داسلامي لباس او خوراكې لوښوتوپيرلرل ، زامنو او لوڼوته ديني تعليم او تربيه وركول دي ټولو څيزونو ته بايد په ټينګه توجه او پاملرنه وكړي داځكه چې ددي څخه پرته شرعې او اسلامي ژوند كول امكان نلري بلكې دفرائضو او واجباتو سرته رسول هم مشكل او ستونزمن دي. سمول

سربيره پردي : كه چيري اسلامي امت دخپل تمدن او اصل اسلامي فرهنګ څخه لري شي په پاي كې د واقعي ژوند خخه بيل شوي يواځي دعقيدي ،عباداتو او ديني مراسمو په چاپيريال كې بند شوي او ددوي رابطه دسابقي سره قطعه شوي او په پاي كي ښايي دفكري او اسلامي تمدن دترديد سره مخامخ شي . سمول

په اوسني وخت كي اخلاقي ګډوډي رامنځته شوي كورني نظام اوجوړښت له منځه تللي اسلامي امت غربي صليبي ټولنو په څيرچي دغه اخلاقي مرضونه يي خپلي اوچتي پوړي ته رسيدلي ښايي داخلاقي جزام سره مخامخ شې په ډيرتاسف سره نن ورځ زيات اسلامي هيوادونه په پټو سترګو دصليبي لويديز تقليد كوي په هغوي پسې روان دي دهغوي په څير ژونديي اختيار كړي چې دهغه منفي اوكرغيړن آثار ترلمر روښانه دي. سمول

۴- جومات او لمانځه ته پام اړول: سمول

كله چې لمونځ انسان دفساد اوتباهۍ څخه په ساتلوكې ډير مهم رول لري كولاي شي چې دفرهنګي هجوم په مقابل كې دمقابلې دمهمو لاروڅخه وشميرل شي، په يقيني ډول كه چيرې زموږ ځوانان دجومات او لمانځه سره مينه پيداكړي او د الله ج او د هغه دعبادت خوند اولذت درك كړي هيڅكله به حا فر نشي چې خپل ځان په نورو حرامو خوندونو ككړكړي ، لمونځ انسان جوړوي روح پاكوي بدي پخپله حقيقي څيره انسان ته ورښيي ، د روح په چاپيريال دهدايت اورحمت دباران د اوريدو سبب اولامل كيږي انسان دفساد او بديو څخه منع كوي دشيطان نقشي پر اوبو لاهو كوي اوله منځه يي وړي ، انسان پخپلو نفساني غوښتنو مسلطوي لكه څنګه چې الله ج فرمائي: . ژباړه : بيشكه لمونځ انسان ړفحشا اوبديو څخه منع كوي. سمول

له همدي امله ځوانان بايد هڅه وكړي چې خپله رابطه دجومات لمانځه دجمعي دلمانځه سره پري نكړي او كوښښ وكړي چې لمونځ پخپل وخت سره اداء كړي ترڅو دالله ج ذكر او ورسره رابطه ټينګول چې په پرتليز(مقايسوي) ډول دبل هيڅ خوند سره پرابر ندي دركړي. سمول

اي ځوانانو! دهغو بربنډو او بد كاره آوا زويونكو او نڅا كوونكو وويريږي چې رذالت او فحشا يي آخري حدته رسيدلي دشرابو او نڅا بنډارونه يي ګرم كړي ، په ډيره مستي او ډلونو په څير چيغي او آوازونه وهونكي ، ډيري بدي بي حيا په بشپړه بي ادبي سره يي په ژبو داسي كلمات جاري چې د انسانيت په چوكات كي هم ځاي نلري ، پرته له كوم واټن او حد څخه ښځي او نارينه سره ګډ چې عزت او خيثيت تر پښولاندي كوي ، چې دفخشا او بي بند وباري تري را ښكاره شي. سمول

اي ځوانانو : دهغو خلكو څخه وويريږي چې دوي دپيشرفت او ترقي چيغي وهي د دوي تشو دعوا ووته غوږ مه ايږدي ځكه بدوكارونو ته ښه رنګ وركوي اوخلكوته خپله نظريه او ايډيالوژي دحل ښه لار ورپيژني او څرګندوي چې دټولو مشكلاتو دحل لار دهلاكو او نجونو د وړوكوالي څخه ګډوالي او اختلاط دۍ. سمول

دا داسي كلمي دي چې پخپله نه پري پوهيږي او داسې مطالب بيانوي چې په معنا اومهوم يي نه پوهيږي دهغه محتوا نه ده ورته روشانه داداسي خلك دي چې شعوري يا لاشعوري ديهودو صليبيانو فرماسوزيانو ، كمونستانو او صهيونستانو پروګرامونو او نقشو پلي كونونكي او په لاراچوونكي دي. سمول

دغه خائنان غواړي زموږ ځوانان په فاجرو فاسقو بي احساسه او فاسدو عناصرو باندي واړوي ځكه دوي غواړي چې مسلمانان ځوانان دهغوي هڅي ، جهاد ، او هرراز كوښښونه له ياده وباسي ترڅو دظالمانو او اشغالګرو په مقابل كي دتسليمۍ سرونه ښكته كړي ، او ددوي هر بد او ناروا غږ چې دپليتيو او ككړو مريو يي راوزي بايد مسلمان ځوانان ورته چكچكي ووهي او دهر بي دينه انو نا مسلمانه شخص حكم ومني دغه كافران غواړي چې زموږ ځوانان دپسونو درمو په څير چې چيرته وغواړي هلته بوځي پخپله امسايي وڅروي . اي ځوانانو هوښيار اوسۍ دكفارو ددي پوچو او بي مفهومه دعواوو او هغه فريب وركوونكو كلماتو او خبروته متوجه شي او دغه پروګرامونه په دوامداره توګه پخپلو ذهنونو كې وساتۍ ، خپل عفت په صبر سره وساتي ،خپله رابطه دخپل الله ج سره ټينګه او محكمه كړي ، داافتخار ، سرلوړي تاج داسلام سپيڅلي دين ته په راګرځيدوسره پخپل سركيږدي دهر بي دينه ، فاجر، فاسق دعوت اوبلنه ردكړي ،دملحدانو او كافرانو افتخاراتو او مباهاتوته توجه ونكړي. سمول

الله جل جلاله  دغه مبارك فرمان ته غوږشې چې: سمول

ژباړه: پيروي مه كوي ددغسې غوښتونو دمخكيني قوم څخه چې ګمراه شويدي او ډيرزيات يي ګمراه كړي او پخپله هم دسمي لاري څخه كرځيدلي دي. سمول

ددي ټولونفسي غوښتنو،هوسونو او دنورونارساييوسره سره هيڅوك دغه مقصد ته ونه رسيدل. سمول

تاته مي دهدف اومقصد دخزاني نښه وښوده زه ورونه رسيدم ښايي ته به ورورسې. سمول

دشهادت په باب كـــــــــې دعدالت په شروطــــــو كې راځي چې څوك سندري وايي دهغه ګواهــــــــــــــي په محكمه كـــــــــي رد ده [27]. سمول

ديزيد بن وليد څخه نقل كړل شوي چې وايي: خپل ځان دسازاو سرودڅخه لري كړي ځكه داشرم او حيا كموي ، شهوت زياتوي ځوانمردي له منځه وړي دشرابو عملاو اثرپه وجود كې ټينګوي . سمول

دښځوسره ديوځاي كيناستوڅخه پرهيزوكړي ځكه دساز او سرودپه پايله كي زنا منځته راځي. سمول

    پایله سمول

ددغه بحث ترلیکلو وروسته دې نیتجی ته ورسیدو چې : سمول

۱- داسلام سپیڅلی دین د فطرت سره موافق دی هر هغه شی چی اسلام د هغه نه منع کوی د انسان د ګټی او فوائدو لپاره ده هیڅ داسی عمل نشته چې اسلام منع کړی وی او د انسان پکی ګټه نه وی. سمول

۲- د وخت ارزښت د اسلام له نظره خورا با ارزښته سرمایه ده چې د موسیقی او ساز او سرود تر څنګ دغه سرمایه له لاسه وځی . سمول

۳- ساز او سرود د اسلام له نظره حرام دی په هر  بالغ او مکلف انسان  باندی لازم دی چې تری ډډه وکړی. سمول

۴- ساز او سرود د انسان روح مریضوی او دهغی استحکام او قوت  تری اخلي د سختیو په مقابل کې هیڅ مقاومت نشی کولی او د امتحان په وخت کې ځان بایلی. سمول

۵- داسلامي تمدن ارزښت ښودل شو ی دی ، چې له اساسي ټکو څځه یی دنر او ښځي اختلاط ردول دی . سمول

۶- دهغو بربنډو او بد كاره آوا زويونكو او نڅا كوونكو څخه ويره په ګوته شوی ده  چې رذالت او فحشا يي آخري حدته رسيدلي دشرابو او نڅا بنډارونه يي ګرم كړي وی . سمول

۷- علامه ډاكتر اقبال: په يوه ډيره لنډه جمله كې يې دغه واقعيت ته اشاره كړۍ وايي: دغربی تمدن اوپرمختګ روح او اساس دعفت او طهارت سره اوږد واټن لري. سمول

- اغاثة اللهفان د امام ابن القیم . الكتاب: إغاثة اللهفان من مصايد الشيطان سمول

المؤلف: محمد بن أبي بكر بن أيوب بن سعد شمس الدين ابن قيم الجوزية (ت ٧٥١هـ) سمول

المحقق: محمد حامد الفقي سمول

الناشر: مكتبة المعارف، الرياض، المملكة العربية السعودية سمول

عدد الأجزاء: ٢ سمول

[ترقيم الكتاب موافق للمطبوع] سمول

- الزواجرعن اقتراف الكبائر . الكتاب: الزواجر عن اقتراف الكبائر سمول

المؤلف: أحمد بن محمد بن علي بن حجر الهيتمي السعدي الأنصاري، شهاب الدين شيخ الإسلام، أبو العباس (ت ٩٧٤هـ) سمول

الناشر: دار الفكر سمول

الطبعة: الأولى، ١٤٠٧هـ - ١٩٨٧م سمول

عدد الأجزاء: ٢ سمول

[ترقيم الكتاب موافق للمطبوع] سمول

- تفسیر امام طبري . الكتاب: جامع البيان عن تأويل آي القرآن سمول

المؤلف: أبو جعفر، محمد بن جرير الطبري (٢٢٤ - ٣١٠هـ) سمول

توزيع: دار التربية والتراث - مكة المكرمة - ص.ب: ٧٧٨٠ سمول

الطبعة: بدون تاريخ نشر سمول

عدد الأجزاء: ٢٤ سمول

- سلسلة الاحادیث الصحیحة. الكتاب: سلسلة الأحاديث الصحيحة وشيء من فقهها وفوائدها سمول

المؤلف: محمد ناصر الدين الألباني [ت ١٤٢٠ هـ]الناشر: مكتبة المعارف للنشر والتوزيع، الرياض سمول

الطبعة: الأولى لمكتبة المعارف عدد الأجزاء: ٧ ، عام النشر جـ ١ - ٤: ١٤١٥ هـ - ١٩٩٥ م. سمول

- سنن ابن ماجه .  المؤلف: ابن ماجة أبو عبد الله محمد بن يزيد القزويني، وماجة اسم أبيه يزيد (ت ٢٧٣ تحقيق: محمد فؤاد عبد الباقي ، الناشر: دار إحياء الكتب العربية - فيصل عيسى البابي الحلبي.)] سمول

- سنن ابي داود ، المؤلف: أبو داود سليمان بن الأشعث بن إسحاق بن بشير بن شداد بن عمرو الأزدي السِّجِسْتاني (ت ٢٧٥هـ)المحقق: محمد محيي الدين عبد الحميد ،الناشر: المكتبة العصرية، صيدا – بيروت. سمول

- السنن الكبرى ،المؤلف: أبو بكر أحمد بن الحسين بن علي البيهقي (ت ٤٥٨ ه سمول

المحقق: محمد عبد القادر عطا سمول

الناشر: دار الكتب العلمية، بيروت - لبنان سمول

الطبعة: الثالثة، ١٤٢٤ هـ - ٢٠٠٣ م سمول

عدد الأجزاء: ١١ (الأخير فهارس) سمول

[ترقيم الكتاب موافق للمطبوع] سمول

- صحیح البخاری  . الكتاب: صحيح البخاري سمول

المؤلف: أبو عبد الله، محمد بن إسماعيل بن إبراهيم بن المغيرة ابن بردزبه البخاري الجعفي سمول

تحقيق: جماعة من العلماء سمول

الطبعة: السلطانية، بالمطبعة الكبرى الأميرية، ببولاق مصر، ١٣١١ هـ، بأمر السلطان عبد الحميد الثاني سمول

ثم صَوّرها بعنايته: د. محمد زهير الناصر، وطبعها الطبعة الأولى عام ١٤٢٢ هـ لدى دار طوق النجاة - بيروت، مع إثراء الهوامش بترقيم الأحاديث لمحمد فؤاد عبد الباقي، والإحالة لبعض المراجع المهمة سمول

عدد الأجزاء: ٩ سمول

[ترقيم الكتاب موافق للمطبوع، وهو ضمن خدمة التخريج] سمول

- صحیح الجامع . الكتاب: صحيح الجامع الصغير وزياداته سمول

المؤلف: أبو عبد الرحمن محمد ناصر الدين، بن الحاج نوح بن نجاتي بن آدم، الأشقودري الألباني (ت ١٤٢٠هـ) سمول

الناشر: المكتب الإسلامي سمول

عدد الأجزاء: ٢ سمول

[ترقيم الكتاب موافق للمطبوع] سمول

- فتاوی هندیه . الكتاب: الفتاوى العالمكيرية المعروفة بالفتاوى الهندية سمول

المؤلف: جماعة من العلماء سمول

برئاسة الشيخ: نظام الدين البرنهابوري البلخي سمول

بأمر السلطان: محمد أورنك زيب عالمكير سمول

الطبعة: الثانية، ١٣١٠ هـ سمول

الناشر: المطبعة الكبرى الأميرية ببولاق مصر (وصَوّرتها دار الفكر بيروت وغيرها) سمول

عدد الأجزاء: ٦ سمول

[ترقيم الكتاب موافق للمطبوع] سمول

- مجموع الفتاوى. الكتاب: مجموع الفتاوى سمول

المؤلف: شيخ الإسلام أحمد بن تيمية سمول

جمع وترتيب: عبد الرحمن بن محمد بن قاسم رحمه الله سمول

وساعده: ابنه محمد وفقه الله سمول

الناشر: مجمع الملك فهد لطباعة المصحف الشريف - المدينة المنورة - السعودية سمول

عام النشر: ١٤٢٥ هـ - ٢٠٠٤ م سمول

،انتشارات: شیخ الاسلام احمد جام  خطبه های اصلاحی - تربیتی ، علامه مفتی محمد تفی عثمانی ، مترجم : محمد عمر عیدی ، سال چاپ 1369 ، نوبت چاپ : اول ، انتشارات : شیخ الاسلام احمد جام. سمول

- منصنف ابن ابی شیبه. الكتاب: الكتاب المصنف في الأحاديث والآثار سمول

المؤلف: أبو بكر عبد الله بن محمد بن أبي شيبة الكوفي العبسي (ت ٢٣٥ هـ) سمول

تقديم وضبط: كمال يوسف الحوت سمول

الناشر: (دار التاج - لبنان)، (مكتبة الرشد - الرياض)، (مكتبة العلوم والحكم - المدينة المنورة) سمول

الطبعة: الأولى، ١٤٠٩ هـ - ١٩٨٩ م سمول

عدد الأجزاء: ٧ سمول

تنبيه: لمكتبة الرشد طبعة أخرى مختلفة بتحقيق حمد الجمعة ومحمد اللحيدان في ١٦ مجلدا سمول

[ترقيم الكتاب موافق للمطبوع]. سمول

آن لاین اسلامی لارښود وګوری . - سمول

تلبس ابلیس کتاب وګوری . الكتاب: تلبيس إبليس سمول

المؤلف: جمال الدين أبو الفرج عبد الرحمن بن علي بن محمد الجوزي (ت ٥٩٧هـ) سمول

الناشر: دار الفكر للطباعة والنشر، بيرزت، لبنان سمول

الطبعة: الطبعة الأولى، ١٤٢١هـ/ ٢٠٠١م سمول

-غذاء الالباب شرح منظومة الآداب وګوری . الكتاب : غذاء الألباب في شرح منظومة الآداب سمول

المؤلف : شمس الدين، أبو العون محمد بن أحمد بن سالم السفاريني الحنبلي (المتوفى : ١١٨٨هـ) سمول

الناشر : مؤسسة قرطبة - مصر سمول

الطبعة : الثانية ، ١٤١٤ هـ / ١٩٩٣م سمول

عدد الأجزاء : ٢] سمول


پدی اړه اغاثة اللهفان د امام ابن القیم کتاب وګوری .[1] سمول

-اسراء سورت ۶۴ آیت .[2] سمول

- الفرقان سورت ۷۲ آیت[3] سمول

-صحیح البخاری ۹۴۹ نمبر حدیث شریف .[4] سمول

- فتاوی هندیه ج ۶ ص ۳۶۱ د زیات معلومات لپاره آن لاین اسلامی لارښود وګوری . [5] سمول

۲- دا حديث شر يف امام بخاري په ۵۵۹۰ نمبر معلق روايت كړى دى او امام طبري او امام بيهقي وصل كړى دى،  په دې اړه سلسله صحيحه د الباني ۹۱ نمبروګورئ . سمول

-غذاء الالباب شرح منظومة الآداب وګوری . [7] سمول

- سلسلة الاحادیث الصحیحة ص ۱۴۰-۱۴۱.[8] سمول

- مجموع الفتاوی د شیخ الاسلام ابن تیمیه لیکنه . [9] سمول

- صحیح الجامع ۵۱۹۴نمبر حدیث شریف .[10] سمول

- سلسله صحيحه ۴۲۷ نمبر وګورئ .-[11] سمول

- سلسله احادیث صحیحه ۲۲۰۳ نمبر حدیث .[12] سمول

- صحیح الجامع ۱۷۰۸ نمبر حدیث شریف . [13] سمول

- سنن ابي داود ۴۱۱۶ نمبر، او  مجموع الفتاوي ( ۳۰) ټوك ۲۱۲ مخ وګورئ. [14] سمول

- الزواجرعن اقتراف الكبائر ) كتاب وګورئ . [15] سمول

16- الزواجر عن اقتراف الكبائر، او مجموع الفتاوى۳۰ ټوك او ۲۱۲ مخ وګورئ. سمول

- سلسلة احادیث صحیحة ج ۱ ص ۱۴۵[17] سمول

- سنن ابن ماجه ۱۵۴۰ نمبر وګورئ اودغه راز، مجموع الفتاوى ۳۰ ټوك ۲۱۶ مخ وګورئ.[18] سمول

- تلبس ابلیس کتاب وګوری .[19] سمول

- الحشر سورت ۷ آیت شریف .[20] سمول

- نور سورت ۶۳ أیت . [21] سمول

- صحیح البخاری ج ۳ ص ۱۰۴۳ . [22] سمول

- منصنف ابن ابی شیبه ج ۸ ص ۷۱۱ . [23] سمول

- المومنون سورت ۳ آیت . [24] سمول

-آن لاین اسلامی لارښود وګوری .[25] سمول

[26] - دمحمد تقي عثماني داصلاحي اوتربيتي خطبوڅخه. سمول

- كشف الخفاء عن حكم سماع الغناء)صفحه ۲۸ .[27] سمول