دا مېرمن د ويدا د پېر (2000 - 1000 ق م) شاعره ده چې خواږه اشعار يې ويلي . د دې مېرمني شعر د ريگويدا په لسم كتاب او 189 سرود كي ليدل سوى دى. دلته يې نمونه ترجمه كوو:

  1. دا نرغويى (لمر) ټكيالى او چرگي راغلى او د مور مخ ته په شرق (سپېدو) كي ولاړ دى او د خپل پلار اسمان خوا ته پر مخ ځي.
  2. كم وخت چې سا باسي او ننه باسي د ځليدونكو كرو په اوږدو كي خو ځيږي. دا نرغويي د آسمان له يوه سره تر بل سره ځلېږي.
  3. هغه مرغه (لمر) ته سرود وركړى سوى دى چې گهيځ د سپېدو چاودلو په وخت پر دېرشو مملكتو حكومت وكړي.