په يوناني افسانو کې، يو ساتير، چې د سايلينيوس يا سايلينس او سايليني (جمع) په توګه هم پېژندل کېږي، يو نارینه طبيعي روح دی چې غوږونه او لکۍ يې اس ته ورته والی لري، تناسلي اله يې د تل لپاره او ډېره نېغه وي. په لومړيو هنري ښودنو کې کله کله د اس په څېر پښې هم لري؛ خو تر شپږمې مخزېږديزې پېړۍ پورې، عموماً داسې ښودل کېدل چې د انسان په څېر پښې لري. په طنزي ډول خرابه څېره لري، د نارينه په څېر وېښتان لري، څېرې يې د حيواناتو په څېر دي، پوزې يې لنډې دي، او تل بربنډ ښودل کېږي. ساتير د فحشو ځانګړتياوو لرونکي دي او د شرابو، موسيقۍ، نڅا او ښځو خوښونکو په توګه پېژندل کېږي. دوی د «ډيونيسس» خدای ملګري وو او باور کېږي چې دوی په لېرې سيمو کې اوسېدل، لکه ځنګلونه، غرونه او څړځايونه. دوی اکثره کوښښ کاوه چې حورې او فاني ښځې وغولوي او جنسي تيری پرې وکړي، خو عموماً کم بريالي وو. دوی کله کله د موټي وهلو يا له حيواناتو سره په جنسي اړیکه کې بوخت ليدل شوي دي.[۱]

ساتير
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه

په لرغوني «اتينز» کې، ساتير د ډارمې په يو صنف کې د سندرې سروکی جوړ کړ چې د "ساتير ډرامه" په نوم پېژندل کېږي، کومه چې د يو ناورين تقليد و، او د خپل بد او فحش طنز له امله يې شهرت درلود. د دې صنف يوازينۍ بشپړه پاتې ډرامه د «يوريپايډس» ده چې د «سايکلپس» په عنوان ده، په داسې حال کې چې د «سوفوکليس» د «ايکنیوټای» په نوم د يوې ډرامې يوه مهمه برخه هم پاتې ده. په افسانو کې د «مارسياس» ساتير په اړه ويل کېږي چې اپولو خدای يې د موسيقۍ د سيالۍ لپاره ننګولی و، او د هغه د غرور له امله يې له هغه په ژوندوني پوستکی ايستلی و. که څه هم په څرګند ډول خندونکې ده، باور کېږي چې ساتير ګټوره پوهه هم درلوده، او شونې وه چې د دې علم څرګندولو ته اړ کړای شي. د «سايلينس» په نوم ساتير د ځوان «ډايونايسس» خصوصي ښونکی و او د «ايونيا» يوه کيسه د يو «سايلينوس» په اړه ويل شوې، چې کله ونيول شو نو سمه مشوره يې ورکړه.

د یوناني تاریخ په اوږدو کې، ساتير سوکه سوکه تر ډېره بريده د انسانانو او کم وحشي حيواناتو په توګه وړاندې شوي دي. په يو شمېر انځورونو کې دوی د بزو په څېر خصوصياتو تر لاسه کول پيل کړي دي، لامل يې له «پان» سره د هغوی ګډېدل دي، چې «پان» د خدای نوم دی، د بزو په څېر پښې او ښکرونه لري. روميانو ساتير د دوی د اصلي طبيعيت د روحونو، یعنې حيواناتو څخه پېژندلي دي. بالاخره د دواړو تر منځ توپير په ټوله معنا ختم شو. له رنسانس راهيسې، ساتير اکثره د بزو د پښو او ښکرونو په درلودلو سره وړاندې شوي دي. په لوېديځ هنر کې له تنکیو پېغلو (د فطرت حورو ته ورته افسانوي روح) سره د ساتير د نڅا وړاندې کول عام دي، چې ډېرو مشهورو فنکارانو په همدې موضوع خپل اثار توليد کړي دي. د شلمې پېړۍ له پيل راهيسې، ساتير عموماً له خپلو ځانګړتياوو څخه ډېره فحاشي له لاسه ورکړې، او تر ډېره بريده په بې ګواښه او کورنيو څېرو بدل شوي دي. دوی عموماً په خيالي اثارو او د ماشومانو په ادبياتو کې راڅرګندېږي، په کومو کې چې ډېر ځله دوی ته د بزه وزمه انسان په توګه اشاره کېږي.

اصطلاح پوهنه (نومونپوهنه)

سمول

د ساتير اصطلاح پوهنه روښانه نه ده، او له يوناني ژبې څخه د مخکې ژبې احتمالي اصل په ګډون، د دې اصطلاح لپاره ګڼې مختلفې رېښې وړاندېز شوي دي. يو شمېر پوهانو د دې نوم دويمې برخې ته د يوناني لفظ θηρίον، thēríon سره تړاو ورکړی دی، چې د 'وحشي ژوي' په معنا دی. ښايي دا وړانديز په دې حقيقت سره تاييد شي چې کله کله «يوروپييډز» ستاير ته د موجودو په توګه اشاره کوي. بله وړانديز شوې رېښه پېژندنه دا نوم له يو لرغوني «پيلوپونيژني» ټکي څخه راباسي چې معنا يې ده "بشپړ خلک"، چې د دوی دايمي جنسي پارېدنې حالت ته اشاره کوي. «ايریک پارټريج» وړانديز کړی چې ښايي دا نوم د سټ [sat] رېښې سره تړاو لري، چې د کرلو په معنا ده، کوم چې د رومي خدای «زحل» د نوم د رېښې په توګه هم وړانديز شوی دی. عموماً د ساتير او «سيليني» تر منځ توپير نه کېږي، د چا ورته والی چې تقريباً سره یو شان دی. د «برور» د عبارتونو او افسانو د قاموس تر مخې، د 'ساتير' نوم کله کله د سپکاوي په ډول يو خونړي او شهوت پرست سړي ته استعمالېږي. د ستايريسيس (satyriasis) اصطلاح څخه موخه په نارينه وو کې يو داسې روغتيايي حالت دی چې له حد څخه زيات جنسي خواهش ځانګړتيا لري. دا د نارينه nymphomania (په ښځه کې نه کنترول کېدونکی او زيات جنسي خواهش) سره برابر ټکی دی.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د منشاً اټکلونه

سمول

اندو-اروپايي

سمول

د کلاسيکي علومو د متخصص «مارټين ليچفيلډ ويست» په وينا، په يوناني افسانو کې ساتير او «سايلينويي» په نورو ايندو-اروپايي افسانو کې څرګندېدونکو نورو ګڼو هستو سره ورته والی لري، او دا دې ته اشاره کوي چې ښايي دوی په يو مبهم ډول، بېرته پروټو-اندو-اروپايي افسانو ته ورګرځي. د ساتير په څېر، دا نور ايندو-اروپايي طبیعي روحونه عموماً د انسان-ژوي يوځای والی وي، کوم چې اکثراً په ځانګړي ډول د اس يا احمقانه ځانګړتياوې لري. د انسان-ژوي ګډولې ته په Rāmāyaṇa کې اشاره شوې ده، ه چې د Kiṃpuruṣas يا Kiṃnaras په نوم پېژندل کېږي، کوم چې يو هندي حماسي شعر دی او په سنسکرتي کې ليکل شوی دی. د هيپو د اګسټين (354-430ز) او نورو په وينا، لرغونو «سيلتانو» په «ډوسي» باور درلود، کوم چې د ويښتو لرنکي شيطانان وو او د دوی په اړه باور دا و چې کله کله انساني بڼه خپلوي او فاني ښځې تېرباسي. د ايرلينډي «bocánach» په ګډون، په سلتيکي ولسي ادب کې، د سکاټلينډي «ùruisg» او «glaistig»، او د «Manx goayr heddagh»، يوه برخه د انسان او يوه برخه يې د بزې ده. د «اليګزينډريا» ويې پېژندونکی «هيسيچيس» (پنځمه يا شپږمه زېږديزه پېړۍ) ويلي چې «ايليريايانو» د ساتير په څېر موجوداتو باور درلود، چې «ديوادايي» يې بلل. سلاوي «ليشي» هم له ساتير سره ورته والی درلود، ځکه چې هغه په ويښتو کې د پټ او د بزې د ښکرونو، غوږونو، پښو او اوږدو پنجو په څېر نوکانو لرونکي په توګه بيان شوی دی.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د ساتير په څېر، په نورو اندو-اروپايي افسانو کې دې ته ورته مخلوقات اکثره چلباز، شرارتي او نڅېدونکي وي. د «ليشي» په اړه باور کېدو چې مسافر يې غولول تر څو هغوی خپله لاره ورکه کړي. ارمينايي Pay (n) د نارينه روحونو يوه ډله وه چې په لرګيو کې به نڅېده. په جرمني افسانو کې، د «يلوس» په اړه ويل کېدل چې په ځنګلونو کې به نڅېدل او تر شا به يې د ښاپيريو کړۍ پرېښودې. د دوی په اړه دا فکر هم موجود و چې دوی به ټوکې کولې، اسونه به يې غلا کول، د خلکو په ويښتو کې به يې غوټې تړلې، او ماشومان به يې غلا کول، او د پر ځای به يې بدشکله ماشومان ايښودل. «ويسټ» وايي چې ساتير، ايلو، او دې ته ورته نور طبيعي روحونه يوه متنوعه ډله ده، او دا ستونزمنه ده چې د هغوی په ډول يوه نمونه جوړه شي. په هر حال، نوموړی دې پايلې ته رسېږي چې "موږ تکراري خصوصيات پېژندلای شو" او ښايي چې په يوه نه يوه بڼه دوی په پروټو-اندو-اروپاييانو کې وموندل شي.[۱۰][۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې

سمول
  1. Gantz, Timothy (1996). Early Greek Myth. p. 135.
  2. R. S. P. Beekes, Etymological Dictionary of Greek, Brill, 2009, pp. 1311–12).
  3. West 2007، م. 293.
  4. Hansen 2004، م. 279.
  5. Luta 2017، م. 38.
  6. Brewer او Evans 1989، م. 983.
  7. Henrichs 1987، مم. 99–100.
  8. Room 1983، م. 271.
  9. West 2007، مم. 293–294.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ West 2007، م. 294.
  11. West 2007، مم. 292–293.
  12. West 2007، مم. 292–294.
  13. West 2007، مم. 302–303.
  14. West 2007، مم. 292–297, 302–303.
  15. West 2007، م. 303.
  16. West 2007، م. 295.
  17. West 2007، مم. 294–295.