ساتنمن نجیب الله

ساتنمن نجیب الله شهید د پکتیکا د برمل ولسوالۍ اوسېدونکی د سرحدي پولیسو سرتېری و چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو د تیري ځواب کې د شهادت مقام وگاټه.

ساتنمن نجیب الله شهید چې د اته پاکستاني ځواکونو وژلو وروسته یې شهادت په نصیب شو.

په یاده ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو هڅه وه چې د طالبانو جنگیالي ملاتړ وکړي، مگر د افغان سرحدي ځواکونو له چټک غبرگون سره مخ شول چې په پېښه کې اته پاکستاني امنیتي ځواکونه ووژل شول او په پای کې نجیب الله ساتمن هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ساتنمن نجیب الله په نامه په اړونده ولسوالۍ کې یو څلور لارې هم ونومول شوه او څلی پری جوړ کړای شو.